امریکا او پاکستان؛ د افغان سولې دوه ستر دښمنان

په داسې حال کې چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي د پاکستان له نا اعلان شوي جنګ سره مخامخ دی؛ ولسمشر غني په هیواد کې د سولې ټینګېدو ته هیله وښوده، ویې ویل چې د خلکو په ملاتړ او د حکومت، نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو په هلوځلو به د پخلاینې پروسه بریالۍ شي. دلته په هیواد کې د ګډ حکومت له رامنځته کیدو وروسته د ګډ حکومت مشر غني ټول تمرکز په پاکستان وکړ او زیاته هڅه یې وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او دا هیواد د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پر ځای دوستانه سیاسي او اقتصادي همکاریو ته وهڅوي. لاکن هغه د پخواني متل په مصداق چې هندو ستړی خدای ناراضه؛ غني ځان ستړی کړ خو په دې ونه توانید چې د افغان سولې اړوند د پاکستان رښتینولي لاسته راوړي. کله چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره افغانانو ته د سولې پروسې اړوند هیله مندي پيدا شوه او د سولې خبرې اترې مخ پر وړاندې او پرمختګ روانې وې نو دغې ظالم مکار هیواد (پاکستان) د خپل بادار (امریکا) په لارښوونه یو ځل بیا د افغانانو هیلې په خاورې ولړلې او د سولې خبرو د ډپ کولو لپاره یې د طالب مشر ملا عمر د مړینې معما رابرسیره کړه. ټاکل شوې وه، چې د سولې دویم پړاو خبرې د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې په وروستيو کې ترسره شوې وای، خو د ملا عمر د مړینې خبر دا پروسه تر ننه ځنډولې او لا معلومه نه ده چې کله به پيل شي؟
پاکستان دوه کاله وړاندې په کراچۍ کې د ملاعمر مرګ نه یوازې له نړیوالو او افغانانو بلکې له طالبانو او پاکستانیانو هم پټ وساته. د وژل شوي ملاعمر له نوم يي پرله پسې اعلاميي اوفتواوې صادرولې چې روستۍ هغه يي د تېر کوچني اختر اعلامیه وه. اصلا په داسې حساس وخت کې چې د لومړي ځل لپاره وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره د مذاکرو میز ته کیني؛ د ملا عمر د مړینې خبر خپرول؛ د افغان سولې پروسې د ډب کیدو لپاره د امریکا او پاکستان له ګډ پلان پرته بل څه نشي کیدای. ځکه د امریکا موخه ددوی له لارې د نوې پیل شوې پروژې (داعش) د پرمختګ او پياوړي کیدو لپاره زمینه برابرول او دوی ته د خلکو جذب و چې همدا اوس هم ورته پراخ جلب او جذب روان دی. همدا راز په دې وروستیو کې ملګروملتو په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د عراق او سوریې د اسلامي دولت وسله واله سخنتدریځه ډله په افغانستان کې په چټکه نفوذ خپروي.
داعش، چې په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري، په افغانستان کې یې هم افغانانو ته سرخوږی جوړ کړی چې په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې یې آن له اسلام څخه د مخه زمانې جهالت پيل کړی دی. د ننګرهار په اچین، خوږياڼيو، شيرزادو، بټي کوټ او چپرهار ولسواليو کې د داعش ‌ډلې ورانکاره فعالیتونه ورځ تر بلې پراخیږي چې له امله یې د دغو ولسوالیو زرګونه اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي خو لاتر اوسه افغان حکومت په دی اړه يوازې چوپتيا غوره کړې. په ننګرهار ولایت کې د داعش روانه جګړه د پاکستاني ملیشو په مټ مخته وړل کیږي او موخه یې یو ځل بیا د افغان سولې پروسې مخه ډب کول دي. اوس مهال پاکستاني پوځیان او ISI د امریکا په مرسته او لارښوونه د داعش او طالب په نوم په افغانسان کې نااعلان شوې او نیابتي جګړې ته پراختیا ورکوي.
د وروستیو راپورونو له مخې امریکا هڅه کوي پاکستان د داعش خلاف جوړېدونکي ایتلاف په کلیدي غړو کې شامل کړي. دلته خلکو ته پوښتنه پیدا کیږي؛ کله چې داعش او طالب د امریکا او پاکستان ګډه پروژه وي نو څنګه به اوس ددغې پروژې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي؟ که د دغه ایتلاف رهبري یا کلیدي رول پاکستان ته ورکول کېږي، نو نه یوازې د افغانستان له امنیت، بلکې د سیمې او نړۍ له امنیت سره هم مرسته نشي کولای. په دغې ایتلاف کې د پاکستان څخه د خیر هیله نشي کیدای ځکه چې پاکستان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پر ضد د جوړ شوي ایتلاف غړیتوب هم لري، خو نه یوازې د طالبانو پر ضد یې اقدامات نه دي کړي؛ هغوی ته یې پټنځایونه ورکړي او امکانات يې هم ورته برابر کړي.
پاکستان او امریکا د دوست په څېره کې د افغانستان هغه دښمنان دي چې مقابله یې پوره هوډ او د افغانانو یووالي ته اړتیا لري. امریکا او پاکستان د افغان سولې پروسې د مخنیوي لپاره څه موده وړاندې د طالب مشر ملا عمر مړینه رامنځته کړه او اوس چې بیا هم افغان دولت د سولې خبرې تودې نیولي دي نو دا دی اوس امریکا او پاکستان په ګډه بل مانع (داعش) رامنځته او مطرح کړ. د افغان سولې پروسې ته باید ولس هیله مند شي خو تر هغو چې په دې پروسه کې د پاکستان او امریکا لاس وي نو د ولس هیلې به همداسې تشې هیلې پاتې شي او بس

 

اجمل درمان.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button