د انګورو ۴ حیرانوونکي خواص

دا جنتي میوه ډېر حیرانوونکي خواص لري. د آنتي اکسیدانت په لرلو سره د سرطان څخه مخنیوی کوي او همدارنګه د دیابت له ناروغۍ او سمونو د لېرې کولو له پاره ګټه لري. راځی چې به ګډه سره داسې نور حیرانوونکي خواص یې ولولو.

۱ـ د ساه لنډۍ درملنه، انګور د لوند ساتلو یا مرطوب ساتلو د خواصو په لرلو سره، سږي مرطوب ساتي او د ساه لنډي له حملو نه مخنېوی کوي.

۲ـ د هډوکو پیاوړتیا، انګور د اوسپنې، منګنېز، مس په لرلو سره د هډوکو د پیاوړتیا لامل ګرځي. چې د منګنېز شتون د کولاجن په جوړونه کې، د پروتئن به جوړولو کې او د عصبي سیستم د ریسپانس په برخه کې هم ډېره مرسته کوي.

۳ـ د زړه له ناروغیو څخه مخنېوی، دوه ډوله اړین فلانوئيدي آنتي اکسېدانت په انګورو کې شتون لري، چې دا دواړه اېل. ډي. اېل په وینه کې خنثی کوي او د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي او همدارنګه یاده ماده د وینې په فلتر کولو یا پاکولو کې هم اړین رول لري.

۴ـ د میګرېن درملنه، د رسېدلو انګورو اوبه یو ډېر ښه روش د میګرېن د درملنې له پاره په کور کې دی. د خالصو انګورو د اوبو ترکیب د لږو اوبو سره او دهغوی څښل هر سهار یوه ډېره ساده خو ګټمنه درملنه د مېګرېن سر درد له باره ده.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button