مرموز لاسونه او مرموز ماموريتونه

ع، وطندار

زه تر اوسه د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له نژدې نه، نه پېژنم، كله مې يې تصوير په چاپي رسنيو كې ليدلى او كله مې په تلويزيون كې خو دومره يې پېژنم چې پر هېواد او هېوادنيو ګټو يو مين ځوان دى، سر يې په تلى كې نيولې او د هېواد له ګټو نه د دفاع په لار كې هره شيبه خداى مه كړه د مرګ لارې څاري، هغه شپه او ورځ د هېواد په دفاع كې لګيا دى؛ خو تر شا يې پر خلاف توطيې روانې دي، چې اوس يې د كندهار له امنيه قوماندانۍ نه د لرې كولو اوازې تودې دي.

دا دوهم ځل دى چې هغه د مطبوعاتو له لارې غږ پورته كوي چې له ما سره داسې ثبت شوي غږونه شته چې د سولې په عالي شورا كې يو شمېر كسانو د سولې په خاطر زما پر سر معامله كړې ده؛ خو دولت؛ هغه دولت چې ادم نشته بوي يې شته يوه ورځ هم هغه راونه غوښت چې ترينه د دې خبرې او دې ادعا په اړه ثبوت وپوښتي. جنرال عبدالرازق يو ځلمى او با احساسه جنرال دى، هغه تر شهيد جنرال خان محمد نه وروسته د كندهار امنيه قوماندان دى او د همغه صادقانه هلې ځلې وې چې هغه ناارامه كندهار يې نن تر ډېره بريده د سولې په كور بدل كړى، دا څه وړه خبره نه ده، كندهار يو سرحدي ولايت دى، د طالبانو تحريك له همغه ځايه سر راپورته كړ او ټول افغانستان ته يې نيلې وځغلولې، په 2003 كې هم دې مړ شوي اور بېرته له همغه ځايه سره راپورته كړ او دود او لوخړو يې ټول افغانستان پر سر واخست چې نن هغه دى له بدخشانه تر فاريابه او بيا تر بادغيس پورې شمالي ولايتونه يې هم پر سر اخستي دي، پخوا خو هر څه د الابلا بګردن ملا په مصداق د طالب پر غاړه و؛ خو اوس چې كومې ادعاوې كېږي چې د دولت لوړ پوړي چارواكي هم په دې لوبه كې ښكېل دي سړي ته ناسمه نه ښكاري، ځكه دولت تر اوسه پورې پرته له دې چې كوم وياند يې په كومه تصويري رسنۍ كې كښيني او دا ادعاوې رد كړي، بل داسې كوم مقنع دليل نه لري چې ولس پرې قانع كړاى شي او ولس يواځې په هغو ترديدونو نه قانع كېږي چې د دولت وياندان يې فرمايي.

ځكه هغوى هېڅكله پر حقايقو اعتراف نه كوي.

اوس د جنرال عبدالرازق ادعا داسې ادعا نه ده چې دولت پرې سترګې پټې كړي؛ ځكه دا كومه عادي ادعا هم نه ده؛ بلكې د يوه جنرال او د يوه مهم ولايت د امنيه قوماندان ادعا ده. بايد د دې خبرې ريښتيا او درواغ معلوم شي، بايد له جنرال عبدالرازق نه هغه ثبوتونه وغوښتل شي چې ادعا كوي په ثبت شوي آواز ورسره موجود دى.

دلته ډېر مرموز مرګونه وشول، پخوانى ولسمشر او د سولې د عالي شورا پخوانى مشر استاد رباني په مرموزه او ډراماتيكه توګه ووژل شو، هغه له هېواده بهر په ايران كې و او له هغه ځايه هم د خپلې درملنې له پاره روان و چې په اصرار او الحاح سره ترينه وغوښتل شول چې هېواد ته راشي، يو ځل د سولې له راغلي سفير سره وګوري او بيا بېرته ولاړ شي؛ خو هغه چې راغى بېرته ولاړ نه شو، ما لومړى ځل د ډاكتر شيرشاه يوسفزي په كتاب بازي بزرګ كې ولوستل چې د سولې د عالي شورا پر يوه مهم غړي يې ادعا كړې وه چې د استاد رباني په ترور كې لاس لري، دا چې د هغه ادعا ريښتيا وه كه ناريښتيا؛ خو چا پرې غوږ ونه ګراوه؛ ځكه د غريب ملا اذان و نو ځكه خو چا پرې كلمه ونه ويله اوس د بلخ والي عطا نور محمد پر همغه كس ادعا كوي چې د استاد رباني په ترور كې شريك دى او جنرال عبدالرازق هم وايي چې زما تر څنګ ښاغلى عطا محمد نور، د ملي امنيت پخوانى رئيس اسدالله خالد او استاد سياف هم په دې ټارګټ كې شامل دي او د ارزګان پخوانى امنيه قوماندان مطيع الله خان چې په كابل كې په مرموزه توګه شهيد كړاى شو او د ارزګانيانو له مكررو غوښتنو سره سره يې هم چا پاڼه وانه ړوله په همدې ليست كې شامل بولي.

د هېواد په شمال كې هم چې كومې لوبې روانې دي، د هغې په باب امنيتي مسؤولين هم ملي شورا ته ژوولې خبرې كوي او د امنيت شورا مشاور ښاغلى اتمر هم وايي چې په مخ كې يې سرې كرښې دي چې تر هغې عبور نه شي كولاى، راقم الحرف هم همدا د جوزا په لومړۍ اوونۍ كې د يوې فاتحې په مراسمو كې واورېدل چې د ننګرهار په خوږياڼيو ولسوالۍ كې يوه هينو لارۍ چې په ډول ډول پرمختلليو داسې وسلو بار وه چې نه د دولت له امنيتي ځواكونو سره موجودې او نه وې له طالبانو سره او په ډېره مهارت سره په بوسو (كاه سفيد) كې ځاى پر ځاى كړاى شوې وې او د داعش په نامه روانې كړاى شوې وي چې د طالبانو له خوا ونيول شوې چې په هغې كې هاوانانونه، راكټونه، د راز كوف او نورې پر مختللي وسلې او مهمات بار و چې دا لارۍ د شينوارو له خوا نه؛ خوږياڼيو ته روانه كړاى شوې وه. د هېواد شمال ته وسله وال سړي چا له كورنيو سره له وزيرستانه د افغانستان شمال ته ورسولې چې ټول د نظر خاوندان وايي چې دا كسان د افغانستان د شمال له لارې د منځنۍ هېوادو ته رسول كېږي چې بالاخره به د روسيې پر پوله ودرول كېږي.

اوس خبره دا ده چې له يوې خوا د دغو لوبو تر شا لاسونه مرموز دي او هغه ځكه چې دولت يې نوم نه شي اخستلاى. حضرت سعدي وايي: «هر كه را برسماط بنشينى، واجب آمد بخدمتش برخاست» هغه دولت چې د جان كيري په نوښت جوړ شوى وي هغه څنګه دا وويلاى شي چې د دې ټولو لوبو تر شا د امريكا او انګليس لاس دى، حال دا چې ټوله دنيا يې ګوري چې دا لوبې امريكا، انګليس، د ناټو غړيو او د امريكا سيمه ييزو انډيوالانو روان كړي دي. همدا څو اوونۍ د مخه په كندز كې يو جرمني اختطاف شو، تښتوونكو يې په بدل كې ديرش ميليونه يورو وغوښتل؛ خو جرمني پنځلس ميليونه ومنل خو غالباً د جوزا پر نهمه يا لسمه (1394) رسنيو اعلان وكړ چې دا خو پوليسو د اختطاف كوونكو له منګولو را خلاص كړ، اوس به نو سړى دې ته كوم وطن وركوي؟

زه پوښتنه كوم څه شول هغه سوګندونه چې د تحليف په ورځ ولسمشر يادول او يا د وزيرانو په شمول نورو چارواكو يادول چې دا به كوو او هغه به كوو.

زما وړانديز د يوه افغان په حيث دا دى چې دولت دې د خداى په خاطر نور راته درواغ نه وايي په داسې حال كې چې موږ ښه پوهېږو چې دولت په دغه برخه كې درواغ وايي، كه ولس نه پوهېداى؛ خو بيا ورځه دولت پوه شه او ګور و ګردن يې؛ نو چې ولس پوهېږي چې دولت درواغ وايي بيا يې د ويلو څه حاجت دى، د دولت كمال به دا وي چې ولس ته ووايي چې د امريكې د ګيوتين توره مې پر سر ځوړنده ده.

له ډاره غږ كولى نه شم

د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه

اوس خبره دې ته را رسېدلي څوك چې د هېواد ريښتينى بچي وي په هر هغه به هم سل نومونه كېښوول شي او د خدمت كرده ګناه لازم په مصداق يې بايد د مرګ له پاره له غليم سره په جوړ جاړي كې د بندو دروازو تر شاه توطيې جوړې شي.

په دې هېواد كې تل همداسې شوي چې: تورې دې لالا وهي، مړۍ به عبدالله.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button