کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟
ایمل جلال
داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي.

۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوختیا ددې سبب شوې چې کتاب لوستنه محدوده شي. د هر کتاب د لوستلو پر ځای هڅه وکړئ چې د خپل مسلک اړوند یا هغې موضوع په اړه چې تاسې ورسره علاقه لرئ او په علم کې مو زیاتوالی راولي، کتاب وټاکئ. ددې پر ځای چې د هر څه په اړه لږ لږ معلومات ولرئ، د یو څه په اړه ډېر معلومات پیدا کړئ. دا به مو په خپله برخه کې مسلکیتوب ته لار هواره کړي.

۲- یا په خپل ذهن کې کتابونه په دوو ډولونو وویشئ. یو هغه کتابونه چې د مسلکي پرمختګ په موخه مجبور یاست چې ویې لولئ او دویم هغه چې د ذوق او خوند لپاره یې لولئ. تل اول ډول ته لومړیتوب ورکړئ.

۳ – فکر وکړئ چې په کتابپلورنځي کې یاست. وړاندې له دې چې کتاب اخلئ دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړئ. د کتاب نوم، لیکوال، چاپ کال، او چاپځای یې وګورئ. وروسته یې عنوانونه وګورئ او د کتاب له نوم سره یې پرتله کړئ. که لیکوال مو پېژندلو ښه خبره ده خو که نه مو پېژندلو نو یو ځل یې بیوګرافۍ ته سر ور ښکاره کړئ. د لیکوال مسلک د کتاب له محتوا سره پرتله کړئ. که په خپل مسلک کې یې لیکلی و، ښه خبره ده خو که مثلاً انجینیر وي او د اقتصاد په اړه یې کتاب لیکلی وي، مه یې اخلئ. لږ نور زحمت هم وباسئ او په ولاړه د کتاب مقدمه ولولئ. دا به درسره مرسته وکړي چې په لوستلو یا پېرودلو ارزي‌کنه؟

۴ – تر څو مو چې د یو کتاب لوستل پای ته نه وي رسولي، بل مه پیلوئ. پر یو وخت د څو کتابونو پیلول له یوې خوا مو تمرکز له منځه وړي او له بلې خوا مو زړه وهي. یو هم پای ته نشئ رسولای. که بیا هم دا کار کوئ نو لږ تر لږه دوه کتابونه په یو مکان کې مه لولئ. مثلاً یو په کور کې پیل کړئ، بل په دفتر کې.

۵ – حتماً له ځانه سره قلم ولرئ. د کتاب په حاشیه کې کوچني یادښتونه واخلئ. یا له هغو جملو یا پراګرافونو څخه چې تاسې ته مهم دي، خط کش کړئ یا حلقه تاوه کړئ. دا مو عادت وګرځوئ. دا به مو د کتاب موضوعات په ذهن کې تلپاتې کړي.

۶ – له درسي کتابونو پرته د نورو کتابونو د لوستلو لپاره مشخص وخت مه ټاکئ. که چېرې کتاب لوستنې ته د دندې په سترګه وګورئ، زړه مو ترې تورېږي. مثلاً مبایل او ټېلوېزیون له وخته سپما وکړئ او هماغه وخت کتاب ولولئ. له خوب وړاندې په بستره کې کتاب مه لولئ. ځکه دا به لکه د خوب ګولۍ داسې تاثیر وکړي. د کتاب لوستلو ښه وخت سهار لمانځه مهال دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button