ډېر ځله کمپنۍ ډله ایزه کاري مرکه پر لاره اچوي تر څو په چټکۍ سره د دندې له پاره د وړ نوماند مخکې له مخکې پلټنه وکړي او هم نوماندانو ته دا چانس ور کوي تر څو د هغې کمپنۍ په اړه وپوهېږي چې غواړي دوی ور سره کار وکړي. ډېری مهال ډله ایزه کاري مرکه د کمپنۍ په اړه په یوه لنډ پرزنټېشن پیلېږي او وروسته دوی له هر نوماند سره جلا خبرې کوي او څو پوښتنې ترې پوښتي. یو ډېر مهم څه چې ګمارونکي یې د ډله ایزې کاري مرکې پر مهال په لټه کې وي هغه دا دي چې تاسو له نورو نوماندانو سره څه ډول مخامخ کېږی. آیا تاسو د یوه رهبر په توګه را وړاندې کېږی او که تاسو تر ډېره دې ته جوړ یاست چې له تاسو څخه غوښتل شوې چارې بشپړې کړی؟ دلته اړینه نه ده چې کوم څوک دې له نورو غوره و اوسي او دلته یواځې دا کتل کېږي چې د پاموړ دندې له پاره کوم ډول شخصیت ښه کار ور کوي. تلیفوني کاري مرکه تلیفوني کاري مرکه تر ډېره د بهرنیو او هغو نوماندانو له پاره په لاره اچول کېږي چې د دندې د سیمي اوسېدونکي نه وي. همدا ډول دا مرکه د مخکې له مخکې پلټنې په موخه تر سره کېږي تر څو مالومه کړي چې نوماندان غواړي چې مخامخ مرکې ته دې را وغوښتل شي که نه. په دې ډول مرکه کې له تاسو ښايي د نمونې په توګه څو پوښتنې وشي او یا هم در څخه د چلند په اړه وپوښتل شي.  ډېری مهال تاسو باید د تلیفوني کاري مرکې له پاره یو ټاکلی وخت ځانګړی او غوره کړئ. که مرکه کوونکی ناڅاپه تاسو ته زنګ ووهي نو غوره ده تر څو په مؤدبانه ډول ترې وغواړئ چې د مرکې له پاره درته ټاکلی وخت ځانګړی کړي. د تلیفوني مرکې پر مهال ستاسو د تلیفون د انتظار حالت باید بند وي، باید په یوه آرامه او ګوښې خونه کې و اوسی، خوراک او څښاک و نه کړئ او نه هم ژاولې وژویئ. غرمنۍ کاري مرکه غرمنۍ کاري مرکه تر ډېره د دوهمې کاري مرکې په توګه په لاره اچول کېږي. کمپنۍ ښايي تاسو ته بلنه در کړي تر څو د دوی د ټیم له نورو غړو سره په غرمنۍ کې ګډون وکړی تر څو تاسو لا زیات وپېژني او وپوهېږي چې تاسو څنګه له دوی سره ځان ته سمون ورکوی. دا ستاسو له پاره تر ټولو غوره فرصت دی تر څو ټولې هغه پوښتنې مو وپوښتی چې د کمپنۍ او یا دندې په اړه یې لری. له همدې امله غوره ده تر څو خپلې پوښتنې مو له وړاندې له ځانه سره چمتو کړئ.  سره د دې چې تاسو د خوړو له پاره را بلل شوي یاست خو مرکه مو د خوړو په اړه نه ده. د هغو خوړو فرمایش مه ورکوئ چې ډېر ګرانبیه وي او یا د خوړلو له پاره مناسب نه وي. هېڅکله هم پاتې شوني (پاتې شوي خواړه) له ځانه سره کور ته مه وړئ. تاسو ته په کار ده څو د خوړو د میز تر ټولو غوره اخلاق او چلند ولری او د شونتیا تر کچې مؤدب او دروند و اوسی. اړتیا نه شته چې تاسو دې د خوړو لګښت پرې کړئ ځکه هېڅکله هم له یوه نوماند څخه توقع نه کېږي چې نوموړی دې د غرمنۍ کاري مرکې د خوړو  لګښت ور کړي.  وړې لمړۍ (ګولې) واخلئ او په آرامه خواړه وژویئ ځکه کله چې مرکه کوونکي له تاسو څخه پوښتنه کوي نو تاسو په ډکه خوله ځواب نه شی ورکولی.  ښه نو، اوس تاسو د کاري مرکې د دې شپږو عامو ډولونو په اړه یوه مفکوره تر لاسه کړه. په هر صورت، دا نه ده اړینه چې تاسو له کوم ډول کاري مرکې سره مخ کېدونکي یاست. تل مرکې ته له تګ څخه وړاندې خپل بشپړ چمتووالی ونیسئ تر څو مرکه کوونکو/ګمارونکو ته خپله تر ټولو  ښه او غوره بڼه ور وښایاست." /> ډېر ځله کمپنۍ ډله ایزه کاري مرکه پر لاره اچوي تر څو په چټکۍ سره د دندې له پاره د وړ نوماند مخکې له مخکې پلټنه وکړي او هم نوماندانو ته دا چانس ور کوي تر څو د هغې کمپنۍ په اړه وپوهېږي چې غواړي دوی ور سره کار وکړي. ډېری مهال ډله ایزه کاري مرکه د کمپنۍ په اړه په یوه لنډ پرزنټېشن پیلېږي او وروسته دوی له هر نوماند سره جلا خبرې کوي او څو پوښتنې ترې پوښتي. یو ډېر مهم څه چې ګمارونکي یې د ډله ایزې کاري مرکې پر مهال په لټه کې وي هغه دا دي چې تاسو له نورو نوماندانو سره څه ډول مخامخ کېږی. آیا تاسو د یوه رهبر په توګه را وړاندې کېږی او که تاسو تر ډېره دې ته جوړ یاست چې له تاسو څخه غوښتل شوې چارې بشپړې کړی؟ دلته اړینه نه ده چې کوم څوک دې له نورو غوره و اوسي او دلته یواځې دا کتل کېږي چې د پاموړ دندې له پاره کوم ډول شخصیت ښه کار ور کوي. تلیفوني کاري مرکه تلیفوني کاري مرکه تر ډېره د بهرنیو او هغو نوماندانو له پاره په لاره اچول کېږي چې د دندې د سیمي اوسېدونکي نه وي. همدا ډول دا مرکه د مخکې له مخکې پلټنې په موخه تر سره کېږي تر څو مالومه کړي چې نوماندان غواړي چې مخامخ مرکې ته دې را وغوښتل شي که نه. په دې ډول مرکه کې له تاسو ښايي د نمونې په توګه څو پوښتنې وشي او یا هم در څخه د چلند په اړه وپوښتل شي.  ډېری مهال تاسو باید د تلیفوني کاري مرکې له پاره یو ټاکلی وخت ځانګړی او غوره کړئ. که مرکه کوونکی ناڅاپه تاسو ته زنګ ووهي نو غوره ده تر څو په مؤدبانه ډول ترې وغواړئ چې د مرکې له پاره درته ټاکلی وخت ځانګړی کړي. د تلیفوني مرکې پر مهال ستاسو د تلیفون د انتظار حالت باید بند وي، باید په یوه آرامه او ګوښې خونه کې و اوسی، خوراک او څښاک و نه کړئ او نه هم ژاولې وژویئ. غرمنۍ کاري مرکه غرمنۍ کاري مرکه تر ډېره د دوهمې کاري مرکې په توګه په لاره اچول کېږي. کمپنۍ ښايي تاسو ته بلنه در کړي تر څو د دوی د ټیم له نورو غړو سره په غرمنۍ کې ګډون وکړی تر څو تاسو لا زیات وپېژني او وپوهېږي چې تاسو څنګه له دوی سره ځان ته سمون ورکوی. دا ستاسو له پاره تر ټولو غوره فرصت دی تر څو ټولې هغه پوښتنې مو وپوښتی چې د کمپنۍ او یا دندې په اړه یې لری. له همدې امله غوره ده تر څو خپلې پوښتنې مو له وړاندې له ځانه سره چمتو کړئ.  سره د دې چې تاسو د خوړو له پاره را بلل شوي یاست خو مرکه مو د خوړو په اړه نه ده. د هغو خوړو فرمایش مه ورکوئ چې ډېر ګرانبیه وي او یا د خوړلو له پاره مناسب نه وي. هېڅکله هم پاتې شوني (پاتې شوي خواړه) له ځانه سره کور ته مه وړئ. تاسو ته په کار ده څو د خوړو د میز تر ټولو غوره اخلاق او چلند ولری او د شونتیا تر کچې مؤدب او دروند و اوسی. اړتیا نه شته چې تاسو دې د خوړو لګښت پرې کړئ ځکه هېڅکله هم له یوه نوماند څخه توقع نه کېږي چې نوموړی دې د غرمنۍ کاري مرکې د خوړو  لګښت ور کړي.  وړې لمړۍ (ګولې) واخلئ او په آرامه خواړه وژویئ ځکه کله چې مرکه کوونکي له تاسو څخه پوښتنه کوي نو تاسو په ډکه خوله ځواب نه شی ورکولی.  ښه نو، اوس تاسو د کاري مرکې د دې شپږو عامو ډولونو په اړه یوه مفکوره تر لاسه کړه. په هر صورت، دا نه ده اړینه چې تاسو له کوم ډول کاري مرکې سره مخ کېدونکي یاست. تل مرکې ته له تګ څخه وړاندې خپل بشپړ چمتووالی ونیسئ تر څو مرکه کوونکو/ګمارونکو ته خپله تر ټولو  ښه او غوره بڼه ور وښایاست." />

د کاري مرکې شپږ ډولونه

ژباړه: حبیب مؤمن
مخکې له دې چې کاري مرکې ته ورشی تاسو باید وپوهېږی چې کاري مرکې مختلف ډولونه لري. تاسو باید مخکې له مخکې په دې لټه کې و اوسئ چې تاسو له کوم ډول مرکې سره مخ کېدونکي یاست تر څو ښه چمتو والی ور ته ونیسی. له ګمارونکو څخه په دې اړه له پوښتلو مه ډارېږئ چې دوی کوم ډول کاري مرکه پر لاره اچوي ځکه چې دا کار له تاسو دواړو سره مرسته کوي په ځانګړي ډول له مرکه کوونکي سره. په دې لیکنه کې هڅه کوو تر څو د کاري مرکو پر تر ټولو عامو شپږو ډولونو باندې خبرې وکړو.

  • دودیزه یو په یو کاري مرکه

دودیزه کاري مرکه هغه مرکه ده چې یواځې تاسو او د ګمارونکې ادارې یا کمپنۍ یواځې یو استازی (معمولاً د هغې برخې منېجر چې تاسو ور ته نوم لیکنه کړې) پکې ګډون کوي ځکه چې که چېرته تاسو دنده تر لاسه کړه نو تاسو به مخامخ له همدې کس سره کار کوی نو دوی به حتماً غواړي تر څو وپوهېږي چې تاسو څوک یاست او ستاسو وړتیاوې د اړوندې دندې له غوښتنو سره سمون لري او که نه.

له تاسو ښايي ستاسو پر سي وي د لست شویو کاري تجربو په اړه پوښتنې وپوښتل شي او دا چې تاسو کمپنۍ او اړوند پُسټ ته څه ګټه رسولی شی. ډېری وخت ښايي مرکه کوونکی له تاسو داسې پوښتنې وپوښتي لکه: «ولې تاسو د دې دندې له پاره غوره یاست؟» یا «د ځان په اړه مو را ته ووایاست». یو په یو کاري مرکه تر ټولو عامه او زیاته کارېدونکې کاري مرکه ګڼل کېږي.

  • پنل کاري مرکه
  • په دې ډول کاري مرکه کې تاسو د مرکه کوونکو له یوې ډلې سره مخ کېږی. دا ډله ښايي د کمپنۍ له مختلفو استازو لکه د بشري سرچینو مدیریت او د کارکوونکو د مدیریت له استازو څخه تشکیل شوې وي. دا چې ولې ځینې کمپنۍ پنل کاري مرکه پر لاره اچوي دلیل یې دا دی تر څو د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي او هم د نوماند په اړه د پنل د غړو ټولیز نظر له ځانه سره ولري. د پنل هریوغړی ښايي اړ وي څو له تاسو څخه د هغه د اړوندې دندې یا موقف سره تړلې پوښتنې وپوښتي.

  • د چلند اړونده کاري مرکه
  • په دا ډول مرکه کې مرکه کوونکی ښايي د هغې دندې د عمومي حالت په اړه له تاسو څخه پوښتنې وکړي چې تاسو ور ته نوم لیکنه کړې. د چلند اړوندې کاري مرکې د پر لار اچول کېدو دلیل دا دی چې ښايي ستاسو راتلونکې کړنې ستاسو په پخوانۍ ورته دنده کې ستاسو د کړنو پر بنسټ ولاړې وي. په دې ډول مرکه کې تاسو باید له داسې پوښتنو سره د مخ کېدو په تمه اوسئ چې ستاسو په پخوانۍ دنده کې له یوه ځانګړي حالت سره ستاسو د چلند په اړه مالومات غواړي. لکه «کله چې تاسو په …… دنده کې واست له ….. حالت سره مو څنګه چلند وکړ؟». د چلند اړونده مرکه کې مرکه کوونکی غواړي وګوري چې تاسو له یوې ټاکلې ستونزې سره څرنګه چلند کوی او څه کوی تر څو دا ستونزه هواره شي.

  • ډله ایزه کاري مرکه
  • “>ډېر ځله کمپنۍ ډله ایزه کاري مرکه پر لاره اچوي تر څو په چټکۍ سره د دندې له پاره د وړ نوماند مخکې له مخکې پلټنه وکړي او هم نوماندانو ته دا چانس ور کوي تر څو د هغې کمپنۍ په اړه وپوهېږي چې غواړي دوی ور سره کار وکړي. ډېری مهال ډله ایزه کاري مرکه د کمپنۍ په اړه په یوه لنډ پرزنټېشن پیلېږي او وروسته دوی له هر نوماند سره جلا خبرې کوي او څو پوښتنې ترې پوښتي.

    یو ډېر مهم څه چې ګمارونکي یې د ډله ایزې کاري مرکې پر مهال په لټه کې وي هغه دا دي چې تاسو له نورو نوماندانو سره څه ډول مخامخ کېږی. آیا تاسو د یوه رهبر په توګه را وړاندې کېږی او که تاسو تر ډېره دې ته جوړ یاست چې له تاسو څخه غوښتل شوې چارې بشپړې کړی؟ دلته اړینه نه ده چې کوم څوک دې له نورو غوره و اوسي او دلته یواځې دا کتل کېږي چې د پاموړ دندې له پاره کوم ډول شخصیت ښه کار ور کوي.

  • تلیفوني کاري مرکه
  • تلیفوني کاري مرکه تر ډېره د بهرنیو او هغو نوماندانو له پاره په لاره اچول کېږي چې د دندې د سیمي اوسېدونکي نه وي. همدا ډول دا مرکه د مخکې له مخکې پلټنې په موخه تر سره کېږي تر څو مالومه کړي چې نوماندان غواړي چې مخامخ مرکې ته دې را وغوښتل شي که نه. په دې ډول مرکه کې له تاسو ښايي د نمونې په توګه څو پوښتنې وشي او یا هم در څخه د چلند په اړه وپوښتل شي.

     ډېری مهال تاسو باید د تلیفوني کاري مرکې له پاره یو ټاکلی وخت ځانګړی او غوره کړئ. که مرکه کوونکی ناڅاپه تاسو ته زنګ ووهي نو غوره ده تر څو په مؤدبانه ډول ترې وغواړئ چې د مرکې له پاره درته ټاکلی وخت ځانګړی کړي. د تلیفوني مرکې پر مهال ستاسو د تلیفون د انتظار حالت باید بند وي، باید په یوه آرامه او ګوښې خونه کې و اوسی، خوراک او څښاک و نه کړئ او نه هم ژاولې وژویئ.

    • غرمنۍ کاري مرکه
    • غرمنۍ کاري مرکه تر ډېره د دوهمې کاري مرکې په توګه په لاره اچول کېږي. کمپنۍ ښايي تاسو ته بلنه در کړي تر څو د دوی د ټیم له نورو غړو سره په غرمنۍ کې ګډون وکړی تر څو تاسو لا زیات وپېژني او وپوهېږي چې تاسو څنګه له دوی سره ځان ته سمون ورکوی. دا ستاسو له پاره تر ټولو غوره فرصت دی تر څو ټولې هغه پوښتنې مو وپوښتی چې د کمپنۍ او یا دندې په اړه یې لری. له همدې امله غوره ده تر څو خپلې پوښتنې مو له وړاندې له ځانه سره چمتو کړئ.

       سره د دې چې تاسو د خوړو له پاره را بلل شوي یاست خو مرکه مو د خوړو په اړه نه ده. د هغو خوړو فرمایش مه ورکوئ چې ډېر ګرانبیه وي او یا د خوړلو له پاره مناسب نه وي. هېڅکله هم پاتې شوني (پاتې شوي خواړه) له ځانه سره کور ته مه وړئ. تاسو ته په کار ده څو د خوړو د میز تر ټولو غوره اخلاق او چلند ولری او د شونتیا تر کچې مؤدب او دروند و اوسی. اړتیا نه شته چې تاسو دې د خوړو لګښت پرې کړئ ځکه هېڅکله هم له یوه نوماند څخه توقع نه کېږي چې نوموړی دې د غرمنۍ کاري مرکې د خوړو  لګښت ور کړي.

       وړې لمړۍ (ګولې) واخلئ او په آرامه خواړه وژویئ ځکه کله چې مرکه کوونکي له تاسو څخه پوښتنه کوي نو تاسو په ډکه خوله ځواب نه شی ورکولی.

       ښه نو، اوس تاسو د کاري مرکې د دې شپږو عامو ډولونو په اړه یوه مفکوره تر لاسه کړه. په هر صورت، دا نه ده اړینه چې تاسو له کوم ډول کاري مرکې سره مخ کېدونکي یاست. تل مرکې ته له تګ څخه وړاندې خپل بشپړ چمتووالی ونیسئ تر څو مرکه کوونکو/ګمارونکو ته خپله تر ټولو  ښه او غوره بڼه ور وښایاست.

    نور ښکاره کړئ

    ځواب دلته پرېږدئ

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    Back to top button