حی علی الفلاح افغانانو!

په ټولنه باندی د مشرتابه او زعامت اغیز
له ډیرو درنو او ښاغلو لوستونکو څخه مخکی له مخکی بښنه غوړام چی د خپلو سترګو لیدلی او یا په خپلو غوږونو د اوریدلو خبرو د لیکلو او بیان تکل کوم.
زما کاکا ارواښاد سناتور علی جان خان صبری نومیده خو د لوی پکتیا ټولو خلکو او ولسونو به مامور صاحب باله.
ځکه نوموړی هغه څوک و چی تر هرچا څخه لومړی یی د لویی او لرغونی پکتیا په بیلابیلو سیمو کی د ښوونی او روزنی په برخه کی خدمتونه تر سره کړی دی هغه د اعلیحضرت غازی امان الله خان د خورا نیږدی ملګرو، خواخوږو او دوستانو څخه شمیرل کیده او د هغه غازی د زعامت او ویاړلی واکمنی په دوران کی د پکتیا یا د هغه وخت د سمت جنوبی په نوم د معارف مدیر و او د لومړی ځل لپاره یی په دغه تاریخی ولایت کی څلور ښوونځی په ګردیز، زرمت، خوست او څمکنیو کی پرانیستلی او د اعلیحضرت غازی امان الله خان د معارف پروره هیلو او ارزوګانو سره سم یی په دغه ولایت کی خپلو هلو ځلو ته دوام ورکاوه چی د خوست فرهنګپالو ولسونو د ښوونی او روزنی د پرمختیا او پراختیا په لاره کی مادی مرستی او بسپنی په خورا مینه او خوښی ډالی کولی.
زما کاکا کیسه کوله چی یو ځل مو اعلیحضرت  امان الله خان د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار ته رادعوت کړ د پکتیا د غیورو او سترو قومونو درنه او پتمن مشران د هغه هرکلی او ښه راغلاست ته راغلی وو او د بیلابیلو قومونو شاه ځلمیانو په پښتنی او افغانی ولولو د اتڼ لپاره ځانونه د ګردیز ښار ته رارسولی وو.
په دغه هرکلیو کی یو هم د پکتیا پیاوړی، نامتو غازی ستر مشر لوی خان ببرک خان ځدراڼ هم حاضر و هغه ستر پښتون او باتور مشر چی وروسته د پکتیا د ولایت په اړودوړ کی د اعلیحضرت غازی  امان الله خان د پلوی او دفاع په مبارزه کی په شهادت ورسید.
د ده او د هغه د مبارزی او وطنپالی ستری کورنۍ یاد به وروسته هم وکړم.
خبره د هغه پرتمینی غونډی ده چی د اعلیحضرت غازی  امان الله په ویاړ جوړه شوی وه ځلمیانو په داسی مستی او غرور اتڼ کاوه او خپلی توری څڼی او غیرتی سرونه په خوشالی اچول چی د ځمکی ګرد اسمان ته پورته کیده او د ډولونو غږ دا پرتم او زوږ لا پسی زیات کړی و.
اعلیحضرت  امان الله خان هم په وجد او شوق راغی او د اتڼ چیانو په لیکه ورګډ شو د چکچکو کړسهار و د اتڼ وروسته د قومونو مشرانو داعلیحضرت مشایعت او لا درنښت تر سره کاوه د ناستی ځای یوه ستره خیمه وه چی د ستورو په نښو مزین شوی وه د خیمی په منځ کی د اعلیحضرت سترګی په یو ملا ولګیدی او سملاسی ورځینی وپوښتل ملا صاحب محترم! ستاره های خیمه را شمار کرده میتوانی که در این خیمه چند ستاره اند؟ 
ملا صاحب خپله غاړه صافه کړه ویی ټوخل د خیمی ګڼو ستورو ته یی وکتل او بیا یی ورته وویل چی د دغو ستورو ګڼل ډیر ستونزمن او ناشونی کار دی خدای پوهیږی چی دا به څومره ستوری وی د دی شمیرل می له لاسه نه کیږی.
وروسته اعلیحضرت د ښوونځی په یوه زدکوونکی سترګی ولګیدی او ورځینی یی وپوښتل بچیم این ستاره ها را شمار کرده میتوانی؟
نجلی سم د لاسه له خپله ځایه پورته شوه د ادب د وړاندی کولو وروسته یی ورته وویل هو ! دا اسان کار دی.
خیمی مستطیلی جوړښت درلود د هغه اوږدوالی او پسور (طول، عرض) ستوری یی وشمارل له ضرب وروسته یی د ستورو شمار په ډاګه کړ او په درنو چکچکو بدرګه شوه.
اعلیحضرت ملا ته مخ ورواړوه ملا صاحب وګوره دغه ماشومی د ښوونی او روزنی په برکت هغه څه چی تا ناشونی باله په اسانی وشمیرل تعلیم او تربیه څومره ګټی لری تاسو د معارف او پوهنی د پراختیا او پرمختیا په لاره کی ونډه واخلی د هلکانو او انجونو د ښوونی او روزنی په بهیر کی ستونزی مه رامنځته کوی چی بی له تعلیمه وطن نه ابادیږی .
غازی امان الله خان  په پښتو ژبه خبری نه شوای کولی خو په پښتو پوره پوهیده خو کله چی ارواښاد خان عبدالغفار خان یو ځلی په یوه شخصی ملاقات کی اعلیحضرت انتقاد کړ چی ته لوی اتل،غازی افغان او د افغانستان ټولواک یی ولی دی پښتو ژبه نه وی زده هیله ده چی دا ژبه زده کړی اعلیحضرت د پاچا خان انتقاد پر ځای وباله او هغه ته یی ژمنه ورکړه چی تر بل ملاقات پوری به زه خپله مورنۍ ژبه زده کوم اعلیحضرت امان الله خان پاچا خان ته د فخر افغان لقب هم ورکړ.
پاچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کی لیکی چی اعلیحضرت امان الله خان وروسته پښتو ژبه زدکړه روان پری غږیده کله می چی په هند کی ولیده زما سره یی په پښتو خبری کولی هیڅ ستونزه یی پکی نه درلوده خو له بده مرغه هغه ناوخته ژبه زده کړی وه ځکه له خپل سلطنت څخه لاس په سر شوی د ایټالیا په لور روان و.
اعلیحضرت چی د هیواد او هیوادوالو د پرمختګ او سوکالی په عشق کی لاهو و تل یی د هیواد د ابادی او ترقی پلانونه درلودل د ښوونی او روزنی چارو ته یی خاصه پاملرنه کوله هغه یوه ورځ د پغمان په یوه ښوونځی کی د زده کوونکو  سره ملاقات درلود د هغه د لارښود سره سم افغانی الوتکو د ښوونځی له پاسه ټیټی الوتنی تر سره کولی.
اعلیحضرت هلکانو ته وویل چی دا په هوا کی څه شی دی؟ هغوی ورته وویل چی دا هوایی جهازونه دی.
 ده ورته وویل چی دا چا جوړ کړی دی ؟ زده کوونکو په یوه غږ ورته وویل چی دا انسانانو جوړ کړی دی.
بیا یی ورته وویل په هوا کی یی څوک ګرځوی؟ دوی ورته وویل چی زموږ خپل افغانان دی .
اعلیحضرت په دی ډول د هیواد نسل د ښوونی او روزنی او لوړو زده کړو ته متوجه کاوه او د هغی ښوونځی زده کوونکی یی د څه شیبی لپاره خوشاله وساتل او هغوی ژمنه وکړه چی لوړی زده کړی به کوو او هیواد به لا ودانوو.
رښتیا هم چی افغانستان د غازی امان الله خان د زعامت او مشر تابه لاندی په نړی کی لوړ پرستیج او وقار درلود نه یوازی په بهر کی بلکی د هیواد په د ننه کی هم ټولو ولسونو قومونو او ملیتونو د یوه ځانګړی ملی غرور او وطنپالنی احساس کاوه.
څرنګه چی د هیواد مشر غازی و د هیواد په ګوټ ګوټ کی غازیان وو، ټول ملت غازی و  ټول ولس د غازیتوب  ویاړلی شملی پر سر وی. خو له بده مرغه پرنګیان او د وطن دوښمنان په مورچل کی ناست وو هغوی د افغانستان دغه برمیال او ننګیال دریځ او پرمختګ نه شو زغملی.

د پرنګیانو د لاسپوڅو ملایانو په لمسون یی په پکتیا، شینوارو، او د هیواد په نورو سیمو کی ګډوډی او اړودوړ رامنځته کړ او په پایله کی یی له پاړه چنار څخه مشهور غل د سقاو زوی حبیب الله چی په یوولسو میاشتو بند محکوم و او په غلا  نیول شوی و له خپلو دوو ماما زامنو سکندر او سمندر سره د امان الله خان پر ضد جنګ جګړو ته له زندانه خوشی او افغانستان ته یی راواستاوه.
د سقاو زوی چی شین غل و او په دی لاره کی یی  ډیری ربړی او ستونزی ګاللی وی په خپله اراده او هوډ کی یی ویره نه پیژانده او ډیر زړور د افغانستان په لور راروان شو د لاری په اوږدو کی د جمعی په ورځ د بډیکوټ په یوه جومات کی له یوه ملا سره مخامخ شو چی د اعلیحضرت امان الله خان د اصلاحی او مترقی پروګرامونو پر ضد یی تبلیغات کول او خلک یی د هغه پر ضد شورش او جهاد! ته رابلل بچه سقاو موقع په لاس ورغله او د ملا څخه یی د خپلو راتلونکو غورزو پرزو د پلی کیدو په هکله سلا او مشوره وغوښته ملا صاحب چی لا پخوا د انګریزانو په دستور دغی کار ته ګومارل شوی و د سقاو زوی لا وهڅاوه او ورته ویی ویل چی په لاره کی یوه ونه په مخ درځی د هغی ونی بیخ وکینه تاسو ته به یو څه په لاس درشی.
بچه سقاو د خپلو ماما زامنو سره د لاری د مزل په وهلو سره په هغه ټاکلی ځای کی ونه ولیده سم لاسی یی د ونی د خاورو په رابرسیره کولو لاس پوری کړ څلور ټوپک زیات شمیر کاړتوس او څو زره روپی د هغه لاس ته ورغلی بچه سقاو په خپله داسی کیسه کوی.

من از ترس تعقیب امان الله با پسران مامای خود سکندر و سمندر در پشاور رفتم و چندی مشغول چای فروشی بودم و انګاه درتوتکی رفته دوکان سماوار کشودم و همانجا بماندم تا موقع مراجعت با افغانستان رسید در راه بازګشت به قریه پدیکوت رسیدم روز جمعه بودبه مسجد برفتم ملا یی در منبروعظ جهاد باکفرمینمودوچون تما م شدمن پیشرفتم وازودعای خیر خواستم ملا به من دعا داد و ګفت در خارج شدن از مسجد در

 

در سر راه خود درختی خواهید دید پای ان را بشکافید هر چه یابید بردارید. من به چلاکی  چنان کردم وچهار تفنګ وکارتوس و یک هزار روپیه نقد یافتم و بر داشتم وروان شدم  وقتیکه از لغمان بجانب کوهدامن  می رفتم باز در راه به ملای برخوردم که مرا دید و امر بجهاد دربرابر  امان الله نمود، در ایام جشن پغمان روزیکه  امان الله داخل تیاتر پغمان بود باز به ملای دیګری مقابل شدم که مرا بحکم دین اسلام به کشتن امان الله امر نمود اما به جهتیکه جشن مسلمانان خراب نه شود واین کار نه کردم، وقتکه به کوهدامن برګشتم ملای دیګری مرا دید وفرمایش ملای پغمان راتکرار کرد من به تګاو رفتم وغلام محمد خان فرقه مشر تګاوی ( مامای معین السلطنه ) وهم اخندزاده صاحب تګاو ( ملا حمید الله خان ) مرا خواستند وبدیدند وبکشتن امان الله راه بلدی کردند، وهم بعضی خان های پروان را به کومک من نشاندادند منهم عزم برانداختن او کرده و بکابل حمله کردم.

د سقاو زوی خپلې سیمې ته په رسیدو سره د خپلې ډلې په سمبالولو او وسله وال کولو بوخت شو. څرنګه چې د نوموړې سره د انګریزانو په ښکاره او پټه همکاري موجوده وه او له بلې خوا د اعلیحضرت پوځې قواوي له کابل څخه د لوي ننګرهار د شینوارو  ارامه کولو لپاره تللې وې د غلو او داړه مارانو ډله لا زوروره  او زړه وره شوه او د کابل له تخته یې اعلیحضرت امان الله خان د کندهار او بیا بهر ته په تیښته مجبور کړ.

د سقاو زوی حبیب الله د کابل په تخت کیناست  خپله کابینه او وزیران یې وټاکل او د شور بازار حضرت مجددی فضل حق ورته د خادم دین  رسول الله لقب ورکړ.

هغه په حقیقت کې خادم قطاع الطریقین و، په ټول کابل ښار او د هیواد په ګوټ ګوټ کې بې نظمې او پخپل سری رامنځ ته شوه. غل  پاچا شو او د غلو دور پیل شو. د غازی امان الله خان ټول اصلاحی، مترقې او مدنې پروګرامونه له خاورو سره خاروي شول. د سقاو زوی  غلو او دړه مارانو  د ارګ او دولت پانګه او شتمنې لوټ کړه. او لکه صحرایې لیوان د ملت او عام ولس په شتمنیو چور او چپاو ګډ شو. د غله د زعامت او مشرتابه په دوران کې د افغانستان ولس او غیور ملت ته هغه پخوانی غرور او پرتم پاتی نه شو، په هر سیمه کې غلو پخپلو بریتونو لاسونه وهل د غازیانو د دور پر ځای د غلو دور پیل شو، او په هره سیمه کې د غلو شملې جګې وي. ساده، بې سواده خو بې ریا حبیب الله سقاو د خپل راتلونکې حال څخه ناخبره و چې انګریزان به په ده څه قیامت راولې؟ ځکه هغه یې د تاریخ په یوه خاصه مقطع کې په خپله ګټه ولوباوه. اوس انګریزانو غوښتل چې د هغه پر ځای بل لاسپوڅی واک ته ورسوی، د هغه د ځای ناستی لپاره یې محمد نادر شاه چې د فرانسی د پاریس ښار کې سفیر او استوګن و غوره کړ، نادر شاه لا پخوا د پاچاهۍ خوبونه لیدل او د هغه اړیکې د اعلیحضرت امان الله خان سره ډیري ترینګلې وی، ځکه محمد نادرشاه د کابل په ښار کې په داسی حال کې چې د دفاع وزیر و څو ځله د انګلیس د سفارت په شاوخوا کې لیدل شوی و، ځکه امان الله خان په هغه باندې بې باوره شوی او په فرانسه کې یې سفیر وټاکه. د محمد نادرشاه پلار یوسف خان او نیکه یې یحی خان نومیده. دوي ټول وروڼه محمد نادرشاه، عبدالعزیزخان، محمد هاشم خان، شاه محمود خان او شاه ولی خان په برتانوی هند کې زیږیدلې دي، او د انګریزانو تر قیادت لاندې په مستمرې معاش باندې روزل شوی او پالل شوي دي.

د هغه نیکه یحی خان د سردار محمد یعقوب خان د افغانستان امیر او د امیر شیرعلی خان د زوی خسر و، همدغه یحی خان و چې د انګریزانو په لمسون او لارښونه یې خپل ماخولیایې زوم امیر محمد یعقوب خان د ګندومک د ماهیدې لاسلیک ته تشویق او اړ کړ، له دغه ځایه د دغې کورنۍ له انګریزانو سره سیاستی کریدت او باور لا پوخ شو.

محمد نادرشاه په ډيره بیړه له فرانسی څخه د هند په لاره ځان پیښاور راورساوه، ښایې په هند کې برتانوی استخبراتې چارواکو هغه ته لازمې مشوري ورکړی وی؟ کله چې نوموړې پیښاور او د پښتنو قومونو قبایلو سیمې ته راورسید، ټول پښتانه د هغه په راتګ خوشاله شول، چې ګنې هغه به د اعلیحضرت امان الله د سلطنت د اعادی او پلوې لپاره راغلی وی پخپله فخر افغان خان عبدالغفار خان او د پښتنو درنو مشرانو ورسره جرګې مرکې وکړي، او دا یې ورته په ډاګه کړه چې مونږ هله ستا ملاتړې یو چې  غازی امان الله  بیرته افغانستان ته راستون او بریمن واکمن شی.

محمد نادرشاه چې خورا ځیرک او په دیپلوماتیکو غورزو پرزو بلد و هوکړه یې ورسره وکړه. او په قران مجید کې یې ورسره لاسلیک وکړ چې زه به د ستاسو له ارادې او غوښتنې سره سم د اعلیحضرت امان الله خان د سلطنت د اعادی لپاره هلې ځلې او وسلواله مبارزه کوم. نوموړی په خپلواکۍ او خاوره مینو وزیرو، مسیدو له لاری خوست ته راورسید، شاه ولی خان یې غیرتمنو   او باتورو منګلو سیمې ته واستاوه او شاه محمودخان زمونږ د  صبریو په سیمه  کې زمونږ کلی ته راغی. خو د صبریو قوم لښکري زما د مور لخوا د نیکه محمدخان په مشرۍ راټولې شوي، او د شاه محمودخان څخه یې د ځینو موجه او پر ځای غوښتنې وړاندې کړې. زما کاکا کیسه کوله چې شاه محمودخان خورا وارخطا او ویره کې ولوید، او غوښتنه یې وکړه چې په قران مجید به ورسره لاسلیک او ژمنه وکړم چې د صبریو د قوم غوښتنې وروسته ترسره کړم، ما هغه ته ډاډ ورکړ چې ته د یو پښتون په کور کې دیره یې. ستا ساتنه زما په غاړه ده، هغه و چې زمونږ د قوم د لښکرو مشرتابه ته یې ډاډ او قناعت ورکړ او لښکرې بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوي.

خو د شاه محمودخان په زړه کې زما د تره او قوم په وړاندې پټه رخه او کینه پیدا شوه، وروسته نوموړی د باک سیمې ته د بابکرخیلو د مشر اروښاد حاجی میرخان او جرنیل حیدرجان کور ته ورسول شو. لنډه دا چې د توریالیو غیرتې وزیرو او  مسعودو په ګډون د لوي پکتیا جنګیالی او زړور قومونه د محمدنادرشاه او د هغه د ورونو ملاتړې شول، او د کابل په لور راوخوځیدل. د لوي پکتیا او د غزنی په ځینو سیمو کې انګریزانو  د شور بازار حضرت فضل عمر مجددی لا پخوا موظف کړی او د هغه ځای د غلجیو او سلیمانخیلو قبیلو ملاتړ یې د ځان په لور راګرځولې و.

د دغو باتورو او زړورو لښکرو په وړاندې په کابل کې حبیب الله سقاو کله د مقاومت توان درلود، کابل سقوط وکړ او د سقاو زوی خپلې سیمې کلکان ته په شا شو.

له ویلو دی پاتې نه وی چې د شمالی سیمو او د کوهیستان اوسیدونکې ډیر زړور، باتور، جنګیالې په خپلواکۍ او وطن مین ولسونه دی، دوي تل د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاوري د دښمنانو په وړاندې په میړانه او اتلولۍ جنګیدلې او د خاوري هر غلیم ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دی، په دغه سیمه کې خورا نامتو، نومیالې او تاریخې مبارز ملی شخصیتونه تیر شوي دي، او د هغوي د مبارزې او د توری د شرنګ کارنامی زمونږ د تاریخ ویاړ دی. دا چې په دغه سیمه کې یو مشهور غل د انګریزانو په مټ او مرسته زمونږ ګران هیواد د سترو غمیزو او ناخوالو سره مخامخ کړ. دا د انګریزانو توطیه وه نه د کوهیستان او شمالی د غیرتمنو، تورزنو او هیوادپالو ولسونو چې تل یې د افغانستان په لرغونی او معاصر تاریخ کې ستر نه هیردونکی مثبت رول لوبولی دی.

محمدنادرخان په کابل او ټول افغانستان واکمن شو، او د یوې تصنعی او فرمایشې لوي جرګې له خوا د افغانستان پاچا شو، او د کابل په سلطنت یې ډډه ولګوله، او دپښتنو د مشرانو او قومونو سره یې کړې ژمنې او په  قران مجید لاسلیکونه او لوړې تر پښو لاندې کړي.

محمدنادرخان په ډیره هوښیاری او خاص دپلوماتیک هنر سره بیا د شوربازار د حضرت مجد دی د کورنی لمنه ونیوه او د مجد دی او خپل ورور شاه محمود خان په ګډون یی یو پلاوی کوهدامن ته ولیږه څو د سقاو ځوی حبیب الله سره وګوری او هغه د خپلو ملګرو سره د  ده لیدو ته  وهڅوی.

حبیب الله چی یو بی ریا سړی او مردانه ځانګړنی یی درلودی د پلاوی ډیر درناوی او میلمه پالنه وکړه او د هغوی غوښتنه یی پدی شرط ومنله چی په قران مجید ورته د هغه د سر او ملګرو د خوندیتوب د تضمین لاسلیک وکړی دا روږدی شوی قران خواره هرڅه ته تیار وو د منګلو په اصطلاح په قران کی د مالګی څټلو ته هم چمتو وو سملاسی یی په قران مجید لاسلیک وکړ او حبیب الله ته یی وویل چی د ستا او ستا د ملګرو مال او سر په امان کی ده هغه و چی دوی په ګډه کابل ته د محمد نادرخان حضور ته راغلل. حبیب الله د خپلو ملګرو سره په ساده لباس کی د محمد نادرخان مخی ته کیناستل یوه شیبه چوپه چوپتیا وه او دغه چوپتیا محمد نادرخان د یوی پوښتنی په وړاندی کولو سره ماته کړه د لنډو خبرو اترو وروسته د محمدنادرخان په غوښتنه دوی له کوره وایستل شول او بی له ځنډه حبیب الله او ورسره د ده ورور حمیدالله اووه تنه ملګری چارماری او اعدام شول او د دوی مړی یی په حضوری چمن کی له داره راځوړند کړل.

خبره د مشرتابه په اغیز ده محمد نادرخان اعلیحضرت محمدنادرشاه شو هغه محمدنادرشاه چی په قران مجید لوړه کول او پرهغه لاسلیک کول ورته عادی او بابیزه خبره ښکاریده له بده مرغه په ټول هیواد کی د شخړو هواری د قران په کولو دود شوی. ځکه چې مشرتابه ټول قران خواره وو.

محمد نادرشاه د خپل زعامت په دوران کې د اعلیحضرت غازی امان الله خان د بدنامۍ او د هغه د محبوبیت د له منځه وړلو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي، که څه هم د امان الله خان دوې خویندې د شاه محمودخان او شاه ولی خان میرمنې وې، او د نادرشاه خور د امیر حبیب الله خان میرمن وه. امان الله خان د یوه لیک په ترڅ کې چې نادرخان ته یې ورلیږلې و د خپلو کورنیو ستونزو د حل په خاطر یې د خپل شحصې او ملکه ثریا د ملکیت د خرڅلاو پیسی غوښتې وی. ځکه امان الله خان په ایټالیا کې د اقتصادې ربړو سره مخامخ و، او نادرشاه د ده لیک یوې فرمایشې لوي جرګې  وړاندې کړ، څو په دې توګه داسی وښیی چې ګنې امان الله خان په ایټالیا کې د عیش او نوش پیسی کمې شوی دی، د هغه سره هیڅ راز کمک ونه شو، بلکې په پوره قساوت او دښمنۍ یې د ده د پلویانو او خواخوږو په له منځه وړلوو وژلو او بندې کولو لاس پوری کړ، چې څرګنده بیلګه یې د لوګر د څرخی د مبارزې او وطنپالې کورنۍ د ګڼ شمیر نومیالیو جنرالانو، مشرانو او ان  ښځو او ماشومانو وژل او له منځه وړل وو. د پکتیا په تاریخې ولایت کې د ستر مبارز شخصیت ببرک ځدراڼ کورنۍ د سترو ستونزو سره مخامخ کړه. او په کونړونو کې د ساپیو د غیور او توریالی قوم د ستر مشر او لوي خان میرزمان ساپی د کورنۍ ځپل او نورو لرو سیمو ته تبعیدول وو. په کابل او د هیواد په ټولو سیمو کې روڼ انده مبارز او تاریخې شخصیتونه د زندان تورو کوټو ته واچول شو، د ویرې او وحشت فضا خوره شوه.

زما کاکا هم دیوې قومې شخړې په پلمه  د شاه محمودخان د هغه پخوانۍ کینې او دسیسې له مخې په یوه ناکامه ترورې حمله کې سخت ټپې شو، او د مرګ توطیه یې ناکامه شوه، خو زما د مور له خوا نیکه محمدخان او د هغه دوه وروڼه محمد سرورخان او هاشم خان بلخ ته تبعید او په هغه ولایت کې زندانې شول. هاشم خان په زندان کې مړ شو، محمد خان او سرورخان په بند کې د څه مودې وروسته په فرار بریالې شول. کله چې خپل کور ته راورسیدل په یوه قومې توطیه کې دواړه شهیدان شول.

همدا سبب و چې د افغانستان مبارزو او روڼ اندو سټو د دغې غدارې کورنۍ په وړاندې په پټه او ښکاره مبارزه پیل شوه، د وطنپال او انقلابې اتل سید کمال په وسیله د نادرشاه ورور عبدالعزیزخان چې په جرمنی کې  مختار وزیر و د برلین په سفارت کې  ووژل شو، نوموړی د سردار محمد داود پلار و، لږه موده وروسته اتل محمد عظیم خان په کابل کې د انګلیس د سفارت دری تنه دپلوماتان ووژل، لا دوه میاشتې او یوه ورځ تیره شوی نه وه چې یو بل زړور وطنپال او اتل ځوان عبدالخالق د اروښاد جنران غلام نبی خان څرخی او دوي دکورنۍ د شهیدانو په بدل کې محمد نادرشاه د ارګ په دننه کې د دلکشا ماڼۍ ته نیږدې د تومانچې په ډزو ووژل شو، او پر ځای یې زوی محمد ظاهر شاه د نولس کلنۍ په عمر د پاچاهۍ په تخت کیناست. هغه تش په نوم پاچا و څه ناڅه پنځه دیرش کاله د سلطنت واګی د هغه د دوو ترونو محمد هاشم خان، شاه محمود خان او د هغه د کاکازوی سردارمحمد داود په لاس کې وه. دغې کورنۍ د افغان ملت او ولس په وړاندې ژوره کرکه اوکینه درلوده ډیرې درنې او وطنپالی ککرۍ د دوي د جاسوسی او نظامې کړیو لخوا له منځه یوړل شوي، او په ټول هیواد د وحشت او ویرې فضا خوره وه. یواځې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وروستیو پنځو کالو کې ځان ته یو څه تبارز ورکړ. خو د سردار محمد داود سره یې اړیکې ترینګلې او نازکې وی، که څه هم د محمد ظاهر شاه خور د سردار محمد داود میرمن وه، خوپه پایله کې د (۱۳۵۲) د چنګاښ میاشتې په شپږویشتمه نېټه په یو وسلوال پاڅون کې محمد ظاهر شاه د سلطنت دوره پای ته ورسیده او سردار محمد داود د افغانستان د جمهور ریس په توګه د واک په ګدۍ کیناست.

د یوه هیواد مشران او رهبران د خپلو اړوندو ټولنو په برخلیک او راتلونکې باندې څرګنده اغیزه لري. زه د لیکنې د اوږدوالې له کبله د سردار محمد داود، د ثور د اومې نېټې د وسلوال پاڅون په نتیجه کې د نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، دوکتور نجیب الله او له هغه وروسته د حضرت صبغت الله مجددی، برهان الدین ربانی، ملا محمد عمر او په وروستی پړاو کې حامد کرزی د واکمنۍ او مشرتابه په هکله هر څوک قضاوت کولې شي.

خو دا د لمر په شان ښکاره ده چې زمونږ ویاړلی او سر لوړی هیواد ګران افغانستان د نړۍ د زبر ځواکونو او ښکیلاکګرو بلوسګرو په ستره لوبه او ناندریزه کې راګیر دی، د هیواد ولسونه او وګړې د خونړۍ جګړې د اور په لمبو کې سوزي. د فساد او د مافیایی کړیو د واکمنۍ له کبله زمونږ ګران هیواد د نړۍ په کچه د فساد په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ویر، غم، ناخوالو او ساندو فضا خوره ده. دهیواد د تیر تاریخ په کچه زمونږ توریالۍ اومیړنۍ ولس د سترو ننګونو سره مخامخ دی، او له بلې خوا د چم ګاونډ د نامرده او تورمخو دښمنانو د ګواښونو او ښکاره لاسوهنو لړۍ په خورا شیطانې بڼه روانه ده، او زمونږ د هیواد شتون او هستی یې د ستر ګواښ سره مخامخ کړی ده.

دا چې په دې نیږدې شپو او ورځو کې  د هیواد د راتلونکې زعامت لپاره دټولټاکنو بهیر روان دی، د ټولو شریفو درنو جګړه ځپلو، غم ځپلو هیوادوالو وروڼو، خویندو، وطنپالو، روڼ اندو او منورینو ملی، اسلامې او افغانې دنده او مسولیت دی چې په ټولټاکنو کې هغه څوک غوره کړې چې د بهرنیو استخباراتې شبکو په تیره بیا د پاکستان د دوزخې استخباراتې  ( ای اس ای ) سازمان ګوډاګی نه وی.

هغه  څوک غوره او وټاکی چې د ټولنی په راتلونکې باندې مثبته او غوره اغیزه وشیندې،هغه څوک چې د یوې پیاوړې پوهې سیاسې استعداد، ژور ملی احساس، دپوره زغم، درایت، تدبیر خاوند او له ویری پرته په پوره زړورۍ دفساد او زورواکانو په وړاندې د مبارزې جرات ولري. د ګران او سرلوړی افغانستان د سوکاله او برمیاله راتلونکی په هیله.

ژوندې دی وې د افغانستان پتمن، غیرتمن او په ازادۍ مین خلک

                                                                                                    په ډیر درنښت

                                                                                         بسم الله ( اکبری ) هالنډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button