په افغان سوله د پاکستان معامله/ډاکتر ځلاند

د ترهګرۍ د جګړې تعریف نه شتون د افغانستان جګړه دومره مغلقه کړي چې ( Lutz Kleveman) ورته د نوي سترې لوبې ( New Great Game) نوم ورکړی دی، چیرته چې وینه او تیل د جګړې د سون مواد بللی کیږي، چیرته چې افغان وژنه د سترو نړیوالو موخو، د سیمه ایزو ستراتیژیکو ارزښتونو د پاللو او بلاخره د لویو قدرتونو د  ( Terror Balance) چورلیز بحث ګرځیدلی دی.

د جګړې نا تعریف شوی لوری، د جګړې د افغاني بعدونو کمزوری دریځ، د جګړې مغلق جوړښت بلاخره افغاني سوله هم تر خپل سیوري لاندې راوستې ده. لا هم افغان حکومت د جګړې په وړاندې ګډ دریځ نلري، افغان مخالفینو ته د سیاسي مخالفینو، وروڼو او بلاخره د دښمن په نومونو کې نه همغږي تر سترګو کیږي. د جګړې له اقتصادي اړخ څخه په دواړو لوریو ( افغان حکومت او مخالفینو کې) پراخه ګټه پورته کیږي. افغان جګړه نه یواځې په کور دننه د ناقانونه ( تور ) اقتصاد لویه برخه ګرځیدلي بلکې په سیمه کې هم د وسلو د پلور، پېر، د جګړه مارانو د روزنې او تمویل او بلاخره له دې ټولو ور هاخوا د مخدره توکو د قاچاق او کرکیلي ستونزه بللی کیږي، کوم چې د جګړې مافیایې اړخونه په ځان کې رانغاړئ. ددې ټولو ستونزو تر څنګ افغانان د جغرافیوي انتقال پر اساس د پاکستان له ګاونډیتوب څخه زوریږي.

پاکستان د بنګله دیش د خپلواکۍ ( ۱۹۷۱) څخه را پدیخوا د هندوستان سره د نیابتې جګړې د ترسره کولو د پاره په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق ( Strategic Depth) په لټه کې دی. پاکستان د افغان جهاد څخه د فاع پاکستان ګټه پورته کوله او په دې توګه یې په سیمه کې د ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو د پاره د افغان ولس بریالی جهاد په ناکام اسلامي حکومت پای ته ورساوه. پاکستان په دې بسنه ونکړه بلکې د افغان خاورې د نیواک د پاره یې خپلې عسکري او پوځې لښکر کشۍ د افغانستان خاورې ته د مجاهد، طالب او داعش تر نامه لاندې داخل کړل.

د ترهګرۍ تر نامه لاندې په جګړه کې پاکستان له امریکا سره ملاتړی شو، خپل ستراتیژیک افغان ملاتړی ( طالب) یې د امریکا د ۵۲ الوتکو بمبار ته ونیول، هغوی چې پاکستان په ننوتلو بریالي شول، په لوړه بیه یې په امریکا په مختلفو اقساطو وپلورل. پاکستان په دې توګه د امریکا یرغل سره پراخه مرسته وکړه، خو چې کله د نوي افغان حکومت په جوړښت او تشکیل شکمن شو، چې له پاکستان څخه ډیر له هندوستان سره د نژدې اړیکو پاللو ته لیوالتیا لري، نو پاکستان د یویشتمې پیړي د پیل ستره نیابتې جګړه پیل کړه. امریکه چې په ( ۲۰۰۳) کې د عراق په لورې پوځونه سوق کړل، پاکستان د امریکا په نیت شکمن شو، پاکستان د هندوستان سره د ( Power Balance) په لټه کې شو. پاکستان د طالبانو له بیا را پورته کیدا ( Resurgence) څخه ملاتړ وکړ.

د مجاهدینو د وخت روزنیز کمپونه یې د طالبانو د روزني، تمویل او تجهیز د پاره په اختیار کې ورکړل. د هرې جګړې د بریالیتوب د پاره دري لازمي عناصرو ته اړتیا ده: پټنځای، د تمویل لارې چارې ( نظامي او وسلوال تجهیز) او د جلب او جذب ساحه. طالبانو دا ټولې اسانتیاوې د پاکستان په ملاتړ د ډیورند د کرښې په اوږدو کې تر لاسه کړي. پاکستان چې په روانه لسیزه کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، کور دننه د نا امنۍ له سختو کړکیچونو څخه زوریږي، د پاکستاني طالبانو له سختو ګذارنو سره لاس او ګریوان دی، د طالبانو تمویل او تجهیز په تنها ځان نشي کولی، له دې امله طالبانو په سیمه او نړۍ کې نوې د تمویل او ملاتړ لارې ګودرې پیدا کړي، چې په دې توګه د طالبانو جنګي توان تر ډیره د پاکستان له نیغ په نیغه اغیز څخه خلاص شوی ښکاري. دې حقیقت ته په کتو، پاکستان چې نور په سیمه کې د اوږدې جګړې د تمویل او ملاتړ ځواک نلري، غواړئ په افغاني سوله پاکستانۍ معامله وکړي.

د پاکستان ستراتیژیکه دښمني له افغانستان سره د ډیورند د کرښې په رسمیت پیژندل او د بلوچو سرمچارانو ( Baloch Liberation Army BLA) څخه د افغانانو د اخلاقي ملاتړ مخالفت دی. پاکستان غواړي د افغان سولي په سر هغه موخې چې د تیرو لسیزو مخامخ او یا هم نیابتې جګړو له لارې تر لاسه نشوای کړی هغه اوس د سولې په سر د یوې معاملې له لارې تر لاسه کړي. په دې لټه کې پاکستان د زیرکو دیپلماتانو او ستراتیژیکو نظامیانو په ملاتړ د ملي وحدت مشر اشرف غني په خپله شومه لومه کې را ګیر کړی دی. د پاکستان د افغاني سیاست په لومه کې راګیر د ملي وحدت حکومت په پټه له پاکستان سره امنیتې تړون لاسلیک کړ، چې په ترڅ کې د بلوچو او پښتنو ملتپالو د ځپلو د پاره د افغان ملاتړ دترلاسه کولو کوښښ شوی دی.

د ملي وحدت مشر اشرف غني په ډیره بې باکۍ سره د سیمې ټولې ديپلماتیکې هلې تر پاکستان پورې محدودې کړي، اشرف غني په لوی لاس افغان سوله د پاکستان تر سیوري لاندې ورکه کړه او په دې توګه هغه هیلې چې له سولې سره نښتې وې هغه یې تتې ( کم رنګه ) کړي.

د حل لار:

روانه جګړه باید د افغانانو لخوا تعریف شي، د جګړې لوري باید مشخص شي، په جګړې کې ښکیل افغان لورې باید خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي، د سولي د تعریف د پاره دې یو دریم ګړی افغاني ځواک یا مرکچې ټیم رامنځته شي. د سولي د پیل دپاره دې د باور فضا ( Trust Building Process) رامنځته شي. د سولي د پاره دې نړیوال ضمانت په ګوته شي. د ملي وحدت حکومت دې منحل او پر ځای یې انتقالي حکومت ته لاره هواره شي. په سیمه کې دې د ګاونډیو هیوادونو د ګټو د تعریف او تضمین دپاره په کاري میکانیزم کار وشي. د عامه ذهنیت جوړونې د پاره دې رسنیز کمپاین په چټکي سره ترسره شي، کنه په کومه لار چې موږ روان یو، هغه ترکستان ته تللي.

یا ربه توفیق

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button