که مو له نړۍ سره په هسکه غاړه ژوند خوښېږي

ليکنه عبدالوحيد وحيد

په سياست کې مو د پوخوالي څرک ولې نه لګېږي؟ زمونږ چارواکي له نړيوالو سره د سيالي کولو پرځاى د مرستو په بدل کې په مکرر ډول د سمون ژمنې ولې کوو او له خپلو خلکو سره مو په څه جګړه ده؟

نه پوهېږم چې لاملونه به د پوهنې ښکته ګراف، طبعي پيدايشى ځانګړتيا، جينيټيکي اړخونه او که بل څه وي، خو عموماً په معتقداتو، سياستونو، تعلقاتو او تعاملاتو کې احساساتي چلن کوو او د افراطیت خوا نيسو. دغه احساساتي چلن او افراطي اړخ نړيوالو ته زمونږ د ټولنې په هکله عيبجن انځور وړاندې کوي.

ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه مو يوازې دومره ده چې که څوک په سياسي تقابل کې راسره قرار ولري او په تاوتریخوالي ولاړ ذهنیت مو وننګوي نو ددغو ارزښتونو د دښمن په تور يې تورنوو او ګواښولو ته يې مشروعیت پيدا کوو.

که زمونږ په ټولنه کې د سياسي دښمني اوسنيو څپو ته ځير شو نو پوهيږو چې زمونږ په فکر او عمل کې احساسات او د افراطي اړخ شتون مونږ ته خورا زيات زيانونه را اړولي دي. عجيبه خو لا داده چې دلته د نا زده کړو خلکو په پرتله د پوهې او تجربې درلودونکي خلک ډيرې احساساتي څرګندونې کوي او د افراطيت په ويروسي رنځ اخته دي.

ولسمشر غني په اکثرو بين الافغاني ناستو کې احساساتي خبرې کوي، خو احساساتي څرګندونې واقعيتونه نشي پټولاى. که د طالبانو لخوا د خپلو ولسواليو نيول شجاعت نه ده، نو د ولسمشر لخوا د موقت حکومت جوړولو ته سکوټ منفي ځواب او د طالبانو ځپلو ګواښونه هم د شهامت خبره نه ده.

کله کله د حکومتي اړخ لخوا د باعزته سولې خبره اورم. سوله خو له متخاصمو خواو څخه د انعطاف ښودلو، له ځينو غوښتنو تيريدو او د ځينو ترلاسه کولو ته ويل کېږي.د دښمن تسليمېدو ته سوله نشو ويلاى. زه نه پوهېږم چې بى عزته سوله يعنې څه؟ ايا د افغانانو ترمنځ روانه جګړه باعزته ده؟

امرالله خان د ولسمشرى د مرستيال په حيثيت د بادغیس يو مشر څارنوالي ته د ورپيژندلو پرځاى جهنم ته د استولو فلمي اصطلاح کاروي. د نوموړي منصب ته په کتو د محاکمو په شتون داسې څرګندونې زمونږ د هیواد اوسنى ټکنى سياسي او امنيتي وضعیت لا نور خرابولاى شي.

ځينې لوړ پوړي امنیتي چارواکي د اوسني وضعیت په تړاو غير موجه تحلیل کوى. د ولسواليانو د سقوط کله د پلان برخه ګڼي او کله بيا وايي چې د طالبانو تيز جنګي پرمختګونه ورته له توقع څخه بهر وو. د لوړې کچې له مسئول مقام څخه دغه ډول غير مسئولانه څرګندونې د ولس اندېښنې حتماً را پاروي.

طالبان د احساساتو په نيلي سپاره د ولسواليو نيولو ته يې زور ورکړى او متأسفانه همدغه د بريا لاره ګڼي. زه پوهېږم چې د حکومت لخوا هم د سولي په وړاندې خنډونه اچول کېږي خو که طالبان واقعاً سوله وغواړي له جګړې پرته نورې ډېرې لارې شتون لري چې مخالف اړخ سولې ته مجبور کړاى شي. په يوه ويديويي پيغام کې د طالبانو د يوه لوړ پوړي مشر د استدلال کچه دومره سطحې او احساسات دومره لوړ وه چې خپلې ډلې ته يې د سترو ښارونو سپارل له تاوتريخوالي څخه د نجات يوازنى لاره ګڼله.

د سولې په تړاو له دواړو خواوو سره د بشپړې طرحې نشتون، د کابل ميشتو سياسيونو ترمنځ د اجماع نشتون ته حکومتي غبرګون د سياسي تقابل لپاره لاره هواروي. نه پوهېږم چې زمونږ سياسي مشرتوب به کله د احساساتو له دلدل څخه راکوزيږي؟ کله به له وخت او عيني واقعيتونو سره سم سنجول شوي غبرګونونه ښئ؟ کله به د امنیتي سياسي او ټولنيز بحران د مخنیوي لپاره دقيقه محاسبه کوي، کله به د بالمقطع او سليقوي چلن له دائرې څخه راوزي؟ او اخير زمونږ د واک او ځواک وږي تږي خلک به کله مړيږي؟

زه منم چې ختيځ او لويديځ ګاونډيان مو له څو لسیزو راپدیخوا په افغانستان کې د غلطو تاکتيکونو په کارولو خپلې ناروا ګټې ترلاسه کول غواړي. افغانستان يې د نيابتي جګړو تنور ګرزولى دى، مګر د دغو لاسوهنو د مخنیوي لپاره په کور دننه د خپلو نيمګړتياو لټون او د کورنیو ستونځو حل اړين دي. لمړى باید خپل کور جوړ بيا له ګاونډیانو سره د حساب برابرولو تابيا ونيسو. فعاله ديپلوماسي او د متقابل عمل په تر سره کولو باندې تمرکز د ستونځو د حل لپاره ګټور ثابتېداى شي. متأسفانه زمونږ د سياسي مشرانو سليقوي او متزلزل غبرګون داسې وي چې کله د رقيب د يوې له مکره ډکې خندا او دروغجنې ژمنې ته نڅېږو، خو کله چې ضربه ووينو نو چيغې پيل کړو.

که موضوع را غونډه کړم نو باید ووایم چې که له ګاونډیانو او نړئ سره سيالي کول غواړو، که د پرديو لاسوهنو ته خاتمه ورکول غواړو، که د پرديو له خيرات څخه د خپل ولس خلاصول غواړو، که د خپلواکي کچه لوړول او په هسکه غاړه ژوند کول مو خوښيږي، که يو موټئ هيواد جوړول غواړو، نو ټول به له استثنا پرته خپلمنځي شخړې ختموو. د سولي قيمت به ورکوو او هر څوک به قرباني به ورکوو.

د پاروونکو او له هيجانيت ډکو رسنيزو څرګندونو پرځاى د هر پردي متعرض هيواد په مقابل کې په متقابل عمل لاس پورې کول زمونږ حق دى خو دا هغه مهال ممکن دى چې په کور دننه ستونځو ته د حل لاره پيدا کړو.

افغانان د يو بل له منلو او د ګډو ملي ګټو لپاره په دغه هيواد کې له ګډ کار کولو پرته بله د بريا او عزت لاره نلري. زمونږ دواړه خواوې سولې ته د واک قرباني کولو لپاره تياري نلري. د سولي په وړاندې خنډونه اچول يې ولس ته مشهود دي. که لږ سنجول شوى فکر وکړو نو پوهيږو چې موجوده حکومت د پراخ مالي او اداري فسا داخلي اختلافاتو له امله مطلقاً ناکام دى په شتون کې يې سوله راتلل له امکان څخه لرې خبره ده. همدغه شان د زور له لارې ارګ ته د طالبانو په رسيدو کې د سولې تمه خوب او خيال ده.

له ملي جوړښتونو، نزاکتونو او بين المللى تړونونو او حساسيتونو سره نابلدتيا، ويروونکې ماضي، خشن ولسي چلن، د واک انحصار او افراطی ذهنیت د طالبانو د ناکامي عمده اړخ جوړوي. پراخ فساد، د ډيرو چارواکو دوه ګونې تابعيت، له هيواد سره د تعهد نشتون، د ملي ګټو په هکله د پوهې نشتوالئ، د افغاني دودونو په تړاو مطلقه ناخبري، په پردئ ټولنه کې روزنه، د دروغو لمن نيول، د ديانت ټکنى اړخ او د ديموکراسي له دعوو سره ديکتاتورانه طبيعت د موجوده حکومت د ناکامي لاملونه دي.

په بشپړ يقين سره وايم چې دواړه اړخونه په يوازې سر د حکومت کولو وړتیا نلري. يوازنۍ حل لاره د بين الافغاني توافق او نړيوال حمايت له لارې د موقت حکومت جوړول دي.

د احساساتو له نيلي څخه د ارګ ميشتو او طالب مشرانو راښکته کيدل او سنجول شوى دريز نيول د هيواد د بقا لپاره د اکسيجن حيثيت لري. که په افغانستان کې د تلپاتي سولې غوښتونکي يو نو د زور او توپک له لارې د واک ترلاسه کول به ناروا دود ګڼو. د واک ترلاسه کولو به د ټاکنو د شفافیت لپاره د ځانګړيو شرائطو پربنسټ ولسي رأيو ته رجوع کيږي.
په درنښت،
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
د چنګاښ ٢٧/ ١٤٠٠

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button