د زړه حمله څنګه رامنځته کیږي، څنګه یې مخه ونیسو؟

د زړه حمله د ژوند تهدیدونکی حالت دی چې ژوند له ګواښ سره مخ کوي
همدارنګه جدي او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

د زړه حمله په علمي اصطلاح کې د(Myocardial infraction) په نوم یادیږي چې د زړه د عضلې د دایمي انهدام څخه عبارت دی.
د زړه د احتشاء په نوم هم یادیږي.

د زړه حمله هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د زړه تقویه کونکې رګونه (caronary arteries) بند یا تنګیږي چې له دې سره زړه ته په کافي اندازه وینه او په وینه کې موجود اکسیجن نه رسیږي چې له همدې امله حجرې زیانمنې کیږي او د زړه حمله رامنځته کیږي.

د زړه د حملې یو عمده لامل د Atherosclerosis ناروغي ده چې په دې کې د رګونو په داخلې طبقه کې یو بله غوړه طبقه جوړیږي چې دا رګونه تنګوي او کله کله له دې نه د غوړو قطره بیلیږي او واړه د زړه او مغز رګونه بندوي نو وینه او اکسیجن په کافي اندازه نه رسیږي نو د زړه د حمې لامل کیږي.

او همدارنګه کله کله د وینې علقې یا clots پواسطه هغه رګونه بندیږي چې د Atherosclerosis ناروغي له امله تنګ شوی وو.

د زړه درد د معدې د سوځیدنې د یو سخت او شدید درد په شکل شروع کیږي چې له دې امله د بطن نه پورته قسمت کې سخت خفه کونکی درد او فشار رامنځته کیږي.

– درد داسې وي چې د سینې سربیره درد چپه اوږه، ژامې او شا کې شدید درد احساسیږي.

-نفس تنګې یې داسې وي چې له څو ثانیو ډېر وخت ونیسي.
نو په دې حالت کې د سینې او زړه درد باید عادي ونه نیول شي.

دغه حالت کې باید له ډیرې ستړیا ډډه وشي او ژر تر ژره طبیب ته مراجعه وشي ځکه څومره چې ژر وي هغومره ژر ډاکټران کولای شي چې د زړه د عضلې حجرې له زیانمن کیدو او مړینې وژغوري.

* د زړه د حملې عمده نښې نښانې:
۱:- فشار
۲:- درد
۳:- نفس تنګې
۴:- ټوخی
۵:- یخه خوله
۶:- ستړیا
۷:- سرګرځیدنه

– خو له دغو ټولو نښو سره بیا هم د زړه حمله مختلفې نښې نښانې لرلی شي.

* د زړه د حملی خطري عوامل:
۱:- د عمر ډیرولی
۲:- د مخدره توکو استعمال
۳:- د وینې د لوړ فشار لرل
۴:- د کلیسترول ډیروالی
۵:- چاغ والی یا د وزن ډېریدل
۶:- دیابت
۷:- میتابولیک سندروم
۸:- د فزیکي تمرین کم والی

*کله چې د زړه حمله منځته راځي نو څنګه کولای شو چې تشخیص یې وکړو؟

-د (ECG) یعنې Electro cardio graph پواسطه معلومیږي.

که چیرې له داسې شخص سره مخ شو چې د زړه حمله پرې راغلې وي نو موږ ته څه کول په کار دي؟

تر هر څه لومړی باید مریض ارامه شي.
د اکسیجن زمینه ورته برابره شي.
فشار یې کنترول کړای شي.
که چیرې مریض شکر ولري د هر څه تر څنګ یېذباید شکر کنترول شي.
که چیرې تنفس یې ودریږي باید CPR تر سره شي او د دې هر څه د کولو سره باید مریض عاجل شفاخاني ته ورسوو.

څنګه کولای شو چې د زړه د حملې مخه ونیسو؟

۱:- د سګرټ د څکلو ډډه وکړئ
۲:- روغتیایي خواړه شروع کړئ
۳:- مشبوع غوړې کم کړئ
۵:- د مالګې له ډېر استعمال ډډه وکړئ
۶:- خواږه کم وخورئ
۷:- تمرین کول پیل کړئ
۸:- فشار مو کنترول کې وساتئ

وقایه له تداوي بهتره ده د سالم بدن درلودلو لپاره باید سپورت کول عادت وګرځوو او منظم غذایي رژیم ولرو.

لیکنه: ډاکټره لیمه «جهش»

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button