
اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي
د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي.
۱- د سهار چای نه څښل:
هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي.
۲- زیاته ډوډۍ خوړل:
هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
۳- د سګرټ څکول:
د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
۴- د بورې څخه زیاته استفاده:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.
۵- ککړه هوا:
د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.
۶- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې شي.
۷- د خوب پرمهال د سرپټول:
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات غورځوي.
۸- د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل:
د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي.
۹- د هڅوونکو فکرونو نشتوالی:
انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي، د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي.
۱۰- لږ خبري کول:
ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي، نو له بیځایه خبرو ډډه وکړئ او له ښو او علمي شخصیتونو سره ناسته وکړئ.
Aqila Asad