څنګه لیکنه شروع کړو؟

څنګه لیکنه شروع کړو؟

که چېرته څوک غواړي، چې لیکنه شروع کړي نو لاندې څو ټکي د عملي کړي.

۱- د موضوع ټاکل: د تل لپاره په لنډه موضوع کار پيل کړﺉ, ځکه چې لنډه موضوع په آسانه تحلیل کولای شی. پر یوه نوې موضوع کار پيل کړﺉ, چې ستاسې د علاقې وړ وي او بل دا چې داسې موضوع وټاکﺉ چې په اړه یې معلومات لرﺉ.

۲- خاکه جوړول: د نظرونو ویش او یا یو له بل سر تړلو ته خاکه ویل کیږي. خاکې ته په انګلیسي کې سنپسيس ((synopsis ورته ویل کیږي, چې دا له دوو کلمو مرکبه کلمه ده, syn د یو ځای او Opsis د کتلو په معنا دی. کله مو چې موضوع وټاکله باید په دې فکر وکړو, چې څنګه نوې لیکنه پرې وکړو. موږ دوه ډوله د خاکې د جوړولو لارې لرو: یو یې په ذهن کې خاکه جوړول, دوهم د موضوع مهم او سرټکي را ایستل.

۳- د موادو را ټولونه: کله مو چې خاکه جوړه کړه, نو بیا د هغه موضوع په اړه د نورو خلکو لیکنې ګورو او د دې موضوع ماخذونه پيدا کوو. هغه لولو, یاداشتونه د خپلې موضوع لپاره ترې جوړوو.

۴- ابتدایي لیکنه پيل کول: له موادو وروسته خپل یاداشتونه را اخلو او د لیکنې چوکاټ ته یې ور اچوو. ځينې کسان چې لومړنۍ لیکنه کوي له زیاتو مشکلاتو سره مخ کیږي, هغوی باید خپله لیکنه په داسې جمله شروع کړي, چې د موضوع مربوطه وي, لکه: لنډه کیسه او ناول چې په یوه ډيالوګ شروع کوو, نو باید خپله لیکنه هم د لومړي ځل لپاره په داسې یوه جمله شروع کړو, چې د لیکنې اړوند وي.

۵- عنوان ټاکل: مهمه نه ده, چې عنوان په لومړي سر کې وټاکو, خو د عنوان ټاکنه لیکوال ته په سر کې ښه ده, چې تر یوه محدود عنوان لاندې لیکنه وکړي او بلې خوا ته ولاړ نه شي. لکه موږ چې څنګه لنډې کیسې ته په سر یا آخر کې نوم ټاکو, همداسې لیکنې ته هم عنوان ټاکلی شو.

۶- لیکنه تر نظر لاندې تېرول: کله مو چې لیکنه وکړه نو باید هغه د دوهم ځل لپاره تر نظر لاندې تېره کړو, کیدای شي په لیکنه کې مو داسې تېروتنه کړې وي, چې د لیکلو په وخت کې مو فکر نه وي ورته شوی او وروسته بیا یې پرې پوه شو.

د ښه لیکوال ځانګړتیاوې: ښه لیکوال باید لاندې ځينې ځانګړتیاوې ولري.

۱- لوړ فکر

۲- خلاقیت

۳- غور او دقت

۴- د تخیل ځواک

۵- پر موضوع برلاسي

۶- د حقیقت پلوي کول

۷- لوی هدف درلودل

۸- د پراخ نظر څښتن

فضل الحق نوری وردګ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button