ادرنالين هورمون پېژنی ؟

تازه ګل شینواری
که لږ ساده ېې ووايو نو ادرنالين ېانې د سختې ورځې ېار . دا ېو داسې هورمون دی چې په سخت حالت ېا د خطر پر مهال بدن کې فعالېږي او د بدن ټولو اړونده غړو ته فوق العاده انرژي ورکوي تر څو انسان وکولی شي ځان له خطره وژغوري . دا په اصل کې د ځان ساتنې سيستم ېو ډېر مهم عنصر دی او کله چې انسان د جدي خطر احساس وکړي هغه ( ادرنالين) په اتومات ډول فعاليږي او سړي ته داسې ېو اتومات طاقت ، چټکتېا ، جرات …او داسې نورې وړتېاوې ورکوي چې په عادي حالت کې ېې حتا څوک خېال هم نه شي کولی .
د ادرنالين د اغيزې په هکله مې لاندينی نکل شخصآ پخپله د الوتکې د ېوې مېلمه پالې ( ستيوردېسې) مېرمن له خولې اورېدلی او تاسې سره ېې شريکوم تر څو چې ادرنالين لا ښه وپېژنی . هغې کيسه کوله :
(( د ېوې الوتنې په جریان کې پيلوټ موږ ته احوال راکړ چې الوتکه کې ستونزه پېدا شوې او تاسې باېد د مسافرو بکسونه د الوتکې بل اړخ ته يوسی . زه سخته ډارېدلې وم ، زړه مې داسې درزېده چې ما ېې حتا غږ اورېده او احساساوه . چټکۍ سره اړوند ځای ته ولاړو او په ډېره بيړه مو بکسونه انتقال کړل .
خوشبختانه چې نږدې ساحه کې هوايي ډګر و ، الوتکه په سلامتۍ سره ښکته شوه او د ترميم وروسته پيلوټ پرېکړه وکړه چې پرواز ته دوام ورکړي . موږ ته ېې ووېل چې اوس نو بکسونه بېرته خپل اصلي ځای ته يوسی .
موږ ټول مېلمه پالان هغه وخت سخت حېران شو چې وموليدل ځنې بکسونه دومره درانه دي چې موږ حتا په درې کسانو ( ښځو ) هم – هغه نه شو پورته کولی . ښه مې په ېاد دي چې کله موږ په هوا کې وو ، زما په شمول هر کس په بيړه بکسونه په اسانۍ وېوړل او زه حېرانه وم چې ما څنګه وکولی شول دومره درانه بکسونه له ځاېه پورته او بل ځای ته يوسم .
بېا مې ېو وخت دغه کيسه د ېو ارواپوه سره بحث کې راېاده کړه او هغه راته ووېل چې دې ته د ادرنالين برکت وېل کېږي )) .
نوټ :
ادرنالين ډېر پراخ بحث دی ، ډېر منفي او مثبت اړخونه لري . دلته د هغه سطحي پېژندګلوي شوې ده او ښايي راتلونکې کې په نورو اړخونو هم بحث وکړو .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button