د افغانستان وضعیت کومې خوا ته روان دی

د افغانستان وضعیت کومې خوا ته روان دی

عبدالمنان توحیدیار

کله چې طالبان بهرنیانو ته ګواښ کوي، بیا یې زور له عام افغانانو وباسي، طالبان په دې کار سره غواړي چې خپل باداران خوشحاله کړي او افغانان قرباني کړي.

د بهرنیو سرتیرو د وتلو په تړاو باید ووایم چې نه وتل یې د دوحې تړون پورې اړه نه لري، د سرتیرو د وتلو شرط دا و چې طالبان به سولې ته غاړه ږدي، خو دوی تاوتریخوالی زیات کړ، بریدونه یې زیات کړل، ملکي وګړو ته یې زیان واړو، کندهار او هلمند کې یې علني جګړې وکړي، طالبانو یو کال فرصت درلود، خو ګټه یې ترې پورته نه کړه او په جګړه یې تمرکز وکړ، طالبان د جګړې لپاره پلمې لټوي.

طالبان دې نور د جګړې د دوام لپاره پلمې نه کوي او را دې شي د جګړې پر ځای دې سوله وکړي، تاسو ولیدل چې وروستی اقدام د طالبانو دا و چې کندهار ارغنداب کې یې یو لوی پل والوځو، طالبان د افغانانو ګټو ته ژمن نه دي، بلکې د خپلو بادارانو ګټو ته ژمن دي.

که د ترکیې کنفرانس وي، لومړی باید اجنډا باندې بحث وشي چې د ترکیې له کنفرانس موږ څه لاس ته راوړلی شو، بیا به پلاوي باندې بحث کیږي چې طالبان کوم ډول پلاوی ترکیې ته لیږي، ایا هغسې پلاوی لیږي چې مسکو ته یې لیږلی و چې د سولې پر ځای یې جګړه باندې خبرې کولې، موږ نه پوهیږو چې طالبان د مسکو پلاوی لیږي او که بل پلاوی.

د طالبانو هغه ټیم چې مسکو ته تللی و، د پریکړو صلاحیت یې نه درلوده، له دوی سره خو دوحه کې خبرې شوي، خو کومې پریکړې ته نه دي رسیدلي، که طالبان تصمیم نیونکی پلاوی ترکیې ته ولیږي، شاید یوه پایله ورکړي. د اسلامي جمهوریت پلاوی نن بیا دوحې ته ستون شوی، هلته به طالبانو سره خبرې کوي چې کومې پایلې ته رسیږي.

موږ بیا پر طالبانو غږ کوو چې افغان وژنه بنده کړي، خپلواکي ترلاسه کړي او د جګړې پر ځای په سوله تمرکز وکړي.

د امریکا د استخباراتو د څرګندونو په تړاو چې که بهرني ځواکونه ووځي، ما په دې تړاو څو میاشتې وړاندې دا خبره کوله چې که بهرنیانو ووځي او افغانان سولې ته ونه رسیږي، ممکن افغانان داخلي جګړو ته ولویږي، که طالبان په دې تمه ناست وي چې که فرصت پيدا شي، طالبان به واک ته ورسیږي، طالبان دې پوه شي چې هیڅوک یې ملاتړي نه دي، اندیښنې شته چې باید هر څه په احتیاط وشي، داسې نه چې موږ بیرته د څو کلونو شاته لاړ شو.

پکار دا ده چې وضعیت مدیریت کړو او د دې یواځینۍ لار سوله ده، نباید بیا داخلي جګړو او بهرنیو ترهګرو ته فرصت برابر شي چې ګډوډۍ رامنځ ته کړي، طالبانو چې کوم ټیم قطر کې ناست دی، هیڅ صلاحیت نه لري او یواځې وخت تیروي، افغان وژنه یې روانه کړې، تاسیسات ړنګوي، موږ غواړو چې طالبان واقعي مذاکراتو ته چمتو شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button