رډې سترګې (لنډه کیسه)

لیکوال: نیاز محمد فیضي
په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.
یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده، هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږیري، چې سپینې او تورې لونګۍ یې پر سر وې را ووتل او د یو چاغ سړي سره په خدای په اماني لګیا شول، دوی هم ور نېږدې شول او له ټولو سره یې ستړې مشې وکړه، له کوټې راوتلي کسان روان شول، دی له چاغ سړي سره یوې لویې کوټې ته ننوت، په کوټه کې د چایو پیالې لا پر ځای پاتې وې، چاغ سړي وویل: نور جانه، پورته د بخارۍ څنګ ته راشه؟ نور جان وویل، نه ملک صیب هوا ګرمه ده، دومره یخ نشته.
ملک هلک ته وویل: و هلکه، چای راوړه او دا بخارۍ ته لږ لرګي هم راوړه، هلک چې د پیالې په ټولو بوخت و، پورته شو او له کوټې ووت.
ملک وویل: ښه نور جانه کلي کور کې څه حال و؟ نور جان څادر خلاص کړ و یې ویل، ملک صیب قراره، قراري وه، ټولو سلامونه کول. ملک وټوخېده و یې ویل (و ع سلام) ښه نو څنګه دې دومره ناوخته پېښه را وکړه؟ نورجان پلترۍ ووهلې، غاړه یې تازه کړه، ملک صیب، مجبوریت وخت نا وخت نه ګوري، څه به یې اوږدووم، ګل میر مې نه پرېږدي، ابله ورځ یې زامنو زما زوی ته لار نېولې وه، خو ښه و، چې هغه په بله لار ترې تللی و، ملک توفداني ور خواته کړه، تاسو ته خو ما دوه کاله مخکې وویل، چې دا لانجه به درخلاصه کړم، خو تاسو و نه منله، نور جان پر سر خولۍ سمه کړ، بس ملک صیب هغلته پوه نشوم، اوس یې را خلاصوه، هسې نه په نوره بدي سره ککړ شو، ملک وویل سمه ده، زه به ګل میر هم راوغواړم او دا موضوع به د قوم له شورا سره هم شریکه کړم.
څو ورځې وروسته، د ملک په حجره کې ګڼ سپین ږیري، چې د شنو چایو پیالې یې مخې ته ایښې وې ناست وو، یو سپین ږیري، چې د کوټې په بر سر کې ناست و او د نصیحت خبري یې کولې، ګل میر او نورجان یې هم یوې او بلې خوا ته ناست وو، سړي خبرې خلاصې کړې. ملک وویل: وروڼو ناوخته دی، اوس که مو خوښه وي، چې دا پرېکړه هسې بیان کړو، ټولو په یوه غږ وویل، بېخي سمه ده ملک صیب، ملک له واړه چرمي پوښ څخه عینکې راوباسلې او پر سترګو یې کړې، یو سپین کاغذ یې له ځمکې ورپورته کړ.
و یې ویل: تاسو ته مالومه ده، چې د نورجان او ګل میر ترمنځ دښمني ډېر وخت ونېو، نو اوس موږ په دې بریالي شوو، چې دا دښمني په دوستي بدله کړو، د ستونزې د ژور حل لپاره به نورجان خپله دویمه لور د ګل میر ورور خدایداد ته په نکاح ورکوي، خلکو لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه.
خلک سره وبوږنېدل، ګل میر او نور جان یې له مټو ونیول، دواړه یې سره غاړه غړۍ کړل او د دوستي مبارکي یې ورکړه، ګڼ کسان له حجرې راووتل او د کورونو پر لور روان شول، دوه کسان چې له کوټې یو ځای را ووتل او پخپل منځ کې یې خبرې کولې، یو وویل سخت ظلم یې وکړ، چې د نورجان پېغله لور یې هغه عمرخوړلي ړانده ته ورکړه، بل وویل: څه ووایم، وايي چې بد ګرځې بد به پرځې.
نور جان او درې نور کسان یو سپین موټر ته وختل، موټر حرکت وکړ، دوی په موټر کې چوپ ناست و، نورجان له ښېښې هغو ونو او پټیو ته کتل، چې له موټر وروسته پاتې کېدل، موټروان موټر ګړندی چلاوو، څو شېبې وروسته موټر د یوې خړې کلا مخې ته ارنګ وکړ، د دروازې له خلاصېدو سره، یو ځوان، چې سور پکول، اوږدې څڼې او جګ سپین بوټ یې په پښو و، را ښکاره شو، ځوان ټولو ته لاس ورکړ، خو نورجان یې لاس ور پورې واهه، نور کسان له ځوان سره د کلا دروازې ترڅنګ کوټې ته ننوتل او نورجان کلا ته د ننه شو، یو کوچني ماشوم، چې په خاورو کې یې لوبې کولې، نورجان ته یې پام شو او غږ یې کړ، اله لالا راغی، د کور هر غړي ستړی مشې ورکوله، دۀ به ورته په خیراوسې ځواب ورکاوه، یوه کوټه، چې دروازه یې خلاصه وه، ورننوت، ګوري چې یوه زړه بوډۍ، بخارۍ ته ناسته ده، هغې په ټوخي کې وویل: زویه ستړی مه شې؟ نور جان بالښت ته تکیه وکړه او و یې ویل خواره مه شې، ګوره ادې تا بیا درمل ندي خوړلې، ځکه ټوخېږې. زړې چې په سینه کې شغا وه و یې ویل، زویه درمل پرېږده، اندېښنه مې وه، دا ووایه، چې نن جرګې څه پرېکړه وکړه؟
نور جان په کوټه کې ناستو او ولاړو ماشومانو او ښځو ته وکتل او بیا یې د دروازې ترڅنګ ولاړې پېغلې ته وکتل، په ونه دنګه پېغله، چې تور ګورګوتي ویښتان یې د مخ پر یو لوري پراته وو، په غټو بڼورو سترګو یې نورجان ته په ځیر ځیر کتل، نور جان سر ټیټ کړ، بوډۍ بیا وویل تا ته وایم، نور جانه ځواب راکړه، څه وشول، نورجان له اوښکو ډکې سترګې راپورته کړې، په ژړندوکي غږ یې وویل: ادې جرګه وشوه، زما نازولې فرېبا یې هغه زوړ ړانده ته ورکړه، چې زما بدبخته زوی ړوند کړی و، په کوټه کې د ژړا چېغې شوې، د لویو له ژړا سره کوچنیانو هم ژړل، نور جان زړې مور په غېږ کې ونېو، دواړو ښه ژړل، ناستې یوې ځوانې مېرمنې په ژړا کې وویل تبا شئ مشرانو، زما نازولې لور خو مو په تنور کې واچوله، څو شېبې وروسته ژړا او ښېراوې غلې شوې، ګوري، چې هغه پېغله پخپل ځای نشته، نور جان غږ کړ فرېبا و فرېبا، خو چا ځواب ور نه کړ، له ځایه پورته شو، یوې نېږدې کوټې ته یې ور منډه کړه، دروازه یې ټېله کړه، خو دروازه بنده وه، بیا یې وویل فرېبا و فرېبا دروازه خلاصه کړه، خو چا ځواب ور نه کړ، دروازه یې په لغته ووهله، دروازه خلاصه شوه، ګوري، چې د فرېبا پښې په هوا کې ځړېږي او رډې سترګې یې چت نېولې.

نور ښکاره کړئ
Back to top button