د ترهګرۍ د تمویل او روزنې مثلث

د ترهګرۍ د تمویل او روزنې مثلث

سیدعبدالله پاچا

داسې راپورونه شته چې په وروستیو کې د پاکستان استخباراتي ادارې، ایران او قطر هېوادونو د استخباراتو استازي چې د ټولو شمېر څلور تنه کیږي، د افغانستان لویدیځ ته راغلي چې څنګه کیدلی شي، طالبانو سره مرسته وکړي.

که له یوې خوا قطر د طالبانو لپاره د خبرو کولو ښه مرکز دی، تر څنګ یې د جګړې د سازمان دهي لپاره هم ښه فرصت دی چې په ازاده توګه له نړیوالو استخباراتي ادارو سره لیدنې وکړي او په افغانستان کې د هغوی اندیښنو او غوښتنو ته ځواب ووايي.

قطر کې د پاکستان، ایران او قطر هېواد استخباراتو ګډه پروژه پلان کړې چې څلور غړي ترې انتخاب شوي، د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته راغلي دي.

لومړني مالومات ښيي چې دا څلور کسیزه ډله د درې هېوادونو د ګټو د تمویل لپآره راغلي چې طالبانو ته روزنه ورکړي، تجهیزات ورته برابر کړي، عامه پوهاوی ورکړي، ښه همغږي رامنځ ته کړي چې څنګه مرسته ترلاسه کولی شي او څنګه او په کومو وختونو کې یې مصرف کولی شي.

دا څلور کسیزه ډله مشخص د طالبانو له برجسته قومندانانو سره ګوري چې څه ډول یې جګړې ته ورزوي او د جګړې ساده او اسانه لارې ورته وښيي چې تاوتریخوالی زیات او وینه تویدنه زیاته شي.

لویدیځ باندې تمرکز ځکه زیات دی چې هلته ایران، پاکستان او قطر مشترکې ګټي لري او تر دې وړاندې هم د قطر هېواد شهزادګان د ښکار په نوم راغلي او دې ولایتونو کې یې ځینو کې مرستې هم ویشلي دي.

ایران د اوبو له مدیریت ډار لري او پاکستان بیا خپلې ګټې تعقیبوي چې طالب قومندانانو ته هر هېواد خپل فرمایش ورکړی دی.

ایران او قطر په افغانستان کې د سعودي له نفوذ ډار لري، ځکه دا دوه هېوادونه عملا له سعودي عربستان سره په نړیواله موضوعاتو کې سخت اختلاف لري او حتا یو بل باندې شکایتونه کوي او یو بل ته خبرداري ورکوي.

طالبان چې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو د پروژو تطبیق کوونکي دي، دې ډلې ته هر کلی ویلی او د امکاناتو او پيسو په بدل کې به د ټولو لپآره هېواد او هېوادوال قرباني کوي او دې ته به بیا د جهاد نوم ورکوي.

دا تیرو کلونو کې یو مثال دی چې بهرني استخبارات د امکاناتو او پيسو په بدل کې طالبانو ته هدفونه ښيي چې ترلاسه یې کړي، داسې نورو سیمو کې هم طالب قومندانان په اجرتي قاتلینو بدل شوي او هر څوک چې پيسې ورکړي، د هم هغوی لپاره جګړه کوي، وینه تویوي او خپل هېواد ورانوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button