بریالي خلک له ويدو کېدو وړاندې څه کوي؟ (د بریا رازونه)

بریالي خلک له ويدو کېدو وړاندې څه کوي؟ (د بریا رازونه)

دا خو موږ تاسې ټولو ته څرګنده ده، چې څوک بريالي ژوند غواړي، نو بايد سهار وختي د خپل ټاکلي کار په موخه له خوبه پورته شي، مګر دې ته مو پام کړی، چې د پاتې ورځ په اړه بايد څه ډول تصميم ونيول شي، چې د انسان د ژوند د بريا مهم راز ولري.
له خوب وړاندې شپږ داسې عادتونه درښيو، چې ستا د ژوند د بريا ضامن ګنلی شي.
اول: هره شپه له ويده کېدو يو ساعت وړاندې مطالعه کول
د نړۍ تر ټولو شتمن تن بېل ګېټس وايي، چې دی تر هر څه زيات د لوست او مطالعې ډېر شوقي دی او هره شپه له ويده کېدو وړاندې يو ساعت د سياست او روانو چارو په اړه مطالعه کوي.
دا په خپل ځای، چې لوستونکی له مطالعې څومره ګټه تر لاسه کوي، د کتاب لوستل ذهن قوي کوي او ذهني کړاوونو په کمولو کې ۶۸ سلنه مرسته کوي.
د لوست او مطالعې يوه ګټه د بدن د مدافعي قوت ځواکمنتيا هم ده. د طبي کارپوهانو په وينا هره ورځ د مطالعې عادت د انسان ذهني ځواک قوي کوي او د وخت په تېرېدو، يې چې علم او معرفت کې زياتوالی راځي، تر څنګ يې ذهني ځواک ۳۲ سلنه قوي کيږي.
دوهم: له ويده کېدو وړاندې بايد خپل مبايل بله کوټه کې کېږدو
د طبي کارپوهانو په وينا د ګرځنده مبايلونو تر ټولو زيات زيان دا دی، چې د شعاګانو شيندلو له امله يې انسان له خوبه په طبعي ډول نه شي راپورته کېدای او د وخت په تېرېدو انسان بيا داسې فکر کوي، چې ګويا شپه تېره شوې او سبا دی.
د ګرځنده ټيليفونو شعاوې د انسان هغه مدافعي قوت له منځه وړي، چې د خوب په راوستو کې مرسته کوي او د ورځې بيا انسان له ذهني پلوه ستړی وي، نو که موږ غواړو، چې د بې خوبۍ له ستونزې بې غمه شو، نو بايد خپل ګرځنده ټيليفون په بله کوټه کې کېږدو.
درېيم: پياده مزل
د هر شرکت، پوهنتون او ادارې مشر، چې هر څومره بوختياوې ولري، بايد هره ورځ د خوب د مقدمې لپاره لږ تر لږه يو څه وخت پياده وګرځي او له دې لارې هڅه وکړي، چې د ورځې ستړي کوونکي افکار يې له ذهنه ووځي او د خوب راحت يې نصيب شي.
هر مشغول سړی بايد د ورځې ستړيا له خوبه وړاندې په پياده ګرځېدو وباسي او د دې تر څنګ پياده مزل نورې روغتيايي ګټې هم لري.
نوې طبي څېړنې وايي، چې پياده مزل ابتکاري فکر او عقل قوي کوي. ذهن په ناسته او ناراستۍ کې دومره فعاليت نه شي کولای، څنګه چې له ګرځېدو وروسته يې کوي. که يو څوک د يو کار په اړه له ذهني ستونزو سره مخ وي او د حل لار يې نه ورمعلوميږي، نو بايد هره شپه له ويده کېدو وړاندې پياده مزل خپل عادت وګرځوي.
څلورم: ډېر او منظم فکر کول
ګڼې غربي رسنۍ له تېرې لنډې مودې راهيسې داسې پروګرامونه چلوي، چې انسان منظم فکر کولو ته اړ کړي او څوک چې ډېر مشغول وي، د هغو کسانو لپاره د ورځني ژوند مهال وېش ټاکل ډېر ستونزمن کار وي.
د کارپوهانو په اند د دې ستونزې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لاره په يو داسې ځای کې ناسته ده، چې ذهن متمرکز وي او دغه وخت کې د مهالوېش د جوړولو لپاره کار وکړي.
نوې طبي څېړنې وايي، چې منظم تفکير او مهالوېش په اړه فکر کول غمونه، اندېښنې او ذهني ستړيا له منځه وړي.
تصميم او ابتکار
د نړۍ د يو شمېر سترو کارخونو مشران وايي، چې د دوی د بريا تر ټول ستر راز په قوي تصميم کې پټ دی. د کارپوهانو په اند د قوي تصميم لپاره ابتکاري فکر ته اړتيا ده او دغه فکر د شپې په يوازې مهال ډېر ښه کېږي.
د کارپوهانو په اند د شپې پر مهال ارامه فضا او يوازې ځان د فکر او ابتکار لپاره تر ټولو غوره وخت دی؛ ځکه چې د ورځې د ژوند سرګردانيانو، خلکو سره د راشه درشه او د ورځني ژوند شر او شور ذهن فکري تمرکز او ابتکار ته نه پرېږدي.
د راتلونکې ورځې پلان
د بريالي ژوند لرونکو خلکو يوه ځانګړنه دا هم ده، چې د خپل ژوند مهالوېش يې داسې ټاکلی وي، چې د ژوند يوه زره هم ضايع کېدو ته نه پرېږدي او هره شپه د راتلونکې ورځې لپاره منظم پلان ټاکي.
کامياب خلک هره شپه له ويده کېدو وړاندې درې کارونه په نظر کې نيسي.
اول سهار وختي پورته کېدل، خپل کار ځای ته رسېدل او له ځنډ پرته خپل کارونه پيلول.
څېړونکو په ۹۰يمو کلونو کې د پلان او مهالوېش ټاکلو لپاره د لېسې او فاکولتې محصلينو ژوند او پلان څارلی او دا يې منلې، چې چا دغه درې ګونې پروسه عملي کړې، نو ژوند يې منظم او بريالی دی.
دغو ځوانانو د خپل منظم وخت له امله پوهنتونو کې د نورو په پرتله ډېرې لوړې نومرې اخيسي، د ژوند په چارو او پوهنتون په داخلو کې تر نورو ډېر غوره بلل شوي.
د ژوند منظم پلان د دغو ځوانانو اکاډيميک حيثيت او وړتيا کې مهم رول لوبولای دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button