اومیندوارې مور ته د ویټامین ډي ګټي

ډاکتره فریډه هوډ

تازه څیړنې ښیې چې ویتامین ډي هم امنیدوارې مور او هم یې په نس کې ماشوم ته ډیره ګټه کوي دا ویتامین مخکې له وخته د ماشوم د زیږیدو مخنیوی کوي او د هغو څیړنو له مخې چې په کاناډا کې شوی د ډی ویتامین د ډیرو مکروبی ناروغیو مخنیوی هم کوي.

په پنځوسمي لسیږې کې خلکو ویره درلوده چې که د یوې میرمن ماشوم په نس وی او د ډې ویتامین خوری نو بیا ممکنه ده چې په ماشوم باندی ناوړه اغیزه وکړی او سوه شکل پیدا کړی خو دامریکا د جنوبي کارولایناي د طب په پوهنتون کې څیړنو په کاناډا کې د تر سره شوي څیړنی په شان دا ثابته کړه چې ویتامین ‎ډي میندو ته ډیر ضروري دي.

د لمر له وړانګو سره مخامخ کیدل د انسان په بدن کې د ویتامین ډی د جوړیدو سبب کیږي.

د لمر وړانګو ته لږ مخامخ کیدل د ویتامین دي کموالي ته د انسان تمایل زیاتوي. دا کموالی بیا د هډوکو د معدني موادو د خرابي سبب کیږي چې په ماشومانو کې د rickets د ناروغۍ سبب کیږي او په لویانو کې بیا د هډوکو د نرمیدو یا osteomalacia oste په لایتین کې د هډوکې او ملیشیا د نرمیدو معني ورکوي.

له بلې خوا که په خوراکې موادو کې لږ کلیسیم (Ca) وي هم انسان د ډې ویتامین په کموالي اخته کیداي شي . ځينی درمل هم دي چې د هغو په استعمال سره انسان د ویتامین ډی په کموالی اخته کیږی. بیلابیل لبنیات لکه په شیندو مستو او نور محصولاتو کې، ځیکر، کب، هګۍ، غوښیې او همدا شان په مرخیړیو یا پوڅکیو کې هم د ډی ویتامین پیدا کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button