د ژاولو روغتیایي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله چې خبره د ژاولو راځي، نو په دې برخه کې نوښت د دې لامل شوی چې د ژاولو ټاکنه ستونزمنه شي. د بېلابېلو رنګونو او خوندونو لرونکې ژاولې نن سبا د نړۍ یو له تر ټولو ډېر خرڅېدونکی محصول پېژندل شوی.

ترکیه هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات یعنې ۶۰ د ژاولوو جوړولو شرکتونه لري. له ترکیې وروسته امریکا دویم هېواد دی چې ګڼ شمېر د ژاولو د تولید فابریکې لري. دغه شرکتونه هر کال پر ۵۶۰ میلیونه کسانو باندې ژاولې پلوري، چې زیات مصرف کوونکي یې ایراني وګړي دي.

ژاولې له څه شي څخه جوړېږي؟

د ژاولو د جوړېدو اساسي پایه طبیعي کنډونه، جامد پارامین او یا هم د شاتو موم دي چې د ژولو پر وخت ژر نه حلېږي. دویمه پایه یې شات او رکستروز دي چې ژاولو ته خوږ والی او ځانګړی حجم ورکوي. دوه سلنه ګلیسیرین، لسیتین، اوبلن سوریتول او د مالیتول شیره د ژاولو د نرموالي لامل کېږي. لس سلنه یې طبیعي عسارې دي چې ژاولې لمدې او تازه ساتي. څلور سلنه طعم ورکوونکي یې نعناع، دارچین، کاالیپتوس، شیرین بیان او نورې مېوې دي. په معیاري ژاولو کې بیا پاتې پنځه سلنه هغه مواد دي چې د غاښونو له سپینوالي او د خولې له خوشبویۍ سره مرسته کوي.

ځانګړې ژاولې

۱- نیکوتین لرونکې ژاولې
دغه ژاولې په خپل ترکیب کې نیکوتین لري او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي سګرېټ پرېږدي.

۲- بې قنده ژاولې
ډېری کسان له ډوډۍ خوړلو وروسته له دې ډول ژاولو څخه ګټه اخلي؛ ځکه نه یوازې غاښونو ته زیان نه رسوي، بلکې په پاکولو کې یې مرسته کوي. په دې ډول ژاولو کې د ګلوکز پر ځای له مصنوعي او بې ضرره قندونو کار اخیستل شوی.

۳- مخدره توکي لرونکې ژاولې
دغه ډول ژاولې په خپل ترکیب کې مخدره مواد لري چې د روغتیا پالانو په وینا د وخت په تېرېدو سره انسان د خولې، اوریو او ژبې پر سرطان اخته کوي.

ولې ژاولې کاروو؟

د ورځې په اوږدو کې د ژاولو ژول اشتها کموي او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي غذایي رژیم یې نیولی وي.

د خولې بد بوی له منځه وړي، د غاښونو او اوریو د پاکوالي لامل کېږي. دا سمه ده چې ژاولې د غاښونو او خولې له پاک ساتلو سره مرسته کوي، خو هېڅکله هم د غاښونو د برس، کرېمو او مسواک ځای نه شي نیولی.
له ډوډۍ خوړلو وروسته د لسو دقیقو لپاره د ژاولو ژول په معده کې د خوراکي موادو له هضم سره مرسته کوي.

ولې ژاولې ونه ژوو؟

د ژاولو ژولو پر مهال تر ډېره خوله وازه او بسته کېږي، معدې ته اضافي هوا داخلېږي او د معدې د پړسوب لامل کېږي.

د ډېر وخت لپاره د ژاولو ژول د غاښونو او خولې د درد لامل کېږي.
د ژاولو ژول په هغو کسانو کې د وینې فشار د لوړېدو لامل کېږي چې د زړه ناروغي لري.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button