د ښه ژوند لارې چارې

له تاند ویب پاڼی څخه
براين
ژباړن: محب الله الله يار

فکر وکړئ ژوند يوه لوبه ده. د دې لوبې اصول داسې دي چې د هوا په يوه نقطه کې د پېنځو توپونو ساتل دي او ځمکې ته يې د لوېدو مخه ونیسئ.

د دغو توپونو يو جنس پلاستيکي او نور يې له ښيښې جوړ شوي. ښکاره ده چې که پلاستيکي توپ يې پر ځمکه ولوېږي؛ نو بيا ځل هوا ته د پورته کېدو امکان يې شته؛ مګر دا نور څلور هغه يې ځمکې ته تر لوېدو وروسته د بيا ځل پورته کېدو نه دي او له منځته تلونکي دي.

دغه څلور توپونه عبارت دي له: کورنۍ، سلامتۍ، دوستان او خپله تاسې.

پلاستيکي توپ مو همغه کار دى چې بل هېچا ته يې د پايلو ترجيح مه ورکوئ، ځکه د کسبګر لپاره تل کارونه پيداکېږي؛ خو له لاسه ورکړي دوستان بيا نه شي ترلاسه کولى. کورنۍ چې يو ځل وشړېده بيا نه راټولېږي، له لاسه وتلې سلامتي بيا نه شي ترلاسه کېداى او مات شوى زړه بيا ارامتيا نه شي موندلى.

د دې لپاره چې ټولنيز ژوند مو هوسا وي، لاندې ټکو ته پام وکړئ:

١- خلکو ته مخکې تر انتظار ايستلو بخښنه وکړئ او دا کار په خوښۍ ترسره کړئ

۲- د خپلې خوښې شعر مو انتخاب کړئ!

٣- هرڅه چې اورئ باور پرې مه کوئ! ټوله شتمني مو مه مصرفوئ! او هرڅومره چې مو زړه غواړي هومه مه بيدېږئ!

۴- کله چې يو چا ته وايئ راباندې ګران یاست؛ نو رښتيني اوسئ!

٥- کله چې وايئ متاسف يم، په سترګو کې مقابل لوري ته پام وکړئ!

٦- تر واده کولو لږ تر لږه شپږ مياشتې وړاندې کوژده وکړئ!

٧- په لومړيو کې په مينه باور ولرئ!

٨- هېڅکله د بل چا په څېرې پورې مه خاندئ!

٩- د مينې خوښوونکي اوسئ، ممکن زيان ووينئ؛ خو دا د ژوند کولو يوازينۍ بريالۍ لار ده.

١٠ په شخړو کې پرته د خلکو د نومونو په ويلو(ښودلو)، عادلانه مبارزه وکړئ!

۱۱- خلکو ته يې د دوستانو په اړه د هغوى پر وړاندې قضاوت مه کوئ!

۱۲- روښانه فکر کوئ او ورو غږېږئ!

١٣- کله چې له تاسې پوښتل کېږي او د ځواب ورکولو لېوالتيا يې نه لرئ، موسکا وکړئ او وې وپوښتئ: ولې غواړئ پوى شئ؟

١٤- په ياد ولرئ چې ستر عشق او سترې برياوې، ستر خطرونه هم لري.

١٥- له خپلې مور سره په اړيکه کې اوسئ!

١٦- کله چې څوک ټوخېږي؛ نو ورته وايه: بخښنه دې وي.

١٧- کله چې ماته خورئ؛ نو هغه زده کړې چې ترې ماته زده کوئ او هېر يې کړئ!

١٨- درې شيان په ياد ولرئ: خپل ځان ته احترام، نورو ته احترام او د خپلو ټولو ترسره کوونکو چارو مسووليت پام کې نيول.

١٩- مه پرېږدئ چې په يوې کوچنۍ مناظرې (لفظي) شخړې غټ دوست خوابدى کړئ!

٢٠- کله چې مو خپلې تېروتنې ته پام شو، سمدستي يې د جبران هڅه وکړئ!

٢١- کله چې د غږمل (ټېلفون) غوږۍ پورته کوئ؛ نو په شونډو مو موسکا خوره کړئ، مقابل لورى به مو د خوښۍ غږ واوري.

٢٢- له هغې مېرمنې يا سړي سره واده وکړئ چې د خبرو کولو مين يې ياست. کله مو چې مينه او اړيکې ژورو ته ځي؛ نو د خبرو اترو مهارتونو مو هم لوړېږي او مجلس مو اهميت پيدا کوي.

٢٣- څه وخت په يوازيوالي کې هم تېر کړئ!

٢٤- خپله غېږ د بدلون لپاره پرانيزئ، خو نه دومره پراخه چې ارزښتونه مو تر پوښتنې لاندې راولي.

٢٥- په ياد ولرئ چې ځينې وخت چوپتيا غوره ځواب وي.

٢٦- ډېره مطالعه وکړئ او لږ مطبوعات وڅارئ!

٢٧- شرافتمندانه او ښه ژوند وکړئ؛ ځکه کله چې د سپين ږيرتوب په وخت فکر کوئ؛ نو د خپل تېرژوند په يادېدو به ترې خوند واخلئ.

٢٨- په الله توکل وکړه؛ خو خپل ماشين (مال) او دروازه بنده کړه.

٢٩- په کور کې مو د مينه ناکې فضا شتون ډېر اړين دى، څومره چې کولى شئ يوه هوسا، ارامه او امن لرونکې کورنئ جوړه کړئ!

٣٠- په شخړو کې مو چې څوک ملګري شوه، اوسمهال ورسره خپل لاس نرم کړئ او تېر شوي څه مه يادوئ!

٣١- د موضوعاتو ژور او باريک مفهوم درک کړئ!

٣٢- خپله پوه له نورو سره شريکه کړئ، دا کړنه ا بديت ته لاس رسى دى

٣٣- د چټل چاپيريال په وړاندې مهربان اوسئ!

٣٤- له الله سره راز او نياز وکړئ، قدرت موندنه په دې کار کې ده.

٣٥- کله چې څوک ستاسې پېژندنه کوي هېڅکله يې خبرې مه پرې کوئ!

٣٦- ټول پام مو بايد خپل ځان ته وي.

٣٧- پر هغه چا اعتماد مه کوئ چې ستاسود ښکلولو په وخت کې سترګي نه پټوي.

٣٨- يو ځل په کال کې هغه ځاى ته لاړ شئ چې تاسې تر دې وړاندې نه وي ليدلى.

٣٩- که عايدات مو ډېر وي؛ نو يوه اندازه يې په خپل ژوند کې نورو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړئ- لکه زکات ورکول- ؛ ځکه چې له ګټې ترلاسه کولو څخه دا ډېر خوند لري.

٤٠- په ياد ولرئ هغه څه چې مينه ورسره لرئ او لاسرسى مو ورته نه کېږي، د نېکمرغۍ زېرى درکوي.

٤١- قوانين زده کړئ هسې نه ترې سرغړوونکي شئ!

٤٢- هغه اړيکه چې په ملګرتيا کې اړتيا ورته لرئ؛ بايد مينه مو ترې ډېره وي.

٤٣- خپله بريا دا رنګه وازمايئ چې څه شى له لاسه ورکوئ او څه شى ترلاسه کوئ!

٤٤- په ياد ولرئ چې ستاسې شخصيت، ستاسې راتلونکى ټاکي.

٤٥- په ډېر احتياط سره خپله مينه وپالئ!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button