پردۍ جګړه د ارزښتونو په جامه كې

عزيز چوپان

زه تر ټولو د مخه دا خبره كوم چې د پخواني شوروي پر وړاندې زموږ مقدس جهاد له اوسنيو هغو سره جوت توپير لري؛ ځكه هغه جهاد پرته د چا له لمسونې يا هڅونې فقط د خپلو اعتقادي ارزښتونو او ملي مسؤوليتونو په رڼا كې د ټول ولس له خوا پيل شو چې بيا د ګرد اسلامي امت د علماو تاييد هم له ځانه سره درلود. كه څه هم په دې كې شك نشته چې هغه د حضرت سعدي د دې وينا په تاييد چې «هر كه را بر سماط بنشينى، واجب آمد بخدمتش برخاست» پاكستان ته زموږ هجرت سره له دې چې دا يو شرعي حكم هم و، ځكه هجرت يو نبوي سنت دى، چې د هجرت شرايط هم كاملاً رامنځته شوى وو؛ خو د دې تر څنګ يې يو لړ طبيعي عوارض هم درلودل، دا لكه اوسني زياتره دارو چې كه ګټه لري؛ نو تر څنګ يې يو لړ عوارض هم لري، زموږ د هجرت عوارض دا و چې پاكستاني استخباراتو په يو شمېر افغانانو كې ځان ته د نفوذ منفذونه پرانستل؛ خو دا كوم كلى حكم نه و او نه دى چې د شوروي پر وړاندې زموږ د مقدس جهاد، د تقدس پر وړاندې شك او شبهې ته لار پرانيزي، البته هغه كسان چې د جهاد د الهي حكم مخالف دي، د هغوى حساب بيا جلا دى.

د روسانو پر وړاندې زموږ د جهاد اهداف كاملاً روښانه وو؛ خو دا چې د ځينو خنډونو د موجوديت له لامله زموږ ولس ونه كړاى شو هغه خنډونه له مخې لرې كړي، هغه هم بيا جلا خبره ده او دا هېڅكله زموږ د جهاد تقدس نه شي زيانمنولاى؛ خو تر مجاهدينو وروسته چې تر اوسه پورې كومې جنګي ډلې رامنځته شوې، د پروژو په بڼه؛ مثلاً څو هېواده سره كښيناستل د يوې ګډې پروژې نقشه يې جوړه كړه او بيا يې يو چا ته د تطبيق له پاره وسپارله، دا هم حقيقت دى چې څوك هم يوه دغسې پروژه عملي كوي، خپل ځانګړي اهداف هم په كې پالي او خپلې ګټې هم په كې خوندي كوي چې د دغسې پروژو په تعميل كې هم ډونر يا مرستندوى ګټه كوي او هم د پروژې تطبيقوونكى.

د اوسنيو پروژو لويه نېمګړتيا همدا ده چې واګې يې د سيمې او نړۍ د استخباراتو په لاس كې دي، البته جهاد يوه الهي فريضه ده او د پيغمبر اكرم صلى الله عليه وسلم د مبارك حديث له مخې به دا فريضه د قيامت تر قيامه پورې دوام كوي، داسې نه ده چې د شوروي پر وړاندې جهاد فرض و او د بل چا پر وړاندې نه، د اسلام له صدر نه تر اوسه پورې د مختلفو كفري او شركي ځواكونو پر وړاندې جهاد شوى، د عربو د مشركينو پر وړاندې شوى د روميانو پر خلاف شوى، د فارس پر خلاف شوى، د يهودو پر خلاف شوى، اوس هم ان د قيامت تر ورځې پورې كه د اسلامي شريعت له حكم سره سم شرايط مهيا شي، جهاد فرضېږي او دا بيا د هر مسلمان وجيبه ده چې په دې اړه خپل مسؤوليت ادا كړي؛ خو چې د كوم حركت ابتدا هغه د علماي كرامو په اصطلاح په ساكن سره وشي، بيا نو له هغه نه څه تمه كېداى شي؟

كه چېرې لږ په وضاحت سره وغږېږو دا اوسنى جهاد د چا پر خلاف دى؛ د جهاد مدعيانو جهاد د يو چا پر خلاف اعلان كړى او جنګېږي له بل چا سره. اوس ادعا دا ده چې موږ په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پر خلاف جنګېږو، دلته بايد دا خبره واضح وي چې د ډېرو لږو افرادو او ډلګيو نه ور اخوا چې خپلې سياسي او اقتصادي ګټې له همدې بهرنيانو سره په تړاو كې ګوري، نورو عام ولس قضاوت هم همدا دى چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو حضور هېڅ ډول مشروعيت نه لري؛ نو هغوى بايد زموږ له خاورې ووځي هغوى موږ ته دومره ګټه نه ده را رسولې لكه څومره يې چې زيان را رسولاى دى، كوم مظالم چې د هغوى له خوا وشول او لا لګيا دي دوام لري پر دې خو هېڅوك هم نه پرې پرده اچولى شي او نه د پټولو دي، له بلې خوا دوى افغان ملت نه دي راغوښتي او هغه يو څو محدود كسان چې په بن كې د بهرني فشار تر سيوري لاندې كښيناستل او كومه پرېكړه يې وكړه، هغوى نه د ملت استازي وو او نه هم د هغوى پرېكړو كوم ملي مشروعيت درلود؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې اوسنيو جګړه مارو ډلو په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو حضور تر كومه بريده ننګولى دى او عام ولس يې څومره ډبولى، زورولى، بې كوره كړى او وژلى دى، د استاد الفت مرحوم په تعبير:

غل او خوني وي تښتيدلى ده نيولي وي نور

چې لاس ته ورشي هغه نيسي هېڅ پروا نه لري

ايا هر څوك چې د دوى مخې ته ورغى هغه مجرم دى؟ او كه نه؛ مجرم د دوى په اند كوم تعريف لري؟ اوس خو چې ګورو دوى د ملامتۍ ګوته بهرنيو ځواكونو ته نيسي؛ خو كوتك يې د ملت ډډو ته نيولى دى، آخر دا كوم عدل او انصاف دى؟

د دغه ډول ړانده قضاوت علت دا دى چې د دوى د ارادې واګې د بل چا په لاس كې دي، كه په دوى كې داسې افراد وي هم چې په بهرنيو استخباراتو پورې تړاو نه لري؛ خو بيا هم د دې موټر اشترنګ ته بهرني استخبارات ناست دي، دا كه په موټر كې هر څوك ناست وي، ناست دې وي، د موټر د سپرليو تر منځ خو توپيرونه خامخا وي، څوك به د عمر له پلوه سپين ږيري وي، څوك ځوان او څوك كوچنى، همدغسې له جنسيتي پلوه به څوك نارينه وي، څوك ښځينه، د تقوا او اخلاقو له پلوه هم سره متفاوت كېداى شي؛ خو د موټر د تيز او سست چلولو، ودرولو او روانولو واګې د ډريور په لاس كې وي؛ نو اوس د دغو حركتونو واګي هم د محدودو افرادو په لاس كې دي كه دوى معامله كوي او كه يې نه كوي، د چا حكم ته سر ټيټوي يا يې نه ټيټوي، دا د ټول صف كار نه دى او نه ټول پرې خبرېږي يا خبرېداى شي، نو هغه چې پر دې خبر نه دي چې د پردې تر شا څه روان دي، هغوى طبعاً په يوه تياره كې ساتل كېږي. دوى ته چې له بره څه حكم كېږي فقط د اطاعت دنده لري.

اوس د سيمې، له سيمې ور اخوا او نړيوالو استخباراتو ته يوه ډېره ښه حربه په لاس ورغلې او هغه دا چې خپلو نامقدسو او ناروا اهدافو ته زموږ د ارزښتونو جامې ور اغوندي؛ نو هغه د حافظ صيب خبره چې:

تو پس پرده چه دانى كه كى خوب است و كى زشت

كه څوك قضاوت كوي نو په جامو كې به يې كوي؛ نو اوس هر مسلمان ته دا په كار دي چې له خپل اسلامي فراست نه كار واخلي، د ښو او بدو تمييز وكړي او هغه لاره ځانته غوره كړي چې هم خداى (ج) راضي پرې كېږي او هم زموږ هېوادنۍ ګټې په كې نغښتې وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button