بیا هم د اسلام او انسانیت دښمنانو په هرات کې بشری جنایت تر سره کړ!

بیا هم د اسلام او انسانیت دښمنانو په هرات کې بشری جنایت تر سره کړ!

عبدالمنان توحیدیار

درنو هېـــواد والــــو ! د اسلام مقدس دین یو ټول منونکۍ دین دی چې دنړۍ ټولو مسلمانانوته یي د سولي اووروولی سپارښتنه کړي، د انسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې د یوانسان وژنه یي دنړۍ دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه دیوانسان دژوند ساتنه یي دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان ژوند ته پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی اوکله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نود ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله(ج) فرمایلی دی ژبا ړه:کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم ووژني لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي. سورت المایده.

قرآن عظیم الشان پدي هکله یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته زیان ورسي نوټول بدن ناراحته کیږی نویوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر).

خو له بده مرغه چې د اسلام، انسانیت او زمونږ د مظلوم ولس دښمنانو بیا د اسلامي‌ احکامو پر خلاف تل په دې لټه کې دې چې د خپلو ناوړو موخو لپاره په هیواد کې ناامنې ته لمن ووهي او زمونږ له مظلوم او بی ګناه هیوادوالو څخه قرباني واخلي، چې د خپلو دغو جنایتونو په ترڅ کې يو ځل بیا تیره ورځ د هرات په ښار کې چې په بشپړه توګه یو عامه ځای وو، د یو موټر بم برید په تر سره کولو سره یې د ماشومانو او ښځو په ګدون زمونږ په لسګونو تنه مظلوم هیوادوال شهیدان او تپیان کړل او ګن شمیر مظلومې او کړیدلې کورنۍ یې د خپلو عزیزانو په ماتم کې کینولي او د انساني مرګ ژوبلې تر څنګ یې په لسګونو کورونو ته مالي زیان هم ورساوو. چې له هر څه د مخه د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: ژباړه: څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتي دوزخ دی، الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخي کوي او د هغه لپاره لوی عذاب دی: د نسا سوره، ۹۳ آیت.

خو له بده مرغه چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګریزی کړۍ تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې یې ترسره کړی دي، خو افسوس پداسی افغانان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری ، نو له دې امله دا خپل دینی مسوولیت بولو ترڅو افغان ولس د دغي اسلام دښمنه کړیو په ماهیت خبر او هغوی وپوهوو چې داعش او طالب هغه افراطي ډلي دي چې د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي اعمال او کړنلاره یې اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز تړاو نلري بلکې په ټکر کې دي، نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي او ځپلو لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.

دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ډول کړني د اسلام او انسانیت ضد عمل دی او عاملین به یې د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس دی یقین ولري چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو نور مو په ګران هیواد افغانستان کې یوه سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو مظلوم او ګړیدلي ولس ته خلاصون ورکړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button