اختریزه مبارکي او مناجات

اختریزه مبارکي او مناجات

ډیروګرانودردیدلو،غم ځپلو،ټپي،ټپي او ویرجنوهیوادوالو!

 دسپیڅلي عقیدت اوارادت عبادات مودالله پاک په دربارکې مستجاب اوسه.

اخترمومبارک اونیکمرغه.

هو! هغه اخترچې درښتینوخوښیواوخوشالیوپرځای زما اوستاویرجنه موراوخوردخپل شهیدوروراوشهیدې خورپه شناختوویرنې بولي اوورته لپه،لپه اوښکي نذرانه کوي ببرسر یتیمان په سپیروبارخوګانواوژړاندوسترګودخپل بابا اوادې قبرونوته سوي،سوي اسویلي باسي.

له بده مرغه زموږ اخترهم شهیدشوی اوزموږدلرو برو کلو او بانډو څخه مودې،مودې وشوي چې خوښیوکډه کړي اوله شونډوموسکا اوخنداورکه شوي ده دهغه هسک اوڅانګه ورشنه چنارسیورې ته زموږدچم،ګاونډ نجونه اوپیغلي نه راځي په نکریزوسرولاسوچمبې نه وهي دچنارپه شنوپاڼوکې توروکارغانوځالې کړي اوپرسریې ټپوسان ناست دي.

هو!مودې وشوي چې زموږدکلي ځلمیانواومستوژڼو،اتڼونوته خپلې څڼي نه دي غوړي کړي اودمستې قلندري آتڼیزسروکي اوس هیرشویدي.

نوزه به په کومه ژبه دا اختر،اختروبولم دناهیلیواوبې وسیوڅخه دژغورنې اوورکیدا په موخه دخپل رب سره مناجات کوم دځواکمن اونیاومن ذات دعرش دربارته دیتیمانوله تړموتړمواوښکوډکه لمن غوړوم اوپه چیغو،چیغوژاړم اوټول راسره لاسونه لپه کړئ چې لویه خدایه!لویه خدایه!ته زموږدافغانانوله سره دجابرو،مستکبروظالمانواوسخت زړوزورمندانولاسونه لنډکړې اوپه ګلالي ګران افغانستان کې دسولې ښکلی اورښتینی اختر راولې سوکالي اوخوشالي موپه نصیب کړې. آمین .

اختــــــر راغلــــی یــــاران نشتــه                       زه به په داسې اختر څه خوشــــاله ومـــه

اختر دې ماباندې په غـــــــم کــــړ                       په تامحشرشه یتیمان ښـــــیرې کـــوینه

نکریزي کیږده شناختوڅنګ کې                   شهیدجانان مې خپل لاسونه سره کوینه

 

ټول افغان ولس ته دخوښۍ اوسوکالۍ په هیله

بسم الله اکبري

۱۶/۷/۲۰۱۵

هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button