کوم پیمان؟

 

چې ښه یې پیژنو بیا ځان تیر باسو

دا موږ خپل ځان که دښمنان تیر باسو؟

 

خدای دې تباه کړي چې تباه یې  کړلو

مونږ دا دوه مخي  په پیمان تیر باسو؟

 

دا د  وختونو  ډیر محیل  دښمن  ته

موږ  فرصتونه  د زمان تیر  باسو

 

دوئ صرف په خوله باندې دوستي یادوي

وایي  :   افغان په بل   افغانان تیر باسو

 

څوک چې  دونیا ته شرارت خپروي

هغه به څنګه موږ  اسان تیر باسو؟

 

په هیڅ پیمان ، وعده  وفا نکوي

دوئ وایي :   چم  کې ټول جهان تیر باسو

 

د خداي لعنت دې وي په داسې خلکو

چې خپل ګاونډ بیا مسلمان  تیر باسو

 

دا قاتلان دي د پیمان  نه دي دوئ

څو به ضمیر او خپل  وجدان تیر باسو

———————————

سمیع الدین افغاني

۲۱ – ۵ – ۲۰۱۵

م ۰ کال

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button