ویاړ، ویاړ او بیاهم ویاړ په نر پښتون ، رښتیني رهبر پښتون اتل منظور پښتون

وایې ځنګل بې زمرو نه وي. بیا په تیره د وزیرو او مسیدو د نـنګونو او سترو غیرتونو تاریخي سیمه د جسورو زمرو ځاله ده چې د پښتنو د خوځښت او ملي غورځنګونو تاریخ یې د پیر روښان بابا، مولانا پاوونده بابا ، میرزاعلیخان ایپي فقیربابا په مدبرانه هاندوهڅو پیل شوی او د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلوپه ستره معرکه کې د وزیرو، مسیدو پښتنو د تورو شرنګ او د لښکرو خرپ او ترپ د نړۍ د هغه مهال سترمکار ځواکمن ښکیلاکګرپرنګۍ په ګونډو کړ.
لوی اوبې ساری افغان اتل بابا د معاصر سرلوړي خپلواک افغانستان بنسټ ایښودونکی او شمله وراعلیحضرت احمدشاه بابا د زرغونې ادې په غیږه اود زمانخان بابا اود سدو ابا په ټبرکې رالوی شوی د نړۍ په کچه برمیال سرلښکر او ویاړمن رهبرد ځوانۍ په منګ ۲۵ کلن وچې د بریمنې پاچاهۍ ویاړپه برخه او د شیرسرخ د نه ورځنی جرګې په پایله کې د هغه لومړی پیغام داوچې : ( ای پښتنو! د خدای د پاره نـنګ وکړی . او یوموټی شئ .)
د بابا ارمان د هغه په سالم او سپیڅلي تدبیرپوره شو. بیل، بیل او ټوک، ټوک پښتانه قبایل سره یوموټي قومونه او په ملي یووالي بهیرکې زموږ د ګډ هیواد ورونه قومونه قبایل تاجک، ازبک ، هزاره ، قزلباش ، بلوڅ ورګډ او هیښوونکي لنډ ه موده کې یې د ایراني خراسان ، مشهد اوسیستان له سیمو نیولي ترکشمیر، پنجابه د آموسیند تراباسین او هند سمندرپوري د لوی اوتاریخي افغانستان بنسټ کیښود .
له هغه وروسته د تاریخ په بهیرکې غمجن او ویرجن پړاوونه د افغان ولس په تیره بیا د پښتنو د ځانځانی او بې اتفاقۍ پایله ده چې له غازي امان الله خانه ترفخرافغان پاچاخان اوخان شهید خان عبدالصمدخان اومحمدایوب خان پوري یې سترملي ارمانونه له ځانوسره نیمګړي نیمه خوا یووړل . اوپه دې موده کې د پښتنود تباهی اوبربادی دور پیل شوی اود جنوساید اوډله ییزي وژنې اواقتصادي ویجاړۍ اوعمدي بې وزګارۍ سره لاس او ګریوان دي .
له نیکه مرغه دادی د پښتنو د شمله ورواوزړورو وزیرو،مسیدو اتل بچی ۲۸ کلن شاه ځلمی منظورمسید پښتین د لروبرو پښتنو د مسلموحقوقو، عدل اوانصاف د اعادې اوپه دغه ازادي بښونکي بهیرکې د پښتنو د یووالي سره انقلابي خولۍ په سرد تاریخي مبارزې ډګرته راوتلی اوپه محیرالعقول اوهیښوونکي بڼه یې لرو برافغانان راويښ او په نړیواله کچه د یوه پولادي هوډمن اوژمن مبارز رهبرپه توګه یې د ځوریدلواوکړیدلو پښتنومړاوې اوزموللي هیلې راژوند ی کړي . په پښتون میشتوکلو،بانډو، آسمان څکوغرونواودروکې ځوانان اوپیغلې د لراوبر یوافغان اویوپښتون چیغې اونارې پورته کوي .
د منظورپښتون پې ټي ایم غورځنګ د پاکستاني پنجابیانوتور لنګي لړزولي . د اتلوشهیدانوعارف وزیر، آرمان لوڼي ،نقیب مسید اوقومي مخوروکیل معراج الدین د پښتنود زرګونو،زرګونوشهیدانوآرمانونه اوانقلابي روحونه ژوندي دي. په جیل کې د بندیوان اتل علي وزیراومنظور پښتین ترشا د پښتنومیلیوني لښکرې لکه د آمواوآباسین سیندونه په مستوڅپو راغلي او د هغو په وړاندې پنجابې تور لنګي خس اوخاشاک د ټینګي نه دي .
د لاستروبریوپه لور.
۵/۶/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button