د ډیورن کرښي په اوږدو کې به د مېشتو قومونو د ژوند ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړم

 

                                   د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل

ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د ډیورن کرښي دواړو غاړو میشت قومونو ته د افغان حکومت پاملرنه زیاته کمه شوې ده او په دغه تېر دیارلس کلن د کرزی په حکومت کې هم د پام وړ پاملرنه ورته ونشوه او همداسي له ستونزو ډک ژوند یې پرمخ بیولو، ماشومان یې له زده کړو محروم او لویان او میشت قومونه یې  د ژوند د سهلتونو لکه روغتیایې ستونزو، کرنیزو ستونزو، ښوونیزو ستونزو او نورو اساسي ستونزو څخه کړیدل، د ترهګري په نوم جګړي زیات قرباني هم شول، خپلي ستونزي یې په وار وار له محلي چارواکو سربېره مرکزي ادارو مسولینو سره هم شریکي کړي خو د چا پاملرنه یې نده خپله کړي.

د کونړ ولایت یو تن اوسیدونکي محمد جان وایی چې د سردار داود خان د حکومت پرمهال قبایلو ته د نورو ستونزو د حل سربېره میاشتنۍ تنخواوي ورکول کیدي ،دده په وینا د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال هم  ورته کمه تومه پاملرنه کیده خو په دې وروستیو نظامونو کې هیڅ پاملرنه ورته نه کېږي.

خو د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزیر محمد ګلاب منګل افغان ایکسپرس ته ویلی دی چې په هېواد کې به د قومي مخورو او شوراګانو په مټ وکړای شي دغو ستونزو ته د حل لارې چارې ومومي. دده په وینا هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ د ستونزو په حل کې همغږي رامنځته کړو او د جرګو اوتګ راتګ په وسیله ددوی ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړو، ترڅو دغه اړیکي اوهمغږي په هېواد کې دښوونې اوروزنې، روغتیایي چارو، ټولنیزو ستونزو د هواري، سولې او ملي یووالي په ټینګښت اوپیاوړتیا کې مثبت اغیز وکړي.

دده په وینا د ننګرهار، کندز اوهرات په ولایتونو کې به د قومي جرګو جوړولو، د هېواد دسرحدي اونا امنه سیمو بچیانو لپاره به د ښوونې اوروزنې دکیفیت، اړتیاو او اسانتیاو د برابرولو کې اړین ګامونه پورته کړي.

د سرحدونو او قومونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل په وینا د کرښي په دواړو غاړو کې د کلتوري اړیکو او د ملي او علمي مشاهیرو د ساتنې په موخه به د مجلو او جریدو چاپولو له لیاري او په علمي اوفرهنګي شخصیتونو دسیمینارونو د جوړولو، د علمي او ادبي اثارو د چاپولو، دسرحدي څېړنو او د سرحدونو د څارنې په موخه د څیړنو ټیمونو پواسطه وکړاي چې د پولي په دواړو غاړو یو څه سړې اړیکي په تودو اړیکو بدلي کړي.

له افغان ایکسپریس څخه په مننې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button