
آم چې څومره خوړلی شئ، ویې خورئ!
آم چې ځینې خلک یې د مېوو بادشاه هم بولي، د بادشاهی وجه یې صرف ښه خوند نه دی، بلکې د آم دومره فایدې دي: چې شمار یې هم کوم اسان کارنه دی.
طبي ماهرین وایي: آم د وېټامین ای یوه لویه منبع ده او ددې ترڅنګ ددې استعمال سره انسان صحت مند او تازه وي او ددې ترڅنګ د انسان په مخ او نور بدن باندې دانو ته هم اجازه نه ورکوي او د وېټامین ای د لرلو په وجه نه پرېږدی چې د انسان د سترګو نظر کم شي
په آم کې د وېټامین سي د شتون له کبله د انسان د وینې کولېسټرول په عادي حالت کې وي او بله دا چې انسان د ساه لنډۍ څخه هم ساتي.
طبي ماهرین وايي د آم خوړل انسان د غاښونو او د وینې د کېنسر څخه هم ساتلائ شي ځکه چې آم کې انټی اکسېډنټ مواد دي چې دغه مواد د یادو ناروغیو په مخنيوي کې خورا مهم رول لري.
آم د هډوکی ناروغیو ، فشار او د هاضمې سېستم لپاره ترټولو تازه مېو زیات ګټور دی.
محمد مبین هڅاند