اردو جوړول

دولت وزیري

اردو یوه ترکي کلمه ده، ترکانو به هغو سرتېرو ته کاروله چې له خپلو تجهيزاتو سره به په سفر تلل او بیا به هلته په موقتي یا دایمي توګه ځای پر ځای کېدل.

د دې تر څنګ اردو لښکر، پوځ، پلتن او د څو قول اردو ګانو مجموعې یا ټولګې ته هم وايي. په اصطلاحي توګه اردو پوځي اډې، د پوځي اډې جوړولو، د وسله والو ځواکونو د اوسېدلو ځای او یا ځای پر ځای کولو ته هم وايي. پر دې برسېره اردو د پاکستان هېواد رسمي ژبه هم ده. په عربي ژبه کې هم د اردو کلمه وسله والو ځواکونو ته کارول شوې ده.

اردو یا پوځ له دښمن څخه د خپلې خاورې د ساتلو تر څنګ په هېواد کې د امنیت ساتلو، په بحراني حالاتو او د طبیعي حوادثو پر مهال د خپلو خلکو د ژغورلو دنده هم پر غاړه لري.

د جګړې لپاره د وسله والو ځواکونو کارول باید د کارونې وروستۍ وسیله وي او کله چې جګړې ته اړتیا حتمي شي، کوښښ باید وشي چې جګړه فیصله کوونکې وي او د جګړې د اوږدېدو حتمي مخنیوی وشي.

په جګړه کې هغه وسله وال ځواکونه بریالي وي چې ښه روزل شوي وي، ښې وسلې او له هېواد سره د مینې لوړه انګېزه ولري. اجیرې او په نورو متکې اردو ګانې تل ناکامه وي. دوی بشپړه انګېزه نه لري. په جګړه کې بریالیتوب د سرتېرو په شمیر پورې اړه نه لري، بلکې هغه سرتېري ډګر ګټي چې د ګټلو هوډ ولري. د ګټلو هوډ د اردو په مادي، معنوي او پوځي دکتورینو پورې اړه لري.

څومره چې یوه اردو له مادي پلوه پر خپلو امکاناتو متکي وي، په معنوي لحاظ له هېواد سره د مینې لوړه انګېزه ولري او د پوځي دکتورینو له پلوه د جګړې په هنر سمبال وي په همغه اندازه يې د جګړې د ګټلو هوډ او چانس حتمي وي.

د تاریخ په اوږدو کې افغانستان هم اردوګانې لرلې دي. کله يې چې وسله وال ځواکونه په خپلو امکاناتو متکي وو او په نورو پورې تړلي نه وو، بریالیتوب هم د دوی په برخه وه. د میرویس نیکه، د احمدشاه بابا او د خپلواکۍ پر مهال افغان ځواکونه يې ښې بېلګې دي. کله چې د افغانستان اردو په نورو متکي شوې ده، ډېر ژر سره پاشل شوې هم ده.

له ۱۳۵۷ ل کال څخه وروسته د افغانستان اردو په ښو وسلو سمباله اردو وه، خو د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ متکي وو. کله چې شوروي اتحاد ړنګ او د حمایت لاس ترې لیرې شو، اردو هم ډېر ژر متلاشي او ړنګه شوه. امریکایانو هم د افغانستان په اردو په لومړي سر کې ډېر لګښت وکړ خو کله چې له ملاتړ څخه يې لاس واخیست اردو هم ورسره متلاشي شوه. په دغسې حالت کې د اردو بیا جوړول کلونه څه چې لسیزې وخت نیسي.

نن سبا چې د اردو د بیا جوړېدلو انګازې پورته شوې دي، زما په فکر د افغانستان لپاره یوه داسې اردو په کار ده چې د معاش، اعاشې، سپکو وسلو او تجهيزاتو له پلوه پر خپلو امکاناتو متکي وي. حتمي نه ده چې موږ دې لویه اردو ولرو، موږ کولای شو د افغانستان د ځمکني جوړښت، د اقلیمي حالاتو او د هېواد د خپل اقتصاد په پام کې نیولو سره اردو رامنځته کړو. ښه يې وروزو، په داسې وسلو يې سمبال کړو چې د افغانستان په اراضي کې ترې په سمه توګه ګټه پورته شي او د حمل او نقل له پلوه مشکلات ونه لري. په داسې حالاتو کې موږ د ډېرو درنو وسلو پر ځای په مډرنو سپکو وسلو او پر هغو وسایطو ټینګار وکړو چې په غرنیو او رېګزارو سیمو کې د استعمال ښه وړتیا ولري.

په دې برخه کې باید ډېر تمرکز پر کماندو او خاصو جزوتامونو،کشف او استخباراتو، غرني توپچي، انجنیرۍ او مخابروي جزوتامونو وشي. تر څنګ يې ډېر مجهز هوايي او مدافعه هوايي ځواک رامنځ ته شي. په دغه صورت کې که اردو د شمېر له پلوه کوچنۍ هم وي کیفیت به لوړ او تل به بریالۍ وي.

د اردو شکل کېدای چې مختلط رامنځته شي. د دې لپاره ډېر کار په افسرانو، بریدملانو، مسلکي او تخنیکي پرسونل په کار دي او دا برخه کېدای شي د اردو دایمي برخه وي او تر څنګ يې عادي سرتېري کېدای شي د مکلفیت پر اساس د اردو بله برخه وي.

بله خبره چې ډېره د اهمیت وړ ده هغه دا ده چې د دفاع وزارت قرارګاه دې کاملاً د ستردرستیز له قرارګاه جلا جوړه شي. د دفاع وزارت قرارګاه دې یوازې د اردو لپاره د منابعو د پيدا کولو دنده پر غاړه ولري، د روزلو، پلان جوړونې او استعمال دنده دې یوازې د ستردرستیز د قرارګاه پر غاړه وي.

لنډه دا چې له هر څه مخکې د يوې اردو د جوړېدو لپاره لومړی د هغه هېواد د بشري او مادي امکاناتو ته په کتو د یوه او کارنده تشکیل اړتیا ده. وروسته له هغې له شرایطو سره برابرې وسلې، ښوونه او روزنه او هغه انګېزه چې هغه کاملاً هېوادنۍ او له هېواد سره د مینې او لوړ احساس انګېزه وي اړتیا او ضرورت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button