ښيرازه ځنګلونه د اور په لمبو کې

دریغا! دریغا! د افغانستان د ښایست ، ښیرازی اوبډاینې زرغون اوشنه ځنګلونه د سوځنده اور په لمبو کې سوځي .
ښکلی کونړ، ښکلی نورستان د شینکي لغمان ښکلی علیشینګ ښایسته ناوي ته ورته خیالیګری اوڅانګه ورې بیلا بیلې ونې اوشاه ځلمیانوته ورته آسمان څکي همیشه بهارنښترونه د اورپه غړغندو کې لولپه او دویرجن برخلیک پایله یې لا دردوونکي ده .
ځنګلونه نه یواځي د ښکلا اوښیرازی لامل د هغه په څنګ کې اقتصادي ستره زیرمه داب وهوا اوموسمي اورښتونومنبع بلل کیږي . دا ځنګلونه د پیړیو،پیړیوپه بیلا بیلو پړاوونوکې را ټوکیدلي اود ځینونښترونو عمر تر پیړیوهم اوړي . د پکتیا د شینکي منډه ییرد ځنګله یوه نښترڅه د پاسه زرکاله عمردرلود اوآلماني متخصیصونود هغه تشخيص ترسره کړی و . دآلمان د کرنې اوځنګلونوپوهانوپه زغرده داخبره کوله که دافغانستان پراخ ځنګلونه وساتل شي د افغانستان د اقتصاد خورا ستره منبع اود هیواد په کچه اقتصادي ستونزي پرې په ډاډه زړه اواریدای شي. د کرنې یوه هندي پوهاند د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ استاذ پخپله اکاډمیکه ارزونه دا خبره لا ډیرپخوا کلونه کړي وه چې که چیرې دافغانستان باراني بهاندې اوبه د بندونو په وسیله مهار او دافغانستان پراخود ښتوته د خړوب لپاره ورسول شي د افغانستان د کرکیلي حاصلات د افغانستان د ټولو وګړو سربیره د لوی هند ولسونوته هم کفایت اوبسنه کوي .
هو! هیواد موتل د سالم اوکارنده زعامت له تشې سره مخامخ اودا لامل دی چې د ګدایې لمنې مو هرلورته نیولي خیراتونه غواړو اود څه د پاسه درې زره میلیاره ډالرو کاني زیرموپه درلودو سره ،سره د نړۍ په کچه خواروزار، وږی،تږی اوبې وسه هیواد شمیرل کیږو.
د ځنګلونود سوځیدو پایلې زړه دردوونکي دي . د سیمي اوچم ګاونډ په اقلیمي هوا ژور اغیزشیندي . اورښتونه کم اوتودوخه لا زیاتیږي . د باراني اوبوچټکتیا د مخربوسیلابونولامل ګرځي ځکه د ځنګلونو ونې د اوبود تیز بهیدومخه ډب کوي اود ونو په نشتون کې خطرناک سیلابونه رامنځته کیږي د هغه سره جوخت د ځنګلونوپه منځ کې ترسب شوي اوزیرمه شوي خاوره اونورګټورعضوي مواد چې دزرګونو،زرګونوکلونود تیریدو په لړکې زیرمه شوي د شنو واښواود ځنګلي ونود تغذیې منبع ده د ونود نه شتون له کبله د اورښتونوله کبله له منځه ځي اود هغه پرځای غرنی ډبرې اوپرښې ځان ښکاره کوي چې دلمر د وړانګوپه لګیدولکه سره تبۍ ګرځي اوتودوخه تردې کچې زیاتیږي چې بیا په هغه سیمه کې انسانان څه چې ځنګلي ژوي اوآلوتونکي هډوژوند نه شي کولی .
خدایږودغو بې رحمه اورونوته چې له ورځو، ورځوزموږلویه حیاتي ځنګلي شتمني په کې سوځي خورا اندیښمن اوویرجن یم ځکه د طالب اوملاصیب د ږیروپه چوف اوکوف نه کیږي هغه ساینسي اومډرنه تیکنالوژي اومسلکي کادرونه غواړي کوم چې دوی یې په لوی لاس د زده کړو دروازې ور بندې کړي اوپه کې مدرسې جوړیږي .
زما یتیم یتیم وطنه ـــ کوموویرونوته دې وژاړم مېنه
یا الله ته فضل اوخیر کړي. آمین
۵/۶/۲۰۲۲

نور ښکاره کړئ
Back to top button