د پښتنو له سره، یو لوی مصیبت او شرم کم شو!

سرلوڅ مرادزی
ملاعمر د افغانستان په تاریخ کې د ۲۰ پېړۍ د پای او د ۲۱ مې پېړۍ د پیل داسې یو واکمن تېر شو چې هیڅ افغان، نه په مړه خېټه هغه ولید او نه تر ننه څوک خبر شو چې څنګه نوموړی پر افغانانو واکمن شو او اوس څنګه د دوی له سره کم شو!

لکه څنګه چې راتګ، بریا او واکمني يی یوه معما وه؛ داسې ژوند، شتون او اوس يی مرګ یوې ډرامې، سریال او معما ته ورته پاتیږي!

د نوروملتونو او په هغې ډله کې د افغان ملت منځ  کې هم داسې دودونه، سنتونه او روایتونه شته چې ګني یو وخت د ځمکې پر سر پیریانو، دیوانو او نا اشنا اسماني موجوداتو پر ولسونو او ملتونو پاچاهي کړې ده.

بلخوا که په نورو ملتونو کې د پیریانو او دیوانو واکمنۍ هسې قصې اوافسانې ګڼل شوي، خو له بده مرغه پر افغانستان د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو واکمني د پیریانو او دیوانو د واکمنۍ  کومه قصه او افسانه نه ده، بلکې په عمل کې په ریښتینی ډول تېره شوې او لکه د بامیانو د بتانو پشان ویجاړۍ يي د افغانانو پر ذهن لا واکمني کوي او د افغانستان تاریخ کې د یوه  شرمېدلې څپرکی ځای خپلوی!

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال ایرک شولتز د چهارشنبې په ورځ، خبریالانو ته په یوه مرکه کې د ملاعمر د مړینې په اړه وویل« داسې ښکاري چې دا خبر موثق وي.»

همداراز د لویدیځ نورې خبرې سرچینې لکه BBC او یا د ازادۍ راډیوهم دا خبر په یوه یا بله بڼه تاییدوي. خو د ملاعمر د مړینې خبر لومړی پاکستاني زیرمو خپور کړ او اوس کابل هم پر دې خبره ډاډمن دی چې ملاعمر مړشوی دی. د افغانستان د ولسمشر دفتر په یوې خبرپاڼۍ کې ویل کیږی«د باوري معلوماتو پر بنسټ تأییدوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲ کال د حمل ( د ۲۰۱۳ د اپرېل)  په میاشت کې، په پاکستان کې مړ شوی دی»

که څه هم پخوا د ملاعمر د مړینې په اړه خبرونه خپاره شوي وو چې وروسته يی بیا په اړه انکار شوی، خو دا ځل ښکاري چې ملاعمر په ریښتینې مړ شوی او یا وژل شوی وي!

طالبانو نن پنجشنبه پخپل تاره رپوټ کې هم د ملاعمر مړینه تایید کړه او په دې اړه په خبر کې لولو« د ملامحمد عمر مجاهد مورنی ورور ملا عبد المنان اخند او د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب له ټولومسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي چې د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که د دوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي BBC»

تر اوسه پورې کومې زیرمې د طالبانو په ګډون د ملاعمر د مړینې د څرنګوالې په اړه کومه لیکنه نه ده خپره کړې او یوازې د پاکستاني سرچینو په وینا ویل کیږي چې ګنې هغه څه باندې دوه کاله مخکې، د نري رنځ په ناروغۍ له منځه تللی وي.

لکه څنګه چې په لومړي سر کې د ملاعمر واکمنۍ ته رسېدل ، راوروسته د استوګنې او فعالیت ځای او بلاخره ژوند ټول له یوه ابهام سره مخ دی او ولس هغې ته لاسرسی نه لری، داسې يی د مړینې په لامل، وخت او ځای هم باور نه شي کېدای او د یوې معما بڼه خپلوی.

د ملاعمر د مړینې په اړه لومړيو معلوماتو د پاکستاني استخباراتو(ISI ) له چاڼی روسته رسنیو ته درځ وکړ. کله چې عرب او عجم ټول خبر شول، طالبان هم نن اړ شول چې دا ومنی ملاعمر دا ځل په ریښتیا مړ دی!

دا چې د ملاعمر مړینه به د افغان لوري او طالبانو ترمنځ په کېدونکو خبرو څه اغیز وښندې، دلته به لږ پرې تم شو:

په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل کیږی«افغان حکومت په دې باور دی چې د سولې مذاکراتو ته اوس تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده. پر دې اساس، پر ټولو مخالفو وسلوالو ډلو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې، د سولې له  خبرواترو سره یو ځای شي»

طالبانو سره د سولې خبرو د دوهم ځل، نږدې کېدا او په ورته وخت کې  د ملاعمر د مړیني اعلان، که څوک وغواړي یا نه، یوله بله سره تړلي دي. بلخوا په داسې بڼه د مړیني خبر، څرګندوي چې ملاعمر مخکې نه، بلکې تازه له صحنې تیری تم شویدی. دلته دوه ټکې خامخا مخته راځي:

ــ ملا عمر د سولې په خبرو کې ستونزه وه چې باید له منځه لیری شوی وای

ــ کېدای شي افغانستان کې د جګړې ادامې لپاره د ملاعمر رهبري زړه شوې وي او نویو حالاتو سره يي سمون نه درلود، نو باید مشرتوب يی بدلون میندلای وای

په دې اړه په یوه بڼه، د ولسمشرۍ ماڼۍ په وړاندلید کې په لومړۍ خبره تاکید شوی او په پاکستان کې دننه او د سیمې حالات هم داسې څه غواړي، خو د پاکستان تېر تاریخ او شالید ته په پام نور احتمالات باید هم تر سترګو لاندې وساتل شي.

داسې هم ویل کیږي چې ښايی پاکستان د ملاعمر په مرګ سره د طالبانو ډله سره وپاشي، یوه څانګه يی افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي او توافق هم ترلاسه شي، خو نورې ډلې يي د فشار د وسیلو پتوګه د پخوا پشان د راتلونکې لپاره وساتل شی.

د ملاعمر په وژنې یا مړینې سره، د طالبانو په نوم غورځنګ د یو لوی او بیخچن بدلون سره مخیږي او بلخوا په پاکستان او سیمه کې د داعش ظهور د سیمې لوبه په یومخیزه توګه بدلوي.

طالبان د دې پرځای چې د افغانانو د ملي ګټو او ارزښتونو خوځښت تېر شوی وي، د نورو استخباراتو ترڅنګ د پاکستاني استخباراتو یوه استخباراتي پروژه پاتې شوې.

د ملاعمر په اړه دا خبره پخپل قوت پاتې ده چې هغه د پښتون په نوم تر نورو زیات پښتانه وځپل. د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو ډېر کړه وړه د پښتنو په سپکاوۍ او نابودۍ تمام شول. طالبانو د پښتنو سیمه د ژوند له ټولو ښېګڼو څخه له یوې مخې لکه د ملخانو په څېر جارو کړه. دوی نه یوازې د پښتنو د ښېرازۍ او پرمختګ په مخکې خنډ شول بلکې پښتنو چې له پخوا څه درلودل، هغه يي هم ترینه له لاسو وشکول.

همدارنګه د ملاعمر په مشرۍ طالبانو، پښتانه سیمې او نړۍ ته شاړ اوشډل وروپېژندل. پښتانه یي د تمدن، پوهې او کلتور دښمنان معرفي کړل. دوی يي د ګاونډیانو او نړۍ سره د ګډ ژوند جوګه نه، بلکې د سمې او نړۍ د ورانۍ او ویجاړۍ استازي وګڼل.

هغوی چې په رسنیو کې اوس هم د ملاعمر په مرګ ژاړي، په حقیقت کې د پښتنو په ځپلو او بربادۍ کې د دغه وحشي ملا له وحشت او بربریته ملاتړ کوي، د پښتنو پر ټپونو مالګې دوړوي او ځان د پښتنو په دښمنانو کې شریکوي!

د ملاعمر اروا دې پوه وي چې د عمر په لاس ځپل شوي پښتانه به ورته هیڅکله د مغفرت دعا چې کورنۍ يي د هغې غوښتنه کړې، ونکړي او پلویان دې يي هم ډاډه وي چې عمر به پښتنو کې د شیطان او ابلیس له درجې کم ونه ګڼل شي.

د ملاعمر په مرګ اوښکې نه، بلکې د خوښۍ لوی جشن پکار دی!

د ده په مرګ سره د پښتنو له سره، یو لوی مصیبت او شرم کم شو!

د ۲۰۱۵ کال د جولای ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button