افغان د خپل وطن لپاره پردي هم نمانځي

سیدعبدالله پاچا

افغانستان کې د کاناډا مخکینی سفیر کریس الکساندر چې د افغانستان وضعیت یې ښه درک کړی او د افغانستان جګړه کې یې د پاکستان لاسوهنې له نږدې تحلیل کړي او مالومات لري، د افغان حکومت او جمهوریت په ملاتړ باندې ښکاره دریځ نیولی او ټویټر کې فعاله مالومات خپروي.

الکساندر د افغانستان جګړه درک کړې او له همدې کبله نړیوالو باندې غږ کوي چې پاکستان دې تحریم شي، د افغانستان جګړه پای ته رسیږي، الکساندر له وضعیت پوره مالومات لري چې تر څو پآکستان په افغانستان کې له جګړې لاس وا نه خلي، تر هغې به دا جګړه روانه وي.

الکساندر په اسنادو سره هر ځل ټویټ کې لیکي چې طالبانو ته پاکستان خوندي ځایونه ورکړي او د افغانستان جګړه د پآکستان د ګټو لپاره ده، هغه د پآکستان پوځ او استخبارات تورن کړي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي مسوول دي او ترهګرو ته امکانات برابروي چې تاوتریخوالی دوام پيدا کړي.

الکساندر په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، که غواړي چې افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، نو اړتیا ده چې په دې تړاو له پاکستان سره خبرې وشي او طالبان خپلواک نه دي.

الکساندر څوک دی؟

کریس الکساندر د کاناډا اوسیدونکی دی چې څو کاله یې افغانستان کې ماموریت کړی دی، هغه په افغانستان کې د کاناډ سفیر و او هغه مهال چې کاناډايي ځواکونه افغانستان کې و، دی هم په افغانستان کې و.

کاناډا چې هغه مهال جګړه کې ښکیله وه او ځواکونه یې افغانستان کې و، دا مالومات يې کړي و چې افغانستان کې به جګړه تر هغې دوام پيدا کوي، تر څو چې د افغانستان او پاکستان دولت په دولت روغه نه وی شوي.

الکساندر په افغانستان کې د ماموریت له پآی ته رسیدو او کاناډا ته په ستنیدو سره د پآکستان او طالبانو پرضد مبارزه پيل کړه او د افغانستان د حکومت او نظام په دفاع کې ودریده او تر نن هره ورځ په ټویټر کې په دې تړاو تبصره کوي.

الکساندر د افغانستان د حکومت او نظام د ملاتړ تر څنګ په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم کلک پلوي دی او د هغوی په ملاتړ او د پآکستان ریاست، پوځ او استخباراتو ضد ټویټونه کوي.

الکساندر د پاکستان پوځ او استخبارات شیطاني ادارې یادې کړي چې پر مظلومو خلکو ظلم کوي او د خپلو شومو ګټو لپآره یې تاوتریخوالی او ظلمونه زیات کړي دي.

له الکساندر د افغانانو هرکلی

افغانان د هر هغه چا هرکلی کوي او احسان یې نه هیروي چې سخته ورځ کې له افغانانو سره ودریږي.

دا چې الکساندر په دې سختو ورځو کې د ترهګرو پرضد د افغانانو څنګ کې ولاړ دی او د افغانانو غږ تر نړیوالو رسوي، افغانانو یې قدردانی کړی دی.

هرات، کابل او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې خلکو پکې د کریس الکساندر عکسونه په ښارونو کې نښلولي دي او له هغه یې مننه کړې ده.

دا مننه د دې لپاره ده چې بهرنیان پوه شي چې له دوی سره په سخته ورځ کې دریدل، دوی ته روحیه ورکوي، او دوی به د هر هغه چا منندوی وي چې په سخته ورځ کې ورسره اوږه په اوږده ودریږي.

د الکساند عکسونه او ټویټونه په افغانستان کې خواله رسنیو کې هم لاس په لاس کیږي او هره ورځ له هغه مننه کیږي چې د افغانستان وضعیت یې درک کړی او د باطل پروړاندې حق طرف ته ولاړ دی.

دا طالبانو ته ښه پيغام ورکوي چې هراتیانو په داسې ورځو کې د الکساندر تصویر هرات کې نښلولی چې ښار کې جګړه روانه ده، د طالبانو پرضد خلک جګړه کوي، له طالبانو کرکه کوي، خو یو کاناډايي هرکلی کوي چې د دوی غږ پورته کوي.

طالب چې هر ځآی کې وي د کرکې وړ دی، ځکه طالب دې وطن ته له شر او فتنې پرته هیڅ خیر نه دی رسولی، نو ځکه ترې خلک کرکه کوي او پروړاندې یې کلک ولاړ دي .

د طالبانو په ظلم اوس ټوله نړۍ خبره ده

نړیوالو او ځینو افغانانو داسې تبلیغات کول چې ګنې طالبان بدل شوي او تر پخوا ښه شوي دي، خو طالبانو تیرو درې میاشتو کې وښوده چې دا ډله بدل شوې او تر پخوا سل چنده وحشي شوې ده.

دا ډله اوس د ظلم داسې حد ته رسیدلې ده چې ځينو سیمو کې حتی خلک داعش وسله والو ظلم کم یادوي او د هغوی خیر غواړي.

د بدخشان یوه کیسه درته دلته لیکم چې طالبان څه ډول ظلم کړی دی او لا هم په دې ظلمونو کې ښکیل دي.

طالبانو لکه د داعش ډلې په بدخشان کې خلک مجبور کړي چې خپلې پيغلې لورګانې او خویندې د طالب وسله والو په نکاح کې ورکړي، دا هغه فرهنګ دی چې داعش ډلې په سوریه او د افغانستان ځينې سیمو کې رایج کو.

یو بدخشی پلار کیسه کوي چې د تیشکان ولسوالۍ له نیول کیدو وروسته د طالبانو قومندان خلکو ته وویل چې تاسو مجبور یاست چې خپلې لورګانې مو د طالب وسله والو په نکاح کې ورکړئ.

دا پلار کیسه کوي چې طالبانو په زور او سخت فشار باندې اړ کړم چې یوه لور مې د طالبانو په حواله کړم او هغوی خپل منځ کې یو طالب ته په نکاح ورکړي.

هغوی زما له لور سره په زوره نکاح وکړه او له ځان سره یې نامالوم لوري ته بوتله، کله مې چې د لور مالومات او ځای پيدا کړ، له بلې کیسې خبره شوم چې لور مې یو طالب سره نکاح شوې او د طالبانو ټوله ډله ترې جنسې استفاده کوي.

دا پلار کیسه کوي چې د طالبانو قومندان سره یې د لور موضوع شریکه کړې چې ډله ییز تیری پرې کیږي، خو طالب قومندان ورته ویلي چې ستا لور له طالبانو سره نکاح کړې، له یو طالب سره یې نکاح نه ده کړې.

دا یو مثال و چې دلته مو ذکر کړ، طالبانو داسې زیات ظلمونه او وحشتونه کړي دي چې د پردي تر شا پاتې دي او تر رسنیو او خلکو نه دي رسیدلي.

پایله

که طالب له دې درس اخیستلی شي، لا هم وخت دی چې له جګړې لاس واخلي او د خپلو مشرانو لپآره دې پر خپلو وطنوالو ظلم نه کوي، خپل وطن دې د پردیو ګټو لپآره نه روانوي، طالب مشران د جګړې له درکه هوسا ژوند لري، که وطن وران وي او خلک مړه وي، د طالب مشرانو پرې څه، هغوی په پاکستان، دوحه او ایران کې هوسا ژوند لري او افغانانو یې خپلو منځو کې وینې تویدو ته مخ کړي دي.

طالب نه د دې وطن خاورې ته ژمن دی، نه هېوادوالو ته ژمن دی، نه اسلامي ارزښتونه پيژني او نه افغاني، هر هغه کار کوي چې دوی ته پکې پيسې لاس ته ورځي او زور یې پر ځآی وي.

طالب د خپلو ګټو لپاره وطن خرڅوي، وینه توی کوي او د دې په بدل کې له بهرنیو استخباراتو څخه پيسې او امکانات اخلي او خپل ژوند پرې جوړوي.

لږ تر لږه طالب وسله وال خو دې کله خپل مشران وپوښتي چې دا جګړه د څه لپاره، د واک لپاره جګړه خو جهاد نه شي کیدلی، بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل، طالب مشرانو ورسره هوکړه وکړه او میلیونونه ډالر یې ترلاسه کړل.

یوه ورځ دې ځآن سره فکر وکړي چې دا وطن ورانول او د خلکو وژل په یوه او بله پلمه باندې ولې کیږي، اخر به څه کیږي، دا وطن ولې په یوه او بله پلمه ورانیږي او هره ورځ خلک وژل کیږي.

د دې جګړې ګټه یواځې طالب مشرانو او بهرنیو استخباراتو ته ده، دا جګړه اوس ټولو درک کړې چې د پنجاب د ګټو جګړه ده او په دې تړاو الکساندر چې یو بهرنی ديپلومات دی، په ښکاره درته چیغې وهي چې د پنجاب مزدوران یاست او خپل وطن د پنجاب د ابادۍ لپاره مه ورانوئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button