څو اساسي پوښتنو ته د ولسمرغني ځوابونه

د جون په ۹ مه، کندهار ته پخپل سفر کې ولسمشر غني په هغه غونډه کې چې د کندهار ولایتي چارواکو او ولسي خلکو سره يی درلوده، خپلو څرګندونو کې د دې ترڅنګ چې دا ولایت يي د افغانستان سیاسي زړه ګڼلی، څو اساسي پوښتنو ته چې په دې روستیو کې د هغو په اړه، په کور دننه او بهر د نظام نیوکګرو او مخالفینو لویه غوغا پورته کړې وه، غوڅ ځوابونه ویلي دي!

د پوهېدو وړ ده چې پاکستان د افغانستان په اړه ځینې عمدي بدګمانۍ او تخیلي ادعاوې لري. د داسې بدګمانیو د ریښتینولۍ او ادعاوو د پلیتوب لپاره پاکستان وخت سره په تړاو، بېلا بېل وسایل کارولي چې د هغو په سر سر کې يی د افغانستان  په وړاندې نااعلان شوې اوږده جګړه یادولای شو.

د دې نااعلان شوې جګړې په تړاو، کندهاریانو ته په غونډه کې ولسمشرغني ویلي، د وسلوالو طالبانو پرځای باید د سولې خبرې له پاکستاني حکومت سره پیل شي.

کندهار کې د BBC خبریال مامون درانی وايي، ولسمشر غني وویل: «سوله له ورور سره نه کېږي، بلکې له هغه چا سره کېږي، چې جګړه کوي، او پاکستان وړاندې له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده، موږ باید له پاکستان سره د سولې خبرې پیل کړو، چې طالبان سولې ته اړباسي»

ولسمشر غني وايی چې سوله باید د شرایطو په سمون کې وي چې دا شرایط  له دې وړاندې نوموړي (اشرف غني) له پاکستان سره مطرح کړي دي. البته دلته د نورو شوو خبرو ترڅنګ، د اشرف غني موخه له خپل هغه لیک څخه ده چې څو ورځې وړاندې يي پاکستاني چارواکو ته استولی دی. ولسمشر غني وايي چې پاکستان پوهول شوی چې پر افغانستان تپل شوي جګړه روانه ده!

بلخوا که څه هم ولسمشر غني، د ټاکنیز کمپاین په مهال د ډیورنډکرښې په تړاو ویلي وو چې د دې کرښې برخلیک د افغان حکومت یا دولت له واکه پورته دی او هغه د کرښې پر دواړه غاړو پرتو افغانانو په هوډ پورې اړه لري. خو له هغې روسته لندن ته د دولتي پلاوي په مشرۍ د ولسمشر غني د سفر په مهال  او هم په روستیو کې کله چې  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي تفاهملیک ډنډورو زور واخیست، نیوکګرو د نظام د سپکاوۍ په موخه، ډیورنډ کرښه یوځل بیا د خلکو په خولو کې ورکړه.

په دې منځ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه مرکه چې د اشنا راډیو سره يي ترسره کړه او هلته يي د افغانستان او پاکستان د حکومتو ترمنځ د استخباراتي تفاهملیک لاسلیک د ډیورنډ کرښې د پېژندلو لپاره د چمتووالي پتوګه ګڼلی، ډېر منفي اغیز وښنده!

د ډیورنډکرښې په اړه د کندهار په غونډه کې ولسمر غني وايی«ما تر اوسه د ډیورنډ کرښې په اړه هېڅ خبرې ارترې نه دي کړي، ډیورنډ نه زما صلاحیت دی او نه د افغانستان د دولت. بلاخره د حل یوه لاره پیدا کېږي، خو نن د دوو هېوادونو تر منځ اصلي مسأله لومړی د دوو دولتونو ترمنځ سوله ده. سوله له شرایطو سره چې ما مخکې لیکلي او تاسو لوستي دي، طلوع نیوز»

همدارنګه د افغانستان د امنیتي ادارې او د پاکستان  د ای ایس ای ترمنځ د امنیتي تفاهملیک په اړه چې بېلا بېلې ډنډورې خپرې شوې، ولسمشرغني وايی« کله چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی اس ای او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک په سر خلکو سره انديښنې پیدا شوې، ده پخپله د دغې مسلې مدیریت په غاړه واخیست او افغانانو د بیلابیلو قشرونو د استازو سره یې په دې مسله د سلا مشورو لړۍ پیل کړه.

جمهور رئیس غني وویل، دا تفاهم لیک تر اوسه لاسلیک شوی نه دی، پرې سلامشورې کوو، د دغو سلامشورو په پای کې به د یوې اجماع وروسته د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل دا سند لاسلیک کړي. ولسمشر غني وویل چې د سند د لاسیلک په وخت به د افغانستان ملي ګټو ته جدي پاملرنه وشي، امریکا غږ»

د ۲۰۱۵ کال د جون ۹ مه

سرلوڅ مرادزی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button