په ژوند کې له تجربو څنګه ګټه واخلو؟

فرهاد زهیر

کله چې یو انسان په ژوند کې له یوې پيښې سره مخ شوی وي او یا ترې نژدې مشاهده ولري، ویلی شو چې پلانکی سړی د دې کار تجربه لري او یا هره پيښه چې د انسان په ژوند مثبت یا منفي اغیز پريږدي دې ته د شوې تجربې حاصل وايي.

د بیلګې په توګه دوه ملګرو درنه په عین وخت کې پور واخیست. یو ملګری درته په ټاکلي وخت بېرته پور سپاري خو بل ملګری دې په پور سترګې پټوي او ځان تېرباسي. هغه ملګري چې ستاسې پور پرې کړ، ستاسې باور یې وګاټه خو په دویم باور نه کوئ ځکه له هغه سره مو تجربه ښه ثابته شوې نه وه..

د ژوند هره لحظه او کار یوه تجره ده د بیلګې په توګه د ښوونځي تجربې، د پوهنتون تجربې، د سفر تجربه، له یو چا سره د راکړې ورکړې تجربه او داسې نور….

يو مشهور متل دی:

که یو ځل دې وغولولم، تا دې خدای ووهي او که بل ځل دې تېرایستلم نو ما دې خدای ووهي!

هدف دا دی چې لومړي وار تخو تجربه نه وه نو دویم وار باید ولې دوکه شې؟ همداسې یو بل متل هم دی وايي له یو سوړې دې باید مار بار بار ونه چيچي..

انسان له هرې تجربې زده کړه کوي. تاسې چې هر کار کوئ، مختلفې تجربې ورسره هم کوئ اما مهمه دا ده چې له هرې تجربې خامخا عبرت واخلئ..

یو کور کې مور او پلار خپلو اولادونو ته دنده ورکوي، چې دا کار وکړه. مشر اولاد ته وايي، ته ورسره لاړ شه ځکه هغوي واړه دي. دا خبره په دې خاطر کوي، چې مشر تجربه د عمر په حساب ډیره لري. کله خلک وايي: پلانکی سړی جهان دیده دی. د دې مطلب دی، چې بیلابېلو هیوادونو ته یې سفرونه کړي، له بیلابېلو خلکو سره به یې راکړه ورکړه کړي وي، مختلفو پيښو سره مخ شوی وي، په همدغې خاطر خلک ېې ستايي، چې نسبت د نورو به ډیرې تجربې لري، چا چې ډیر سفرونه نه وي کړي.

زموږ وطن کې ډیر والدین په بچو باندې د ښوونځي او پوهنتون د تګ ټینګار ډیر کوي خو د بچو تفریح یا چکر ورته بې ګټې او بې تجربې ښکاري خو ژوند کې هره تجربه یوه زده کړه ده. هیله دا ده چې اولادونه مو یوازې د ښوونځيو او پوهنتون تر دروازو مه محدودئ!

دلته ډیر کشران او کم علمه ځوانان نه خپله پوهیږي او نه نورو ته غوږ نیسي. په کار خو دا ده چې پوه مشرانو ته هر ځای کې غوږ ونیول شي او د هغوي کتابونه ولولي لکه: ما خپله د باچا خان بابا (زما ژوند او جدو جهد) کتاب څو ځلې لوستی او له تجربو یې ما ډیر څه زده کړي.

یو بل کتاب کې لیکل شوي وو: هر سړی غواړي د بیلګیټس په څیر شتمن، تکړه او مشهور انسان جوړ شي، خو هیڅ څوک په دې غور او فکر نه کوي، چې د هغه د بریالیتوب راز په څه کې دی؟ هغه اونۍ کې یو کتاب لولي، په میاشت کې څلورکتابونه لولي او ټول کال کې ۴۸ کتابونه لولي. د انټرنیټ په نړۍ کې اوس په زر ګونو کتابونه شته لکه: د مختلفو باچاهانو ژوند لیکونه، د مختلفو سوداګرو، لوبغاړو او سیاستمدارانو کتابونه چې د هغوي د ژوند مختلفې تجربې په کې لیکل شوي دي، او تاسو کولای شه د هغوي تجربو څخه زده کړه وکړئ..

خوشال بابا د تجربې په اړه وايي::

په شل کاله کې دیګ زما د شعر په اور بار شو

په دا عمر مې پوخ کړ چې شپیته کاله مې تللي

مطلب د بیت دا دی، چې شاعري مې په شل کلنۍ کې پیل کړ، او چې کله شپیته کلنۍ ته ورسیدم ، نو شعر مې پوخ شو.

لنډه يې دا چې نوي ځوانان دې ژوند کې ژر پریکړې نه کوي کار ته دې سمدستي غبرګون نه ښيي، ځينې پوه مشرانو سره دې کیني او د هغو له مشورو او تجربو دې ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button