ټنګ ټکور او د طالبانو شور ما شور !

ټنګ ټکور او د طالبانو شور ما شور !
د طالبانو د واکمنۍ سره جوخت له بده مرغه د ټول هیواد په کچه په غږیزو او انځوریزو رسنیو رادیو تلویزیون کې د ټنک ټکور او مستو افغاني سندرو، ساز اواز بندیز لګیدلی او د رسنیو څپې غمجنې او تحجرځپلي ښکاري او دا د افغانستان د زرګون وکلونو د هنر او فولکلور،ساز او سرود په لرغوني تاریخ یو بې رحمه ګوزار او د افغانستان د فرهګنپال او هنرپال ولس سره ستره جفا او زیاتی بولم .
د افغانستان بومي اولرغونۍ موزیک اوټنک ټکورپه سیمه ییزه اونړیواله کچه یو ویاړلۍ او زړونومنلۍ شهرت لري او زیاتره د موسیقي بیلابیل آلات لکه رباب ، ډهل ، سرینده ، غیچک ، دنبوره ، تبلې ، منګی ، شپیلۍ ، سورڼۍ او نور په افغانستان کې جوړیږي اوخورا پخوانۍ لرغوني مخینه لري .
طالبان به هیڅکله هم په قرآن مجید کې د موسیقۍ اویا ساز وسرود د تحریم او حرام ګڼلو په اړه کوم آیات او یا نبوي احادیث پیدا نه کړي . او تردې مهاله په ګرده عربي اسلامي هیوادونو کې بیلا بیلې موسیقۍ ، نارینه او ښځینه مستې نڅا ګانې او ګډاوې باب دي . او په دغو ټولنو کې هنرمندان او مو سیقاران د درنښت او اعزاز څخه برخمن او لوړ موقف لري .
عربي پوهان د شعر، هنر او موسیقۍ په اړه زیاتې لیکنې او څیړنې لري . یوعرب کیسه کوي چې موږ عربانو به د عربو په وچو، سوځنده د ښتو کې په درنو بارونو بارد اوښانو کاروانونه په مخه کړي او ستړي مزلونه به مو وهل . خوکله به چې اوښان له درنو بارونو ستړي راته ښکاره شول نو بې له ډیله مو د شعرونو په بوللو او مستې موسیقۍ په غږولو پیل وکړ. اوښان به هم بې له ځنډه د هغه په اوریدلو په مستۍ او وجد راغلل او په هغو کې د لا اوږدو اوستړو مزلونو د وهلو متره اوقوت پیدا شو. عرب پوهان لیکي داچې شعراو موزیک په اوښانو اغیز شیندي که کوم انسانان د شعر او موسیقۍ تر اغیز لاندې رانه شي . دا ډول انسانان له اوښانو هم بد تر اوټیټ دي .
په اوسنی معاصره نړۍ کې نامتو پوهان او پروفیسران د سازاوسرود په ګټورو اغیزو پوه شوي او د نړۍ په بیابیلو پرمخ تللو هیوادونو زیاتره رواني اوپيسو کلوژیکي ناروغان د موزیک اوسازپه وسیله تر درملنې لاندې نیسي اوپه مشخصو موزیکتونونو او ځایونو کې یې بریالۍ او اغیزمنه درملنه کیږي .
ډیر پخوا کلونه په راډیوافغانستان کې مې یوه ورځ د کندهار د نومیالي اونوموتي هنرمند، موسیقاراو غزلبول استاذ ارواښاد سلــیم کنــد هـاري څخه چې د موسقۍ ټول آلات يې په استا ذانه کچه غږولی شول وپوښتل چې د خپل هنراو موسیقۍ په اړه یوه خاطره راسره شریکه کړې ؟ مرحوم استاذ موسکۍ شو. ویې ویل خاطره او که خاطرې ؟ ویې ویل بلا ډیرې خاطرې لرم . خو یوه به د خپل کورخاطره درته ووایم .
خدای بښلی استاذ سلیم کندهاری د ټول هیواد په کچه یواځینی او لومړنی هنرمند و. چې سنتور موزیک آله یې په استاذانه پوهه غږولی شوه .
استاذ وویل :
راته خورا ګرانه لور مې ناروغه شوه. د درملنې په موخه مې د بیلا بیلو ډاکترانو کتنځیو ته بوتله . خو هیڅ دارو، درمل پرې اغیز ونه کړاولا د سختې ناروغۍ له کبله کړیدله . ورپسې مې د هیواد په بیلابیلوولایتونوکې له هراته نیولي ترکندهار، غزنی ، مزارشریف اونوروزیارتونو وګرځوله خو له بده مرغه په تعويذونواو زیارتونو هم جوړه نه شوه . یوه شپه مې پخپل کور کې په سنتور مشق او تمرین کاوه . چې ناببره مې ناروغي لورکۍ راته غږ کړچې پلارجانه ! دا موزیک څومره خوند کوي . ماته یې لا ډیر وغږوه . سخت خوشاله شوم او د سنتور په غږولو مې د هغې هیله ترسره اوپه اغیز یې پوه شوم . څوشپې او ورځې مې ګرانه ناروغه لورکۍ د سنتور په غږولو نازوله اود هغه په وجود کې مې د څرګندې روغتیا نښې ولیدې . اوله نیکه مرغه په پایله کې مې ناروغه نازولي لورکۍ د سنتورپه سحر آمیزه زړه ټکورونکوغږونوجوړه تیاره او روغمنه شوه . اوبشپړه روغتیا یې ماشاء الله په نصیب شوه.
طالبانوعزیزانو! د ادم خان رباب او د درخو سپیڅلي میني پښتني ولسي داستانونه د افغاني ملالو پیغلواو شاه ځلمیانود مستو اتڼونو د غرونوپه څوکواو دښتي غونډیو د زیږه ،ببرخومستانه شپونکي دروۍ او شپیلیواو د هۍ،هۍ چيغي دریاد اوپه هغوبندیز مه لګوی. اوستاسود نهی عن المنکرد سوټي او کیبل له ویرې زیاتره نامتو، ټولمنلي اوافغان منلي هنرمندان له ګران هیواد څخه په تیښته او وتو دې . او د هغو سوي چیغي اوټپي فریادونه د تیلیفون په کرښه ما بې وسه پردیس افغان ته راورسیدی او هغه د دې لیکنې لامل شوه .
په هیواد کې د مستو افغاني سندرو، ټنک تکور، شعر اوادب د لا غښتلتیا ،غوړیدا اود طالباني واکمنو د هوښیاری په هیله.
۱۰/۹/۲۰۲۱ ــ هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button