وهابیان څوک دي؟

(پنځمه ، شپږمه، اتمه او نهمه برخه )

پنځمه برخه

د عقایدو اختلاف:

تر هر څه مخکي باید دې خبري ته اشاره وکړو چي عام اولس او بېسواده خلک د سیاسي اختلافاتو او عقیدوي مخالفتونو په منځته راوړلو کي هیڅ اغېزه نه لري، ځکه چي له هغوی سره نه د بې اتفاقی راوستلو توان ورسره دی او نه د اتفاق او اتحاد د ایجادولو لپاره د تبلیغ کولو توان او پوهه لري او نه اختلاف اچوونکي له هغوی سره د اختلاف پر موضوع او د هغې پر ضرورت او اهمیت باندي سلا مشوره کوي. بلکه دا اختلافات هغه کسان منځته راوړي چي د اتفاق او وحدت راوستلو انتظار ورڅخه ایستل کیږي او هغه، علماء، منورین او سیاسي مشران دي. په اسلام کي هم لومړني اختلافات سیاسي مشرانو او جنرالانو او په وروسته کي مذهبي علماوو عقیدوي اختلافات ایجاد کړل.

حضرت رسول اکرم ص خپل اصحاب د احادیثو له لیکلو څخه منع کړی ول. له ده سره دا اندېښنه وه چي هسي نه احادیث او آیات سره ګډ نه سي. ځکه چي دواړه په عربي ژبه وه او څه موده وروسته به یې تمیز ریشتیا هم ګران وای. دې کار دا ګټه ورسوله چي قران شریف ته یې د احادیثو د ننوتلو مخه ونیوله؛ کنه نو بیا به، له احادیثو څخه، د قرآن شریف تصفیه کولو یوه بله ستونزه منځته راوړې او د عقایدو اختلاف به یې منځته راوړی وای. خو د احادیثو د لیکلي متن د نه موجودیت له امله هرچا خپلو خبرو او عقایدو ته د احادیثو رنګ ورکاوه او تر څو پوری چي محدثینو د احادیثو په غونډولو پیل کاوه د احادیثو شمېر یو میلیون ته رسېدلی وو او د اصلي او نقلی احادیثو د بېلولو کار یې ستونزمن کړ.

موږ دې مسلې ته مخکی اشاره وکړه چي علي د خوارجو سره د جنګ تر پیل کولو مخکی هغوی ته بلنه ورکړه چي د مشترک دښمن یعنی معاویه په مقابل کي ورسره ملګري سي مګر خوارجو د ده بلنه ونه منله او دی یې حتی په کفر تورن کړ. علي مجبور سو چي د هغوی سره جنګ پیل کړي او په هغو جنګونو کي چی له خوارجو سره یې وکړل په زرهاوو مسلمانان ووژل سول. علي باید له خوارجو سره خپلو جنګونو ته شرعي لاره جوړه کړې وای ځکه چي خلکو هغه ته یوازی د یوه جنرال او سیاسي مشر په حیث نه بلکه د یوه مذهبي پېشوا په سترګه کتل. علي بالاخره یو حدیث جوړ کړ او خپلو ملګرو ته یې وویل:

«په هغوی کي به یو سړی وي چی یو لاس به یې معیوب او یا یوازي د غوښو څخه عبارت وي. که تاسي صبر وکړی زه به تاسی ته ووایم چي الله هغو کسانو ته کوم انعام ورکوي چي د حضرت محمدص په حکم هغوی قتل کړي. له ده څخه پوښتنه وسوه چي آیا تا پخپله دا خبره له حضرت رسول ص څخه واورېده؟ ده وویل چي بلې د کعبې په خدای می دي قسم وي، بلې د کعبې په خدای مي دی قسم وي، بلې د کعبې په خدای مي دي قسم وي» مسلم، کتاب زکات حدیث ۲۳۳۱

زید بن وهب جوهاني وايی هغه د علي په عسکرو کي شامل وو چي علي وویل« اې خلکو پیغمبرص وویل زما په امت کي به داسی کسان پیدا سی چي قرآن به تر تاسي ښه لولي، تر تاسي به ښه لمونځونه کوي او ترتاسي به ښې روژې نیسي. دوی فکر کوي چي د قران تلاوت به یې په درد وخوري په داسي حال کي چي هغه قرآن به د دوی پر ضد شاهدي ورکوي. د دوی دعا به د دوی تر ستوني هاخواته نه تیریږي….علي د، حضرت پیغمبر په حکم، د خوارجو د وژلو حکم وکړ. وروسته په لښکر کي عابده سلماني ورته ورته پورته سو او ورته وې ویل چي اې علي که په خپل قول کي صادق یې نو درې ځله سوګند یاد کړه. علي درې ځله سوګند یاد کړ. هغه کتاب حدیث ۲۳۳۳

دا حدیث یوازي د علي له خولې نقل سوی دی او که صحابه وو د ده په خبره کي شک نه درلودلای نو علی به یې درې ځله سوګند یادولو ته مجبور کړی نه وای. حقیقت دادی چي د علي له خولې دا نقل سوی حدیث د شریعت سره بشپړ مغایرت لري او هغه دا چي حضرت رسول اکرم ص څرنګه د داسی کسانو د وژلو حکم کاوه چي هغوی د شهادت کلمه وايی، لمونځ کوي، روژه نیسی او تر نورو مسلمانانو د قران شریف ښه تلاوت کوي؟ ځکه چی په دې باره کي په لس هاوو احادیث موجود دي چي وايی هغه څوک چي الله په وحدانیت او رسول ص په رسالت وپېژني د دوږخ له اوره په امان دی. لمونځ، روژه، تلاوت او نور عبادات خو له هلته پرېږده. څرنګه چي دا حدیث یوازي د علي له خولې نقل سوی دی؛ نو په احادیثو کي تر ټولو کمزوری او ضعیف مقام لري یعني« خبرٌواحد» دی چي چنداني د اعتماد وړ نه دی. علي له یوې خوا د مسلمانانو د یو په بل وژلو او قتلولو مسوولیت او له بلي خوا د، د خپل هدف لپاره، د حدیث د جعل کولو مسوولیت لري. جعل یې ځکه بولو چي څو ورځي مخکي علي همدغو خوارجو ته، چی ده وروسته جهاد ورسره اعلان کړی وو، بلنه ورکړې وه چي د معاویه په مقابل کي د ده ملاتړ وکړي. د دې معنا داد ه چي څو ورځي مخکي هغوی مسلمانان ول او لږترلږه تر معاویه او د هغه تر ملګرو بهتر ول او کله چي هغوی د ده ملګرتوب ونه مانه نو جهاد ورسره واجب سو. په ډیرو نورو دیني مسایلو کي، چي له جنګونو سره مستقیم ارتباط به نه لري، د بدعتونو او نویو احکامو د ایجادولو اصلي نقص په دې کي نه دی چي دغه یا هغه مذهبي مشر یا خلیفه یا لوی عالم ولي په دین کي نوي احکام جاري کړي دي او د شریعت مخالف کار یې کړی دی بلکه اصلي تاوان یې دا دی چي بدعتونه د عقایدو د اختلافاتو او د اختلافاتو پر اساس د نویو عقایدو د منځته راتللو سبب کیږي او بالاخره خبره د مختلفو عقایدو د پیروانو ترمنځ د جنګ سبب کیږي. د مثال په ډول به طلاق، چي د ډیرو لویو کورنیو مصیبتونو یو لوی علت دی، را واخلو.

طلاق:

طلاق داسي عمل دی چي د کورنۍ شېرازه نړوي او کله کله د څو کورنیو ترمنځ د کلونوکلونو اړېکو خرابېدلو او حتی دښمنیو سبب کیږي. داسی څوک به چنداني نه وي چي د طلاق عمل ته یې په ښه سترګه کتلي وي. په سنن ابی داوود کي یو حدیث لولو: « عبدالله بن عمر وايي حضرت رسول اکرم ص وویل په ټولو جایزو اعمالو کي د الله په نزد تر ټولو د نفرت وړ عمل طلاق دی» سنن ابی داوود کتاب الطلاق حدیث ۲۱۷۸

سنن ابن ماجه همدغه حدیث د عبداله بن عمر له قوله نقل کړی دی او په جایزو کارونو کي یې طلاق تر ټولو د نفرت وړ اقدام بللی دی. ابن ماجه، کتاب الطلاق حدیث ۲۰۱۸

ویل کیږي چی پر ابن تیمیه باندي، چي اکثر کسان وهابیان د هغه پیروان بولي، د مذهبي علماوو یو تور دا وو چي ګواکي هغه فتوا ورکړې ده چي درې طلاقه یا ثلاثه طلاق پر یوه طلاق شمېرل کیږي. ابن تیمیه، د دغه او ځینو نورو تورونو په اساس، د ژوند تر پایه د زندان شومه سو. Sahrif, A History of Muslim Philosophy P798

دا چي ابن تیمیه به په ریشتیا دا فتوا ورکړې وي کنه، زه معلومات نه لرم؛ خو که یې چیري په ریشتیا هم دا خبره کړې وي نو لږترلږه د احادیثو له مخي تر ډېره ځایه حق په جانب وو. لومړی باید دا خبره معلومه کړو چي احادیث نبوي څونه اهمیت لري او موږ د هغوی پر اساس حکمونه جاري کوو او کنه. د احادیثو اهمیت د هغه آیة مبارک څخه واضح دی چي وايی څه چي پیغمبر امر درته کوي هغه وکړی او له هغه څخه چی مو منع کوي هغه مه کوی. طبیعي خبره ده چي ټول اهل تسنن او اهل تشیع، په مذهبي چارو کي، لومړی د خپلو احادیثو د کتابونو متونو ته مراجعه کوي او بیا وروسته بحث ورباندي کوي. احادیث، له قرآن شریف څخه وروسته، دوهمه باوري او مقدسه منبع ده چي د هغه په اساس فقه او شرعي احکام منځته راغلي او د همدغه معتبري منبع په اساس یې خپلو احکامو ته قانوني رنګ ورکړی دی. نو بهتره به دا وي چي لومړی په احادیثو کي د طلاق او ثلاثه طلاق مسلې ته مراجعه وکړو.

حضرت رسول اکرم ص، د یوه پیغمبر او سترامام په حیث، د طلاق د مسلې حیاتي اهمیت او حساسیت ته تر هر چا ښه متوجه وو؛ ځکه خو یې هغه دالله په نزد په جایزو اعمالو کي تر ټولو د نفرت وړ عمل وباله. هغه وروسته په دې مسله کي له ډېر نرمښت څخه کار واخیست او کوښښ یې کاوه چي طلاق له لویه سره واقع نه سي او که واقع کیږي نو طلاق ورکوونکي ته یوه د خلاصون او بیرته پخلاینی لاره پرانیستې پرېږدي. خو له بده مرغه چي د ده نرمښت تر ډېره وخته دوام ونه کړ او د آنحضرت ص له وفات څخه لږ وروسته، د هغه پیروانو، د ده له خپلي پېش بینی سره سم، د ده په احکامو کي تغییراتو راوستلو ته مخه کړه.

په صحیح مسلم کي لولو: « ابن عباس ویلي دي چي د حضرت محمدص او د ابوبکر په زمانه او د عمرفاروق د خلافت په لومړیو دوو کلونو کي درې طلاقه ثلاثه پر یوه طلاق شمېرل کېدل. مګر عمر ابن خطاب وویل چي خلک په هغه مسله کي له تلوار څخه کار اخلي چي باید احتیاط رعایت کړي نو موږ باید پر هغوی باندي دغه حکم جاري کړو او حکم یې جاري کړ» صحیح مسلم، کتاب الطلاق حدیث ۳۴۹۱

« ابو شهبا ابن عباس ته وویل ایا ته بوهېږې چي د پیغمبرص په زمانه او بیا د ابوبکر په خلافت او د عمربن خطاب د خلافت په دریو لومړیو کلونو کي ثلاثه طلاق پر یوه طلاق شمېرل کېدی؟ ابن عباس وویل هو! هغه کتاب حدیث ۳۴۹۲

دغه راز همدغه ابوشهبا له ابن عباس څخه پوښتنه کوي چي موږ ته د ثلاثه طلاق په برخه کي، چي د پیغمبرص په وخت کي، پر یوه طلاق شمېرل کېدی معلومات راکړه. ابن عباس ورته وايي« په حقیقت کي خبره همداسي وه. مګر د عمر د خلافت په زمانه کي، چي خلکو ډېر زیات ثلاثه طلاقونه کول، نو ده حکم وکړ چي که څوک خپله مېرمن په یوه ځل په دریو طلاقو طلاقه کړي نو هغه طلاق ثلاثه دی» هغه کتاب حدیث ۳۴۹۳

صحیح بخاري لیکي چي لیث د نافع له قوله وايی چي کله له عمر څخه د ثلاثه طلاق په باب پوښتنه وسوه نو هغه وویل چي پیغمبرص ماته هدایت کړی دی چي که مېرمني ته یو یا دوه طلاقه ورکړه سي هغه بیرته ورسره یو ځای کېدلای سي مګر که درې طلاقه ورکړه سي هغه باید له بل چا سره نکاح وتړي او له هغه دوهم مېړه څخه د طلاق تر اخیستلو وروسته له خپل لومړي مېړه سره نکاح تړلای سي. کتاب الطلاق حدیث ۵۲۶۴

البته په صحیح بخاري کي د عمر ادعا د صحیح مسلم له څرګندو احادیثو او د پیغمبرص له احکامو سره ښکاره توپیر لري.

سنن النسايی، چي د اهل تسنن په شپږو صحیح احادیثو( صحاح السة) کي شامل دی، د مخرمه له قوله، چي هغه د خپل پلار له قوله لیکي« پیغمبر ص ته د یوه سړي په باره کي وویل سوه چي خپله مېرمن یې په یوه ځل په دریو طلاقو طلاقه کړې وه. پیغمبر په قهر ولاړ سو او وي ویل چي تاسي د الله له کتاب سره په داسي حال کي لوبي کوی چي زه لا ژوندی یم؟ یو سړی په مجلس کي ولاړ سو ویل یې اې د الله پیغمبره اجازه راکړه چي درته مړیې کړم» سنن النسایی، کتاب الطلاق حدیث ۳۴۰۱

په همدغه کتاب کي بل حدیث وايی« د قیس لور فاطمې وویل زه پیغمبرص ته ورغلم او هغه ته مي وویل چی زه د آل خالد لور یم او زما مېړه ماته احوال را لېږلی او زه یې طلاقه کړې یم. ما د مېړه له کورنۍ څخه د ځای او خوراک غوښتنه کړې ده خو هغوی انکار کړی دی او وايی چي مېړه یې دوی ته احوال رالېږلی او ته یې په دریو طلاقو طلاقه کړې یې. دا وايی پیغمبرص وویل چي دا ښځه اوس هم د سرپناه او خوراکې حق لري ځکه چي مېړه یې بیرته د مېرمني په حیث منلای سي. هغه کتاب حدیث ۳۴۰۳

همدغه کتاب وروسته لیکي« ابن طاووس د خپل پلار له قوله وايی چي اباالصهباء له ابن عباس څخه پوښتنه وکړه چي دا ریشتیا دي چي د پیغمبرص او ابوبکر په وخت او د عمرفاروق د خلافت په لومړیو کلونو کي، پر یوه ځای، درې طلاقه پر یوه طلاق شمېرل کېدل؟ ابن عباس وویل هو! هغه کتاب حدیث ۳۴۰۶

سنن ابی داوود، چي په صحاح السته کي شامل دی، د عایشې له قوله لیکی چي ما له پیغمبرص څخه اورېدلي دي چي د جبر او غضب په وخت کي طلاق نسته. کتاب الطلاق حدیث ۲۱۹۳

سنن ابی داوود وروسته د عبدالله بن عباس له قوله لیکي« طلاقه سوې ښځه باید درې د حیض دورې یعني درې میاشتي انتظار وباسي او دغه راز که په نس کي اولاد ولري باید چي هغه پټ نه کړي. د دې معنا دا ده چي که یو سړی خپله مېرمن په ثلاثه طلاقه کړي هغه کولای سی چي خپله مېرمن بیرته واخلي. همدغه خبره د قرآن مجید په آیة کي راغلې ده چي طلاق یوازی دوه ځله جواز لري. هغه کتاب حدیث ۲۱۹۵

د سورة البقره ۲۳۲ آیة کي راغلي دي:

و اِذا طلَّقتُم النساءَ فبلغن أَجلهُنَّ فلا تعضُلُوهُنَّ أَن ینکِحنَ أَزواجهُنَّ اَذا تراضواْ بینهم بالمعروف ذالک یوعظُ بِهِ من کان منکُم یومن بالله والیوم الآخر ذالکم ازکی لکم و اطهرُ والله یعلم و انتم لاتعلمون.

ترجمه: کله چي تاسي ښځي طلاقي کړی او دوی خپله عده تېره کړي نو هغوی له خپلو هغو مېړنو سره چي دوی ته یې طلاق ورکړی دی، او غواړي چي د منلو وړ شرایطو سره سم نکاح وتړي، له بیرته واده کولو څخه مه راګرځوی. دا هدایت ټولو هغو کسانو ته ورکول کیږي چي پر الله او د قیامت پر ورځي باندي ایمان لري. دا ستاسي لپاره بهتره او صافه لاره ده. الله پوهیږي او تاسي نه پوهیږی.

سنن ابی داوود په وروپسې حدیث کي لیکي چي عبد یزید خپله مېرمن اُمُّ رُکانه طلاقه کړه او بله ښځه یې په نکاح کړه. دوهمې مېرمني یې حضرت پیغمبرص ته وویل چي عبدیزید ماته زما د یوه ورېښته اهمیت نه لري. پیغمبرص عبدِیزید ته وویل چي دا ښځه طلاقه کړه او خپله مېرمن اُمُّ رکانه بیرته په نکاح کړه. عبدیزید وویل چي ما هغه په ثلاثه طلاقه کړې ده او نه یې سم اخیستلای. پیغمبرص ورته وویل چي زه پوهېږم خپله مېرمن دي بیرته واخله. کتاب الطلاق حدیث ۲۱۹۶

جامع الترمذی، چي په صحاح ستّه کي شمېرل کيږي په کتاب الطلاق کي لیکي چي عبدالله بن یزید بن رُکانه د خپل پلار له قوله وايی چي د ده نیکه حضرت پیغمبرص ته وویل چي ما خپله مېرمن په مطلق ډول طلاقه کړې ده. پیغمبرص ورته وویل چي ستا نیت څه وو؟ ده وویل یو طلاق. پیغمبرص ورته وویل چي ته په الله قسم کولای سې چي ستا مطلب یو طلاق وو؟ هغه وویل هو زما دي په الله قسم وي چي زما مطلب یو طلاق وو. پیغمبرص ورته وویل نو خپله مېرمن دي بیرته واخله. کتاب الطلاق حدیث ۱۱۷۷

سُنن ابن ماجه، چي هغه هم په شپږو صحیح احادیثو کي دی لیکي:

« عبدالله وویل چي طلاق، د پیغمبرص له هدایاتو سره سم، دا دی چي سړی خپله مېرمن په یوه طلاق طلاقه کړي او بیا انتطار وباسي چي هغه له حیضه پاکه سي او بیا یې دوهم ځل طلاقه کړي او بیا منتطر سي چي هغه دوهم ځل له حیضه پاکه سي او انتطار وباسي چي هغه دریم ځل له حیضه پاکه سي او دی یې بیا طلاقه کړي» کتاب الطلاق حدیث ۲۰۲۱

سړی نه پوهیږي چي د طلاق ثلاثه په باره کي د پیغمبرص د دومره څرګندو هدایاتو او د هغه له قوله د دومره زیاتو روایاتو د وجود سره سره به علماوو ولي ابن تیمیه په دې ګناه محکوم کړی وي چي طلاق ثلاثه یې پر یوه طلاق شمېرلی وو. او که چیري دا ذکر سوي احادیث ومنو، نو امیرالمونین عمر په کوم صلاحیت په دومره څرګندو احکامو کي تغییر راوستلی وو. حضرت عمر یو تکړه جنرال، عادل، یو نهایت پرهېزګار انسان او د حضرت پیغمبرص ډېر نیژدې یار وو؛ مګر هغه پیغمبر نه وو او د پیغمبرص په هدایاتو کي یې د هیڅ ډول تغییر راوستلو صلاحیت نه درلود. پرته له دې چي دا اقدام د هغه له خوا یو ښکاره بدعة وبولو، چي حضرت رسول ص هغه منع کړی او بدعت کوونکي ته یې، پرته له سوال او جوابه، د دوږخ وعده ورکړې ده، بل څه نه سو بللای.

پاته لري

( اوومه برخه)

وهابي تحریک:

الاعرابُ اشدُّ کُفراً و نفاقاً ـــ سورة ۹ آیة ۹۷

ترجمه: (عرب، چي مفسرینو په بدوي او خیمه نشینو عربو ترجمه کړی دی، په کفر او منافقت کي تر ټولو سخت دي)

که د مفسرینو خبره ومنو چي وايی د آیة مبارک مطلب مالدار او هغه عرب دي چي په خیمو کي یې ژوند کاوه نو د «نجد» سیمه، چي د وهابي تحریک پیل له هغه ځایه وسو، داسي منطقه وه چي ټول ریګ، وچ دښتونه او غرونه ول او یوازي هغو عربانو ژوند پکښی کاوه چي تاریخ او قسمت یې دا سیمه په برخه کړې وه. که څه هم چي ټول عرب، له اسلام څخه مخکي، بُت پرستان او خرافات پرسته ول خو صحرايي سیمو، چي تر نولسمی او شلمي پېړۍ پوري، له تمدن څخه لیري پاته وې، خُرافات او د بُت پرستی د وخت اکثر عنعنات او رسوم ژوندي ورسره وساتل او د هغوی همدغه عقاید، چي تر مذهب یې ریښې ټینګي وې، د هر ډول اجتماعي، مذهبی او کلتوري تحریک په مخ کي خنډ وه.

عربانو هاتف او پېریان ته ټینګه عقیده درلوده او هر وخت به یې په دښتونو کي د شپې د سفرونو په ترڅ کي د هغوی د آوازونو د اورېدلو کیسې کولې. مثلاً ابوعبیده معمر بن مثنی لیکلي دي چي یوه شپه مي په دښت کي سفرکاوه او پر یوې درې باندي ور برابر سوم چي هیڅ وخت مي نه وه لیدلې او لاره مي ورکه کړه. د پېریانانو له سالار څخه وېرېدلم. نو مي وویل چي د دې درې له شر څخه د درې خدای ته پناه وړم. په دغه وخت کي مي ږغ تر غوږ سو او راته وویل سول چي ښي لاس ته دي تاوسه او لاره به پیدا کړې. هغې خواته تاو سوم او د کلب طایفې ته مي ځان ورساوه.

له اسلام څخه مخکي عربان په دې عقیده وه چي ځیني پېریانان نیم وجود لري او هغه به یې « شق» بلل. دوی به ویل چي له شق سره تل توره ورسره وي او چي هر وخت په شپه کي، په دښت کي، انسان ورسره مخامخ سي ږغ ورباندي کوي او په توره یې دوه ځایه کوي.

د قبرونو او زیارتونو کراماتو یې ډېره ټینګه عقیده درلوده. مثلاً ځیني یا ښايی ډېر زیات عربان په دې عقیده وه چي که څوک په دښت کي د حاتم طایی ( چي په سخاوت کي یې افسانوي شهرت درلود) له قبر سره نیژدې پاته سي نو حاتم هغه ته مېلمستیا کوي او هیڅوک د هغه له قبر سره وږی نه پاتیږي. مسعودي، مروج الذهب ص ص ۵۱۴-۱۸

عربانو جادوګری، کوډو، فال، قیافه پېژندني، شګون … ته دونه ټینګه عقیده درلوده چي له عربو څخه بهر په نورو قومونو کي چنداني نه لیده کېده. عربو همدغه رسوم د اسلام له ظهور او د اسلام له قبولولو څخه وروسته هم ورسره ساتلي ول او د مذهبي عقایدو په څېر ورباندي ټینګ ول.

عربانو عقیده درلوده چي کاهنان یا جادو ګران په غیب خبر دي. دوی ته ویل سوي وه چي شیطان د فرشتو خبرو ته پټ غوږ نیسي او هغه خبري چي یې له فرشتو څخه اورېدلي وي هغه کاهنانو ته وايي او کاهنان له هغه څخه ګټه اخلي. خو کاهانانو به ویل چي دا د انسان د نفس له پاکۍ سره اړه لري او هر څومره چي د انسان نفس پاک سي په هغه اندازه هغه ته د کایناتو او جهان اسرار معلومیږي.

مسعودي په دې عقیده دی چي کهانت نفساني ریښه لري او زیاتره په عربو کي پیدا کیږي او په غیر عربو کي چنداني نه وي. په زړه پوري خبره دا ده چي د کاهنانو په باره کي د عربانو عقیده تقریباً هغه عقیده ده چي صوفیان یې د صوفي او تصوف په باره کي لري. د جاهلیت د زمانې عربان په دې عقیده وه چي کهانت یا جادوګري له طمع یا تعلق څخه د ځان د ژغورلو او د نفس له روښانی څخه منځته راځي. دوی به ویل چي کله چي انسان په خلوت کي کښيني او له خلکو سره تعلق وشلوي نو دغه حالت یا د کهانت کمال منځته راځي. ځکه کله چي نفس یوازي سي او فکر او غور وکړي نو اوج ته پورته کیږي او د باطن د جهان وریځي ورباندي اوري او دی په روڼو سترګو او تېز نظر هرڅه وویني او مستقیم سلوک ته مخه کړي او د شیانو له ماهیت څخه، لکه څرنګه چي دي هغسي، خبر سي. دلته نو د انسان نفس قوت واخلي او د غیب او پېښېدونکي حوادثو څخه خبر سي. هغه کتاب ص ص ۵۲۷-۲۸

دا هغه افکار او عقاید دي چي له اسلام څخه مخکی یې په عربانو کي ژوري ريښې درلودې او عربان او حتی د مړۍ ډېر زیات مسلمانان اوس هم پر هغوی باندي عقیده لري. همدغه افکار وه چي د اسلام د دین له خپرېدلو څخه وروسته د صوفیانو پر لاسونو باندي د تبلیغاتو او کتابونو له لاري خپاره سول. البته صوفیان هم د جاهلیت د زمانې د افکارو، هم د هندي جوګیانو او هم د غربي مرتاضانو او خلوت نشینانو تر اغېزې لاندي راغلي او هم یې خپل ابتکارات ورباندي زیات کړل. صوفیان په دې لاره کي دونه مخته ولاړل چي ډیرو زیاتو یې د خدايی دعوه وکړه او د حسین بن منصور حلاج، شهاب الدین مقتول او نورو ډیرو زیاتو په څېر یې سرونه پکښي بایلودل. بایزید بسطامي، چي شمس تبرېز یې مقام تر حضرت رسول اکرم ص لوړ باله، د خدايي دعوه کړې او حتی خلک یې، د سُکر او جذبې په حالت کي، خپل ځانته سجدې کولو ته وبلل. مولنا، چي د بایزید د خدايی د دعوې په دفاع کي یې داستانونه ولیکل، پخپله هم تر نورو کم نه وو او په څو شعرونو کي یې د خدايی دعوې وکړې. مولنا په دې عقیده وو چي کله یې عشق لکه ویني په رګ او پوست کي ګډي سوې او وجود یې ټول له دوست څخه ډک سو نو چی ځانته یې وکتل نو یوازی د ده نوم پاته وو نور ټول هغه وو؛ یعني مولنا پخپله د دوست مقام ته رسېدلی وو.

عشق آمد و شد چو خونم اندر رګ و پوست

تا کرد مرا خالي و پُرکرد ز دوست

اجزای وجودم همه دوست ګرفت

نامی است زمن بر من و باقی همه اوست.

د مولنا په مثنوي او د شمس تبریز په دیوان کي دغه ته ورته د خدايی دعوې ډیري زیاتي دي. هغه د ټولو سُني علماوو په خلاف د خپل مرید صلاح الدین زرکوب جنازه په ډول، سرنا او رباب تر هدیري پورۍ ورسول او د جنازې په مخ کي په رقص روان وو. دا چي په ژوند کي به چا څه ورته ویلي وي طبیعي خبره ده چي په زرهاوو مخالفین به یې درلودل مګر اوس یې په هرکال په زرهاوو مسلمانان او غیر مسلمانان زیارت ته ورځي او مراد ورڅخه غواړي. له مراکش څخه تر انډونیزیا پوری ټګانو، قلندرانو او پیرانو د خپلو مرشدینو پر زیارتونو باندي طوافونه کول او اوس د همدغو ټګانو پر زیارتونو باندي له دین څخه بېخبره او غافل مسلمانان طوافونه کوي او حتی قبرونو ته یې سجدې کوي. دا ټول هغه افعال وه چي د اسلامي عقیدې او محمدي دین له اصلي هستې یعني توحید سره مخالف وه او، د قرآن شریف په خلاف، د شرک مرتکب کېدل.

ابن جوزي، ابن تیمیه او په وروسته کي د هغوی پیروانو دغه اعمال شرک وبلل. ابن تیمیه د خپلو تبلیغاتو او د عقایدو د اظهار په وخت کي د هغو دیني علماوو له مخالفت سره مخامخ سو چي د همدغو خُرافاتو په ساتلو کی یې ګټي درلودلې. هغه د پیرانو له مخالفت سره له یوې خوا او د عوامو له مخالفت سره، چي په هیڅ نه پوهېدل او یوازي د خپلو پلرونو او پخواینو پر پلونو باندي روان ول، مخامخ سو او بالاخره یې خپل سر پکښي کښېښود.

محمد بن عبدالوهاب، چي له یوې مشهوري او د اعتبار څښتني کورنۍ سره یې اړه درلوده. پلار یې قاضي وو او کورنۍ یې د دیني عالمانو د مجلسونو او غونډو مرکز وو او د شته منۍ له مخي بې نیازه وو؛ لومړی د دیني علومو او احادیثو زده کړي ته ملا وتړل او چي علم یې، د ده په اند، تر کماله ورساوه نو د خُرافاتو پر ضد او د توحید په دفاع کي په تبلیغ پیل وکړ. این جوزي، ابن تیمیه او نرو ځکه پرمختګ ونه کړ او ځکه یې غوښتني او تبلیغ تر ځایه ونه رسېدل چي له هغوی سره لښکر او توري ورسره نه وې. داسي ښکاري چي ابن عبدالوهاب دې ټکي ته متوجه سوی وو. هغه دا درک کړې وه چي د خلکو د سلهاوو او حتی زرونو کلونو پر خُرافي عقایدو باندي بری په تش لاس نه ترلاسه کیږي او حتماً به هغو کسانو له مقاومت سره چي د خُرافاتو په دوام کي ګټی لري مخامخ کیږي نو یې د عینیه د ښار، چي د محمدابن عبدالوهاب د زېږېدني ځای وو، له حاکم عثمان بن احمد بن معمر سره تماسونه ټینګ کړل. لومړی یې هغه پخپلو عقایدو قناعت ورکړ او هغه یې په دې قانع کړ چي عربانو او اکثریت مسلمانانو د اسلام دین پرې ایښی او شرک ته یې مخه کړه او وروسته یې ورته وویل چي که د ده سره ملګری سي نو د نجد د سیمي ټول واک به هغه ته وسپاري او پخپله به یوازي مذهبي تبلیغاتو او مذهبي اجرآتو ته مخه کړي. عثمان د ابن عبدالوهاب دا پېشنهاد، چي له هري خوا د هغه په ګټه وو، ردولای نه سو او له هغه سره یې د توحید په قایمولو او د شِرک په ورکولو کي د هر راز ملاتړ ژمنه وکړه.

ابن عبدالوهاب، تر هر څه مخکي، د العینیه په سیمه کي د هغو دریو ونو له منځه وړلو ته مخه کړه چي خلک، له نامعلومي مودې راهیسي، ورته معتقد ول او د خپلو غوښتنو د پوره کېدلو لپاره به یې په دې دریو ونو رنګارنګ شیان جوړول. هغه وني به یې خدای ته شفیع کولې او مرار به یې ورڅخه غوښت. ابن عدالوهاب تر هر څه مخکي دا درې وني ونړولې او له بېخه یې وایستلې. پر خلکو به یې ډېر بد اثر کړی وي خو ابن عبدالوهاب تر دې د لویو اقداماتو او مأمموریتونو نقشه درلوده. د هغه دغه عمل خلک په دې پوه کړل چي ابن عبدالوهاب لکه چي یوازي په جوماتونو او پر منبرونو او لارو کوڅو کي په تبلیغ نه بسیا کیږي بلکه بالآخره، د خپلو عقایدو د عملي کولو لپاره، له زور څخه کار اخلي.

دا خبره هغه وخت ښه ترا څرګنده سوه چي ابن عبدالوهاب د العینیه په سیمه کي د عمربن خطاب د ورور زید بن خطاب د قبر د ورانولو په باب خبري پیل کړې. دا قبر دوونه مقدس وو چي نه یوازي د العینیه خلکو هغه د سوونو کلونو راهیسي نذرونه راړول او ډېره زیاته مځکه او جایدادونه یې په تولیت کي وه بلکه د العینیه څخه له ډیرو لیري لیري ځایونو څخه خلک د هغه زیارت ته راتلل او شپې شپې به یې به غرونو، دښتونو او له خطر څخه ډکو سیمو کي سفرونه کول څو ځانووه د زید بن خطاب زیارت ته ورسوي.

د العینیه اوسېدونکو د ابن عبدالوهاب دا عمل نه سو زغملای او ابن عبدالوهاب هم پو هېدی چي دونه لوی کار په یوازي سر او د خپلو څو شاګردانو په زور نه سي کولای. نو له د العینیه له حاکم ابن معمر څخه یې د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه. ابن عبدالوهاب د ابن معمر له شپږ سوه عسکرو سره د زید بن خطاب زیارت ته ولاړ او لومړی کلنګ یې پخپله ور واچاوه. خلکو ولیدل چي د ابن معمر له شپږ سوه وسله والو عسکرو سره د هیڅ چا زور نه رسیږي نو قسمت ته تسلیم سول او په زړونو کي که هر څونه خواشیني ول له عسکرو سره یې هیڅ ډول مقاومت ونه کړ. د ابن عبدالوهاب د دې وروستي عمل آوازه، چي د خلکو یې په اورېدلو له ویري ورېښته پر بدن شخ درېدل، او فکر یې کاوه چي له اسمان څخه به ډبري را واوري، ډېر ژر تر نیژدې او لیري سیمو پوري ورسېدل او خلک ایله پوه سول چي نه یوازي د ابن عبدالوهاب له هغو تبلیغاتو او خطبو سره مخامخ دي چي د دوی د پلرونو او نیکونو د عقایدو مخالفي دي بلکه په آینده کي به د هغه د پوځي قوت سره، چي ښايی ورځ په ورځ نور هم زور واخلي، مخامخ سي. البته وهابي تحریک، د خپل ټول نظامي زور، بریالیو جنګونو او پوځي قوت، چي په وروسته کي انګرېزانو د خپلو شیطاني هګیو د اچولو لپاره مالي او پوځی مرستي هم ور پیل کړې، د سعودي عربستان تر قلمرو دباندي ونه ووت او حتی، په نیژدې ګاونډ کي یې، په کویټ کي د شیعه مذهب، چي د وهابیانو په نظر، تر ټولو سخت دښمن وو، له نفوذ او قدرت څخه راونه ګرځولای سوای. د دې علت داوو چي وهابیانو د خُرافاتو پرضد، چي له اسلام څخه مخکي یې هم اوږده سابقه درلوده خو له اسلام څخه وروسته یې لاهم ژوري ریښې ځغلولي وې، مبارزه او جنګ پیل کړی وو چي د تبلیغ له لاري خو به یې یو څه امکان درلود خو د توري په زور یې نه پخوا امکان موجود وو او نه به وروسته امکان ولري.

خُرافات:

خرافات د افکارو، اوهامو او معتقداتو مجموعه ده چي د بشر له منځته راتللو سره له هغه سره ملګري دي او چي کله بشر د فکر کولو توان پیدا کړی دی خُرافات هم ورسره زېږېدلي دي. په زرهاوو کلونو یې له بشر سره تېر کړي او له یوې سیمي تر بلي پوري ورسره کوچېدلي او انکشاف یې کړی دی. هر څومره چي په یوه ټولنه کي علم پرمختګ کوي په هغه اندازه خُرافات پرستي هم ورسره کمیږي او هر څومره چي یوه ټولنه وروسته پاته وي په هغه اندازه د خُرافاتو بازار هم تود وي. له خُرافاتو سزه مبارزه ښايی یو له تر ټولو مشکلو کارونو څخه وي؛ ځکه چي کله کله خُرافي عقایدو په یوه ټولنه کي سل ګونه کلونه تېر کړي او د خلکو د فکرکولو او کلتور یوه برخه ګرځېدلي وي.

محمدبن عبدالوهاب خپله مبارزه یا د اصلاحاتو تحریک یا د ده په قول د توحید حرکت د خُرافاتو پر ضد له مبارزې څخه پیل کړ. دا چي په وروسته کي یې څه شکلونه واخیستل هغه د ابن عبدالوهاب له لومړیو اقداماتو او شعارونو سره ډېر توپیر درلود.

همدا اوس، له تونس څخه تر اندونیزیا پوري، په سلو کي ۸۰ لا ښايی زیات مسلمانان هغه خُرافي عقاید لري. زیارتونو، پیرانو، تعویذونو، کوډو او جادو، فال، پیش ګويي، دم، دعا، نظر، پیریان، شاپېری او… ته داسي عقیده لري چي حتی د خپل ملا په قول هم نه کوي؛ علت یې دادی چي دا خُرافي عقاید له مُلا څخه مخکي پکښی موجود ول او په هره سیمه کي یې سل ګونه او حتی زرګونه کلونه عمر درلودلی دی. څوک چي یو ځل یوه شي ته معتقد سي او بیا هغه خپله عقیده راتلونکو نسلونو ته ور انتقال کړي بیا که هغه عقیده او عمل هر څومره له عقل سره نه جوړیږي د خلکو ذهنیت د هغي عقیدې او عمل په خلاف د چا په خبره او استدلال، که هرڅومره معقول هم وي نه قانع کیږي.

د مثال په ډول: د افغانستان د بلخ په ولایت کي د مزار شریف په ښار کي د حضرت علي زیارت چي په شاه اولیاء، سخي جان، شاه مردان او… باندي مشهور دی او هر کال په زرګونو افغانان له ډیرو لیري ځایونو څخه ورته راځی او د هغه جنډۍ پورته کوي. کله کله خو لا ړانده پکښی بینا کیږي، شلان پکښی جوړیږي او…

دې ساده منطق ته، چي زیات فکر کولو ته هم ضرورت نه لري، هیڅ څوک غوږ نه نیسي چي حضرت علی خو د عراق د کوفې په ښار کي شهید کړه سو. هغه په کوفه کي د امام حسن په څېر زوی درلود، چي سمدستي یې ځان خلیفه اعلان کړ او شپږمیاشتي خلیفه وو. هغه د حسین، محمد بن حنفیه، عباس، عبدالله او… په څېر زامن درلودل. هغوی څرنګه د علي جنازه پرېښودله چي پر اوښ باندي واخیستله سي او پر نامعلوم لوري روانه سي. له کوفې څخه تر مزار شریف پوري، د هغه وخت د اوښ په مزل، لږترلږه یوه میاشت فاصله وه. دا جنازه څرنګه راغله، د هغه مړی چا ښخ کړ او سوونه کلونه وروسته، چي د قبر به یې حتماً نښانه هم پاته نه وه څرنګه چا کشف کړ. که څه هم چي دا وروستي سوالونه ښايي بېځایه وي. موږ بیرته هغه لومړنی سوال کوو چي د علي دومره پراخي کورنی او د هغه ځوانانو زامنو د خپل پلار جنازه څرنګه پر اوښ باندي سپره او پر نامعلومي خوا رهی کړه مطلب یې څه وو؟ او آیا دا عمل په سلو کي یو هم امکان لري؟ مګر هغه به څوک وي چي په دومره ساده او روښانه منطق باندي په ټول افغانستان کي پنځه تنه عوام قانع کړي؟

د افغانستان په ځینوځایونو کي په ډبره کي یو غاروي او خلک وايی دا د علي د آس د پله نخښه ده. په بامیان کي په یوه ډبره کي یو غار دی او خلک یې « قدم دلدل» بولي. وايی چي د علی د آس نوم دلدل وو. نه یوازي یې خلک متبرک بولي بلکه زیارت یې ورباندي جوړ کړی دی. داچي علي له عربستان او عراق څخه پرته بل هیڅ ځای ته تللی نه دی او افغانستان یې په سترګو نه وو لیدلی دا خبره خو عوام نه سي منلای. خو دوی دونه فکر نه کوي چي د علي آس خو څلور پښې درلودلې د هغو د نورو پښو نښانې یې څه سوې او د علي آس خو به دلته په لس ګونو زره ګامونه اخیستي وي دا ولي یوازي د یوې پښې نخښه پاته ده. دا خبري عوام ځکه نه سي منلای چي هغوی ته دا کیسه د پلرونو او نیکونو څخه ورپاته ده.

وايي شمس تبرېز د پاچا زوی، چي پاچا یې له غمه لېونتوب ته نیژدې وو، ورته را ژوندی کړ. عوام په دې نه پوهیږي او د چا استدلال ته هم غوږ نه نیسي او یا یې د غوږ نیولو توان نه لري چي دا خبره او ادعا خو د حق متعال له ارادې سره مخالفه ده. د یوه انسان چي اجل رسېدلی وي هغه یو ګړی نه سي ځنډول کېدلای نو چي خدای یې وخت پوره کړی او وژلی یې وي هغه به څرنګه څوک ژوندی کړي؟ عوام دې منطق ته غوږ نه سي نیولای؛ ځکه چي له کلونو راهیسي دا کسیه ورته سوې ده. نسل پر نسل پاته سوې ده او شاعرانو سندري ورباندي جوړي کړي او په محفلونو کي اورول سوي دي. د عوامو وروستی خبره دا ده چي د خدای نازولي دوستان هر کار کولای سي.

اخوند دروېزه، چي په شپاړسمه او د اووه لسمي پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کي د صوات او شاوخوا پښتنو تر ټولو لوی عالم او مُلا تېر سوی او لږترلږه درې کتابونه یې راپاته دي. او تر اوسه پوري د سیمی پښتانه د یوه لوی عالم په سترګه ورته ګوري یو ځای لیکي چي علي یو هلک د کُفر ویلو په ګناه څو ځله مړ کړ او بیرته به یې ژوندی کړ. خو بالاخره یې د هغه هلک مور ته وسپاره ځکه چي هغې خپل زوی په امانت ورته سپارلی وو. تذکرة الابرار و الاشرار ص ۲۰۵

د اخوند دروېزه دغه لیکنه پخپله د قرآن شریف له څرګندو آیتونو څخه یا بېخبري او یا په لوی لاس تېری دی. خکه چي مرګ او ژوند یوازي او یوازي د حق متعال په ارارده کي دی. بنده به څوک وي چي یو هلک څو ځله مړ کړي او بیرته روح ورکړي.

البته اخوند دروېزه، د دغه ډول سل ګونو خُرافي او غیر ممکنو کیسو د راوړلو تر څنګ، چي ټول عوام باور په کوي، پخپله د اسلام په تاریخ کي دومره بېسواده وو چي په یوه ځای لیکي یوه ورځ دوړي سوې او دونه ګرد او غبار پورته سو چي اصحابو فکر وکړ چي د کفارو لښکر راغی او ټولو تورو او وسلو ته لاس کړ. پیغمبرص ورته وویل چي مه وارخطا کیږی. دا د کوم دښمن لښکري نه دي بلکه فرشتې د معاویه زیارت ته راغلي دي. او دا دوړي او ګرد وغبار هغوی جوړ کړی دی. ارشادالطالبین ص ۱۶۳

اخوند دروېزه په دې نه وو خبر چي معاویه د حضرت رسول اکرم له وفات څخه ۴۸ کاله وروسته وفات سوی دی. کله چي د یوه قام لوی مُلا او عالم دومره خُرافي او ضمناً د اسلام په تاریخ کي دومره بېسواده وي هغه قام باید تر مذهب پر خُرافاتو ټینګ وي.

احمد کسروي، چي په ایران کي به د هغه په څېر زړه ور لیکوال چنداني نه وي تېر سوی، او بالاخره د ایران ملایانو، د هغه د سپینو خبرو په ګناه ، په عامه محکمه کي په چړو ټوکر ټوکر کړ، د صوفیانو، بهاییانو او شیعه ګانو د خرافاتو په باره کي جلا جلا کتابونه لیکلي دي او د ټولو پر خُرافاتو باندي ږغېدلی دی. یو ځای لیکي:

« د علي دروازې ته د عمر ورتلل او د دروازې او دېوال ترمنځ د فاطمې بندول او پر هغې باندي فشار راوستل او د هغې په نس کي د زوی وژل چي محسن نومېدی، له سره تر پایه دروغ دي. وايی د پیغمبرص لور خپل زوی چي محسن نومېدی سقط کړ. هیڅ حوک دا پوښتنه نه کوي چي اې بېعقلانو هلک چي زېږېدلی نه وي نامه ته یې څه ضرورت درلود؟ څوک خبر ول چي هغه به زوی وي او که لور چي د محسن نوم ورباندي کښېښودل سي؟» شیعه ګري ص ۴۷

« د شیعه ګانو په کتابونو کي د هغه جهان په باره کي ډيری خبري راغلي دي. دوی له په دې جهان قانع سوي نه دي چي د هغه جهان په باب یې لاپو شاپو ته ملا تړلې ده. دوی وايی د قیامت په ورځ به خدای تعالی قضا ته کښېني. د هغه او دغه لوري به پیغمبران راسي او په صفونو به ودریږي. علی به د الحمد له بیرغ راسي او بیرغ به یې له مشرقه تر مغربه پوري رسیږي او لوړوالی به یې د زرو کالو د لاري په اندازه وي. امامان به د خپلو شیعه ګانو منځ ته ورسي او د هغوی د ګناهونو شفاعت به وکړي. د دوی ټول ګناهونه به سنیانو ته ورکړي او د سنیانو ثوابونه به شیعه ګانو ته وبخښي. سنیان به ټول دوږخ او شیعه ګان به جنت ته روان کړي. علی به د کوثر پر حوض باندي ولاړ وي او پرته له شیعه ګانو څخه به بل هیڅ چاته اوبه نه ورکوي. د سنیانو زړونه به په هغه سوځونکې ګرمي کباب سي او د کوثر د اوبو خوند به ونه ګوري. دا لاپي شاپي یې دونه کړي دي چي یو بشپړ کتاب ورڅخه جوړیږي» کسروي، شیعه ګری ص ۴۴

« هر څوک چي په کربلا کي د حسین زیارت وکړي لکه په عرش کي چي یې د خدای زیارت کړی وي. دا د امامت زوردی چي مځکه او اسمان پر ځای ولاړ دي. او دا د امامت برکت دی چي خلکو ته رزق او روزي رسیږي. هرڅوک چي وژاړي او بل څوک وژړوي جنت یې تضمین دی. اوس باید له دوی څخه پوښتنه وسي چي ژړا، وژل سویو کسانو ته څه ګټه لري چي خدای خپلو بنده ګانو ته دومره لوی انعام ورکوي؟ آيا دغه راز لاپي کول د خدای له مقام سره ښايي؟

هر څوک چي زیارت ته ولاړ سي د هغه ټول ګناهونه بخښل کیږي. سړی باید پوښتنه وکړي چي دین ته څه حاجت دی؟ هغه د ښو او بدو او حرام او حلال خبري څه سوې؟ که د سړي ګناهونه زیارت ته په تللو او ژړېدلو بخښل کیږي او جنت یې تضمینیږي نو بیا به څوک له ګناه څخه مخ اړوي؟ ولی به د ښو او بدو او حلال او حرام خیال ساتي؟» هغه کتاب ص ص ۵۶-۵۷

عوام تر مذهب او عقیدې خُرافاتو او له نیکونو څخه ورپاته خُرافي کیسو ته زیاته او ټینګه عقیده لري؛ ځکه چي هر څوک د خپل ځان د پوهولو لپاره ځکه مذهبي کتابونه لوستلای نه سي چي اکثریت یې د سواد له نعمته مرحوم وي؛ او څوک چي یې د لوستلو توان او صلاحیت لري هغوی د ژوندون د کاروبار او نورو مصروفیتونو له امله د مذهبي کتابونو لوستلو ته فرصت نه لری او که فرصت پیدا هم کړي مذهبي کتابونه ټول پر یوه لار او یوه عقیده لیکل سوي نه دي. هغه څوک چي مذهبي کتابونه لولي په دې به څه پوه سی چي کوم کتابونه پر حق او کوم پر ناحقه او یا لږترلږه مشکوک دي.

که په اسلامي نړۍ کي، له محدود تعلیم یافته او منور قشر څخه را تېر سو نو له ټونس څخه تر اندونیزیا پوري په سوو میلیونه مسلمانان داسي خُرافاتو ته عقیده لري چي د عقل سره هیڅ سر نه خوري. هغوی چي، پلرونو او نیکونو یې، له سوونو کلونو راهیسي، د قلندرانو پر زیارتونو باندي طوافونه کړي وي؛ هغوی چي څه باندي دیارلس سوه کاله د حسین د فاتحې پر کمبله ناست دي او هر کال د هغه په یاد او ویر کي ځانونه په شلاقو او حتی چړو وهي. هغوی چي د حق متعال کلام لوستی نه دی او د ټولو اطلاعاتو او هدایاتو منبع یې د کلي د بېسواده ملا او یا خپل بېخبره سپین ږیري ګاونډي خبري دي څرنګه د توري په زور وهابي عقایدو ته معتقد کړو.

دا به څوک معلوموي چي د وهابیانو لاره د اسلام په ۷۳ فرقو کي هغه لاره ده چي پیروان به یې حتماً جنت ته ځي. ځکه چي حضرت پیغمبرص ویلي وه چي هغه لاره چي پیروان به یې حتماً جنت ته ځی د اکثریت لاره ده او وهابیان له ظهور څخه تر اوس پوري په مطلق اقلیت کي دي.

پاته لري

(اتمه برخه)

محمدبن عبدالوهاب او سعودیان:

د ابن عبدالوهاب کارونه تر یو څه وخت پوري، د ده له غوښتني سره سم، پر مخ روان ول او د عینیه د حکمران عثمان بن احمد بشپړ ملاتړ ورسره وو. د محمدبن عبدالوهاب د وروستیو اقداماتو څخه شکایتونه د احساء او قطیف د حکمران سلیمان بن محمد بن عزیز حمیدی تر غوږه ورسېدل. د احساء حکمران، چي په شاوخوا کي یې تر نورو قبیلوي مشرانو او حکمرانانو ډېر زیات قوت درلود، د عینیه حکمران عثمان ته اطلاع ورکړه چي یا به محمدبن عبدالوهاب وژني او یا به یې له خپلي سیمي څخه شړي او که نه وي نو د هغه د ټولو مځکو مالیات به ورباندي بند او ورڅخه واخلي. د عینیه حکمران څو ورځي ځنډ وکړ مګر کله چي دوهم خبرداری ورته ورسېدی نو له ابن عبدالوهاب څخه یې وغوښتل چي د احساء له حکمران له د مقابلې توان نه لري او نور د ده ساتنه نه سي کولای. ابن عبدالوهاب ورڅخه وغوښتل چي د خپلو مالونو د اخیستلو اجازه ورکړي او څو تنه سپاره د لاري د امنیت په خاطر ورسره کړي. عثمان هم ورسره ومنله او ابن عبدالوهاب د هغه له قلمرو څخه درعیه ته ولاړ.

د درعیه د حکمران محمدبن سعود، چي د عُنیزه په نوم لويی او غښتلي قبیلې سره یې تعلق درلود، د کورنۍ له غړو سره یې تماسونه ټینګ کړل او ویل کیږي چي د محمدبن سعود د مېرمني له لاري یې هغه ته د ملګرتوب بلنه ورکړه. د درعیه حکمران هم د د ه دعوت قبول کړ او له لومړۍ ورځي یې ژمنه سره وکړه چي سیاست او قدرت به د ابن سعود په کورنۍ کي میراثي وي او مذهبي چاري به د ابن عبدالوهاب کورنۍ ته سپارلي کیږي. دا ژمنه تر نن ورځي پوري عملي سوې ده. محمدبن عبدالوهاب په تقریباً یوه کال کي د درعیه د ټولو خلکو ملاتړ تر لاسه کړ. هلته یې یو جومات جوړ کړ او خلکو ته یې وویل چي که څوک د جماعت لمانځه ته حاضر نه سي هغه ته به سزا ورکړه سي.

محمدبن عبدالوهاب د محمدبن سعود په مرسته د احساء له حکمران سره څو جنګونه وکړل او بالاخره یې د نجد زیادتره سیمه ونیوله او آل سعود ته یې تسلیم کړه.

دا نوې فرقه ډېر ژر د ریاض له شیخ دهم بن دواس سره مخامخ سوه، چي د ۲۸ کالو راهیسي یې پر هغه سیمه باندي حکومت کړی وو. ابن سعود او د هغه زوی، چي په وروسته کی یې ډېر بریالي پوځي عملیات وکړل، په پرله پسې حملو کي، چی ځیني یې بریالۍ او ځیني یې ناکامي وې، بالاخره ریاض ونیوی.

ابن سعود په ۱۷۶۵ کال کي وفات سو او پرځای باندي یې عبدالعزیز بن سعود وټاکل سو. محمدبن عبدالوهاب بیا هم د وهابیانو د قلمرو د شیخ په حیث پاته سو. عبدالعزیز ډېر ژر مکې ته یو هیات واستاوه او د مکې له شریف السرور سره یې مذاکرات پیل کړ. د مکې شریف په لومړي سر کي له هیات سره ښه سلوک وکړ؛ او خپلو علماوو ته یې وظیفه ورکړه چي د محمدبن عبدالوهاب دعوت له حنبلي مذهب سره مقایسه کړي. خو په وروسته کي د شریف او د عبدالعزیز تر منځ، چي حتماً یې باید سیاسي ریښه درلودلې وي؛ او شریف پر خپل قدرت بېرېدلی وي، اختلافات راغلل چي په وروسته کي همدغو اختلافاتو د غربیانو په تېره بیا انګرېزانو د مداخلو او جاسوسیو لپاره لاره هواره کړه.

ضمناً محمدبن عبدالوهاب په ۱۷۷۳ کي له کاره ګوښه سو او د هغه څلورو زامنو، حسین، عبدالله، علی او ابراهیم، چي ټولو د خپل پلار په څېر ځانونه رسولي ول، د مذهبي چارو رهبري پر غاړه واخیسته. محمد بن عبدالوهاب تقریباً شل کاله وروسته په ۱۷۹۲کال کي د ۸۹ کالو په عمر وفات سو.

په هغه وخت کي د عربو سیمي او هیوادونه له مصر څخه تر بغداد پوري ټول د عثماني ترکیې تر کنټرول لاندي وه. د بغداد پاشا عثماني ترکیې ته خبر ورکړ چي وهابیانو ټولي سیمی ته خطر متوجه کړی او هیڅ سیمه په امان کي نه ده. عثماني ترکیې هغه ته هدایت وکړ چي له وهابیانو سره مخامخ جګړه وکړي. د بغداد پاشا په خپل ټول قوت له وهابیانو سر ه جنګ ته حاضر سو مګر چنداني سوبه یې ونه کړه او له وهابیانو سره د تړون لاسلیک کولو ته مجبور سو.

د مکې نوي شریف غالب هم د لویدیخ له لوري حملې پیل کړې مګر سوبه یې ونه کړه. مخکي مو وویل چي وهابیانو په ۱۸۰۲ کال کي پر کربلا باندي حمله وکړه او په دې توګه هغه تړون مات او بې نتیجې سو چي مخکي د عراق له پاشا سره لاسلیک سوی وو.

د عبدالعزیزو قواوو په ۱۸۰۳ کال کي پر مکه باندي حمله وکړه او شریف غالب یې تېښتي ته مجبور کړ. وهابیانو د مکې په ښار کي ټول هغه زیارتونه او هغه شیان چي د دوی په عقیده د شرک نښي وې وران کړل او هغه کسان یې اعدام کړل چي د دوی په عقیده یې د غیر اسلامي شیانو پالنه کوله. د همدغه کال د نومبر په میاشت کي عبدالعزیز د یوه شیعه له لوري، چي ویل یې د وهابي عقایدو پیروي کوي، ووژل سو. د ده پر ځای باندي یې زوی سعود قدرت ته ورسېدی. سعود تر ۱۸۰۶ کال پوري مکه، مدینه او جِده ټول یو په بل پسې ونیول. د وهابیانو وروستي پوځي عملیات ټول بریالي ول او د عثماني دولت سره یې اندېښنه پیدا کړه. عثماني دولت د مصر والي محمدعلي پاشاته اجازه ورکړه چي د دې ستونزي چاره وکړي. محمدعلي پخپله د قواوو رهبري پرغاړه واخیسته او په ۱۸۱۳ کال کي یې پر وهابي قواوو باندي حمله وکړه مګر د عبدالعزیز په مقابل کي یې ماته وکړه او دا لښکرکښي ګواکي بې نتیجې ختمه سوه. د ۱۸۲۴ کال د مې په میاشت کي عبدالعزیز بن سعود یو ناڅاپه وفات سو او دا ځکه د وهابي حکومت لپاره یوه مهلکه ضربه وه چي د هغه زوی او ولیعهد عبدالله د خپل پلار په څېر نه غښتلی جنرال او نه ښه سیاستمدار وو.

محمدعلي دا ځل په ۱۸۱۶ کي پر وهابي قواوو باندي بله حمله وکړه او په ۱۸۱۸ کال کي یې قواوي د وهابي حکومت مرکز درعیه ته ورسېدلې او د هماغه کال په سپتمبر کي یې درعیه ونیوله. عبدالله بن عبدالعزیز تسلیم سو. د محمدعلي پاشا جنرال ابراهیم پاشا هغه استانبول ته واستاوه او عثماني حکومت اعدام کړ. په دې توګه، د یو څه وخت لپاره، حکومت د آل سعود د کورنۍ له لاسه ووت.

د ۱۸۱۶ څخه تر۱۹۰۱ پوري د حجاز قدرت د رشید د کورنۍ په لاس کي وو او د سعود کورنۍ د کویټ شیخ ته پناه وړې وه. په دغه کال عبدالعزیز بن عبدالرحمن بن سعود، د ډیرو لږو قواوو سره، پر ریاض باندي یوه ناڅاپي حمله وکړه او ښار یې ونیوی. تر ۱۹۲۱ پوري یې د رشید د کورنۍ ټول مستملکات ونیول او د ۱۹۲۱ کال د نومبر په میاشت کي یې د رشید د کورنۍ مرکز الحایل ښار ونیوی او د رشید د کورنۍ حاکمیت ته یې رسماً خاتمه ورکړه. په ۱۹۲۴ کي یې مکه ونیوله. د ډسمبر په میاشت کي یې مدینه ونیوله او په ۱۹۲۵ کي یې جده واخیسته. په دې توګه د سعود کورنۍ تر ۱۹۲۵ کال پوري ټول حجاز تر کنټرول لاندي کړ. Shorter Encyclopedia of Islam, Wahabia

له وروستیو پیښو څخه مخکي حوادث:

له وروستیو حوادثو څخه مخکي، په عربی نړۍ او نړی واله سطح یو لړ جدی تحولات راغلي وه چي باید یو ځغلند نظر ورته وکړو. د دغو پرله پسې تحولاتو او په لومړی نړی واله جګړه کي د عثماني امپراطوری د قطعي ماتي په نتیجه کي عثمانی حکومت دونه کمزوری سو چي د متحدینو هر ډول شرایطو منلو ته یې غاړه ایښودله. د جنګ له پیل کېدلو څخه مخکي هم، د عثماني سلطنت پخوانی زور پاته سوی نه وو او د ۱۹۰۸ کال د جولای پر دریمه د ځوانو ترکانو انقلاب د هغه هیواد امپراطور سلطان عبدالحمید مجبور کړی وو چي اساسي قانون ومني او پارلمان را وبولي. په ترکیه کي دا وروستي انقلاب په عربي هیوادونو کي، چي له څو سوو کلونو راهیسی د ترکیې تر لاس لاندي ول، د ملي شعور د ویښېدلو سبب سو.

په ۱۹۱۳ کال کي د عربي سیمو منورینو او سیاستمدارانوپه پاریس کي د عربو د لومړني کانګریس په نامه یوه غونډه وکړه او یوه سلسله غوښتني یې مطرح کړې. د خپلو سیمو لپاره یې، د عثماني امپراطوری په دننه کي، زیاته خودمختاري وغوښته او په خپلو هیوادونو کي یې د عربي ژبي تدریس او تعلیم او تربیې غوښتنه وکړه. دغه راز یې وغوښتل چي عربان عسکر باید د سولي په وختونو کي په عربي هیوادونو کي خپل عکسري خدمت وکړي او یوازي د جنګونو په وخت کي بهر ته ولېږل سي. او د عثماني امپراطوری په کابینه کي لږترلږه درې تنه عرب وزیران شامل وي.

لږ وروسته لومړی نړۍ وال جنګ پیل سو او عثماني ترکیې د جرمني په ګټه په جنګ کی برخه واخیستله. هغو عربانو چي له ډیري مودې یې د ترکیې تر استبداد لاندي ژوند کړی وو د یوه لوی تحول راوستلو لپاره زمینه برابره ولیده او د یوه پاڅون لپاره یې تیاری پیل کړ. د مکې د شریف، حسین بن علي مشر زوی عبدالله په مصر کي د برټانیې د جنرال کونسل هربرټ کیچنر Herbert Kitchenerسره اړیکي ټینګ کړل.

د مکې د شریف مقام، چي د یوه عمومي ناظم حیثیت یې درلود، د عباسیانو د خلافت له اوږدې دورې څخه بیا د مصر د ایوبیانو او مملوکو سلطانانو څخه نیولې تر عثماني امپراطوری پوري، د حسین بن علي په کورنۍ کي میراثي وو. حسین بن علي په ۳۷ مه سلسله ځان پیغمبرص ته رسوي. کیچنر عبدالله ته لیکلي وه چي که حجاز په دغه جنګ کي د برټانیې ملاتړ وکړي نو برټانیه به د حجاز خپلواکي تضمین کړي او د ټولو خارجي قوتونو، په تېره بیا ترکیې، په مقابل کي به یې دفاع وکړي. حسین وویل چي حجاز سمدستي خپل اړیکي له عثماني دولت سره نه سي شلولای.

یو کال وروسته، د ۱۹۱۵ کال د جولای څخه د ۱۹۱۶ کال تر مارچ پوري، د یوه کال په موده کي د حسین او په مصر کي د برټانیې د عالي کمیشنر Sir Henry McMahon مک موهن ترمنځ لس مکتوبونه، یعني له هري خوا پنځه مکتوبونه سره تبادله سول. حسین د ۱۹۱۶ کال د فبروري په میاشت کي له مک مهون څخه وغوښتل چي برټانیه دي حجاز ته ۵۰۰۰ زره پونده، وسلې، مهمات او خوراکي مواد برابر کړي. حسین ادعا کړې وه چي په لږ وخت کي به ۱۰۰ زره تنه لښکر برابر کړي. مک مهون د ده ټولي غوښتني ورسره ومنلې.

حسین ۵۰ زره لښکردرلود خو تر ۱۰ زره لږ توپکونه ورسره وه. د ۱۹۱۶ کال د جون پر پنځمه د حسین دوو زامنو علي او فیصل پاڅون پیل کړ او په مدینه کي یې د عثماني ترکیې پر عسکري قشلې باندي حمله وکړه. حسین خپلو عسکرو ته امر وکړ چي په مکه کي هم د عثمانیانو پر قشلې باندي یرغل وکړي. څرنګه چي عثمانیانو د حجاز د عسکرو په مقابل کي له توپخانې څخه کار واخیست نو د مکې ښار او پخپله د کعبې حرم ته یې تاوانونه واړول او د حجاز لپاره یې د عثمانیانو پر ضد، چي په جنګ کي یې د مقدس حریم بې احترامي کړې او اور یې ورباندي بل کړی وو، د تبلیغ زمینه برابره کړه. برټانیې په دغه وخت کي د خپلو جاسوسانو یوه لویه ډله، چي په هغوی کي لارنس Thomas Edward Lawrence لارنس هم، د یوه ځوان افسر، په حیث شامل وو، حجاز ته واستوله. لارنس په تقریباً ټولو مهمو جنګونو کي مستقیمه برخه واخیستله او په ډیرو جنګونو کي یې بری په برخه سو. له همدغو جنګونو څخه د لارنس شهرت پیل کیږي او په ډېره ځواني کي یې دبرتانیې د حکومت له لوري القاب، مډالونه او عسکري ترفیعات ترلاسه کړل او تر اوسه د عربو په لارنس مشهور دی. لارنس نه یوازي یو تکړه او مسلکي جاسوس وو بلکه یو زړه ور عسکر او ضمناً یو تکړه او سترګه ور لیکوال وو. لارنس د عربو په سیمه کي د خپل ماموریت او پخپله د عربو په باره کي ډیري لیکني وکړې. د لارنس له یوه یادداشت څخه د اسلامي نړۍ په باره کي د ده او د لوېدیځي نړۍ نظر ښه څرګندیږي.

« که د ترکیې سلطان له منځه ولاړ سی، نو بیا به خلافت، د مسلمانانو په عمومي خوښي او توافق د پیغمبر په کورنۍ کي پاته سي، چي استازی یې د مکې شریف، حسین دی. د حسین فعالیتونه زموږ لپاره ځکه ګتور دي چی زموږ له اهدافو سره، چي مطلب مو د اسلامي بلاک ټوټه پارچه کول دي او د عثماني امپراطوری ماتول دي، سم روان دي. او هغه دولت چي حسین به یې وروسته جوړکړي زموږ لپاره دونه بې ضرره وي لکه اوس چي ترکیه ده. که د عربو هیوادونه زموږ له پلان سره سم وچلیږي نو دوی به داسي سیاسي ترکیب جوړ کړي چي او له داسي دولتونو څخه به جوړ وي چي تل به له یوه بل سره په جګړه لګیا وي او هیڅ ډول به په یوه اتفاق نه سي او البته بیا به هم د خارجي قوې په مقابل کي یوځای کېدلو ته تیار وي » Dreyfuss, Devil’s Game P 41

په همدغه وخت کي د نجد حکمران عبدالعزیز بن سعود هم د عثماني ترکیې په مقابل کي، چي له لویه سره یې دښمني ورسره وه، پاڅون پیل کړ. البته ابن سعود هم د نجد څخه د دفاع او هم یې د حجاز د نیولو او د سعودي عربستان د متحد کولو خیال درلود او کله کله به یې پر حجاز باندي حملې هم کولې. برټانیې په دغه وخت کي له حجاز او نجد دواړو سره ځکه مرستي کولې چي دواړه د عثماني ترکیې پر ضد جنګېدل. دې کار نه یوازي ډیره لویه نظامي ګټه درلوده بلکه د سیاسي او مذهبي تبلیغ لپاره هم ګټه ورڅخه اخیستل کېدله. عثماني ترکانو د برټانیې او د متحدینو په مقابل کي جهاد اعلان کړی او حتی په هند کي یې د برټانیې پر ضد مسلمانان پارولي ول. مګر برټانیې د عربو د پاڅون په وسیله نړۍ ته ښودله چي عربان د دوی پرخوا دي او دا جنګ په هیڅ توګه د جهاد مفهوم نه لري.

د جنګ په جریان کي، د ۱۹۱۵ کال د نومبر څخه د ۱۹۱۶ کال د مې تر میاشتي پوري، د څلورو هیوادونو برتانیې، فرانسې، روسیې او ایټالیې خارجه وزیرانو پټي غونډي وکړې څو د جنګ له ختمېدلو او د عثماني ترکیې تر ماتېدلو وروسته دا امپراطوري سره ووېشي. دا موافقتنامه د برټانیې د خارجه وزیر سایکس او د فرانسې د خارجه وزیر پیکوټ په نوم یا د سایسکس پيکوټ تړون وبلل سو. څرنګه چي د برټانیې قوت تر نورو زیات وو نو لویه برخه هغه هیواد ته ورسېده:

۱: له بغداد څخه، د کویټ په شمول، د فارس د خلیج تر ساحل پوري سیمه به د برټانیې تر مستقیم کنترول لاندي وي.

۲: اوسنی شمالي عراق، اوردون، د نیګیو صحرا تر سینا پوري به د برټانیې د نفوذ سیمه وي.

۳: هغه ساحلي سیمه چي له جنوبي لبنان څخه د شمال پلو ته د میرسین، اسکندرون او ادانه پوري غځېدلې ده او مستقیماً اناتولیه ته رسیږي. دا به د فرانسې تر مستقیم کنټرول لاندي وي.

۴: څلورمه برخه، چي د سوریې صحرا په بر کي نیسي، د فرانسې د نفوذ سیمه وي.

۵: پنځمه برخه، چي په هغه کي د عثماني امپراطوری بیت المقدس او سنجک شامل دي، چي د تاریخي فلسطین شمالي برخه وه. دا به د خپل مذهبي اهمیت له مخي بین المللي سیمه وي. خو برټانیې ته به د اکرا او حیفا کنټرول ورکول کیږي.

په موافقتنامه کي د روسیې په برخه کي راغلي وه چي د روسیې تزار به پخپله په استنابول کي برخه ولري. د باسفورس د آبنا په ګاونډ کي به مځکي ونیسي او د اناتولیې په ختیځ کي به د روسیې له سرحد سره څلور ولایتونه واخلي. یونان ته د ترکیې د غربي سواحلو کنټرول ورکړه سوی وو. او ایټالیې ته د ترکیې د جنوب لوېدیځ سیمي کنټرول وررسېدلی وو.

کله چي د روسیې د تزار دوهم نیکولاس حکومت، د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر د انقلاب په نتیجه کي، نسکور سو نو بلشویکانو د دغي موافقتنامې نقل په ارشیف کي پیدا کړ. د لینین ملګري لیون تروټسکي د موافقې متن د روسیې د ایزویستیا په ورځپاڼه کي خپور کړ او دایې وښودله چي لویو قدرتونو څرنګه، د جنګ په نتیجه کي، ترکیه سره وېشلې وه.

لینین د سایکس پیکوټ تړون د استعماري غلو موافقه وبلله. د دې موافقې خپرېدلو د برټانیې او فرانسې سیاسي حیثیت ته سخته صدمه ورسوله.

د جنګ له ختمېدلو سره له حسین سره د برټانیې علاقه هم ځکه مخ پر کمېدلو سوه چي حسین د سایکس پیکوټ تړون ونه مانه او له انګرېزانو سره یې د هغوی پخوانۍ وعدې یادي کړې. څرنګه چي برټانیې له مخکي څخه هم د نجد له حکمران عبدالعزیز بن سعود سره اقتصادي او پوځي مرستي جاري ساتلي وې او ابن سعود د برټانیې له پالیسیو سره چنداني مخالفت نه وو ښودلی نو خپله توجه یې د هغه خواته واړوله. د مکې شریف، حسین ته یې چي یې په کال کي دوه میلیونه سترلینګ پونډه سبسیدي ورکوله په څو میاشتو کي یې ۳۰ زره ته ورسوله او بالاخره یې ورباندي بنده کړه. بده خو لا دا چي د برټانیې عالي کمیشنر حسین ته پېشهاد وکړ چي که د فلسطین په خاوره کي د اسراییلو د دولت جوړېدل ورسره ومني نو په عوض کي به ۵۰ زره سترلینګه پونډه ورکړي. حسین دا پېشنهاد خپل ځانته سپکاوی وباله او ورته ویې لیکل چي زه به څرنګه د فلسطین په خاوره کي د صهیونیستانو دولت د پیسو په بدل کي منم.

برتانیې هم خپلي ټولي مرستي ورباندي بندي کړې او د مکې حکمران یې پر سپین میدان پرېښود. عبدالعزیز بن سعود په لږ وخت کي د حجاز ټولي سیمي لاندي کړې او په ۱۹۲۴ کي یې مکه او په ۱۹۲۵ کي یې مدینه ونیوله. انګرېزانو عراق د حسین مشر زوی فیصل ته ورکړ. اوردون یې د هغه بل زوی عبدالله ته ورکړ او پخپله حسین یې مالټا ته تبعید کړ.

لارنس، چي ټول عمر به د حسین له زوی فیصل سره، لکه سیوری ملګری وو، یو وخت فیصل ته ویلي وه چي ټوله تکیه پر خپل قوت او اراده وکړي او، د خپل پلار په څېر، زموږ په وعدو ونه غولیږي. ما د خپل حکومت د پالیسی په خلاف، هغه ته د سایکس پیکوټ د تړون په باره کي معلومات ورکړي وه او هغه ته مي ویلي وه چي که عربان زما له نقشې سره سم عمل وکړي د هغوی په برخه کي به هیڅ ډول یو طرفه فیصله ونه سي. Lawrence, Seven Pillars of Wisdom, P 355

انګلیسیانو، چي د عربستان په خاوره کي یې دواړو رقیبو قدرتونو ته خپل مهم جواسیس لېږلي ول، غوښتل دواړو خواوو ته دا وښيي چي د هغوی له نقشو سره مخالفت او د هغوی د ګټو په مقابل کي حرکت د دواړو په تاوان دی. یو وخت چي د مکې شریف حسین او د هغه زامنو فیصل او عبدالله د ترکیې قواوو ته مځکه سور اور کړې وه پر حسین باندي د نغدو او طلایی پونډونو باران جوړ کړی وو او هر راز وسلې او مهمات یې ورکول. او په مقابل کي یې عبدالعزیز بن سعود ته په هغه اندازه توجه نه کوله او حتی یو وخت یې، په دې پلمه چي د هغه پوځي عملیات د حسین په قلمرو کي د لارنس عملیاتو او نقشو ته صدمه رسوي خپلي پوځي مرستي کمي کړې او نیژدې وو چي ابن سعود د خپلو رقیبانو په مقابل کي ماته وخوري. ابن سعود فیلبي ته وویل چي انګلیسیانو په داسي وخت کي پر ده باندي پوځي او مالي مرستي بندي کړې چي دی خپل هدف ته رسېدلو ته نیژدې سوی وو. دی به اوس خپل پوځیانو او په تېره بیا اخوان ته څه جواب وايی او څرنګه به هغوی ته په خپلو هغو پخوانیو دلایلو قناعت ورکوی چي نصارا اهل کتاب دي او له دوی سره د مشرکینو په ځپلو کي مرسته کوي. Philby, P 232

ابن سعود داسي څوک نه وو چي د ګټلي جګړې میدان دي خپلو رقیبانو ته خوشي کړي او سره له هغه چي د برټانیې له خوا یې د مرستو د مطلق بندېدلو پېش بیني کوله پر خپل مټ او زور باندي تکیه وکړه او بیا یې هم له شریف حسین څخه مځکي لاندي کولې. دا هغه وخت وو چي د برټانیې او حسین تر منځ اختلافات څرګند سوي وه او برټانیې ولیدل چي ابن سعود په زور کي دی او پرله پسې له حسین څخه مځکي لاندي کوي. بیرته یې خپله توجه د ابن سعود خواته واړوله او حسین یې تسلیمېدلو ته مجبور کړ.

په سعودي عربستان کي د ابن سعود د مطلقه قدرت دوران پیل سو. تر یو څه وخته پوري د ابن عبدالوهاب د کورنۍ او د آل سعود تر منځ د پخوا په څېر اړېکو دوام درلود. ټولي هغه چاری چي له مذهب او په اجتماعي امورو کي یې له دین سره ارتباط درلود د ابن عبدالوهاب کورنۍ اداره کولې او د دولتي امورو سره یې غرض نه درلود. خو کله چي دولت ورځ په ورځ په داخل کی ريښې ټینګولې او له بهرنیو هیوادونو، په تېره بیا غربي نړۍ سره، چي د دوی د قدرت د ټینګېدلو اساسی او لوی عامل وو، روابط پراخېدل؛ او د دې ترڅنګ د سعودي عربستان عایدات ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدلو سول په هغه اندازه د سعودي دولت د قدرت پله درنېدله او د ابن عبدالوهاب د کورنۍ، چي یوازي د مذهبي چارو اداره یې پر غاړه وه، د قدرت پله سپکېدله.

د هغه عمومي قانون په اساس چي وايي مطلقه قدرت د فساد عمده عامل دی؛ د سعودي عربستان په اداره کي هم ډېر ژر فساد پیل سو. آل سعود د سعودي عربستان له خاوري او عایداتو سره د شخصي او پلرني ملکیت په څېر سلوک پیل کړ. نه یوازي یې سلطنت او په هغه پوري مربوطي ادارې خپلي کړې بلکه وروسته یې د وزارتونو ترڅنګ نوري مهمي ادارې هم ځوانو او حتی ماشومو شهزاده ګانو ته ووېشلې ځکه چي د کورنۍ د شهزاده ګانو، چي پلرونو به یې هر یوه له څلورو او زیاتو مېرمنو څخه تر شلو زیات شهزاده ګان زېږولي ول، شمېر په لږ وخت کي تر زرو زیات سو.

شهزاده ګانو، چي د وهابیانو د لومړنیو تبلیغاتو په خلاف یې، په بهرنیو ملکونو برتانیه او امریکا کي تحصیلات کړي وه، د نویو غوښتنو سره، پر هیواد باندي هجوم راووړ. قصرونه او ویلاوي ی آبادي کړې؛ او د هغو منظمو تنخواوو او امتیازاتو ترڅنګ یې، چي له سعودي دولت څخه یې ترلاسه کول نورو عایداتي منابعو ته هم لاره پیدا کړه. نور نو وهابیان کونج ته سول او یوازي د محتسبینو وظایف او د قرآن شریف او وهابي کتابونو د چاپولو او خپرولو وظایف ورپاته سول.

د متحده ایالاتو، چي د شلمي پېړۍ له شپېتو لسیزي څخه د سعودي عربستان اصلي ملاتړی هیواد دی، د اطلاع په اساس، شهزاده ګانو د ۱۹۹۰ په لسیزه کي، د سعودي عربستان له کلنیو عایداتو په سلو کي ۵ له دربار څخه د خپلو امتیازي تنخواګانو له لاري تر لاسه کول. په سعودي عربستان کي د متحده ایالاتو سفارت رپوټ ورکړ چي پر دغه برسېره د واکمني کورنۍ مقتدرو شهزاده ګانو د تېلو د عایداتو تر ۱۰ فیصده زیات خپلو جېبونو ته اچول. شهزاده ګانو، چي د هیواد ټول حساس دولتي پوسټونه يې په کنټرول کي ول، د خارجي هیوادونو سره د راز راز قراردادونو له لاري ډېر زیات امتیازات ترلاسه کړل او تر منځ یې قصرونو جوړولو او مځکو د پراخولو رقابتونه پیل سول. لویو شهزاده ګانو شخصي مځکي غصب کړې او بیرته یې په لوړه بیه پر حکومت باندي وپلورلې او کوچنیو شهزاده ګانو خارجي کارکوونکو ته د کارونو د اجازه نامو د ورکولو له لاري خپل جېبونه ډکول.

له دې ناحیې څخه د سعودي عربستان د خلکو نا رضاییت دلته هلته څرګند سو خو د مطلقه او مستبد رژیم په مقابل کي به چا څه ویلي وای او څه به ووايي. وهابي علماوو دا ټول فساد لیدی او د خلکو شکایتونه یې تر غوږونو رسېدل مګر دوی ځکه څه نه ویل چي، د دوی په عقیده، په اسلام کي د بې اتفاقی سبب کېدی او اصلي خبره خو دا وه چي هغوی پخپله هم دولتي مقامونه د لودل او مستقیما یې د سعودي رژیم له ګټو څخه خپله برخه وړله. Commins, Islam in Saudi Arabia PP 32-33

دا هغه وهابي ملایان او علماء وه چي څه موده مخکي یې حتی د مصر او عثماني ترکیې اسلامي هیوادونه د کفارو ملکونه بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا بلل؛ او په موټرونو کي سپرېدل او له کفري صنایعو څخه استفاده کول یې حرام بلل. له مادي امتیازاتو سره، د عقایدو په شمول، هر څه بدلېدونکي وي.

پاته لري

(نهمه برخه)

اخوان:

د ابن سعود د کورنۍ قدرت د نجد له رېګونو او وچو دښتونو څخه پیل سو؛ او تر ډېره وخته پوري یې د قدرت مرکز همدغه د دښتونو اوسېدونکي عربان ول چي بدیون یا بدوي بلل کېدل. دې خلکو ټول عمر په سختیو کي تېر کړی او له ډیرو پخوانیو زمانو څخه، چي هیڅ چاته په یاد نه وه، په قبیلوي بدیو او له یوه بل سره په جنګونو او د کاروانونو په وهلو لګیا ول. دوی یوازي مالداري کول او ټول عمر یې د اوښانو او پسونو په ساتلو تېرېدی. د ابن سعود د کورنۍ اصلي جنګي قدرت له همدغو خلکو څخه وو.

عبدالعزیز بن سعود دې خواته خپله توجه زیاته کړه. نجد او بدوي عربانو ته یې خپل مبلغین ولېږل. د هغوی د کوډلو په عوض کي یې خټین کورونه ورته جوړ کړل او د کښت او کروندې لپاره یې مځکي ورکړې؛ د تجارت زمینه یې ورته برابره کړه او په اصطلاح یو څه یې متمدن کړل. وهابي ملایانو دې خلکو ته د بُت پرستانو او مشرکینو په سترګه کتل او فکر یې نه کاوه چي له هغوی څخه به د خپلو عقایدو په ترویج کي کار واخیستلای سي. خو وروسته ثابته سوه چي همدغه کوچي عربان ډېر زړه ور او د وهابي عقایدو د ترویج او زړو رواجونو، چي وهابیانو د شرک په سترګه ورته کتل، په له منځه وړلو کي ښه کار ورڅخه اخیستل کیږي. ابن سعود هغوی ته د وروڼو یا اخوان نوم ورکړ. دوی ته د هِجره په نوم خاص تشکیلات جوړ سول چي په یوه هِجره کي له لسو څخه در دوو سوو تنو پوري برخه درلوده. دې صحرایی عربانو چي کله د وهابي ملایانو تبلیغات واورېدل او د هغوی په منطق قانع سول بیا نو دومره توندروان ورڅخه جوړ سول چي پخپله وهابي حکومت هم ورپوري حیران وو. په خپلو عملیاتو کي یې له دومره سختی څخه کار اخیستی چي سعودي عسکرو به یوه فتح سوي ځای ته ځانونه ور رسولي نه وه چي دوی به لوی او واړه ټول قتل عام کړي وه. د اخوان تر ټولو خطرناک عمل د ۱۹۲۴ کال د جولای په میاشت کي هغه وخت څرګند سو چي د طایف واکمن له مقاومته پرته وتښتېدی او ښار اخوان ته پاته سو. اخوان د ښار ښځي، نارینه او ماشومان د مشرکینو په نوم تر تېغ تېر کړل. Commins, Islam in Saudi Arabia pp 32-33

اخوان په لومړي سرکي، هم د نویو مذهبي اصلاحاتو د پروګرام ښه پیروان او هم ډېر زړه ور عسکر ول او د ابن سعود کورنۍ ته یې، په فتوحاتو کي ډېره ګټه ورسوله؛ خو وروسته یې، د خپل غرني او کلیوالي طبیعت سره سم، د افراط لاره واخیستله. برق یې ځکه قطع کړ چي ویل یې دا له تېلو پرته رڼا کوي او د کفارو اختراع ده. هنیداري یې ماتي کړې ځکه چي ویل یې د انسان تصویر منعکسوي او له هغه تصویر سره یې توپیر نسته چي په شریعت کي ناروا دی. د عربو د عنعنوي چهلتار پر ځای باندي یې سپیني بګړۍ پرسر کړې او چهلتار یې بدعة وباله. برېتونه یې وخریل او ږیري یې اوږدې کړې. له حنبلي مذهبه پرته یې نور ټول سني مذهبونه بد او حتی مشرک وبلل.

که څه هم چي اخوان ته لېږل سویو مبلغینو هغوی له افراط څخه منع کول خو چنداني ګټه یې ونه رسوله. بالاخره ابن سعود ورته ولیکل چي له افراطي کارونو څخه لاس واخلی او په سني مذهبونو کي توپیر نسته که څه هم چي د سعودي عربستان مذهب حنبلي دی. مګر نه د وهابي ملایانو او نه د ابن سعود ابلاغیو چنداني ګټه وکړه او اخوان خپلو افراطي اعمالو ته دوام ورکړ.

اخوان خپلوځانونو ته د وحدانیت لښکر او د خدای د بنده ګانو وروڼه ویل. دوی د خپل مذهب لپاره په جګړه کي هر آن مرګ ته حاضر ول او دا یې د جنګ ناره وه« د جنت باد را الوتی دی. چیري یې چي د جنت ارمانونه به دي کول» کله چي به د برټانیې له قواوو سره مخامخ سول نو پر توپونو او ماشیندارانو به یې مخامخ ورځغستل او له مرګه هیڅ نه ډارېدل. هغه عربان چي دوی به ورباندي ورتلل له دوی څخه سخت بېرېدل ځکه دوی چي به مشرکین وبلل نو د هغوی لوی او واړه به یې ټول وژل.

د اخوان لښکرو د مکې د ښار له فتح کولو څخه وروسته ډېر زیات زیارتونه ونړول او په اسلامي نړۍ کي یې سخت عکس العمل را وپاراوه. کله چي ابن سعود د مکې او مدینې له فتح کولو څخه وروسته د حجاز له خلکو سره نرم سلوک وکړ نو اخوان ډېر ورباندي په غوسه وه ځکه چي دوی هغوی ته د مشرکینو په سترګه کتل او باید چي سخت سلوک ورسره سوی وای.

د ابن سعود او اخوان اختلافات بالاخره دې حد ته ورسېدل چي اخوان په ۱۹۲۶ کال کي خپل یو کانګریس راغونډ کړ او په هغه کی یې د حجاز پاچا ابن سعود ځکه محکوم کړ چي یو خو یې خپل زوی سعود مصر ته لېږلی ،وو چي د کفارو ملک وو. اخوان له سعودي عربستان څخه پرته ټول اسلامي ملکونه مشرکین بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا باله. دا چي ابن سعود په موټر کي سپریږي او له ټلفون او ټلګراف څخه کار اخلي داټول، د اخوان په عقیده، ناروا کارونه وه.

ابن سعود هم په ۱۹۲۷ کال کي د خپلو مهمو مشرانو یو کانګریس را وباله، چي د اخوان ځینو مشرانو برخه پکښی واخیستله خو ټول بلل سوي اخوان ورته رانه غلل. په دې کانګریس کي هم علماوو د ابن سعود د آرزو په خلاف چنداني د خوند ابلاغیه صادره نه کړه. علماوو د اخوان لپاره د امتیازاتو غوښتنه وکړه. د ابن سعود څخه یې په ټینګه وغوښتل چي، د اخوان د غوښتني سره سم، د حسا او الکتیف شیعه ګان په زور له شرک څخه را وګرځوي او د ټلګراف په برخه کي وویل چي دا یوه نوې اختراع ده او په کتابونو کي په دې باب څه نه دي ویل سوي.Encyclopedia of Islam, Ikhwan

د ابن سعود اود اخوان اختلاف هغه وخت جدي شکل واخیست چي اخوان له برتانیې سره مقابله پیل کړه او ابن سعود په دې پوهېدی چي له برتانیې سره یې مقابله په هیڅ توګه په وس پوره نه ه. ابن سعود کوښښ کاوه چي هیواد یې په بین المللي ټولنه کي وپېژندل سي خو په عراق او د اوردون په خاوره کي د اخوان حملو هغه ته بین المللی ستونزي پیداکولې. ابن سعود په یوه لوی جنجال کی ولوېدی. دا چي اخوان له برتانیې سره جهاد کاوه، د وهابي عقیدې په اساس هغوی پر حق ول او ده یې باید ملاتړ کړی وای. مګر دا چي له برتانیې سره یې په هیڅ توګه زور برابر نه وو او باید چي له هغه قوت سره یې له جنګ کولو څخه ځان ژغورلی وای دا یو واقعیت وو چي سترګی نه سوای ورباندي پټېدلای. د اخوان د عقیدې په اساس، د اسلام په قلمرو کي سرحد معنا نه درلوده بلکه دا د استعماري قوتونو کرښي وې چي باید له منځه وړلی سوي وای. خو واقعیت بل ډول حکم کاوه. کله چي اخوان پر عراق باندي حملې پیل کړې او ابن سعود مجبور سو چي هغوی کنټرول کړي نو اخوان ته یې وویل چي دی پاچا دی او د جهاد د اعلانولو فتوا یوازي د ده صلاحیت دی. د اخوان ډیرو مشرانو، چي ځانونه یې د سعودي د پاچا سیالان بلل د هغه دا غوښتنه ومنله او وسله وال مقاومت یې پیل کړ. ابن سعود له برټانیې څخه مرسته وغوښته او د هغه هیواد سره په ګډو عملیاتو کي یې د اخوان قوت په ۱۹۳۰ کال کي د تل لپاره له منځه یووړ. Commins, Islam in Saudi Arabia P 34

ابن سعود، د لومړي نړی وال جنګ په وخت کي، د عثماني ترکیې پر ضد، د برټانیې په پیسو او وسلو جنګېدلی وو. البته وهابیانو مخکي له مخکي عثمانیه ترکیه د مشرکینو هیواد بللی وو او د مشرکینو له هیواد سره یې نه یوازي اړیکي ټینګول ناروا بللي بلکه د مشرکینو هیوادونو ته یې سفر کول هم ناروا او حرام بللي ول. خو د اخوان پر ضد، چي د ابن سعود او د هغه د کورنۍ په تحریک او مرستو جوړ سوی وو، له پردیو کفارو څخه مرستي اخیستلو ته هیڅ پلمه نه جوړېدله. ابن سعود وښودل چي د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو او قدرت ساتلو په لاره کي له هر چا سره جګړه او له هرچا څخه مرسته اخیستل روا او حتی لازم دی. د ابن سعود او برټانیې له قواوو سره د اخوان په جنګونو کي په سل هاوو او زرګونو اخوان ووژل سول. اخوان په دې جنګونو کي په هیڅ توګه بری نه سوای ترلاسه کولای او بالاخره مجبور سول چي خپل ټول باقي پاته افراد د ابن سعود په پوځ کي شامل کړي او د اخوان نوم هېر کړي.

اخوان عموماً صحرایی او کوچي خلک ول. سوونه کلونه، د هغوی ژوند د یوه بل په وژلو، کسات اخیستلو، لوټلو، کیږدیو سوځولو، لارو نیولو او کاروانونو په چورولو کي تېر سوی وو. خو کله چي ابن سعود هغوی ته مځکي وکړې؛ کښت او کرونده یې وکړه او د کیږدیو په عوض کي د خټینو کورنو څښتنان سول او د دې تر څنګ یې له خُرافاتو څخه لاس واخیست او د وهابی عقیدې پیروان سول نو دا دوهمه عقیده یې هم د کیږدیو له اخلاقو سره سمه ومنله. هغوی ساده خلک ول. هغوی چي کومه عقیده ومنله نو پر هغه عقیده سم روان ول او هر وخت به یې د ابن سعود او تر خپلو امامانو توند او وحشیانه حرکتونه کول. کله چي متوجه سول چي په دې جنګونو کي، حتی کله کله د دوی د مخالفو وهابیانو په مقابل کي، د انګلیسیانو څخه وسلې او پیسې اخیستلي کیږي نو حیران پاته سول. فیلبي لیکي:

« د ۱۹۱۸ کال د آګست پر پنځه لسمه ابن سعود یو مجلس را وباله او په هغه کي د اخوان مهمو کسانو برخه درلوده. د دوی په مشری د ارتاویا د پوځي مرکز مشر فیصل ابن دوویش خبري کولې. هغه وویل په «خُرما» کي د دوی له وروڼو سره، چي د شریف له له خوا تهدیدیږي هیڅ ډول مسرته نه ده سوې. موږ ته فقط اجازه راکړی چي د خپل دین پر دښمنانانو باندي حمله وکړو او له منځه یې یوسو. موږ ته یوه اجازه راکړه او موږ به شریف او د هغه د ملګري اجمان قواوي له منځه یوسو. د اخوان لپاره دا سوال وو چي دوی ولي باید د شمر پر سیمه باندي، چي اوسېدونکي یې د دوی په څېر وهابیان دي، حمله کوي. دا حمله ښايی د دې لپاره کیږي چي په هغه سیمه کي د کفارو د قواوو تګ راتګ ته اسانتیاوي برابري سي. دا داسي قضیه وه چي د اخوان سر نه په خلاصېدي او یو هم نه بوهېدل چي څه روان دي.

ابن سعود د دوی اندېښنې ته اسانه جواب ورکړ. ده وویل ګوری! تاسي زما عسکر یاست او زه پرته له خپل خدایه بل مرستیال او پوځ نه لرم. هغه وخت چي تاسي په جاهلیت کي واست او ټول غله او راهزن واست او اوس مو په کلیو کي ژوند پیل کړی او سمي لاري ته راغلي یاست؛ اوس هم زما لښکر یاست. تاسي د شریف په باره کي اندېښنه مه لری. یا به انګلیسیان د هغه مخه نیسی او اجازه به نه ورکوي چي پر خُرما باندي حملې وکړي او یا به زه پر هغه باندي حمله کوم مګر دا دي ستاسي په یاد وي چي دا خبري په تاسي اړه نه لري او ټول زما کار دی» Philby, Arabia of the Wahabis PP 102-103

ابن سعود پوهېدي چي اخوان له فیلبي څخه نفرت لري ځکه چي هغه یو مسیحي دی او دوی په هیڅ توګه نه غواړي چي انګلیس د عربستان په جنګونو کي برخه ولري. فیلبي وايی کله چي ابن سعود د طرافیه پر لور حرکت کاوه ما په ډېر ټینګار ورته وویل چي زه باید درسره ولاړ سم. ابن سعود په څرګنده راته وویل چي که ته زما له لښکر سره ملګری سې نو ته به زما د جهاد پلمې ته صدمه ورسوې. اخوان ته ما ویلي چي ته دې په سیمه کي د محاصرې او د شریف د ستونزو له امله دلته راغلی یې. زما سره د مېلمه په حیث اوسېږې او نور له هیڅ شي سره کار نه لرې. که هغوی پوه سي چي ته څوک یې او دلته د څه لپاره راغلی یې زما ټولي نقشې به راخرابي کړې. فیلبي وايی ابن سعود خپله فیصله کړې وه او نورو دلایلو ګټه کوله. هغه فقط دا یوه خبره ومنله چي له بلي لاري سفر وکړم او بیرته په طرافیه کي د هغه له پوځ سره یو ځای سم. Ibid, P 224

ګواکي له هغي لومړۍ ورځي کار په دغه شکل روان وو. چیري چي د مذهب له وسیلې څخه کار اخیستل کېدلای سوای نو ابن سعود خپل علماء رابلل او هغوی به هم د هغه له غوښتني سره سم فتواوي ورکولې. چیري به چي به خبره بالکل واضح وه او له مذهبي استدلال څخه کار اخیستل او عوامو قناعت ترلاسه کول ګران وو نو بیا ابن سعود له خپلو پوځیانو او د ضرورت په وخت کي د انګرېزانو له پوځ، پیسو او وسلو څخه کار اخیست. دا لوبه تر اوسه روانه ده. خبره د پخوا په څېر د سیاسي او شخصي قدرت ده او له مذهب څخه هر وخت یوازي د حربې په حیث کار اخیستل سوی او اخیستل کیږي.

اخوان المسلمین:

اخوان المسلمین د سعودي عربستان له اخوان سره هیڅ ارتباط نه لري. که د عقایدو له مخي ورته وګورو نو دواړو داسي فکر کاوه چي په اسلام کي داسي بدعتونه منځدته راغلي دي چي دا دین یې د سقوط له خطر سره مخامخ کړی او باید چي د قرآن د احکامو او احادیثو سره سم اصلاحات پکښي راوستل سي. له اخوان څخه ابن سعود د قدرت او سیاسي اهدافو لپاره د پوځیانو په حیث کار واخیست او تر څو چي دوی په قضیه پوهېدل کار تر کار تېر وو؛ او پخپله د هغه قدرت د منګولو ښکار سول چي دوی یې په قوي کولو کي اساسي برخه درلوده.

اخوان المسلمین له لویه سره هم اصلاحي او هم سیاسي تنظیم او هغوی له لومړي سره دا طرح درلوده چي تر څو یې سیاسي قدرت ترلاسه کړی نه وي په ټولنه او نړۍ کي د اسلام په دین کي اصلاحات راوستلای نه سي.

اخوان المسلیمن، چي د ټولو وروستنیو اسلامي ګوندونو او ټروریسټي ډلو مور یې بللای سو، په ۱۹۲۸ کال کي په مصر کي حسن البناء ۱۹۰۶-۱۹۴۹تاءسیس کړ. حسن البناء یو نابغه وو. هغه په دوولس کلني کي، په خپل پلرني ښار محمودیه کي، د اخلاقي اصولو او اصلاحاتو لپاره د یوې ټولني مشر وتاکل سو. په دیارلس کلني کي د حصفیه په نوم یوې صوفي ډلي غړی سو او په هماغه کال د حصفیه د خیریه موسسې عمومي منشي وټاکل سو. حسن البناء ټول باقي ۳۰ کاله عمر سیاسي، اجتماعی او مذهبی فعالیتونو ته ورکړ. حسن البناء په ۱۹۲۸ کال کي اخوان المسلمین ګوند تاءسیس کړ چي تر ۱۹۴۷ کال پوري یې د غړو شمېر ۷۵ زره ته ورسېدی. دې ګوند د خپل محبوبیت او پراختیا په اوج کي نیم میلیون غړي درلودل. اخوان المسلمین ګوند په لومړي سرکي یوازي د اسلامي اصولو تبلیغ کاوه خو لږ وروسته چي یو څه پراخ سو د انګلیسيانو او د دولتي مامورینو قتلولو ته یې لاس واچاوه. حسن البناء پخپله هم په ۱۹۴۹ کي د مصر د پولیسو له خوا وویشتل سو او ووژل سو.

د حسن البناء له وژل کېدلو څخه وروسته حسن الحدیبي ۱۹۴۹-۱۹۷۲ او له هغه څخه وروسته عمر الطلسمانی ۱۹۷۲-۱۹۸۶ مشران وټاکل سول خو د حسن البناء د وخت جوش او زور یې تر ډېره وخته پیدا نه کړ. د اخوان المسلمین په دغو مشرانو کي تر ټولو مشهور سړی سید قطب وو چي جمال عبدالناصر ۱۹۱۸-۱۹۷۰ په ۱۹۶۶ کال کي اعدام کړ. سید قطب قرآن شریف د اخوان المسلمین د سیاسي اهدافو سره سم تفسیرکړ او په اتو جلدونو کي یې د« فی ظلال القرآن» یا د قرآن په سیوري کي په نامه خپور کړ. سید قطب، د نورو ټولو مفسرینو په څېر د قرآن شریف له متن څخه خپل خاص درک او تعبیر لري خو څرنګه چي هغه د یوه سیاسي مذهبي ګوند غړی وو نو طبیعي خبره ده چي د قرآن په تفسیر کي هم د ده خپل سیاسي تمایلات لیدل کیږي. مثلاً د پنځم سورة المایده ۴۴ او ۴۵ ایتونه یې، چي د پېړیو راهیسي، مفسرینو، د لغوي معنا سره سم، تفسیر کړي وه، قطب تغییر ورکړ او دیني علماوو پر هغه باندي د بدعة کوونکي حکم صادرکړ. د قرآن شریف په هغه سورة کي راغلي دي: و من لم یحکُم بما انزل للهُ فاُلاءِکَ هم الکافرون.

په ورپسې آیة کي: و من لم یحکم بما انزل الله فاُلاءِک هم الظالمون.

ترجمه: څوک چي د حق تعالی له لوري له نازل سوي امر سره سم قضاوت نه کوي هغه کافران دي. او د ورپسې آیة په حکم ظالمان دي.

سید قطب، د دې لپاره چي د حکومت پرضد خپل د ګوند یا د نورو ګوندونو بغاوت ته، د قران له حکم سره سم، لاره جوړه کړي نو دا آیة یې واکمنانو ته متوجه کړه او د« یحکم» معنا یې چي قضاوت کول دي په حکومت کولو تفسیر کړه. یعني هغه کسان چي د الله له قرآن سره سم حکومت نه کوي هغوی کافران دي. Modern Islamic World Vol 3

که د آیة دا دوهمه معنا ومنل سي نو بیا خو دا ډېره ګرانه ده چي یو حکومت دي خپله اداره د اخوان السملین له غوښتنو سره برابره وچلوي او په نتیجه کي د اخوان السلمین په مذهب کافر بلل کیږي او د کافر په مقابل کي ښورښ او جهاد نه یوازي روا بلکه فرض دی.

په داسي حال کي چي یحکم د قضاوت کولو په معنیا راغلی دی او حکومت کولو معنی نه ورکوي او سید د خپل هدف لپاره دغه معنا ورته تراشلې ده.

حَکَمَ په عربي قاموس کي قضاوت کول، د عقیدې څرګندول، تصمیم نیول، امر صادرول، سزا منظورول، په سزا محکومول، جریمه کول او…. معناوو راغلی دی چي یوه یې هم د حکومت کولو معنا نه ورکوي.

په دې کي شک نسته چي سید قطب د اسلام له لویو او جیدو علماوو څخه وو مګر د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د نوي تفسیر په لیکلو سره یې د مسلمانانو تر منځ د اُخوت او وروګلوی د ایجادولو او تقویه کولو پر ځای، د یوې نوي لاري په را ایستلو سره، یوه بله بې اتفاقي ایجاد کړه. مُلایانو، لکه څرنګه چي د ابوالعلی مودودي تفسیر او لاره یې بدعة بللی وو، د سید قطب تفسیر هم د هغه په بدعتونو کي وشمېری.

اخوان المسلمین تحریک په لږ وخت کي سوریې ته ورسېدی. په لږ وخت کي یې، په سنیانو کي ډېر زیات طرفداران پیدا کړل. خو په ۱۹۷۰ کال کي قدرت ته د بعث د ګوند له رسېدلو سره یې د جمهورریس حافظ الاسد د داخلې او خارجي پالیسیو او د سوشلیزم د اقتصاد په اساس اصلاحاتو سره داسي اختلاف راغی چي له حکومت سره یې جهاد اعلان کړ او بالاخره اخوان او حکومت مخامخ مقابلې ته ودرېدل. د اسد رژیم په ۱۹۸۲ کال کي د حما پر ښار باندي، چي اخوانیانو د دوو هفتو راهیسي نیولی ووو حمله وکړه او ویل کیږي چي تر ۲۰ زرو کسانو پوری یې ووژل. له هغه وخت څخه وروسته بیا په سوریه کي اخوان داسي قوت نه دی اخیستی چي د مرکزي حکومت قدرت تهدید کړای سي.

اخوان وروسته د اوردون او سودان او په وروسته کي د نړۍ تقریباً هري نقطې ته ځان ورساوه او د « اسلام دین په خطر کي دی» تر شعار لاندي یې په زرګونو او په سل ګونو زره طرفداران پیدا کړل.

برټانیې د څه باندي سلو کالو راهیسي د منځني ختیځ هیوادونه او سیاسي جریانات تر نظر لاندي نیولي او د لومړي جنګ په کلونو کي خو یې په سعودي عربستانو سوریې، سودان او مصر کي پوځیان دېره ول. له جنګ څخه وروسته کلونو کی یې د عربي هیوادونو مختلف قوتونه، د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په منظور، له یوه بل سره جنګول او په دې توګه یې په هیوادونو کي د قواوو اندول ساتلی وو. ډرې فس لیکي«… کله چي به پاچاهان ډېر قوي سول او له پوځ سره به یې اتحاد جوړ کړ؛ نو برټانیې به کوښښ کاوه چي د هغوی دغه اتحاد په داسي توګه مات کړي چي د قبایلو د مشرانو خواته به یې توجه زیاته کړه او هغه به یې ورته تقویه کړل. کله چي به د قبایلو قوت زیات سو او له کنټروله به ووتل نو بیا به یې د هغوی د ځپلو لپاره له پوځي قوت څخه کار اخیست. اخوانیان په دغه وخت کي را پیدا سول او د برټانیې لپاره یې، د هغوی د اساسي دښمنانو نېشنلیستانو او چپیانو په مقابل کي، یوه ښه قوه منځته راوړه» Dreyfuss, Devil’s game pp48-49

ډرې فس لیکي« اخوان المسلمین د خپلو نورو فعالیتونو په ضمن کي، په ۱۹۵۰ کال کي یوه استخباراتي شبکه منځته راوړه چي د حکومتی دفترونو او پوځي تاسیساتو او خارجي ادارو په باره کي به یې اطلاعات راغونډول. اخوان د دغي ادارې په وسیله تر ۱۹۵۲ کال پوري، چي جمال عبدالناصر هغه له منځه یوړه، قاضیان، پولیس، حکومتی مقامات قتل کړل او د یهودو د کاروبار مرکزونو ته یې اورونه واچول او اکثر دغه کارونه یې د مصر د پاچا ملک فاروق په سلا او مشوره کوله….

په دې کي شک نسته چي د اخوان المسلمین اکثرت غړو غوښتل چي یو اسلامي دولت جوړ کړي او له امپریالیزم سره د زړه له کومي مخالف ول. مګر د هغوی مشران په سیاسي لوبو کي ګیر ول. له شاهی قصر سره یې اړېکي لرل، له کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو سره په ارتباط کی وه او له پوځ او امپریالیستي قوتونو سره یې اړیکی ساتل. دا چي د اخوان المسلمین مشران په ریشتیا هم صادق ول او غوښتل یې چي له لویو شیطانانو څخه، د موقت وخت لپاره، خپلي ګټي ترلاسه کړي او که یې ریشتیا هم پر خپله لاره او عقیده باندي ایمان نه درلود او د لویو قوتونو اجینټان ول؛ سړی په دقیق ډول څه نه سي ویلای. مګر په دې کي چنداني شک نسته چي ځیني مشران به یې صادق خلک ول مګر نور یې دوه مخي او جاسوسان ول» Ibid p 54

حسن بنا، د برتانیې د اسنادو په اساس، د مصر له پاچا ملک فاروق سره، چي اخوان المسلمین یې د نسکورولو لپاره مبارزه روانه کړې وه، دونه نيژدې او صمیمي اړیکي درلودل چي حسن بنا د ملک فاروق د کور سړی شمېرل کېدی. حتی ملک فاروق د مصر د صدراعظمانو د ټاکلو په برخه کي سلا مشورې ورسره کولې. Ibid p53

برټانیه د دې نوي ګوند، چي هره ورځ تر بلي یې قدرت زیاتېدی، محبوبیت ته متوجه وه او د راتلونکي لپاره یې باید په هغه کي نفوذ کړی وای. نو د دې لپاره چي له خاورو څخه یې راپورته کړي او تر خپل احسان یې لاندي کړي د حسن بنا سره یې د اسماعیلیله د مسجد په جوړولو کي مرسته وکړه، چي د ریچارډ میشل په قول د اخوان د عملیاتو یو مرکز سو. Ibid p 51

کله چي د حسن بنا، له هغه څخه وروسته د اخوان المسلمین د ګوند د لویو رهبرانو او د حسن بنا د زوم سعید رمضان اړیکي له برټانیې او د امریکا له سپیني ماڼۍ سره ګورو نو د افغانستان د جهاد په وختونو او له جهاد له کلونو څخه وروسته د اخوان المسلمین له مشر ګلبدین حکمتیار او د سیاف په څېر توندرو او متعصب مشر سره، چي غیر مسلمان ته یې لاس ورکول او هغه ته د لاري ښودل لویه ګناه بلله، د مختلفو کفري او غربي هیوادونو دوستانه او صمیمانه اړیکي وینو نو پوهیږو چي له دې ګوندونو سره، چي په ظاهره یې هره خبره د امریکا او غربي یا، د دوی په اصطلاح، کفري هیوادونو په خلاف ده، د امریکا د سي آی اې او د انګلستان د ایم آی سیکس د استخباراتي ادارو اړیکي ډېر زاړه دي او لا هم دوام لري. په ۲۰۱۶ کال کي، چي په افغانستنان کي لا د امریکا او ناټو قواوي پرتې وې او امریکا د ګلبدین پر سر پنځه میلیونه ډالره انعام ایښی وو، هغه له خپلو ایله جاري توپکیانو سره، په جګه غاړه او دبدبه کابل ته ننووت او تر نن پوري په هغه ښار کي اوسي. د جمعې په لمونځونو کي پر طالبانو باندي ، چي د بل هیڅ چا انتقاد نه مني او هیڅ چاته د مخالفو خبرو کولو اجازه نه ورکوي، انتقادونه کوي او څوک څه نه سي ورته ویلای.

امریکایانو او په مجموع کي غربي قدرتونو نه له وهابیانو او نه له اخوانیانو سره کومه خاصه علاقه درلوده. وهابیان هغه خلک ول چي حتی مصر او عثماني ترکیه یې غیر اسلامی هیوادونه بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا بلل. اخوانیانو، د تاءسیس له ورځي، غربیان او غربي امپیریالیزم، چي د مصر او په مجموع کي د مستبدو عربي رژیمونو ترشا ولاړول، خپل اصلي دښمنان بلل.

مګر د کمونیزیم په مقابل کي، چي د شلمي پېړۍ په نیمايی کي یې ټولي دریمي نړۍ ته نفوذ پراخ کړی او خلک یې د تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راوستلي ول، هم سعودي عربستان او د منځني ختیځ هیوادونو د غربي نړۍ ملاتړ ته اړتیادرلوده او هم متحده ایالاتو او برټانیې د مصر د جمهورریس جمال عبدالناصر په مقابل کي د سعودي عربستان د وهابي رژیم او د اخوان المسلمین، چي ناصر یې مشران اعدام کړي او د ريښو په ایستلو یې پسې وو، مرستي ته ضرورت درلود. سعودي عربستان د خپلو پیسو په زور د یوه اسلامي بلاک جوړولو ته لاس واچاوه او چي له هر چا یې کار اخیستلای سوای هغه یې فعال کړل. د مصر په اخوان المسلمین کي تر ټولو فعال او د زیاتو اړېکو خاوند سعید رمضان دلته هم د غربي نړۍ او هم د سعودي عربستان له نقشو سره سم عمل کولای سوای. ډرېفس لیکي:

« د سعودي عربستان د اسلامي بلاک منتظم بیا هم هغه د حسن البنا زوم سعید رمضان وو. د سویس یو رپوټ وايی په دغه وخت کي دوی په دې عقیده وه چي سعید رمضان د امریکا اجینت دی. هغه دغه راز د لوېدیځ جرمني څخه مرسته ترلاسه کوله او سعودي عربستان او قطر پیسې ورکولې او په ژینیو کي یې د اوردون د استازي په حیث کار کاوه. هغه په عین وخت کي د اخوان المسلمین د بین المللي استازي او یوه مهم مشر په حیث فعال وو او ویل کیږي چي په ۱۹۶۵ کال کي یې پر جمال ناصر باندي په دوهمه ټروریسټي حمله کي لاس درلود» Ibid p 135

« د سویس د آرشیف اسناد ښيي چي سعید رمضان اسلامي عقاید درلودل خو نه یوازي یې لوېدیځ ته خطر نه پېښاوه بلکه د غربیانو طرفدار سړی وو. د سویس آرشیف دغه راز ښيي چي سعید رمضان د سي آی اې او د برټانیې د ایم آی سیکس جاسوس وو او یوازي د کمونیزم پر ضد یو ساده مبلغ نه وو. د سویس یو څېړونکی لیکي چي سعید رمضان د نورو شیانو ترڅنګ د امریکا او برټانیې ګډ جاسوس دی. د یو شمېر غربي هیوادونو په جاسوسي اسنادو کي د سعید رمضان په باره کي همدغه اطلاعات موجود دي» Ibid p 138

کله چي شوروي اتحاد پر افغانستان باندي یرغل وکړ او د هغه هیواد د خلکو او په عمومي صورت د نړۍ د مسلمانانو قهر او غضب یې را وپاراوه نو لوېدیځو هیوادونو دلته هم د هغو مشرانو او مجاهدینو له قدرت څخه کار واخیست چي تر وروستیو ورځو پوري یې د شرق او غرب استعمار دواړه یو شان بلل او کله چي شوروي اتحاد ضرورت احساس کړ هم یې په وروسته کي همدغو اسلامي ګوندونو ته، چي د کمونیزم او الحاد پر ضد په چیغو یې ستوني څيرلي، وه لاس را اوږد کړ او تلاښ یې بې نتیجې پاته نه سو.

نور ښکاره کړئ
Back to top button