په اسلام مبارک دین کې د چاپیریال ساتنې ارزښت

مقالی عنوان: په اسلام مبارک دین کې د چاپیریال ساتنې ارزښت
لیکوال: روح الله هدف (د چاپیریال پوهنې د لسانس دورې محصل، قاعداعظم پوهنتون، اسلام اباد)

اسلام یو کامل دین دی چې د ژوند هرې برخې ته شامل دي او په هر وخت کې د هر ډول ستونزو او مشکلاتو لپاره حل لارې لري. دا چې نن نړي د چاپيریالي ستونزو له یو لوی ناورین سره مخ ده او هره ورځ دغه ستونزې په پراخیدو دي او ورسره د خلکو اندیښنه ورځ په ورځ ډیریږي ځکه چې چاپیریالې ستونزې مستقیما د اسانانو په ژوند او د طبیعت په ژوندي او غیرژوندي عناصرو چې انسانان پرې د خپل ژوند د دوام لپاره تکیا کوی ګواښوي، له لمنځه یې وړي او یا یې کیفیت او کمیت خرابوي.
د یو مسلمان په صفت مهمه داده چې مونږ د اسلام په مبارک دین کې د چاپیریال ساتنې د لوی مسوولیت پر اهمیت پوهه شو او د یو مسوول مسلمان ښاري په توګه د چاپيریال، د هغه د برخو او د ژوند د بڼو ساتنه وکړو او له دولت سره په چاپیریال ساتنه کې خپله لازمه همکاری وکړو. د سیمیزو او نړیوالو چاپیریالې ستونزو لکه اقلیمې تغیر، د هوا، خاوري، اوبو، غږیزې او پلاستکې ککړتیا په کمولو او هم د ځنګلاتو، ونو، اوبو، د ښار په پاکوالي او د چاپيریال د مختلفو ایکوسیستمونو په ساتلو کې خپل لازم رول ادا کړو او انسانان، حیوانات او ځمکه، د ژوند لپاره یواځینې کره، د طبیعې او انسانې کړنو له امله رامنځ ته شوي افتونو څخه وژغورو. اسلام تل ټولو انسانانو ته د خپل ځان او چاپیریال د پاک ساتلو سپارښتنه کوي او د پاکوالی په اړه زمونږ پیغمبر حضرت محمد ص فرمایې:
ژباړه: نظافت د ایمان جز دی.
په اسلام مبارک دین کې د ځان او چاپیریال ساتنه دومره اهمیت لري چې د یو مومن د ایمان برخه یې ګرځولي ده. نو که څوک غواړي چې ایمان یې کامل شي باید خپل ځان او د چاپیریال پاکوالی ته ډیره پاملرنه وکړي.
په اسلام کې د چاپیریال نظریه
قرانکریم هغه مقدس کتاب دی چې د وخت هرې پوښتنې لپاره ځواب لري او آلله ج يې په اړه فرمايې:
ژباړه: مونږ په کتاب کې (یعنی لوح محفوظ کې) څه کمې نه دې پریښودي. (الانعام:۳۸)
نو د ژوند چاپیریال هغه ځاي دی چې الله ج پکې د انسانانو د ارامه ژوند لپاره اوبه، اکسیجن او نور مهم ګازونه، خاوره چې د زراعت ذریعه ده، بحرونه، ځنګلونه او ونې، حیوانات، د انرژي لپاره لمر او د شپې د رڼا لپاره سپوږمې، د لمر د خطرناکو وړانکو د محوه کولو لپاره په اتمسفیر کې د اوزون طبقه، او داسې نورو بې شمیره نعمتونه په دې خاص چاپیریال کې د ژوند د چارې ساتلو لپاره پیدا کړي. چاپیریال ساتنه په اسلام کې ډیر ارزښت لري او د دغو نعمتونو ساتنه د اسلامي امت مسوولیت دي. باید چې مسلمانان ددې بې شمیره نعمتونو په ساتلو سره د خپل رب ج شکر ادا کړي او خپل راتلونکې نسل ته يې د نعمت پڅیر وسپاري.
چاپیریال د هغو طبقو مجموغه ده چې انسانان او نور ژوندي موجودات پکې ژوند کوي. دا یوه انسانې او طبیعې پدیده ده. چاپیریال د انسانانو پر ژوند او یا هم د انسانانو کړنې د چاپيریال په نورو ژوندي او غیر ژوندي عناصرو مثبت یا منفي تاثیرات لري او انسانان تل د خپلو ضروریاتو د پوره کولو لپاره د چاپیریال د نورو برخو سره په اړیکه کې دي. د چاپیریال پوهنې د علم له نظره چاپیریال د هغو حالتونو، موادو او اړیکو مجموغه ده چيرته چې ژوند شتون لري.
حالتونه لکه: اقلیمې عناصر لکه تودوخه، نمي، رڼا او یا په چاپیریال کې شته طبیعې قوې.
مواد لکه: ډبرې، اوبه، خواړه، لرګې، ګازونه او داسې نور او
اړیکې: چې په دوه ډوله دي چې یو يې کیمیاوي او فزیکې تغیرات او دوهم د هغه اړیکو څخه عبارت دي چې د ژوندیو موجوداتو په ودي پورې اړه لري. چې د اړیکو دغه ساحه یا تر یوې سیمې پورې محدوده وي لکه د یو ژوندې موجود او د هغه د نږدې چاپیریال تر منځ اړیکه او یا هم دغه اړیکې پراخې او نړیوالې وي لکه نړیوال اقلیم، د اوبو نړیوال دوران او یا د بادونو حرکتونه.
الله ج چې کله ځمکه د انسانانو د ژوند لپاره تیاره کړه، نو د ژوند لپاره يې مساعده وګرځوله. ونې او بوټې، بحرونه او د ورځې او شپې لپاره لمر او سپوږمې پیدا کړه او طبیعت يې د انسانانو د اسانې لپاره د دوی طابع وګرځو. چې آلله ج یې په اړه د قرانکریم په لاندي ایتونو کې داسې فرمایې:
ژباړه: بیشکه د اسمانونو او ځمکې په پېدایښت کې، د شپې او ورځې په تګ راتګ کې، په هغې کښتۍ کې چې د خلکو د ګټې لپاره په دریابونو کې ګرځې او په اوبو (باران) کې چې الله ج له اسمانه را نازلې کړي دي او بیا يې ځمکه وروسته د هغې له مرګ نه په اوبو راژوندئ (خړوبه) کړه او په هغې (ځمکه) کې یې هر ډول ژوندي خوځېدونکي خواره کړل (هر لوری ته) د بادونو په چلېدو کې او وریځو کې چې د ځمکې او اسمان تر منځ اېل کړای شوي دي، یقینا په دې (ټولو) کې د عاقلانو لپاره (د الله تعالی پر وجود او وحدانیت) څرګند دلایل شته. (البقره:۱۶۴)
مګر انسانانو ته یې هم د دوی د ساتلو لپاره مهمې سپارښتنې، لارښوونې او امرونه کړي دي او له هغو کړنو څخه یې منعه کړي دي چې طبیعت او نورو ژوندیو موجوداتو ته تاوان رسوي.
الله ج فرمايې:
ژباړه: او په ځمکه کې ددې د اصلاح نه وروسته فساد مه کوئ. (الاعراف:۵۶)
ژباړه: او دوی په ځمکه کې فساد کوي، حال دا چې الله ج فساد کوونکو لره نه خوښوي. (المائده:۶۴)
مثلا په ځمکه کې دغه کړنې لکه زراعتې خاورې له منځه وړل او کورونه پرې جوړول، د خاورې د ککړتیا خیال نه ساتل او یا هم زراعتې خاوره او ځنګلونو په دښتو بدلولو څخه عبارت دی.
په اسلام مبارک دین کې طبیعې منابعو اهمیت بار بار یاد شوي دي د بیلګې په ډول یواځې اوبه په قرانکریم کې ۶۳ ځلې یادي شوي دي. په مختلفو ایتونو او حدیثونو کې يې اوبو ته د څښلو، د ونو او سبزیجاتو، د سبزیجاتو د ډولونو، د ارامي، هیلي، امید، تباهې، عذاب، د انسانې نفوذ د ودې او تمدن، ترانسفورټ، خوړو او د ژوند خطاب شوي دي. مسلمانان باید ددې فایدو په اوریدو سره د اسلام په مبارک دین کې د چاپیریال ساتنې ارزښت درک کړي او د اوبو د ککړتیا او اصراف څخه ډډه وکړي تر څو د هغه ناروغیو مخنیوي وکړاې شوو چې د ککړو اوبه له امله د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو تر منځ خپریږي
انسانان خپل ضروریات د حیواناتو څخه هم پوره کوي چې هغوي خپل خواړه د نباتاتو څخه لاس ته راوړي.یو غوره چاپیریال هغه دي چې په ونو او کښتونو سمسور وي. کښت، ونې او بوټې په اسلام کې ځانګړې مقام لري او د مومن مسلمان لپاره د ثواب او صدقې یوه مهمه وسیله ده. د فصلونو، ونو او ځنګلونو قطع کول مو د ککړتیا، سیلابونو او د لوږې د ګواښ سره مخامخ کوي.
حضرت محمد ص په یو حدیث کې د دوې د ارزښت په اړه داسې فرمایې:
ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر ص وفرمایل: څوک چې ونې کینوي او یا کښت وکړي او بیا له دغې ونې او کښت څخه مرغه یا انسان او یا څاروی ګټه واخلي په ریښتیا چې دغه ټول ورته صدقه ګرځي او ثواب يې ورکول کېږي.
ځنګلات د ځمکې د سږو حیثیت لري. ځنګلات د هغه بې شمیره محصولاتو ذریعه ده چې زمونږ ورځنی ژوند پرې ولاړ دي. هوا صافوي او په اتمسفیر کې د مهمو ګازونو ساتنه کوي نو ددوې ساتنه زمونږ د هریو مسوولیت دي حتې چې حضرت محمد ص مسلمانان د جنګ په حالت کې هم د ونو او فصلونو د قطع کولو او د حیواناتو له وژولو څخه منع کړي ده.
الله ج په طبیعت کې هر څه په یو ټاکلې مقدار سره پیدا کړي دي
ژباړه: مونږ هر څیز لره په ناپ او تول سره پیدا کړي کړې دې. (القمر:۵۴)
او دغه انډول د طبیعې پروسو مثلا اقلیم، د اوبو دوران او یا د یوې نوعې د پیدایښت (Birth rate) او مرګ (Death rate) يې د دغو پروسو د سالم پرمختګ لپاره اړين ګرځولې دي. مونږ ټولو ته پکار ده چې ددغې تعادل ساتنه وکړو، خپل او د نورو ژوندیو موجوداتو د ژوند چاپیریال د طبیعې او د انسانې کړنو په نتیجه کې د رامنځ ته شوو افتونو څخه محفوظ کړو.
د مثال په ډول اقلیمي تغیر د انسانانو د هغو کړنو په نتیجه کې منځ ته راغلې چې په اتمسفیر کې د ګل خانه يې ګازونو (Greenhouse Gases) مقدار له خپل اصلی تعادل څخه بې ثباته او ډیر کړي دي چې په نتیجه کې د ځمکې کره مخ په ګرمیدو (Global Warming) ده او د انسانانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند یې د خطر سره مخ کړي چې په تیر نږدي وخت کې په فراه ولایت او نورو ولایتونو کې سیلابونه د اقلیمي تغیر د ویجاړونکو تاثیراتو ښکاره بیلګې او شواهد دي. اقلیمي تغیر همداسې د ژوند د بڼو یا حیات تنوع (Biodiversity) لپاره دخطر او د لمنځه وړلو (Extinction) سبب دی.
باید مږنږ ددغه تعادل ساتنه وکړو او داسې کړنو اختیار کړو چې د طبیعت سره دوستانه او د چاپیریال د اصولو او قوانینو سره په ټکر کې نه وي. باید د چاپیریال د منابعو څخه د استعمال پر وخت له اصراف کولو ډډه وشې او ددغو شتمنیو د بیا نوې کیدو موده په نظر کې ونیول شې. دا نظریه د چاپیریال او پرمختګ په اړه د نړیوال هییت لخوا په ۱۹۸۷ میلادی کال کال راپور “زمونږ ګډ راتلونکې Our Common Future” کې د تلپاتې والې یا Sustainability پنامه یاده شوي ده. په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د ملګروملتونو لخوا د تلپاتې پرمختک هدفونه (Sustainable Development Goals) پروګرام په کار واچول شو. د تلپاتې والې تعریف داسې دي چې د چاپیریال د منابعو څخه په داسې شکل استفاده وشې چې راتلونکې نسل د هغه د کمبود سره مخ نشي مګر اسلام مبارک دین بیا مونږ په هر څه کې د اصراف کولو څخه منع کړي یو چې دا ددې مقدس دین په همیشه والې او په اسلام کې د چاپیریال ساتنې په اوږد مهاله ارزښت دلالت کوي.
نو دې نتیجې ته رسیږو چې چاپیریال ساتنه د مسلمانانو انفرادي او ټولنیز مسوولیت دی. مونږ مکلف یو چې ددغه بې شمیره نعمتونو چې د ژوند په چاپيریال کې موجود دي ساتنه وکړو او ددوې د بې ځایه استعمال، ککړتیا او له لمنځه وړلو څخه ډډه وشې. الله ج انسانان او پیریان د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دی. عبادت يواځې تر لمونځ، روژي او حج محدود نه دی او د ژوند هر برخې کې د الله ج پیروي ته شامل دی. چاپیریال او د هغه د ایکوسیټونو ساتنه، د اوبو، هوا، پلاستک، خاورې او غږیزي ککړتیا مخنیوي کول، د ملې منابعو صادقانه استعمال او د ژوند د بڼو ساتنه دا ټول د عبادت یو مهم جز دی ځکه ددې کارونو په کولو سره مونږ نورو انسانانو، حیواناتو او نباتاتو چې د خپل حق لپاره اواز نلري دوي ته خیر رسو او یو چاته خیر رسول الله ج او د هغه رسول ص ته خوښ عبادت دی. د چاپیریال ساتنې خیال نه ساتل د الله ج نافرمانې ده او د هغه د نعمتونو ناشکري کول دي او مومن مسلمان د ایمان د پوره والی څخه بې برخې پاتې کوي چې باید هر مسلمان ترې ځان او نور وساتې.
چاپیریال ساتنه عبادت دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button