اسدالله سراج د اعلیحضرت غازي آمان الله خان میرنی ورور د سترګو لیدلی حال !

ارواښاد اسدالله سراج د ملکې علیاحضرت بي بي محبوب سلطان د امیرحبیب الله خان میرمنې زوی او د اعلیحضرت محمد نادرشاه خوریې دی . هغه لیکي چې :
ښه مې په یاد دي چې چې یوه ورځ اعلیحضرت محمد نادرشاه د سمت مشرقي ( اوسنی لوی نـنګرهار) یوشمیر ملایان د هیواد مرکز کابل ته را وغوښتل . له غرمې وروسته په ۲ بجو ملایان د د لکشا ماڼۍ ته راورسیدل . او د اعلیحضرت په حضورمشرف شول . د دوی شمیر خورا زیات وو. او پوره چوکۍ نه وې له دې کبله یو شمیر د اعلیحضرت د میز تر څنګه په ځمکه کیناستل . په هغه مجلس کې د حضور سر منشي محمد نوروز خان ، سر یاور سید شریف خان او پخپله زه حاضر وو.
اعلیحضرت د روغبړ او ستړي مه شي وروسته په سمت مشرقي کې د ښوونې او روزنې معارف د ښوونځیو په جوړیدو او پرانیستو خبرې پیل شوې . یوتن ملا چې د ژبې فصاحت او بلاغت یې درلود . په څرګند ډول وویل :
چې موږ د معارف ښوونځیو ته اړتیا نه لرو. زموږ ماشومان جوماتونو ته ځي او هلته خپلې زده کړې ترسره کوي. نوموړي د ښوونځیو د غندلو په اړه پوره بد، رډ وویل . نادرشاه د هغه خبرې په پوره زغم واوریدې . او په پایله کې یې په ډیر نرمښت ورته وویل :
ستاسو د عالمانو او پوهانو دنده داده چې کومي نیمګړتیاوې وګوری ، خپلو اړوند چارواکو ته یې په ګوته کړی . که ستاسو خبرې ونه اوریدل شوې مرکز ته راشئ خپلې غوښتنې او نیوه کې موڅرګندې او وویاست ، که ستاسو غوښتنې معقول او پرځای وی ، سملاسي به ترسره شي .که د شینوارو په ښوونځۍ کې ګړ، بړ او شورش رامنځته شو. د ښوونځۍ نیمګړتیا او نقصان نه و، د معارف د کارکوونکو د سمې ادارې نه شتون و. تاسو باید پوه شی چې نـن ورځ د پوهي او علم پرته پرمختګ ناشونی دی او ژوند پرمخ نه ځي. لکه چې خدای او رسول د علم په زده کړه ټینګار کړی دی. او د علم زده کړه یې په هر مسلمان فریضه بللي ده . نوموړي ملا بیا خپلې خبرې پیل کړی او د ښوونځیو په غندنه او ټکولو کې یې چې څه یې په زړه وو، وویل . د اعلیحضرت زیاتې حوصلې او سړې سینې هغو لازړور کړل . یو ملا چې په ځمکه ناست و را پورته شو او ویې ویل چې تاسو اعلیحضرت وفرمایل هره نیمګړتیا او نقصان چې وګوری باید ویې وایې که تاسو اعلیحضرت خپله ږیره لږه اوږده کړی ډیره به ښه وي .
نادرشاه پخپل لاس کې قلم په ډیرزور د میز پرسر ګوزار کړ او په جګ آوازیې وویل :
شکورګله ! به هرچه بازی به ریش بابا هم بازی .
احمقه ، ته ګډوونۍ نڅاګر رقاص نه وی ؟ هغه وخت چې زه د مشرقي تنظیمیه ریس وم. ته مې تشهیر او رسوا نه کړی او د جلال آباد په ښار کې مې په خره سپورونه ګرځولې ؟ اوس د ملایانو په ډله کې ناست او ځان ملا بولې . سر یاور ته یې امر وکړ چې له سره یې دستمال ایسته کړي څو د هغه مخ ملا صایبان وګوري .
د هغه د مخ په څرګندولو ملایانو چیغي کړې او ویې ویل :
اعلیحضرت ! ولې دې لومړی موږ ته ونه ښود؟ زه هر یو پیژنم خوزه پرد ې پټوم نه پردې پورته کوونکی .
اوس کشينی چې وخت له لاسه ورنه کړو د ښوونځیو د پرانیستو او جوړیدو په هکله باید وغږیږو.
سملاسې هغه ملایان هم چې د ښوونځیو د تاسیس مخالف ول پورته شول او د ښوونځیو د جوړولو او پرانیستلو سره یې خپله پلوي څرګنده کړه . اوه ۷ بیلابیلې ښوونځۍ چې سمت مشرقي ته په پام کې وې تایید اود ملایانو د منلو وړ وګرځیدي .
نادرشاه د سمت مشرقي څخه راغلي ملایان په سوغاتونو او چپنو ونازول او دوه تنه عالمان یې په جمیعت العلما ءچې نوی تاسیس شوی وشامل کړل .
دادی اوس د ملایانو صایبانو د واکمنۍ اوپاچاهۍ دوران دی . د ځینو له پټو او قدیفو کې نغښتو مخونو که پردې پورته شي . ډیری شکور ګلان او پنجاب ګلان به په کې پیدا شي ؟
په توپاني بړبوکیو او تورو وریځو کې ښکیل ګران افغانستانه ! خدای دې مل او ساتندوی اوسه .
بسم الله اکبري
۲۲/۱۰/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button