د پروستات غټېدل څه ډول ناروغي ده؟

روغتيا ویب پاڼه

ناروغۍ بېلابېلې بڼې لري، چې په ځورونکو ډولونو کې کې یو هم د پروستات غُدې غټېدل دي. ددې ستونزې له امله د انسان د تشو بولو جریان له ستونزو سره مخ کېږي، چې دا چاره انسانانو ته ډېره ځورونکې تمامېږي. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ په اړه پوه شئ.

پروستات ناروغي وپېژنئ
پروستات ته په انګلېسي ژبه کې هم “Prostate” وايي. چې د “پروسټيټ” په شکل تلفظ کېږي. د نارینه وو په جنسي سیستم کې د مثل د تولید یوه اساسي غُده بلل کېږي. ددې غدې حجم په سالمو وګړو کې چې عمر یې له ۵۰ کالو ښکته وي. د یوه چهارمغز په اندازه وي. چې وزن یې له ۰،۷۵ اونسو سره برابرېږي.
پروستات په ګېډه کې د کولمو په ښي اړخ او د تناسلي الې او مثانې په منځ کې موقعیت لري. د نارینه سپرم او تشې بولې له تناسلي الې تر وتلو وړاندې باید له همدې غُدې تېر شي.
دا غُده له نارینه وو سره د نسل په تولید کې مرسته کوي. ځکه چې یو ډول مایع ترشح کوي، چې د “مني” برخه جوړوي.

د پروستات د ناروغۍ ډولونه
څو ناروغۍ موجودې دي، چې پر پروستات غُدې تاثیر کوي. ځینې یې بکتریایي او سرطاني دي. په دې غده کې د هرډول نارغيو خپلې نښې نښانې موجودې دي. یو ډېر عام ډول یې ددې غُدې غټېدل دي. چې ځينې نښې نښانې لري.

دپروستات غُدې د غټېدلو نښې!

  • دا ناروغان ژر ـ ژر د تشو بولو کولو اړتیا احساسوي. کله کله د تشو لږ لږه سوځیدنه هم ورسره وي.
  • له تشو بولو وروسته هم د مثانې د ډکوالي احساس.
  • د تشو بولو بندېدل.
  • په فشار سره د بولو وتل.
  • د اودس ژر نه وچېدل.

یادونه: ددې ناروغۍ د درملنې په برخه کې باید ووایو، چې له دوو لارو دا ستونزه حل کېدای شي. په درملو او عملیات سره، چې روغتياپالان د ستونزې ډول او کچې ته په کتو پرېکړه کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button