په بدن کې د ویټامین ډي د کموالي نښې او رامنځته کېدونکې ناروغۍ

ژباړه: خالد مشال

مونږ ته لازمه ده چې د خپل بدن په اړه پر ټولو روغتیايي معلوماتو ځان خبر کړو او په صحي لارښوونو عمل وکړو؛ تر څو را معلومه شي چې زمونږ د وجود دننه څه روان دي، څنګه ناروغي ده او علاج یې په کومه طریقه کېدای شي؟

ویټامین ډي هغه مهم جز دی چې د وګړیو په جسمونو کې کموالی یې کله کله د ستر زیان لامل ګرځي. دغه مهم ویټامین چې زیاتره خلک یې له کموالي سر ټکوي د انسان په بدن کې د فعال ماشین په څير کار کوي، چې کموالی یې د لمر له شعاعو، ځینو کیمیاوي دوایانو او طبعي توکو (میوو او سبزیجاتو) پوره کولی شو، تر څو مو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی شي.

دلته به د ویټامین ډی د کموالي له امله را پیدا کېدونکې ناروغۍ او د هغې نښې در وپېژنو:

۱ــ له نورو ناروغیو څخه په رغېدو کې ډیر وخت نیول:

لکه څنګه مو چې پورته وویل ویټامین ډي د انسان په بدن کې دفاعي سیستم غښتلی کوي؛ نو که ستاسې بدن یې له کمښت سره مخ وي؛ ښايي له نورو انسانانو ژر د ناروغیو ښکار شئ او د همدې وېټامین کموالی به مو له ناروغۍ ژر ښه کېدلو ته پرېنږدي، ډیر وخت به وغواړي او د ساه اخیستنې (تنفس) په سیستم کې به له ځینو ناروغیو (نزلې، زکام او نمونیا) سره مخ شئ، چې ښايي خاص ډول الرجي درته پیدا کړي.

۲ ــ ویره، ذهني فشار او ډپریشن

که څه هم ویره یو طبعي لامل دی او انسان په خاصو شرایطو کې ورسره مخ کیږي؛ خو ښايي د لومړي ځل له پاره واورئ، چې ډيره ویره، زیات ذهني فشار او اوږد ډپرېشن په بدن کې د وېټامین ډي له کموالي سره مستقیماً اړیکه لري، په ځانګړې توګه د زیات عمر خلکو کې. څیړنو ښودلې چې د ویټامین له کمښت سره مخ میرمنو ته کې ویټامین ډي ورکړل شي؛ نو د هغوی د ډپریشن په کچه کې کموالی راځي؛ خو که په چاغو وګړیو کې دغه ویټامین کم شي له ژور ذهني فشار او سر دردي سره مخ وي.

۳ ــ له پوره خوب سره، سره زیاته ستړیا محسوسول:

د هرې ستړیا تر شا یو کېسه وي؛ چې د وېټامین ډي کموالی هم پکې شامل دی. د طبي څېړنو پر اساس ویل کیږي، چې د ویټامین ډي کموالی د انسان په بدن کې د زیاتې ستړیا او شدید سر درد علامې پیدا کوي. همداراز د انسان په بدني غښتلتیا کې د کمزوري لامل ګرځي، چې زیاتره ښځې ورسره مخ کیږي.

۴ ــ د ملا دردونه:

ویټامین ډي چې د هډوکو د روغتیا او پیاوړتیا له پاره تر بل هر څه زیات مهم دی، هډونو ته د کلیسیم په جذب کې مرسته کوي او اسکلیټ په غښتلتیا کې مهم رول لري؛ خو کمښت یې د ملا درد، د هډونو کمزوري او دردونه پیدا کوي. د څیړنو پر اساس هر کال زرګونه میرمنې د ویټامین ډي له کمښت وروسته د ملا له دردونو کړیږي.

۵ ــ د څنګلو، مټو او لاسونو کمزوري

کله چې د انسانانو په بدن کې په ځانګړې توګه د ښځو په وجود کې ویټامین ډي کم شي؛ نو د هغوی پر مټو، څنګلو او لاسونو هم بد اثر کوي، پر همدې ناروغۍ اخته کسان داسې فکر کوي، لکه بندونه یې سره جدا شوي وي. د طبي تحقیقاتو له مخې په ۷۱ سلنه وګړیو کې د لاسونو او مټو د کمزوري لامل د ویټامین ډي کموالی دی.

۶ ــ د وېښتو غورځېدل او سپینېدل

که فکر کوئ، چې وېښته مو د پخوا په څير ښه نه دي؛ نو د ویټامین ډي استعمال پیل کړئ؛ تر څو مو دغه طبي ستونزه حل شي؛ ځکه د ویټامین ډي کموالی په وېښتو هم بد اثر کوي، د وېښتو بیخونه پریږدي چې سستوالی پیدا کړي، وېښته ولویږي او یا ژر سپین شي. په دې برخه کې کلیسیم هم لازم دی.

۷ ــ د زخمونو ژر نه ښه کېدل

په هغو خلکو کې چې عمرونه یې له ۵۰ کلنې زیات وي؛ د زخمونو ژر نه جوړېدلو ستونزه تر بل هر چا ډيره وي؛ پوهېږئ لامل یې څه شی دی؟ د ویټامین ډي کمښت. کله چې د انسان په بدن کې ویټامین ډي کم وي، زخمونه او خراشکې (ګرېدلي ځایونه) یې ژر نه جوړیږي چې لامل یې د ویټامین ډي کموالی دی.

۸ ــ زیات خوله کېدل:

که کوم ځانګړی بدني حرکت، کار او جسماني فعالیت مو هم نه وي کړی او بیا هم سخت خوله یاست نو پوه شئ، چې وجود کې مو د ویټامینو کموالی محسوسیږي؛ ځکه کوم ناروغان چې د ویټامین ډي له کمښت نه ځوریږي هغوی ان په ژمي کې هم خولې کیږي، پرته له دې چې کوم سخت کار وکړي او بیا یې له تخرګونو، غاړې او پښو هم سخت بوی خیژي چې نور وګړي هم سخت ترې ځوریږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button