اوپژوا ک هم آرام شو !

شلم تلین
اوپژوا ک هم آرام شو !

لایی دوی اوونی پرنابودہ پاتی وې ، دجمعی مبارکہ ورځ وہ چی زما یو دوست پہ بیړه  راغی اوراتہ ویی ویل :
ځو  چې پژواک صاحب وگورو .
رښتیا زما ملگري لہ ما سرہ څه مودہ پخوا وعدہ کړې وه چې یوہ ورځ بہ زہ راشم اوبیا بہ پہ ګډه ددہ لیدو تہ ورشو …  اونن ھغہ ورځ رارسیدلې وہ چې زہ او ھغہ دواړه  دا ستاد دمینی پہ لور وخوځیدو . ھو د استاد مینہ اوس د پيښور ر پہ ډیروښو او د چاخبرہ . عصري کورونوکې وہ ، ھو پہ عصري کورونوکې !
ھغہ مھال چې موږلا پہ کابل کې وو او کابل لاد اور اووینو پر سیند نہ ولاھو شوی ، لاد رڼاوو امیدونہ پہ کې نہ وو زندۍ شوي ، هرڅوک بہ چې لہ پیښورہ راغی او یا بہ یې د پیښور دښار ددغې سیمې پہ باب خبرہ را واخیستہ نو ویل بہ یې چې دغہ سیمہ د پیښور وزیراکبرخان مینہ دہ . ھغہ وخت موږ تہ داخبرہ یو ډول ښکاریدہ ،خواوس چې  زہ کلہ دھمدې سیمې برې خواتہ گورم لہ ځان سرہ وایم چې داخو پہ رښتیا ھم باید پہ پیښورکې وزیراکبرخان مینہ وای ځکه د ھمدغې سیمې  برہ خوا جمرود دی ،  ھغہ میدان چی نامتو غازي اکبرخان دلتہ د سکانو د لښکر  تیری کونکی نامتوسردار ھری سنگھ نلوه پہ خپل لاس وواژہ او بیا په  زرگونو جګړه مارو سکانو د ھمدغہ اوسنی حیات آبادپه بټي بیا بان باندې لیونۍ  مندې وھلې او د پشتنو نومیالیو ورباندې رڼا ورځ تورہ شپہ کړې وه …
پہ ھرډول ، سیوري  کاږه شوي وو ،  چې موږ په نوموړې سیمه کې د استاد کورتہ ورسیدو او نیغ پہ دویم پوړ کې هغې خونې تہ ورغلو چې دی پہ کې مامره ناست و … دخپل توان پہ اندازہ یې زموږ ښه تود هرکلی وکړ ، دا لومړی ځل و چی ما استاد لہ څوارلسوکالو وروستہ لیدہ ، پہ دغہ دومره مودہ کی اوس ددہ پہ څیره او کړو وړو ، په خبرو او افادو کې ډیرلوی بدلون راغلی و.
دہ خبری کولی ، غږیده ،  خوھغه شور اوھغہ مستی چی ما ددہ پہ خبرو  کې پخوا لیدلی وہ ھغې اوس خپل ځای دپژواک پہ څپو کې د زړبود‎ۍ او عاطفې سترګو او کتو ته پریښې و ، همداوه چې ماته چې ددہ لہ خبروسرہ سم ددہ دیوه ډیر پخواني  غزل دسربیت را یادشو اوددہ دکتنې ترپایہ مې ھغہ د ذھن لمنہ پرې نښودہ اوراسرہ زمزمہ کیدہ چی :

ھم ھغسې چې خنداکې ھنرنشتہ         پہ ژړا کې ھم لہ سرہ اثرنشتہ …

ما څوارلس کالہ دمخہ استاد پہ کابل کې لیدلی و ، ھو ،  پہ کابل کی ، پہ ھغو شپوکې چې لا یې خپلې پښتنې منگولې دسرہ ښامار پہ کومې کې  بندې وې ، لایې مقاومت کولای شو اولایې  پہ  ډاګه ویل :
« روسانوپر ھر ډول انساني ارزښتونو پښې ایښیې اوزموږ پرھیوادیې یرغل کړی دی . داچې دوی یرغل خپل رواحق بولي همداسې موږ هم حق لرو چی ددوی پہ مقابل کې مقاومت خپل روا حق وبولو ….
ھو،ما استاد پہ ھم داسې شپوکی لیدلی و ، پہ ھم ھغو شپوکې چې لا یې د زړه شیمه وه ، لایې روښانه سترګې او دنګه پزه د مخ پر روښانه تخته باندې روښانه معلومیدې ، لایې آواز ترخوله اوچت راووت او دملي احساس پراوږو باندې تر هندکو او شمشاد هم هرچا اوچت  اوریده او هرچاورسره بدرګه او  زمزمه کاوه :  

بدرګه که محبت راسره نه وای … یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څو ک  …. ؟

خو دریغہ اوس چې ھرہ شیبہ ما دہ تہ له هرې خوا کتل ، بیا هم  زہ لہ دہ سرہ نہ وم ، ددہ پہ باب مې فکرتہ بل رنګ انځورونه راتلل او دده هغه څه را یادیدل چې موږ او س دهغو پہ بارہ کې فکرھم نہ شو کولای ، دی دخپلې زمانې یوازنی اتل و چې  زما دپلار او نیکہ ، ستادپلاراونیکہ پہ ملا نیم شوی ، پہ وینولیت پیت بدن یې د نړیوالو په مخ کې کیښود او دګردو په وړاندې یې ووې :  

« داد آمو اواباسین د لیونیو پلار ، داد ھندکو او شمشاد د اتلانو بابا ، دغہ دکروړ دحماسو رستم د آزادې پر ډگر پروت دی او د خپلو لیونو پښتنو لپاره آزادي غواړي ، ھو آزادي …   آزادي ،     آزادي ….  …..

ما ھمدا تیرې را یادولې چې یوځل مې بیا دده شعرونه په ذهن کې را پژواک پژواک شول …
ھم ھغسې چې خنداکې ھنرنشتہ               پہ ژړا کې ھم لہ سرہ اثرنشتہ …

… په ژړا کې هم له سره     ….  په خندا کې هم له سره  …

ترمازدیگرہ ورسرہ کیناستو ، د ویرژلي ھیواد ، پہ ویرونو دومرہ پہ سوز او درد غږیده چې موږ ته یې دخپلو خبرو په ترڅ کې څو څوځلې ژړا راوسته ، ده دخپل سرکښ ملت  پرا وسني مظلومیت باندې افسوس کاوه،  په دې اړه یې په ډیرو خبرو کې یوه دا ډیره جالبه وه  چې په یوه ځای کې یې ترخوله راووته :

« زما پہ مرغانوکې زاڼې خوښیږی ، دھغوی الوتنہ مې خوښیږي ،  دھغوی د سیلونو کتارونہ خوندراکوي ، ځکه چې بی (میرہ ) کلہ ھم الوتنہ نہ کوي ، خودریغہ چې موږ ، هغومره هم نه شو  …  ھو، دریغه چې له هغوی نه مو یو څه زده کړي وای …
لہ استاد سرہ زموږ ددغو دردو او دغو فریادو په لامل دچاخبرہ یووارھم ګذر دیوې ترخې خندا پرګودر ونه شو …  ترډیرو پورې مو ددغه دیدن ترخو او درنو خبرو په ذهن کې خپل درانه انګازه کول ، دده خبرو به چې  دده له کتو وروسته ذهنی ښکیل راکړ ، تسلي به موهم یوازې په همدې وه چې :

ھم ھغسې چې خنداکې ھنرنشتہ         پہ ژړا کې ھم لہ سرہ اثرنشتہ …

  دوې جمعې  پہ دې کې تیرې وې چې یوما ښام زما ھغہ دوست چې زہ یی د استاد کورتہ بیولی وم یوناڅاپه کورته را غی ، ترروغبړ دمخه یې په ډکو سترګو ترخوله راووتل :  
او پژواک ھم آرام شو ، ھوپژواک … !

نور بہ ھغہ د ھندکو او شمشاد په لړیو کې خورپژواک وانہ ورو ، نور به ترډیرو د آمو او اباسین دڅپو اونغمو یو رنګی او یوزړی آواز څوک او چت نه شي کړای ، ځکه په هغه پژواک کې چې د … بابا غږ پورته شوی و ، هغه نور دلته د اوریدو نه دی ، او نه یې موږ پر خپلو درنو غوږو باندې اوریدای شو … اخ . اخ . « لاس دمات شه ای فلکه … »

ماته هم ژړا راغله ، له ملګري سره مې داستاد په مرګ وژړل ، هو، دپژواک پرمرګ ، دپښتنو د آزادۍ دلارې دمشال په مرګ  !

سم لا ناست نه وو چې په همدغه ویزکې مې ددغه کال دیادښت کتابچه ناببره لاسته راغله ، غوښتل مې دده د مرګ نیټه او شیبه په کې ولیکم ، یوه  دوې پاڼې مې نه ووې سره اړولې چې دده هغه دکاڼي کرښه خبره مې دکتابچې پرمخ سترګو ته تیکه ودریده :

« زما پہ مرغانوکې زاڼې خوښیږی ، دھغوی الوتنہ مې خوښیږي ،  دھغوی د سیلونو کتارونہ خوندراکوي ، ځکه چې بی (میرہ ) کلہ ھم الوتنہ نہ کوي ، خودریغہ چې موږ ، هغومره هم نه شو  …  ھو، دریغه چې له هغوی نه مو یو څه زده کړي وای …

پیښور ، د ۱۳۷۴ کال دجوزا ( ۱۹)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button