کتاب: تکړه شه! ته یې کولای شې

ژباړه: رحمت شاه فراز

لیکوال: قیصر عباس

ژباړه: رحمت شاه فراز

۲- زما يوازينی خوب
((تکړه شه! ته يې کولای شې)) زما د ژوند موخه ده. زه ستاسو د خوبونو په هکله په څه نه پوهېږم او ستاسو لپاره زېری دا دی چې اړتیا هم ورته نه لرم چې ستاسو پر خوبونو پوه شم. زما خوب یوازې دا دی چې خوبونه مو رښتیني شي، د خپل لاسي پلمو زولنې ماتې کړئ او هر هغه څه ترسره کړئ او هر هغه څه ترلاسه کړئ چې هیله يې لرئ.

د دې کتاب یو توری هم زما خپله شخصي پنځونه نه ده، دا ټول هماغه څه دي چې ما لوستلي، لیدلي، زده کړي، په خپل ژوند عملي کړي، د خپلې خوښې پایلې ترلاسه کړې؛ او هر کله مې چې باور ښه پرې پوخ شوی نو د خپل ژوند د موخې په توګه مې تر نورو د رسولو پرېکړه کړې.

هغه ژوند چې زه يې تېروم، له نن نه څلور کاله وړاندې یوازې یو تت خوب وو. راتلونکی له تیارو لارو پرته بل څه نه وو. د ((تکړه شه! ته یې کولای شې)) هره تجربه پخپله پر ما تېره شوې. حقیقت خو دا دی چې نن زه له خپلو((لومړنيو خوبونو)) چې ما پخپله او زما نږدې ملګرو لېونتوب ګڼل، ډېر وړاندې سفر کوم الحمد الله. ما له ((علامه محمد اقبال رح)) همدا زده کړي چې:

شاید که زمیں هے یه کــــــسی اور جهاں کی
تو جس کو سمجهتا هے فلک اپنے جهاں کا

ژباړه: هغه چې ته يې د خپلې نړۍ اسمان ګڼې، هغه به ښايي د کومې بلې نړۍ ځمکه وي.

د کتاب لومړی، دوهم او دریم چاپ چې له څومره تود هرکلي سره مخ شو او په څه ډول چې خلکو لیکونه او برېښنالیکونه را واستول، په هماغه شېبه مې پرېکړه وکړه چې د کتاب په را روان چاپ کې به خپل پیغام له پخوا زیات اغېزمن او هڅاندوم.

په همدې جریان کې مې په ورځپاڼو کې د ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) تر سرلیک لاندې مقالې هم لیکلې، د حوصلو او افرینۍ هغه پېچکارۍ چې د کتاب او مقالو له امله د خلکو له خوا را رسېدې او د هغوی د کیسو په اورېدو به مې په سترګو کې د خوښۍ اوښکې ډنډ شوې، نو که رښتیا ووایم همدا زما خوب وو.

د ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) له لیکلو وروسته زما خپل ژوند هم بدل شوی. د خپل مسلکي ژوند په ګڼ شمېر ستونزمنو شېبو کې دې کتاب د ((کولو)) زړورتیا را بښلې. د خپل کتاب په لوستو هیجاني کېدل، د ستونزو پر وړاندې سپر کېدل او د ستونزو د حل لپاره د خپلو لیکلو خبرو په عملي ډول بیا بیا کارول، یوه ځوروونکې خو په زړه پورې تجربه وه.

د ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) له لیکلو وروسته له یوې عجیبه وېرې سره ونښتم. د کتاب خپرېدل په خپله یو خوب وو او زه کله دا هېرولی شم چې د کتاب د کمپوز او چاپ هر پړاو د غره هومره راته اېسېده.

پر خپل ذهن او جسم باندې د شته وېرې، بې باورۍ، بې اعتمادۍ او بې اعتبارۍ له ژور اغېزه راوتل او د یو څه ترسره کولو هوډ کول، یو له کړاوه ډک کار وو.

د نورو په وړاندې د خپلو خوبونو د بیانولو پر مهال به مې زړه په چیغو چیغو په دردمنه ژبه راته ویل: ((شېخ چلي صېب! خبرې مه کوه؛ هر کله دې چې څه وکړل، بیا به دې ومنو.)) یو خوا د نورو زړه ماتوونکي ګوزارونه او بل خوا دنننی ((نقاد)) چې هر وخت به يې د تورونو د یو اوږد لست لپاره محاسبه راڅخه کوله.

هغه وخت چې سترګې به بریالیتوب ته تږې شوې، هغه وخت چې منزل به د دوو ګامونو په واټن کې مرور شو، هغه وخت چې هیلې به مې ماتې شوې، هغه مهال به د ستړو پښو او مات زړه بارونو ته اوږه ورکوونکی هېڅوک هم نه وو. هغه وخت به د خوبونو له ژورو یو غږ را پورته شو او ویل به يې، همت وکړه، ګام پورته کړه، زړه مه وړوکی کوه، هڅو ته دوام ورکړه، ((تکړه شه! ته يې کولای شې.))

د ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) پېچکاري په دریو پړاوونو کې خپله معجزه ښيي. دا کتاب لومړی د خوبونو لیدل در زده کوي. هېرو خوبونو ته بېرته بلنه ورکوي. له خوبونو سره مو شلېدلې اړیکه ټینګوي. دا احساس دربښي چې خوبونه لیدل د ژوند نښه ده او دا چې خوب لیدل مو اساسي حق دی.

په دوهم پړاو کې دا کتاب پر خوبونو باور کول درښيي. په لومړي پړاو کې مو چې د تپل شوې منځنۍ درجې له ژوند څخه پورته د څه کولو خوب لیدلی وو، دا کتاب د هغه خوب پر هوډ او عزم بدلول در زده کوي. په دې ډول هغه خوبونه چې په پیل کې مو لېونتوب ګڼل، ورو ورو رښتيني درته برېښي او په زړه کې مو دا احساس را ویښ شي چې خوبونه مو پوره کېدای شي. یا په بل عبارت دا کتاب ستاسې خوبونه د ویښو سترګو هدف ګرځوي یعنې خوبونه مو د یوې موخې او هدف بڼه خپلوي.

له دې وروسته دریم پړاو پیلېږي، هغه دا چې د کتاب موخه د کار لپاره ستاسې هڅونه ده. لاس تر زنې کېناستلو باندې خوبونه چېرته بشپړېږي! په دې پړاو کې تاسې د ژوند په موټر کې د مسافر پر ځای د موټروان پر څوکۍ کېنئ او زړه مو د خوبونو د رښتیا کولو له هیلو ډکېږي. په دې ځای کې مو دا کتاب یوازې نه پرېږدي، بلکې د خوبونو د رښتیا کولو لپاره چې کوم هنر، مهارت او وړتیا ته ضرورت وي، د هغو ټولو د زده کړې لارې چارې هم در ښيي.

د دې ټولو تر څنګ ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) د یوه شي د ترلاسي لپاره ((درېدل)) هم در زده کوي چې بنسټ يې پر دې قول بنا شوی چې ((هغه کس چې د یو شي لپاره له ژونده نه شي تېرېدلی، هغه د ژوند کولو حق هم نه لري.))

تاسو د کوم شي لپاره د خپل ژوند له لاسه ورکولو ته تیار یاستئ؟ او د څه شي لپاره مقاومت کولای شئ؟

په یاد ولرئ! هغه کس چې د کوم شي لپاره درېدلی نه شي، د هر شي لپاره ولېدلی شي.

زما خوب یوازې همدومره دی چې د نړۍ هر تن سرلوړی ژوند وکړي او ((هر هغه څه)) وکړي چې خدای يې د کولو وړتیا ورکړې.

د شاباس په سفر کې ستاسې مل

قیصر عباس

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button