د “نا کرده ګناهونو” بشر دښمنه پريکړه

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

موږ ته خو لا تراوسه پورې داسې کره شواهد مخته نه راغلل چې د يولسم سيپټمبر په پېښه کې القاعده ښکېل وه که د کوم بل مرموز او مخفي اړخ دسيسه وه، طالبان ملامت وګڼل شي که اسامه بن لادن ته د پړې ګوته ونيول شي، دغه رامنځته شوې پېښه له بهر څخه تيار شوى بريد وو، که په امریکا کې مهندسې شوى پلان وو، خو دومره يقيناً پوهيږو چې د افغانستان ملت په دغه پېښه کې هيڅ ډول ککړتیا نه درلوده او په امریکا کې کنګل شوې اسعاري زېرمې د القاعده او طالبانو نه، بلکې زموږ د ملت شتمني ده.

دلته د حيرانتيا خبره نشته، ځکه چې له بيوزله او په ستونځو کې له نښتو ولسونو سره د استعماري هيوادونو لخوا همدغه شان تعامل کيږي او موږ مستثنا نه يو. تيرى هم زموږ په خاوره وشو، په لسګونو زره افغانان مو هم ددغې پردۍ مرموزې جګړې قرباني شول، وطن مو هم ويجاړ شو، ډبول وهل هم موږ وخوړل، اوس لا دا چې زموږ په ملي خوندي اسعاري زېرمو باندي په اصطلاح د بشردوستانو لخوا د ناتار له امله د نا کرده ګناه په بشر دښمنه سزا هم موږ محکوم شو.

بايد نړۍ ومني چې که امریکا په افغانستان کې د شرموونکې ماتې له امله په ذهني او نفسياتي توګه اغيزمنه شوې او د توجیه وړ پريکړې نشي کولاى نو پاتې نړۍ هم د چوپه خوله ننداره کولو له امله برائت نشي اخيستلاى. يوازې بد خلک د استعماري استحصالي او استحماري ځانګړتیاو له امله د نړۍ سکون او اطمینان له منځه نه وړي، بلکې د ژور فکر او د سنجولو وړتیا نه درلودونکي خلک هم د چوپتیا او د بدو خلکو د بدو کړنو په وړاندې د هيڅ نه ويلو له امله د بدو خلکو په شان د نړۍ امن او ثبات ته ګواښ ګڼل کېږي.

دلته موږ ځانونه هم د بدو خلکو په دوهمه کتګوري شامل ګڼو. که غواړو نړۍ د سکون کور جوړ کړو، نو خپل انفعالي، احساساتي او جزباتي غير سنجيده حالت ته به بدلون ورکوو. په اوسنيو تګلارو باندې د تلو په نتيجه کې ملي ګټې او ملي ارزښتونه خوندي نشو ساتلاى.

اصل موضوع ته راځو چې د ځينو افغانانو په اصطلاح د افغانستان ستراتیژیک ملګري امریکا ولې د دغه هېواد په شتمنيو باندې تاړاک وکړ؟ دا بهرنئ اسعاري زېرمې زموږ د افغانئ د ملاتړ لپاره ايښودل شوي دي. دغه زيرمې د لګښت لپاره نه بلکې د بشپړ مشروعیت لرونکي حکومت لخوا هم يوازې په خورا سختو شرایطو کې په مشروط ډول کارول کېږي چې بيرته باید ډير ژر له ملي عائداتي سرچينو څخه پوره شي.

پوښتنه داده چې که دغه پيسې داسې حکومت ته نه ورکول کېږي چې په ملي او نړيواله کچه مشروعیت نلري نو د امریکا ولسمشر او يا هم امریکایي محکمه يوازې د ځنګل د قانون له مخې دغه زيرمې د سيپټمبر يولسمې اغيزمنو ته د ورکولو جرئت کولاى شي؟

شک نشته چې په اوسنۍ معاصره نړۍ کې د مدني، بشري او انساني ارزښتونو ترعنوان لاندې د ځنګل قانون چليږي. هر زورور په هر کمزوري باندي د مټو په زور خپله خبره مني، د کمزورو هيوادونو اقتصادي سرچینې تالا ترغه کيږي او ستونځې ورته ايجاد کيږي، خو ددغه کار لپاره د زبرځواکونو تګلارې او کړنلارې هم جدا جدا دي.

راځئ ومنو چې د افغانستان اوسنى نظام هيڅ بهرنى هيواد په رسمیت نه پيژني او د نړيوال مشروعیت لپاره په اړينو شرایطو باندې برابر نه دى. راځئ ومنو چې څه د پاسه دوه لسيزې وړاندې د نړيوال سوداګريز مرکز باندي په بريد کې القاعده تورن پيژندل شوى دى او د هغه مهال اسلامي امارت لخوا افغانستان د دغه ترهګر تنظیم لپاره خوندي ځاي وو. ايا دا به د توجیه وړ وي چې د القاعده لخوا د تر سره شوې ګناه سزا د افغانستان خلکو ته په داسې حال کې ورکړل شي چې همدا اوس نړيوالو مرستو ته لکه د اکسیجن په شان اړتیا لري؟ ايا اوس به هم امریکايان ځان د د بشر حقونو ساتونکى، د نړيوال باور او مدنيت سمبول وګڼي؟

که په دغه برخه کې د امریکایي محاکمو پريکړې هم بانه وګرزي چې د يولسم سيپټمبر په پيښه کې القاعده ککړ او د همدغه برید له امله باید تاوان ورکړي، نو دا به څنکه او څه ډول منطق وي چې د افغانستان د ملت پيسې د نيويارک په سوداګريز مرکز باندي د القاعده د بريد قربانيانو ته ورکړل شي؟

که موضوع را لنډه کړم، نو دلته حاکمه ډله، ملي سياستوال، مدني ټولنې، اقوام، اصناف او اقشار ګډ مسئوليت لري چې په خپلو ملي زيرمو باندي د تاړاک له امله خپلې هڅې او مبارزه سره همغږې کړي او د يوې ګډې اجندا له مخې د خپلو ملي شتمنيو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي. ددغه کار لپاره باید د زغم او قرباني د پرنسيپونو په پام کې نيولو سره د اوسني حکومت د مشرانو لخوا د سلا او مشورو پروسه پيل شي. حاکمه ډله د سترو بدلونونو لپاره ذهناً تيارى ولري او خپل ملت ته ثابته کړي چې هغوى د ملي ګټو د تأمین لپاره هر ډول قرباني ته تيارى لري.

که د طالبانو اړخ ځان کره پوره، د ولس له ملاتړ څخه برخمن او مشروع حکومت بولي. دولتي پوستونه او بنسټونه د غنيمت مال ګڼي، د پخواني حکومت سياسي محرومين له موجوده چارواکو سره د حسد او عقدې له مخې هيواد ولس او ملي ګټې په خطر کې اچوي، نو باید ورته جوته شي چې د هغوى دواړو اړخونو د واک محوره ځان محوره او مټکور تګلارو له امله دغه ولس او هيواد ته ډير اقتصادي او سياسي زيانونه واوښتل او همدغه لړئ لاهم روانه ده. د افغانانو په صفت مو ورڅخه څو ځله غوښتنه کړې ده او نن بيا ورڅخه غواړو چې راځئ تاسو د خپلو مسئوليتونو او مکلفیتونو له مخې له خپل ملت او خاورې سره د لوبې کولو سلسله بنده کړئ، خو موږ به مو دغه ډول کړنه احسان ومنو.

که مو وکړاى شو چې په ملي کچه د خپلو ملي حقونو لپاره موږ ټول په ګډه غږ پورته کړو، نو د رسميت پيژندلو لپاره به کمپاين کولو ته موږ نه، بلکې نړيوال اړتیا ولري، د اسعاري زېرمې به خوندي وي. د دغو زېرمو راسپړلو ته به له اړتیا پرته ملي عوائد ولرو او د ځان بساينې په لوري به مو يقيناً خوځښت پيل کړى وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button