د پښتورګي د کاڼي په هکله څومره پوهیږئ؟

امریکا غږ

د پښتورګي کاڼي د منرالانو او مالګې د مرکباتو پاتې کیدنه او راټولیدنه ده چې په پښتورګې کې دننه جوړیږي او کله نا کله د ناروغانو لپاره د ډیرو او جدي ستونزو د پیدا کیدو سبب کیږي.

ډیری وخت په پښتورګو کې دا تیږې د یو عامل له کبله نه بلکې څو عوامل د دې سبب کیږي چې په پښتورګي کې دا ډول کاڼي جوړ او انسان بیمار کړي. خوراکي رژیم، د بدن وزن ډیروالی او چاغښت، ځیني روغتیایي ستونزې او ځیني درمل او متممونه د دې کاڼو د پیدا کیدو عوامل بلل کیږي.

په ارثي توګه په کورنۍ کې د پښتورګو کاڼي لرل، د مایعاتو ضایع، لږ اوبه څښل په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې هوا یې توده او وچه وي، ډیر پروټین، مالګه او خواږه لرونکي خواړه خوړل نور هغه عوامل دي چې په پښتورګو کې د تیږو پیدا کیدو سبب کیږي.

د پښتورګو کاڼي د بولو د سیستم هره برخه – د پښتورګي څخه نیولې تر سپوغزې یا مثانې پورې اغیزمنه کوي. دا کاڼي هغه وخت جوړیږي چې بولې ډیرې ټینګې شي او منرالونو ته شرایط برابروي چې د یو بل سره ونښلي او د کرستلونو بڼه غوره کړي.

کله چې په بولو کې د کلسیم، اګزالات او یوریک اسید اندازه چې کرستلونه ترې جوړیږي ډیره وي او د اوبو او اوبلن کوونکو منرالونو او مالګو اندازه لږه وي، د دې لپاره شرایط برابریږي چې په پښتورګو کې تیږې جوړې شي.

که په پښتورګو کې د کاڼو پیدا کیدل په وخت سره تشخیص او پدې ناروغۍ د اخته شخص درمنله وشي، ډیری وخت د دې رنځ څخه انسان ته دایمي زیان نه رسیږي. همدارنګه تر څو پورې چې په پښتورګي کې تیږه پخپل ځای ثابته وي او ونه خوځیږي، په انسان کې یې هم نښې نښانې نه معلومیږي او پدې ناروغۍ اخته شخص هم د کوم رنځ احساس نکوي.

خو کله چې دا تیږې د سپوغزي خوا ته وخوځیږي، ډیری وخت ډیر درد پیدا کوي او انسان ته جدي ستونزې پیدا کوي. کله نا کله دا تیږې دومره غټې وي چې د بولو جهاز د میتیازو مخه نیسي ؛ مکروبي کیدنه او نورې غټې ستونزې هم په همدې حالت کې پیدا کیږي او د دې ناروغۍ درملنې لپاره باید عملیات وشي.

که تیږه د پښتورګي او سپوغزي تر منځ په حالب کې یو ټیوب دی بنده شي، د بولو جریان د بندښت سبب کیږي او بالاخره د پښتورګي د پړسوب سبب کیږي. پدې حالت کې انسان په ملا او خیټه کې د ډیر درد احساس کوي ؛ زړه بدوالی، د بولو بد بوی او رنګ بدلیدل چې کله نا کله خړ، ګلابي ، نصواري او سور رنګ غوره کوي او دا ښیي چې په بولو کې وینه راځي.

که چیرته یو تن په خیټې او ملا کې شدید درد ولري چې په هیڅ ډول نه آرامه کیږي او د درد سره سره زړه بدوالی، تبه، د بدن لړزه، د بولو بندښت او په بولو کې یې وینه راځي باید ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شي.

د پښتورګو کاڼې ډول ډول بڼې لري او د کاڼي همدا ډولونه د ډاکټر سره مرسته کوي چې معلومه کړي په پښتورګي کې کاڼي ولې پیدا شوی او دا مرسته هم کوي چې دا کاڼی بیا پیدا نشي. ډاکټران سپارښتنه کوي چې که چیرته د پښتورګو کاڼي په بولو کې بهر را ووځي باید ډاکټر او لابراتوار ته د تجزیې او معاینې لپاره یوړل شي.

په پښتورګو کې ډیرې تیږي د کلسیم مرکبات دي او د کلسیمو او اګزالاتو بڼه لري. اګزالات هغه ماده ده چې ینه یې تولیدوي او یا د خوراکي موادو پواسطه جذبیږي. د اګزالاتو مهمې سرچینې میوې، سبزیانې، مغز لرونکې وچې میوې او چاکلیټونه دي. ډیر ویټامین ډي لرونکي خواړه، خوراکي عوامل، ځینې میتابولیک ناروغۍ د په بولو کې د کلسیمو او اګزالاتو د ټینګوالي سبب کیږي.

د کلسیم فاسفیټ تیږې په هغو کسانو کې ډیرې پیدا کیږي چې په میتابولیک ناروغیو اخته وي. او د یوریک اسید تیږې بیا په هغو کسانو کې پیدا کیږي چې تر اندازې ډیر فعال وي، ډیرې اوبه ضایع کوي او یا ډیر هغه خواړه خوري چې ډیر پروټین ولري. د پښتورګو د کاڼو درملنه ډیره سخته نده. په ډیرو مواردو کې وړېتیږې د کوم درمل پرته لویږي خو باید په یاد ولرو چې باید دیرې اوبه وڅښو.

خو که چیرته تیږه ډیره غټه وي چې د بولو د بندښت سبب کیږي او د بولو په سیستم کې د مکروب پیدا کیدو خطر پکې ډیر وي، باید پدې حالت کې د روغتیایي چارو پوهانو سره سلا مشوره وشي. په پرمختللو هیوادونو کې د پښتورګو کاڼي د لیزر پواسطه ټوټه ټوټه کیږي او د بولو کولو پر وخت بهر راووځي خو کله ناکله دا تیږې دومره غټې وي چې د ایستلو لپاره یې باید عملیات وشي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button