ګلب الدین او دهغه نوي توطیې

افغانانوپه تیره بیا پښتنوته دتاریخ په بیلابیلوپړاوونوکې چا خیراونیکمرغي نه ده غوښتي اوتل یې  برخلیک له ناورینونواوناتارونوډک دی اوپخپلولاسونویې خپلې جر ړې اودواکمنی ریښې پري کړي اودوښمن ته یې خپله توره په ځمکه ایښي خوله بده مرغه بیا یې په هماغه توره دخپل وروراوتربورسرپرې کړی اوهمدا لامل دې چې دآدمه تردې دمه پخپلووینوکې رغړیږي اودنفاق په زرګونوزرګونوټوټوویشل شویدي .

په لوی هند کې دپیړیوپیړیودپښتنوافغانانوبریمنې اوویاړلي واکمنی اوامپراتوری پخپله دپښتنوپه لاس له منځه تللي اونړیدلي دي مغولي بابر دپښتنولښکروپه مټ اوزور دهند لوی واکمن ابراهیم لودین امپراتوری اوژوند ته دپای ټکی کیښود اوهمدامغول وو چې دخپلې واکمنی په دوران کې یې دپښتنوله سرونوکله منارونه جوړاوان دپښتنودایتنیکي اونسبي تحریف اویهودي له پښته یې دهغودنومولوډنډورې اوتبلیغات پیل کړل اوپه دې ډول یې دپښتنوداریایې نسب شجرې ناسمې اوبابیزه ګڼلې.

مغولي پاچاهانودخپلې واکمنی په مهال دپښتنوپه وژلواوله منځه وړلودلوی هند نورولسونه ویرول جیلونه دپښتنو له مخورواومشرانوډک اوپښتون میشته سیمي دجګړواووینوتویولوډګرونه وو.

ښایې له ازله به دپښتنوپه تندي بدمرغي اوبدبختي لیکل شوي وي کنه کله به هم د دوی نیکمرغي اوسوکالي په نصیب شي اوکه به تل دویراوغم په ټغرناست وي خوله بده مرغه دغه زوریدلی باتورولس تربل هرچا لکه چې مې مخکې ورته اشاره وکړه پخپل تبر،ټپي اوغوڅ شوی دی دپرنګي ښکیلاک ستردوښمن اوهوډمن مبارزشاه زمان دپښتنوپه کورکې ړوند شو.غازي محمداکبرخان په زهرو ووژل شوامیرشیرعلي خان په مزارکې په مرموزډول په زهرووژل شوی سیدنورمحمدشاه په پیښورکې په پټه په زهرومسموم اووژل شوی اوکه داسې یې پسي ګز کړوشاه محمود هوتک اوشاه اشرف دکورنی تربګنی له مخې یوتربله ووژل شول دختیځ سترفیلسوف اوداستعمارضدویاړلی مبارزعلامه سید جمال الدین افغان په استنبول کې په زهرومسموم اووژل شویدی داهدفي اوپلان شوي وژنې اومرګونه دتاریخ په بیلابیلوپړاوونوکې دافغانانوپه تیره بیا دپښتنودکمزوری اوایل کولوپه موخه ترسره شوي دي دشنه غله دسقاوزوی حبیب الله په وړاندې دغازي امان الله خان واکمني اوځواکمني دپښتنوپه لاس کمزوری اودړې وړې شوه.په راوروسته پېرکې دظاهرشاه سلطنت ته سردارداود دمحمدزي پښتون په جامه کې دپای ټکی کیښود اوپخپله سردارمحمد داودخان هم دپښتون افسرپه مرمیوغلبیل غلبیل شواودافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دمشرتابه په دوران کې نورمحد تره کی دخپل پښتون ملګري حفیظ امین په آمردپښتنوپه لاسوووژل شو اوحفیظ الله امین هم دروسانو دیرغل اوبلوسې په اړودوړکې دپښتون افسرله خوادکلاکوف په مرمیوسوری،سوری اووژل شو.دوکتورنجیب الله دپاکستان دڅارګرې دوزخي ادارې په مستقیم ګډون دطالب په جامه کې دیوه پښتون افسرله خوا چې یووخت به یې تاریخ ناولي څیره په ډاګه کړي ووژل شو.

دریغه،دریغه پښتانه په ژوندیو مشرانونه ویاړي اودمرګ وروسته یې په ویراوساندوکې ساری نه لیدل کیږي اوخوشال باباپرځای ویلي دي چې

دخوشال قدرکه اوس په هیچا نشته

پس له مرګه به یې یاد کاډیر عالم

دادی اوس له بده مرغه دپښتنودسټولواوبربادولولپاره دمرګ اووژنې جګره مارښامار،زهرجن تورسرپه توره پګړۍکې دتورلنګوټي، سکني ورور داعش الدین سره ګلب الدین ځان راڅرګند کړداځلې سعودي وهابیانواوتورلنګیوپنجابیانوهغه دپښتنوپه وینوکې دتعمید عسل ورکړی اوغواړي داسلامي حزب پاک زړي اومومن ساده غړي اوځوانان دنړیوال استکبارپه شیطاني لوبه کې ښکیل اودپردیوله خواپه بل شوې اور کې یې لکه وچ لرګي وسوزوي لکه چې په ماضي کې یې هم دخپل ګوندپه غړو هیڅکله هم رحم اوخواخوږي نه ده کړي اوپه بې هدفه جګړوکې یې دخپلې ځان غوښتونکي هژمونی اوسادیستي رنځ دارضا اوټکورپه موخه جنګولي اووژلي دي ځکه یې ډېری افغانان راکټیاربولي.نوموړی راکټیارله نن نه پنځه څلویښت کاله دمخه دکابل پوهنتون دانجنری پوهنځۍ محصل و هره ورځ به یې ږیره چټه پټه خریله ګارګري شاپوخوله به یې کله کله په سروله اودپوهنتون رستم یې ځان ګاڼه که څه هم ترده پیاوړي اوپه پوهه کې وتلي څیرې لکه استاذ نیازی،ډاکټرعمر،سیف الدین اوانجنرسیف الرحمان اونور داخوان المسلمین په سازمان کې شتون درلود خوګلب الدین ترټولوځان سیدقطب اونابغه شمیره چې دهیچاپروایې نه درلوده اوپه یاغي آس سپورو

ده په پنځوسمو کلونو کې کابل پوهنتون په جهلتون اوویرتون بدل کړ ښه مې په یاد چې ده اود ده ادمکشه بړیڅودپوهنتون په علمي اواکادمیکه ساحه کې په ډېرقساوت،وحشت اوبربریت سره دلوګراوسیدونکی اودکابل پوهنتون محصل سیدال نومی په داسې حال کې چې په لوړاوازیې کلمه طییبه اواشهدوویله په ګردم اوډبروووژل شو کله چې د دغه ځوان شهید دمړیني خبر دعلي آبادروغتون څخه خپورشودکابل پوهنتون دټولوپوهنځیومحصلین اومحصلانې دپوهنځیوریسان اوګرده استاذان داعتراض اوسختې کرکې دڅرګندولوپه موخه دکابل پوهنتون انګړته راووتل دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځی اوادیتوریم مخې ته یې لویه غونډه اوسترمیټینګ جوړکړدپوهنتون ټولوچپې اودمکراتیکوسازمانونواوغورځنګونودمتعصبه اومتحجرواخوانیانوپرضدایتلاف اوپیوستون اعلان کړپه لومړي سرکې دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځی ریس ا واستاد پوهاندفضل ربي پژواک دادیتوریم سرته پورته شولومړۍ یې دریاست دموټرکیلي ګانې ایسته ګوزارکړي اودګلب الدین په مشری یې دغه وحشیانه عمل اودځوان سیدال شهادت په کلکوټکووغانده ویې ویل موږدغه متحجرودعلم اوپوهي دوښمنانوته اجازه نه ورکووچې دکابل پوهنتون په وینوولړي اوپه دغه وحشیانه کړنوسره هغه جهلتون کړي.له ده وروسته دکابل پوهنتون دټولو محصلانواواستاذانودتودواوغوسه ناکوولولوپه څپوکې دټولوچپي اودموکراتیکوسازمانونودایتلاف اوپیوستون په استازي توب دکابل پوهنتون دطب پوهنځۍ محصل شهید ډاکترنجیب الله دادیتوریم سرته پورته اوپه خوراسختواودرنوټکواوانقلابي وینا سره یې داخوان الشیاطین دخونړي اوادمکش سرلاري ګلب الدین په ناولواووینولړلولاسونودځوان سیدال شهادت وغانده اود دغه دستراووحشیانه جنایت مرتکبینواوسازمان ورکوونکوته یې دسختې سزا اودکابل پوهنتون څخه دهغودسملاسي اخراج غوښتنه وکړه زیاته یې کړه دغه شیطانې اوخونړۍ څیري دعلم اوپوهې د دوښمنانوپه دستور داسلام دمبین دین دبدنامولولپاره په وحشیانه اوانساني ضد اعمالولاس پوري کوۍ اوغواړي چې دکابل پوهنتون کې دویرې،بې باوری اوکرکې فضا رامنځته کړي دټولومترقي اوروښانفکره سازمانونواوغورځنګونوپه نمایندګی دغه دجهل اوتورتم استازواوټیکه دارانوته جدي اخطاراوخبرداری ورکووچې د دغوشیطاني اووحشیانه اعمالودمکر رارتکاب څخه لاس واخلې اود دوی توري اوکرغیړنې څیرې به ګرانوهیوادوالواونړیوالوته بربنډې اورسواکړودغه اعتراضیه سترمیټینګ مرګ،مرګ،مرګ برګلب الدین په شعارونودغوسه ناکواوله ننګه ډکو ولولوپه څپوکې پای ته ورسید.

وروسته دشهید سیدال دفاتحې درنه مراسم دکابل پوهنتون دکتابتون په سترتالارکې ونیول شول کله چې دوخت صدراعظم ارواښاد محمد هاشم میوندوال په فاتحه کې دګډون لپاره راته په هغه باندې دګلب الدین اودهغه دبړیڅوله دکاڼوپرله پسې ګوزارونه وشول خو هغه په داسې حال کې چې خپل لاس یې تندي ته نیولی دکاڼواوډبروپه باران کې یې په فاتحه ګډون وکړاوفاتحه په خورادرنومراسموترسره شوه.

رښتیاهم په وروسته موده کې دکابل پوهنتون هغه سوله ییزه اوآرامه فضا متاثره اوبې خونده شوه په تیره بیا دپوهنتون نجونه محصلانې په ویره اودنا امنۍ په اضطراب کې پریوتې.

یوه ورځ دلیکنې لیکوال ته دخوست داسمعیل خیلودسیمي اوسیدونکی دادمحمد نامی چې دعراق په یوه اسلامې پوهنتون کې یې اسلامي لوړې زده کړې کولي دکابل پوهنتون لیلیي ته راغی هغه په اسلامي فقه اوعلوموکې له نبوغه ډک استعداد درلوداودعلمي مباحثې اومناظرې سره یې زیاته مینه درلوده هغه له ما وغوښتل چې دګلب الدین حکمتیار سره دیوي لنډې شیبې لپاره دخبرواتروزمینه برابره کړم ورته ومې ویل چې زه له ګلب الدین سره هیڅ ډول اړیکي اوپیژندګلوي نه لرم او آن چې دهغه دنوم په اخیستلودې حیران کړم خوهغه به دخپل ټولګیوال خواږه،وروراو ملګري دتعلیم اوتربیې دپوهنځۍ محصل تاج محمدمنګل په مرسته درته پیداکړم دواړه له لیلیې څخه دپوهنتون په لوري رهي شوو په عجیب تصادف  دحقوقواوسیاسي پوهنځۍ سره نیږدې دګلب الدین حکمتیار سره مخامخ شوله لنډه کي روغبړوروسته مې دادمحمد په درن ټکوهغه ته وروپیژنده اودهغه سره دمناظرې دوستانه وړاندیزمې ورته وکر.حکمتیارورته وویل محترما! دڅه لپاره مناظره اومباحثه؟

دادمحمد وارله واره ګلب الدین ته په خطاب کې وویل چې حکمتیار صاحب اسلام دسولې،سلم، اخوت اوعدالت دین دی موږباید داسلامي فقهې اولوړوارشاداتوسره سم دعاطفي اوترحم ډک چلند وکړو.لاد دادمحمد خبرې خلاصې نه وې چې ګلب الدین یې په خبرو کې ورودانګل پوه شوم پوه شوم چې ته څه واېی اوچا رالیږلی یې زه که اول پوهیدلی وای ما درته ویلي وای ګوډماړنینګ په ډیرتکبر،بې له رخصته دانجینرۍ دپوهنځۍ په لور روان شو.زه خورازیات خوابدی اوغوسه شوم خودادمحمد لکه یوسترغرولاړاو بڼه کې یې نوکی بدلون رانغی خو دومره یې وویل چې هغه درهبری کرکټرنه لري یوخطرناک انسان دی.وروسته مې جناب دادمحمد په ډیر درنښت رحصت کړخودلسګونوکلونوپه تیریدوسره دهغه دژوند اویاخدای مه کړه دمرګ په هکله معلومات نه لرم خوما اوس مې هم د ده درنې موجزې خبرې په غوږکې انګازې کوي چې ویل یې ګلب الدین درهبری کرکترنه لري اویوخطرناک انسان دی.هوهمدا لامل دی چې څه دباندې څلویښت کاله دافغانستان دتاریخي دوښمن دای اس آی په بدنامه جاسوسي اداره اوغیږه کې پروت دی اود ده په لاس یې نه یواځی دافغانستان علمي،پوه شخصیتونه اوافغاني درنه درنه مشران اوقومې مخوردبیلګې په توګه لکه شهید استاذ پوهاند بهاوالدین مجروح، شهیدجنرال حکیم کټوازی،شهید جنت خان غروال،عزیزالرحمان الفت اونورپه سلګونواوزرګونودرنی درنې سټی د ده په وسیله وو ژل شوي او آن دخپل حزب په اسلامپالواووطنپالو غړویې هم رحم ونه کړاوپه عمدي توګه یې دضیالحق او اختر عبد الرحمان دناولوتوطیوښکارکړاوځیني یې په ډله ییزه توګه دشورای نظارله خواپه شمالي کې ووژل شول خپل نیږدي ملګری اود ده له ټاکل شوي صدراعظم استاذفریددهغه چا په لاسونو ووژل شوچې اوس یې د ده ملګري لاس په نامه لکه نوکران ولاړدي د ده په اصطلاح  دګیلم جمع سره یې له ای یتلاف څخه ډډه ونه کړه اودخپلومجاهدووروڼوسره په جګړه کې یې دنظارشورا سره یوځای ،کابل دوینوپه حمام بدل کړاولادافغانانودوینوبهولوتږی دی که څه هم اوس پخپل جوړشوي حزب کې تجرید اومنزوي شوی یوازي دپاکستان جاسوسي شبکې له ده څخه دسبوتاژدیوي سیاسي مهرې په توګه کار اخلي اودادی اوس یې دپردیوپه لاس دجوړشوي پدیدي داعش سره دخپلو افغاني طالبانووروڼوپرضد دپیوستون اوګډې جبهې دتشکل اوآن جهاد اعلان وکړ خوزما په اند داسلامي حزب رښتیني جهادي سټې او اګاه کادرونه اونورساده مومن غړي اوس دخپل خونړي اوسیاسي ناروغ رهبر؟ څیره پیژندلي اودافغانستان دروانې جګړی داورلمبې به پخپل ګډون سره بلې نه کړي اودطالبانو سره دنسبي سوله ییزو خبرو روان بهیر به سبوتاژاوګډوډی ته پری نه ږدي..

داسلام ترچترلاندې په لسګونو،لسګونوبنسټپالې اسلامي ډلې ټپلې دنړیوالې توطیې په چوکاټ اوپلان کې رامنځته شوي دي اوانټرناسیونال بڼه یې غوره کړي ده په دې مانا چې ڼړۍ له ګوټ،ګوټ اوآن دلویدیزوهیوادونوڅخه ډلې،ډلې ځوانان اونجونې دغو بنسټپالوډلوټپلوسره یوځای کیږي اوس ورته دالقاعده اوطالب خبرې زړې ښکاري د داعش اوبوکوحرام د ډلوټپلودورانولو،وژلو،سرغوڅولو،سیزلواودانسانیت دبیخ بنیاد دایستلودورپیل شوی ډېری عربي اسلامي هیوادونه دوحشت اوشیطانت په اورکې وسزیدل بې عزته،بې پته اوبې کوره اوبې اوره شول اوس دادی دادوحشت جوج ماجوج زموږپه وینوکې لیت پیت هیواداوویرجن ولس دلاځپلواوجنوسایداویومخیزه وژنې اوورانی لپاره په ټولو ولایتونوکې ډلې،ډلې وګومارل شول اودوژلوپه دې نوي پیر کې ښاغلی چیف کرنیل ګلب الدین د داعش الدین سره خپل بشپړملاتړاعلان اوښه شوه چې دافغان مجاهد اومسلمان ولس ته یې خپله لمنه پخپل سر راواړوله اوپه دې تاریخي ستر خیانت اونه جبیره کیدونکې تیروتنې سره یې افغاني طالبانوستر کریدیت اوویاړلی باور ور وباښه.افغاني طالبان دپاکستاني اونوروپردیوبنسټګروډلوټپلوڅخه جلآویوبیل اورښتینی اسلامپاله اوافغانپاله ځواک اودافغانستان دولسونوڅخه رامنځته شوي پدیده ده زما په اند دافغانستان په زیاتره زړه بوږنوونکوپیښو کې پاکستاني اونور پردي جوړشوي طالبان لوی لاس لري زه دخپل شخصي وجدان له مخې هغه درنه انساني،افغاني اواسلامي لوړې ځانګړنې اوحمیده اخلاق چې دځینو طالبانو په درنوسټوکې لیدلي دیوه افغان په توګه په ویاړم که څه هم شخصا د دوی له خوا دمرګ تربریده ګواښل شوی اوتعقیب شوی یم خو دیوه ژمن افغان په توګه مې وجدان دنا آرامی احساس کوي چې زه دځینوافغاني طالبانو لوی وجاهت اوتاریخي صلابت هیرکړم دیوي لنډې خاطرې تذکراړین بولم اوهغه داچې دخپل ملګري ماهرخطاط اونقاش صا لح محمدکوهسارپه ملتیا دکندهار په لاره هرات ته روان وم دږیري په درلودوسپیني پګړۍ اوسپینوکالیوکې دکندهارداخوند په څیر ښکاریدم شپه مو کندهارته ورسوله هلته دکندهارداطلاعاتواوکلتور ریس وزیري نامی دکوهساراشنا اوملګری و دهغه دکارځای ته ورغلو له اخلاصه ډک روغبړ راسره وکړد ده په نوښت نوی کتابتون ننداره موهم وکړه دادبي، هنري اوفرهنګي پنځونواوهستونو په لیدو دخوښۍ په جامو کې نه ځاییدم لنډه داچې په هغه ریاست کې موورسره شپه شوه

ښاغلي وزیري وویل دکندهارداسلامي امارت دمشرتابه ډیری غړي دشپي د ډوډۍ لپاره داطلاعاتواوکلتور ریاست ته راځي اودلته مو دوستانه بنډارجوړوي رښتیاهم دهغه له ویناسره سم دمشرتابه یوشمیرغړي پخپلوموټرونوکې راغلل اوزموږسره یې دروند اومینه ناک روغبړوکړاوپخپلو منځوکې یې دهیواد دعمومي حالاتوپه اړه نوي اوتازه دمه معلومات سره تبادله کول اوکله ناکله به یې دخوښۍ اوخندا په موخه یوه نیمه ټوکه ټکاله هم کوله هغو زموږپه وړاندې په خوراصداقت او اخلاص سره یوتربله خبري کولې اوموږمیلمنو ته یې دشک په سترګه نه کتل ته به وایې چې دکلونوکلونویاران اواشنایان یوهو دهغوپه څیروکې بې شاییبه مینه اودرنه میلمه پالنه لیدل کیده اودهغو بنډارله خاطروډک وشیبه وروسته ډوډۍ تېاره شوه لاسونه موپریولل اودکوټې په منځ کې لوی دسترخوان وغوړیده د کندهاردتودوډوډیو سره یوځای په ښایسته،ښایسته کاسو کې ګرمه شوروا اوغابونوکې غوښه راوړل شوه بیلابیل سابه اوترکاري هم په دسترخوان کیښودل شول دکندهار دجګ پوړوچارواکوډوډۍ همدغه ساده شوروا خوپه خدایږوله میني اوخونده ډکه وه زما به دژوند ترپایه دهغه دشپي د دوستانه بنډارخاطري هیرې نه شي دچای له څښلواوپه جمعه دماخسوتن لمانځه له اداکولو وروسته ګرده سره چارواکي خپلو کورونوته رخصت اوولاړل .موږدارامې شپې له تیرولوورسته سهاروختي دهرات دبسونوتم ځای ته روان شووپه خدای قسم یادوم چې په لسګونولسګونو دوچواوتازه میووډکې کراچۍ دسرک په غاړواوکوڅوکې ولاړې وي اوپلورونکي یې بې غمه پخپلوکورونوکې ویده ووماهسې فکر کاوه چې ګني خوب ګورم خوهغه درښتیني سوکالۍ اوامن انځور وهیچا دخپل مال اوشتمنی دغلا اولوټ کیدو ویره نه درلوده.زما موخه دطالبانودواکمنی اودښاغلي حکمتیار دصدارت اوواکمنی پرتله کیدل دي دسروبي په ولسوالۍ کې دحزب اسلامي دوزخي قوماندان زرداد یادوم چې له ځانه یې سپی جوړکری اوبې ګناه بې وزله مساپر به یې دپیسواوروپیو دلاسته راوړلولپاره په خپلوناولواوبویینوداړواوکرغیړنو غاښونوداړل دشرم ځای دی دافسوس خبره ده که زرداد دپیسووږی اوتږی و خوتاسو حکمتیارصاحب دافغانستان مومن اوغیورولس دوینوتویولواوبهولو تږي یاست.
تاسو ته ښايي چی د افغانستان په مظلوم او کړیدلي او مسلمان ولس ورحمیږی او د سولی په روان بهیر کې رغنده برخه واخلې او د پاکستان د څارګری او شیطانی اداری د ورستی او بوینی ځالې څخه خپل ځان ازاد او له غلامۍ څخه وژغوری.

د ګران افغانستان د دوښمنانو د نابودی او لا رسوایی په هیله.

تل دی وي سوله

 

بسم الله اکبري

۰۹-۰۷۲۰۱۵

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button