افغانان له طالبانو او لوږې په تېښته دي

په وروستیو کې له افغانستان څخه ایران ته هره ورځ د زرونو افغانانو د اوښتو رپوټونه ورکول کیږي. د مهاجرو نارویژي شورا په خبره له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي تر ۲۵۰ زرو زیات خلک له دغه هیواده وتلي دي. زیاتره دغه کسان چې ایران ته اوړي، خپل سفر له هراته پیلوي. تهران بیا د افغانانو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې او هره اوونۍ په زرونو کسان بیرته افغانستان ته لیږي. خو پر دې سربیره هم ځینې خلک دغه له خطره ډک سفر پیلوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button