د څښلو اوبه مو خوندورې او ګټمنې کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ژوند پایښت پر اوبو دی؛ اوبه هغه ماده ده چې انسان ته ژوند وربښي او په بدن کې مړه شوي سلولونه بیا راژوندي کوي، اوبه د پوستکي ګونځې له منځه وړي او له ښکلا سره مو مرسته کوي. که څه هم چې اوبه خوند او رنګ نه لري، خو پر دې سربېره موږ کولی شو چې هم خوند او رنګ ورکړو او هم یې ګټې زیاتې کړو.

نوښت مو په ژوند کې بدلون راولي او د ژوند کولو بېلابېلې لارې چارې در زده کوي. دا چې څه ډول ژوند درته ښکلی کړئ او د خدای پاک له درکړو نعمتونو څخه په سم ډول ګټه واخلئ، ستاسو په ذهني خلاقیت پورې اړه لري؛ له شک پرته چې اوبه د خدای پاک تر ټولو ستر نعمت دی، خو که تاسو خپل خلاقیت په کار واچوئ، دغه نعمت لار درته ښکلی او خوندور کولی شئ.

لیمو:

دا چې ډېری کسان خپل سهار د لیمو پر اوبو پیلوي، ګڼ شمېر دلیلونه لري؛ د لیمو د اوبو څښل نه یوازې دا چې انرژي درکوي، بلکي د تازه والي او خوشالۍ احساس درکوي.

لیمو؛ چې نن سبا په بازار کې په زیاته کچه پیدا کېږي، کولئ شئ د څښلو په اوبو کې یې هم وکاروئ، که مو د دسترخوان پر سر په اېښو جګونو کې د لیمو دوه یا درې ټوټې واچوئ د ټول جګ اوبو ته خوند ورکوي، دغه څه د دې لامل کېږي چې هم مو نوښت کړی وي او هم مو بې خونده اوبو ته خوند ورکړی وي.

بادرنګ

بادرنګ نه یوازې دا چې بدن مرطوب ساتي، بلکې ګڼې نورې ګټې هم لري.

دغه ګټې هغه وخت یوه پر لسه زیاتېږي چې له اوبو سره ګډ شي؛ د بادرنګو ټوټې نه یوازې دا چې اوبو ته ځانګړی خوند ورکوي، بلکي اوبه په التهاب ضد موادو بدلوي.

نعنا (وېنلی)

نعنا چې د انتي اکسیدانو تر ټولو غني سرچینه ده، اشتها پیاوړې کوي او د معدې درد له منځه وړي. که د نعنا څو پاڼې د څښلو له اوبو سره ګډې شي پر خوند سربېره د بدن دفاعي سيستم هم پیاوړی کوي.

زننجبیل

دغه نسبتأ تند درمل او ګیاه د هاضمې سيستم د ستونزو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. د تازه زنجبیل دوه یا درې ټوټې د څښلو د اوبو یوه جګ ته ور واچوئ او له څښلو یې خوند واخلئ. د زنجبیل خوند لرونکې اوبه نه یوازې د هاضمې سيستم پیاوړی کوي، بلکې په بدن کې د غذایي موادو په جذب کې درسره مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button