اشرف غني او عبدالله ته پرانيستى ليك

اشرف غني او عبدالله ته پرانيستى ليك

د ورور حكمتيار په استازيتوب

د كابل امريكايي حكومت چارواكو ته څو توصيې او وړانديزونه

ښاغلى اشرف غني او عبد الله عبدالله ! د ورور حكمتيار د يوه استازي په توگه څو حقائق ستاسو مخي ته ږدم:

د هېواد دردوونكى حالت او ستاسو د حكومت وضعيت تر نورو وړاندي تاسو ته ښه معلوم دئ، ښايي په دې كي به څه شك ونه لرئ چي افغانستان تر دې وړاندي په خپل اوږده تاريخ كي له يو ځل پرته (د شمالي ټلوالي له مخكني حكومت پرته) بيا نه د ناامنيو دومره بد حالت تجربه كړى او نه داسي مفسد حكومت چي چارواكي ئې پرديو غوره كړي وي او واك د غلو، لوټمارانو او وطن پلورونكو په لاس كي وي. نه د چا سر خوندي دئ، نه مال او عزت، د كابل حكومت هغه دوه سري روبوت ته ورته دئ چي ريموټ كنټرول ئې د امريكا د سفير په لاس كي دئ. حقيقت دا دئ چي اوسنى حكومت د همغه مخكني مفسد حكومت درېيم پړاو دئ، اقتدار د همغو په لاس كي دئ چي د امريكايي ځواكونو په لاس د كابل له اشغال وروسته د بن په غونډي كي د اشغالگرانو له لوري غوره شول او وزارتونه ئې پر هغو هېواد او په دوى پوري تړلو ډلو باندي ووېشل شول چي د افغانستان په اشغال كي ئې د امريكا مرسته او ملگرتيا وكړه، غوښينه برخه ئې په مسكو او تهران پوري تړلو ډلو ته وسپارل شوه، دا ځكه چي دوى د امريكا د زمكنيو فوځونو په څېر عمل وكړ او د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي د افغان ولس په ضد وجنگېدل. امريكايانو نه يوازي دوى ته ټول مهم وزارتونه وسپارل بلكي امنيتي ځواكونه ئې هم له دوى جوړ كړل، په دومره توپير سره چي پرونيو مليشو ته ئې د روسي جمپرونو او بوټونو پر ځاى امريكايي جمپرونه او بوټونه ورواغوستل، هغه مهال او د كاغذ پر مخ د دغو مليشو شمېر څلور لكه وو، خو په حقيقت كي څلوېښتو زرو ته هم نه رسېدو او د جگړي په وخت كي به ئې په ډېر زحمت سره څلور زره هم نشو تيارولى. اوس ئې شمېر د كاغذ پر مخ درې نيم لكه ښودل كېږي خو روزونكي او تمويلوونكي ئې وايي: دېرش سلنه ئې له روزني وروسته تښتي او ډېر ځلي خپلي وسلې هم له ځان سره وړي!!

تاسو د دې حالت د توجيه او د ځان د برائت او د نورو د ملامتولو لپاره هر څه ويلى شئ، ژبه لمده او نرمه ده، هر لوري ته خوځېدى او هر څه پرې ويل كېدى شي، خو آيا پر دې مو هم فكر كړى چي عام ولس او هوښيار افغانان ستاسو او ستاسو د حكومت د كړنو، تصرفاتو او ويناوو په اړه څه قضاوت لري؟!! هغه ځواكونه چي تاسو ئې د اقتدار پر كرسيو كښېنولي يئ ستاسو حكومت د ټولي نړۍ په كچه لومړى درجه مفسد حكومت گڼي!!

آيا كله مو له ځان سره دا فكر كړى؛ يوازي يا له خپلو نږدې ملگرو سره يو ځاى؛ چي د دې حالت پايله به څه وي او څنگه به لږ تر لږه ځان او خپله كورنۍ د دې حالت له بدو پايلو ژغورئ؟!! زه او زما په څېر ډېر نور افغانان داسي انگېري چي دوه بديله په مخكي لرئ:

1- د اوسني حالت د دوام هيله او هڅه، د بهرنيو ځواكونو پر مزيد پاته كېدا ټينگار، د جگړي دوام غوښتل، له اشغالگرانو دا طمع كول چي ستاسو حريفان درته وځپي او ستاسو د اقتدار دوام او بقاء تضمين كړي!! ستاسو رنگين دسترخان، اشرافي او افسانوي ژوند، بنگلې، ماركيټونه، باغونه، په بهرنيو بانكونو كي پرېمانه شتمنۍ، زغره وال گاډي، باډيگارډان… همدا غوښتنه كوي، هوسونه له يوې خوا او شيطان له بلي خوا تاسو همدې ته هڅوي، او همدا درته ښايسته او ښكلى انځوروي.

2- پر خپلو دريځونو بياكتنه، نوې تگلاره غوره كول، واقعيتونو ته تسليمېدل، پر بهرنيو له اتكاء لاس اخيستل، د ملت پر عزت، د هېواد پر خپلواكۍ، استقلال، ملي حاكميت او اسلامي هويت له معامله گريو او د پرديو په پښو كي د هغوى له ذبح كولو ډډه كول او پر خپل مظلوم ملت ترحم او زړه سوى.

د لومړي انتخاب او بديل پايلي څرگندي دي، تر دې وړاندي نورو آزمويلې دي، هغوى ئې له تور او سپېره برخليك سره مخامخ كړي.

دا به د تعجب او تأسف وړ وي كه افغان چارواكي په دې پوه نه وي چي امريكا او نور بهرني حاميان ئې نشي ساتلى، دا غلطه او خامه طمع پرېږدئ چي امريكا به ستاسو حريفان درته څملوي او په اقتدار كي به ستاسو پاته كېدا تضمين كړي!!

شوروي او ورپسې امريكا د حزب اسلامي په حذفولو كي ناكامه شوه، په داسي حال كي چي مسكو، ايران، او په مسكو او امريكا پوري تړلو ډېرو هېوادو ئې مرسته كوله، شمالي ټلواله، كمونستان او شوراى نظار او په ايران پوري تړلې ډلي ئې په چوپړ كي وې، د شمالي ټلوالي مشران په سر كي د بهرنيو حاميانو پر مرستو مست او مغرور ول، خو داسي ورځ راورسېده چي احمدشاه مسعود له رباني سره يو ځاى په ماهي پر كي له حكمتيار سره كښېنستل او احمدشاه مسعود په داسي حال كي چي په سترگو كي ئې اوښكي رغړېدې ورته وويل: د مشر ورور په سترگه درته گورم، كه كابل ته راشې زما صداقت او اخلاص به وگورې، دفاع وزارت ما ته وسپارئ هر خدمت ته چمتو يم!! په تېرو انتخاباتو كي هر يوه دا هڅه كوله چي د حزب اسلامي حمايت ترلاسه كړي، هر يوه دوى ته د ډېرو امتيازاتو، وزارتونو او ولايتونو وړانديزونه كول. عبدالله ويل: غير از رياست جمهورى به دادن هر امتياز حاضرم!! اشرف غني ويل: ټوله اتكاء به مي پر حزب اسلامي وي!!

امريكا د طالب حكومت ډېر ژر او په آسانۍ سره نسكور كړ، امريكايي چارواكي او د دوى په خدمت كي افغاني ډلي له غرور او مستۍ په جامو كي نه ځايېدل، گمان ئې كولو چي نور نو افغانستان د تل لپاره د دوى لاس ته ورغى او هيڅوك نشي كولى هغوى او سلطه ئې وگواښي، خو دا دئ گورئ له څوارلس كلونو افغان وژني وروسته دې ته اړ شوي چي له افغانستان تش لاس ووځي، اوس له پاكستان دا غواړي چي طالبان خبرو ته چمتو كړي او كله چي پاكستان همدا كار وكړ او د طالبانو هيئت ئې په اسلام آباد كي د امريكا او كابل حكومت له استازو سره خبرو ته كښېناوو سپيني ماڼۍ ترې مننه وكړه!!

امريكا د څلوېښتو ملكونو په ملگرتيا ونه توانېده (د عراق او سوريې) دولت اسلامي وځپي، پرون ئې القاعده ته د يوازيني ستر دښمن په سترگه كتل، ټول نظامي او استخباراتي ځواك ئې د هغې د ځپلو لپاره كارولو، د ايران په شمول ډېرو اسلامي او اروپايي هېوادو د دوى مرسته كوله، خو هغه ئې لا ځپلې نه وه چي تر هغه لازيات ستر او وېروونكى دښمن ئې مخي ته شين شو.

دغو تجربو وښوده چي د وسلو او فوځونو په زور د هېوادونو اشغال او پر آزادي غوښتونكو ملتونو د لاس پوڅو حكومتونو د تپلو دوران پاى ته رسېدلى، د كابل حكومت او بهرني حاميان ئې هسي په دې خامه طمع دي چي يو به د تړلو، وژلو او ترور له لاري له پښو وغورځوي، بل به په كرسيو او ډالرو وپېري، بل ته به د جنگ په ميدان كي ماته وركړي او بل به د اقتصادي او مطبوعاتي محاصرو له لاري له صحنې وباسي. زه بلنه دركوم چي راشئ دا ناكامي تجربې نور مه تكراروئ.

آيا گمان كوئ چي غارت شوې ملي شتمنۍ او د غلامۍ او خدمت په بدل كي له اشغالگرانو ترلاسه كړي مالي امكانات او سياسي امتيازات به تلپاته وي، له پلار به اولاد ته په ميراث پاته شي؟!! كه څوك داسي انگېري نو د هغه پر بې عقلۍ ژړا په كار ده!! بايد پوه شئ چي توره شپه، سپېره برخليك او بده پايله درته په كمين كي ده، هغه امريكايان به هرو مرو وځي چي تاسو ئې د اقتدار پر كرايي كرسيو كښېنولى يئ، غارت شوې شتمنۍ او سره او سپين زر به ستاسو د غاړو كړۍ او د لاس او پښو ولچك او زولنې شي، په اروپا او امريكا كي به هم د افغان ولس له تعقيب او سختي مواخذې ونه ژغورل شئ، افغانان به بيا هغه غلطي نه تكراروي چي د كمونستو جنايتكارانو په اړه ئې وكړه!!

كېدى شي له مخالفينو ځيني معامله گر او ضعيف النفس په امريكايي ډالرو او ذليلو كرسيو وپېرئ، خو پوه شئ كه د طالبانو يا بلي ډلي داسي مشران درسره يو ځاى شي نو ټول هغه جنگيالي چي نن دوى ته منسوب دي د بل او داسي حزب په ليكو كي به ودرېږي چي تر بشپړي آزادۍ د مقاومت پر دوام ټينگار كوي. كه نه منئ او له تاريخي حقائقو او درسونو پند نه اخلئ نو تجربه ئې كړئ او نتيجه ئې په خپلو سترگو وگورئ.

تر كله به د كابل امريكايي حكومت چارواكي د غلو په څېر، د سيمټي دېوالو شاته؛ په وېره او خوف كي ژوند كوي، په پلازمېنه كي به دفترونو ته هم په ډاډمن زړه نشي تللى، په زغره والو گاډو كي به هم وېرېږي، له خپل باډيگارډانو به هم وېره لري چي داسي نه د خپل ټوپك خوله د دوى سر او سينې ته ونيسي، تر كله دا د سپكاوي او ذلت ژوند، تر كله د اشغالگرانو پښو ته لوېدل، تر كله د خپل سرلوړي ملت عزت د پرديو په پښو كي ذبح كول، تر كله د مظلومو افغانانو ويني تويول او د خپل ننگين اقتدار دوام له جنگ سره غوټه كول؟!!

كه غواړئ له دې سپك او ذليل ژوند او له راتلونكي سپېره برخليك وژغورل شئ، څو كارونه كولى شئ:

• د اشغالگران له غلامۍ او پر بهرنيو ځواكونو له اتكاءلاس واخلئ.

• د بهرنيو ځواكونو پر مزيد پاته كېدا او د دوى په لاس د مظلومو افغانانو پر وژني ټينگار مه كوئ. راشئ په گډه اشغالگرانو ته ووايو: موږ پرېږدئ چي خپلي كورنۍ ستونزي په خپله حل كړو.

• د بين الافغاني بلاواسطه مذاكراتو له لاري د بحران حل ولټوو، داسي حل چي پر څو اساسي خبرو د صادقانه تعهد او مخلصانه ژمني زېږنده وي:

• د بهرنيو د هر راز لاسوهنو كلك او صادقانه مخالفت.

• د هېواد پر خپلواكۍ، استقلال، زمكنۍ بشپړتيا، ملي حاكميت او اسلامي هويت له هر راز معاملې او سودا ډډه كول.

• دائمي اوربند، داسي چي له دې وروسته نه د اقتدار په منازعه كي يوه قطره وينه توى شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي، د اقتدار ترلاسه كولو لپاره نه د پرديو پښو ته د كوم افغان د لوېدلو شاهد وو او نه د پرديو د وسلو او پيسو په زور او د توطئو او كودتاگانو له لاري دقدرت ترلاسه كولو د كومي هڅي شاهد.

• ټولو لوريو ته د منلو وړ موقت حكومت.

• د دې حكومت تر اشراف لاندي د يوه مستقل او بې طرف انتخاباتي كميسيون په مديريت كي آزاد او عادلانه انتخابات.

• د ملت رأيي ته درناوى او د هغه حزب حكومت منل چي د ملت اكثريت پرې اعتماد كوي.

كه تاسو له دې وړانديز سره توافق وكړئ زه دا تضمينوم چي حزب اسلامي به له ځنډ او تعديل پرته له هغه سره توافق كوي.

والسلام على من اتبع الهدى

شاهد د ورور حكمتيار يو خاص استازى

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button