
امر الله صالح پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې: د ولسمشر مرکه د خاطرو بیانول نه، بلکې د نوې مبارزې پيل دی
It is a new beginning.The solution is not nostaligic interviews or publishing diaries.Talibs don't own Afg. They can be part of it. I fought them with pride. Never regret it. And will continue to fight them until Afgh is home to all Afghans. Afg is too big to be swallowed by Pak.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) December 30, 2021
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د ولسمشر غني لومړنۍ مرکه د يوې نوې مبارزې پيل ګڼلی.
هغه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دا مبارزه به د افغانستان د قضيې د حل لارې لپاره وي.
هغه نه ده روښانه کړې، چې دا مبارزه به په کومه بڼه او څنګه مخته وړل کيږي.
له دې سره د ولسمشر غني مرستیال ټينګار کړی، چې د طالبانو پر وړاندې په جنګیدو پښیمانه نه دی او پرې ویاړي.
د هغه په وينا، طالبان د افغانستان مالکان نه دي، خو يوه برخه يې کیدای شي.
صالح زياتوي، چې د ټولو افغانانو په کور د افغانستان په تر بدلیدو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
ده یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان ډېر لوی دی او پاکستان یې نه شي خوړلای.