پښتو لنډۍ

اب کوثر جانانه راشه

د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه

اب و دانه مې شوه تمامه

ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه

الله دې تا په چا مين کړي

چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه

الله درې ژر تياره ماښام کړي

چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه

اباسين بيا پۀ څپو راغی 

پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه

اباسين بيا څپې څپې دی 

هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه

اباسين راغی غاړې غاړې 

پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه

اپت وهلي کښت ته راغلم

نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه

اټې اټې زلفې دې توی شوې

د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه

اجر و جزا د عمل حق ده

څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه

احمده خدای دې جنتي که

تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه

اختر به بيا وطن ته راشي

زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه

اختر پرون ؤ پرون تېر شو

دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه

اختر پرون تېر شو عالمه

د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه

اختر په منډه منډه راغی

نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه

اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه

اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ 

څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه

اختر ته ډېره خوشالېږم

زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه

اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي 

دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه

اختر د واړو مبارک شه

دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه

اختر دې تا ته مبارک شي 

چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه

اختر له تا سره ښایېږي

نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه

اختر نژدې دی روژه لاړه

ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه

اختر نژدې دی ياره راشه

مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه

اختره ستا د برکته

د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه

اخر به مرم پاتې بۀ نه شم

ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه

اخر بۀ پاتې شې ميدانه

مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه

اخر بۀ خاورې شې بدنه

که دې هر څو پر وطنو وګرزومه

اخر بۀ خاورې شې جانانه

ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه

اخر بۀ خاورې شې صورته

که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه

اخر بۀ دا دنيا شي ورانه

تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه

اخر بۀ کند کچکول راواخلم

چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه

اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم 

که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه

اخر بۀ وران شې پېښوره 

د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه

اخر ته داسې درته وايم

اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه

اخرنی ځای دې لحد دی

ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه

اخيري ورځ ده راته ګوره

بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه

ادکې مورې څراغ بل کړه

د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه

اذان پۀ ځنډ کوه طالبه

زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه

ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو

که مې له سرو سترګو ويني تويومه

ارمان  ارمان تېره ساعته

پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه

ارمان ارمان خپله وطنه

د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه

ارمان ارمان د دا دا کوره

د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

ارمان ارمان دی لويه خدايه

چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه

ارمان به وکړې وخت به تېر وي

بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه

ارمان به هلته زما درشي 

چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه

ارمان به هلته زما درشي 

چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه

ارمان به هلته زما درشي 

چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه

ارمان به هلته زما درشي 

چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه

آسمانه درز  وهه راولېږه 

په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه

اسماني تندر شوې جانانه

په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه

امانتي مې ګور کې کېږدئ

که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه

آواز يې اورم کتی نشم 

په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه

اوبه د بر ګودر خوږې دي

زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه

 اوبه د کوز ګودر خوږې دي

 لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه

 اوبه دکوز ګودر خوږې دي

 زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه

 اوبه دهر ګودر خو ږې دي

 جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه

اور چې بليږي اخر مړ شي

د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه

 اوښکي مې سيند غوندې بهيږی

 بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه

اول به ته ورته حيران شې

که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه

اول به کله کله غم و

اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه

اول دې ويل چې رامين شه

اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه

اول مې فکر درته نه و

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه

ايمان دې ښه راته معلوم دی

په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه

بابا ته لاړې سوال دې وکړو 

په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه

بابادې ماوژلی نۀ دی

چې راته نيسې دزړې ولې بندونه

باباکوچيانوته مې ورکړه

چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه

باباګلان دباغه راوړه

زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه

بابامې نۀ درکوي ياره

لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه

باباولي پرکندهاردی

زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه

بابوټيکس دې بېرته واخله

زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه

بابوټيکس دې بېرته واخله

مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه

بابوکره زموږ وطن دی

جندوله تاته سلامي راغلی يمه

باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي

ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه

باچارخصت راکه چې ځمه

چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه

باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی

جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه

باد د جنت پکې لګيږي 

د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه

باددبهۍ پۀ کې لګېږي

دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه

باددپغمان له لورې راغی

زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه

باددخوتن دی راالوتی

ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه

باددې پلوله مخه يوسه

چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه

بادسبازماقاصد شه

زماشيرين اشناته يوسه سلامونه

بادسبايارمې ويښ نه کړې

دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه

بادمې ديارله لورې راغی

پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه

بادنن له پاسه که ښکې دی

بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه

باده پربادمې سلام وايه

پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه

باده په باد مې سلام وايه

په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه

باده دخدای روی مې دروړی

ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه

باده ديارحالونه راوړه

ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه

باده ديارله لورې راشه

ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه

باده سلام پۀ جانان وايه

هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه

باران داوښکومې ورېږي

بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه

باران که اوري باک يې نشته

واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه

بارانه ورو ورو واورېږه

دمسافرجانان مې نشته دالانونه

بارانه ورو، وروپرې ورېږه 

په مسافر اشنا مې نشته دالانونه

بارانه ورو، وروپرې ورېږه 

وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه

باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی

ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه

باغ چې دزاغ پۀ حواله شي

بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه

باغ له دې تله مناسب نۀ دي

پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه

باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي

لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه

باغچې دګلوشوې سمسورې

باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه

باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو

چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه

باغوانه پاڅه چې سهار دی

ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه

باغوانه ورشه باغ سوتره که

سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه

باڼه  دې مړه دي ښکته ګوري 

لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه

باڼه  دی ورو جګ کړه شير ينې

ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه

 بدن درياب زړه مې ګودر دی

 د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه

بړستن دې واغوسته ويده شوې

په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه

بله ډيوه شه راته کښېنه 

زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه

بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو 

زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه

بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته

چې په خالي مړوند دې سر ولګومه

بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ 

زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه

بورا به خدای په گلو موړ کا

باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه

بيا به پدې کلي رانشم 

د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه

بيا به د کلي په منځ نه ځم

د کلي منځ  دلېونۍ ورسېدنه

بيا به ديار کلي ته نه ځم

په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه

بيا به دې نوم په خوله وانخلم 

بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه

بيا به نرۍ جامې ونکړم 

باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه

 بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه

 ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه

بې غېر له تا مې عمر ګران دی 

زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه

بې ننګه ننګ راباندې وکړه 

سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه

بې وفا هله راته وايه

چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه

بېګا مې مړ په خوب ليدلی 

سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه

بېګاه په خوب کې ژړا راغله

د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه

بېلتون په هر چا مېلمه کيږي

ماته چې راشي نو کلونه تېروينه

بېلتون د خلکو د خندا کړم

ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه

بېلتون دې قدر رامعلوم کړ 

اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه

بېلتون يواځې په ما ندی 

بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه

بېلتون يوازې په ما ندی 

د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه

بېلتونه راشه ستړی مه شې

زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه

بېلتونه کور دې راته ښايه

د زور دې نه يم ننواتې به درځمه

 بیا به منګی ته ګو تی نه کړم

 مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه

پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی

جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه

پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی

مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه

پاس پراسمان راشه رامداره

داسمې لارې راڼېزونيولې دينه

پاس پراوږودې منګی مات شه

چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه

پاس پربام مه خېژه کوترې

پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه

پاس په کمره ولاړه ګله 

نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

 پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو

 د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه

پاس په ګودر ولاړه ګله

يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه

 پاس په ګودر ولاړې ګله

 نصیب د چا يې او به زه در خيژومه

پاس په هوا راشه جانانه 

لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه

 پاس په هوا راشه جانانه

 د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه

پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې

چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه

پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري

اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه

پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای

نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه

پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو

جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه

پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه

محمدوخوت دالله ديدارته ځينه

پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې

زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه

پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې

يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه

پاس پۀ تيرااوره بارانه

دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه

پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه

مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه

پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله

نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه

پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې

بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه

پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو

دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه

پاس پۀ هواراشه جانانه

داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه

پاس د آسمان ستورو ته ګوره 

په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه

پاس داسمان ستوروته ګوره

پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه

پاکه مولا که ته يې واخلې

سړی سړی نه دی په بند يې ناسته يمه

پالنګ دسرونالۍ دزرو

ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه

پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري

نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه

پام کوه واردې خطانۀ شې

دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه

پانسۍ دزلفوماته راکړه

زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه

پاولی ديخ سينه دې تخت دی

چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه

پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی

ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه

پتنګ خويوځل شهيدشوی

افرين ماته چې مدام سوزم مينه

پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې

شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه

پتڼ پۀ منځ دبازارراغی

شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه

پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي

زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه

پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه

ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه

پتڼه راشه کۀ پرې سوځې

ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه

پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم

بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه

پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم

پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه

پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم

چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه

 پټ د ګودر په غاړه کينه

 چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه

پټ کرمونه درب ډېر دي

جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه

پټکی دې کوږ په وريځو کېده

زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه

پخوا به کله کله غم وو

اوس د غمونو قافلې راسره ځينه

 پر ګودر څه بلا لګيږی

 چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه

 پر ګودر ګڼي ونی کیږده

 چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه

 پر ګودر نښه راته کيږده

 د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه

پردېس ځوانانو سره خوند کړي

چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه

 پرګودر سپينه سينه اوړی

 په لاره تير يدم ودی ويشتمه

 پرګودر سور سالو ښکاره شو

 ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه

پرهر پرهر په توره راشې

چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي

په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه

پرېږده چې سپي مې غوښې وخوري

بې وفا ياره در په در دې لټومه

پرېږده چې سرو وينو کې رنګ شمه

د نيمې شپې له ديدن نه کراريدمه

پلار يې د بر کلي ملک دی 

لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه

 پلاريې دبر کلی ملک دی

 لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه

په ا خرت به لالی غواړم 

په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه

په اخرت کې به نارې کړم 

چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه

په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره

ستا له پېغوره مو رپه کور بند کړی يمه

په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه

چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوينه

په بام ولاړه يمه زنګېږم

د خوبه نه يم د يار غم غلطومه

په بل وطن کې پيدا نشوې

د نارنج ګله ننګرهار ته به درځمه

په بنګو چرسو مې کار نشته

چي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه

په پتاسو دې اموخته کړم

اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه

په تصور مې ځان پاچا کړ

چې سر مې جګ کړلو ګدا د دونيا ومه

په تن مې تور چينجي لګيا شول

زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه

په تناره مه ورغوړېږه

د وربل څوکې به دې اور وسوزينه

په تور لحد کې به نارې کړم 

زه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه

په تورو ټوک ټوک شي مړ مشې

چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

په تورو سترګو يې شهيد کړم

تورې جنډې راباندې ودروئ مينه

په تُهمت مه شرمېږه ياره 

په ښو ځوانانو پسې تل وي تُهمتونه

په جدايۍ دې خفه نه يم

خفه پدې يم چې رقيب دې خپلوينه

په جهان دوه څيزه مزه کا

يا سپينه خوله يا د بوړي توپک غږونه

په څه خفه په څه جدا شوې

اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه

په خوله به جنګ درسره وکړم

د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه

په خوله به جنګ درسره وکړم

د زړه کوڅې درځنې کله بيلومه

په خوله به جنګ درسره وکړم

د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه

په خولې توبې توبې اوباسم 

په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه

په دا يوه خبر خوشحال يم

چې خان غريب به ټول يوې خاورې ته ځينه

په داسې خلكودې بدل كړم

چې دعزت سرمايه بالكل نه لرينه

په ديواله مې سر اوچت کړو

جنۍ لګيا ده ځانله سترګې توروينه

په زړه به لويه تيګه کېږدم

جانانه تانه به يې ورو ورو صبرومه

په زړه دې ډېر داغونه راکړل

ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه

په زړه مې غر دګيلو پروت دی

هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه

په زنکدن دې ژبه بند شه 

ماته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه

په زنکدن کې مې رانغلې

د جنازې لاندې مې مه ځه مخ تورنه

په زنکدن مې راحاضر شه

بيا تر قيامته پورې نشته ديدنونه

په زنکدن مې راحاضر شه

چې په سلګو کې سترګې تاته واړومه

په زيارتونو به جوړ نه شم

ما به د سپينې خولې ازاد اخيستی وينه

په ژړا هغه خلک ژاړي 

چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه

په سپينه ږيره راپسې شوې 

رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه

په سر دې کوم غماز ولاړ دی

چې دې زما غريب يارۍ ته نه پرېږدينه

په سور سالو کې ګناه نشته 

ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه

په صبر صبر پوره نشوه

سبا مې نيت دې بې صبرۍ ته ملا تړمه

په صورت روغ درته ښکاريږم

لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه

په غټو سترګو دې مين شوم 

ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه

په غم کې ستانه کمه نه يم

لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه

په کټ کې سمه شه ځای راکړه

لکه لړم په دېوالو رااوښتی يمه

په کشمالو کې مې حلال کړئ

چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه

په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم 

شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه

په کوژدن شوې مئين مه شې

ته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه

په گودر سور سالو ښکاره شو

ما ويل دې سپينو اوبو اور واخيست مينه

 په ګودر څه ټکه لو يدلی

 چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه

په ګودر سور سالو ښکاره شو 

ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه

 په ګودر سور سالو ښکاره شو

 چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده

په لاره تلې کږه وږه شوې 

د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه

په لاره تلې مخ دې راستون کړو

د ظالم لورې په ګولۍ دې وويشتمه

په لښتي ټوپ کړه بيا راټوپ کړه

چې د اوربل  روپۍ دې ګډې وډې کړمه

 په لوی ګودر دی څڼی پری ولی

 په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه

په ما دې ټول کلی خبر کړ

په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه

په ما دې ځوانه ځواني اور کړه 

په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

په ما دې کړې څه بلا ده

چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه

په مخ دې شړک د زلفو راکړو

ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه

په مرک به دواړه سره مړه شو 

ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه

په مرگ به مړ راپسې نشې

دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه

په مرګ به مرم پاتې به نشم 

ګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی

په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه

په مسافرو مې زړه نه سوو

اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه

په ناعلاجه مرض پروت يم

په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه

په نيمه شپه دې بېرې راوړې

بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه

په نيمه شپه راشه جانانه

د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه

په وينو سور لکه ګلاب شه

پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه

په يار مې ترخې زرغونې شوې

زه يې د ديدن په تمه يم چې رابه شينه

په يارانه دې پويه نه شم

په جدايۍ دې لکه مالګه اوبه شومه

پيزوان په کورمه کې جوړيږي

د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه

پېزوان مې ستا برېتو کې بند شو

تر دروازې پورې جوړه درسره تلمه

پېزوانه ستا نه ګيله من يم

د ليلا سرې شونډې خو تا ښکل کړې دينه

پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

پېغلتوب نيمه پاچاهي وي

ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه

 پیغله ګودر ته روانيږی

 زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه

تا به په سرو وينو کې پرېدي

ما ژړوي د معشوقو دغه ظلمونه

تا چې په مخ څپېړه راکړه

د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه

تاسی دی بر ګودر ته ګوری

 د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه

تپه تياره ده نه دې وينم

بنګړو ته شرنګ ورکړه چې ودې پېژمه

تر هديرې راسره لاړ شه

د جنازې بازو مې پرې نه دې مينه

تردې پوړي ټوپک دې ځار شم

په غاړه ستا دی کږه زه درسره ځمه

تکل به کله د راتلو کړې

زه دې د لارې څوکيداره ناسته يمه

تنور چې تود شي اخير سوړ شي

زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه

تورو ته سپين خلک پيدا دي

ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه

توره به نه کړې نو به څه کړې

چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه

ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم

زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه

ته چې په ما پورې خندا کړې

خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه

ته چې زما د يارۍ نه وې

زما ويده زړګی دې ولې ويښونه

ته چې زما قبر ته راشې

زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه

ته د کوهاټ په غاښي راشه

زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

ته د ګودر غاړی ته راشه

 ما په منګی کې پراټی راوړی دينه

ته ماز ديګر ګودر ته راشه

 په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه

ته ماز ديګر ګودر ته راشه

 زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه

ټبر دې ټول راباندې ګران دی

زه ستا لپاره د وړو سلام کوومه

ټکرې د ځان پسې راکاږې 

خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

ټګي دې وکړه ټکه ياره

ستا دې ټګي زما دې صبر په خدای وينه

ټنګه وعده راسره وکړه

د جنکو په وعده نه شته اتبارونه

ټوپک ويشلی به خدای جوړ کړي

سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه

ټوټې ، ټوټې په تورو راشې

د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه

ټوټې ټوټې درباندې زه شوم 

په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه

ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم

بيا به په نوم د يارانې سړی رټمه

ټول مې د زړه په سر راټول شوې

ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه

ټيکری د ځان پسې راکاږي

خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

 

جانان په هيڅ نه رضا کيږي 

د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه

جانان زما زه د جانان يم

که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

جانان زما سره پښتو کړي

چې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه

جانان مې ستوری د اسمان دی

نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه

جانان مې لاړو اسماني شو 

اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه

جانانه تور څادر په سر کړه

ځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه

جانانه ته خو داسې نه وي

د چا خبرې دې ضرور منلي دينه

جانانه ته خوداسې نه وې

ښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه 

جانانه خپل وطن ته راشه

پردی وطن د مېړو قدر کموينه

جانانه خپل وطن ته راشه

په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه

جانانه خپل وطن ته راشه

غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه

جانانه خپل وطن ته راشه

که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه

جانانه دومره په ما گران يې

چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه

جانانه دومره را سره واي

 لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه 

جانانه راشه چې پخلا شو

زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه

جانانه راشه چې پخلا شو

عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه

جانانه راشه دا دی وخت دی

پلار مې د سر سودا د بل سره کوينه

جانانه راشه که ديدن کړي

د زنکدن خولې په ما راغلي دينه

جانانه راشه که راتلی شې

ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه

جانانه زېری مې درباندې

زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه

 جانانه ستا د زړه لپاره

 زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه

جانانه ستا ديدن لپاره

زه په زړه شپاله کې ‌بېرې ټولومه

جانانه ستا ديدن لپاره

زه د کابله په ټکس راغلی يمه

جانانه غلی غلی ګورې

يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه

جانانه غم دې دومره خوږ دی 

چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه

جانانه فکر پکې وکړه 

مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه

جانانه ولې لېونی شوې

په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه

جانانه ويښ يې که ويده يې

ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه

جدايي راغله لارې دوه شوې

مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه

جنۍ د پلاره دی وير يږم

 ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه

ځان په ازغوباندې سوری كړه

كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه

ځان د وطن په شمع سيزه

چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه

ځان دې زما په ديدن موړ کړه

بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو

لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه

ځای د داغلو په کې نشته 

جانانه څله داغوې داغلي زړونه

چا يې پلو ليدلی نه و

اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه

چرګه مرۍ کې ناسور شه

زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه

چنار به ولې سر لوړ نه کا 

چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه

چې په ژوندون مې په کار نشوئ

که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه

چې په ښايست مې خفه کيږې

نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه

چې په مرض مې نه پوهېږې

طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه

چې پېغله لور يې په کاله وي

پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه

چې پېغله لور يې په کاله وي

د هغه کور سابه جواری مزه کوينه

چې تاته ګورم ژړا راشي

چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه

چې تورو خاورو ته مي سپاري

په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه

چې توره نکړې نو به څه کړې

چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه

چې جنازه مي روانيږي

پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه

چې چېرته ته وای هلته زه وای 

نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه

چې څوك له خپله ځانه دروندوي

ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه 

چې خط مې وايي ورته ژاړه

ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه

چې خويندې کښېنې ورونه ستايي

چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه

چې د ديدن نصيب يې نه وي

په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه

چې راپسې نشې قرانه

زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه

چې ژوندون وي جانان به راشي

چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه 

چې سا مې اوځي رانږدې شه

په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه

چې سترگې تورې کړم شرميږم

چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه

چې سر زما وي څنګل ستا وي

د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه

چې سر زما وي څنګل ستا وي

مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه

چې سړی هر څومره پښتون شي

زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه

چې سور پرتوګ دې وکړو

نور يې زمونږ  دکلي منع کړه چې مرمه

چې عاشقي يې کړې نه وي

د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه

چې عاشقي يې کړې نه وي

هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه

چې فکر بند په زولنو کړم

چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه

چې کله کله راپه ياد شې

دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه

چې کلي واله مې ګڼلې 

ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه

 چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی

 په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه

 چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی

 چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه

چې مې په جېب کې دولت ډېر و

خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم

چې مې د تورو سترګو وار و

د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه

چې وعده وکړې پوره يې نکړي

ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه

چې وي پښتون اوپښتونكړي

داسې كسانوته به ګورې كړنګونه

چې هديره باندې تيرېږې

زما مزار ته مخ راواړوه مينه

 چې يوړم يوړم اوبو يوړم

 چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه

چېرته عاشق سړی ولاړ دی

ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه

څنگ ته مې مه راځه جانانه

سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه

څنګه په سپينه جامه ګرځې

رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه

څنګه د ورايه په خندا شوې 

لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه

څنګه نرۍ يې لکه لښته 

مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه

څوک په رضا له ملکه نه ځي

يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه

څوک چې په چا باندې مين شي

هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه

څوک چې په شنو سترګو مين شي

پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه

څوک چې د ښکلو وفا غواړي

ماته کيسه د صنوبر راياده شينه

څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي

په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه

څوک مې د حاله خبر نه دی

لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه

 خا ونده دا ګناه مې معاف کړی

 بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه

خال به د يار له وينو کيدم

چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه

خال يې په غونډه زنه کېده 

بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه

خاورې د يار د کوڅې راوړئ

پاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه

خاونده بيا دې پسرلی کړو

جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه

 خاونده بيادی مازد يګر کړ

 په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه

خاونده ټوله مې ترې ځار کړې

زما په سر يې غرغرې منلي دينه

خاونده څه چارې راوشوې 

نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه

خاونده دا به دې رضا وي 

چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه

خاونده دا به دې رضا وي 

چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه

خاونده دا به ستا رضاوي

چې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه

خاونده دا ګناه مې معاف کړې 

بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه

خاونده سل ځله ژوندراكړې

چې دجانان په مينه سل ځله مړشمه 

خاونده کوم يو پکې خوښ کړم

مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه

خاونده ما خو داسې نه وېل 

چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه

خاونده ما د ګودر ګل کړې 

چې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه

 خاونده ما دګودر ګل کړی

 چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه

خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې 

چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه

خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې 

چې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه

خبر مې کله کله اخله

د لېونتوب آواز مې نن سبا درځينه

خپلو جامو سره مې خښ کړئ

جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

خدايه د مور يې ورته پام کړې 

چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه

خدايه دا مور يې لېونۍ کړې

مئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه

خدايه کوچيان په کوچ روان کړې

چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه

خدايه ګورګورې تورې مه کړې

جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې  راوړينه

خدايه مئين څوک په چا مه کړې

چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه

خدايه نری نری باران   کړې

چې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه

خدای به دې بيا راته محتاج کړي

زومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه

خدای به دې زلفې په لاس راکړي

ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه

خدای به مو بيا سره يو ځای کړي

دسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه

خدای په وړې جلکۍ مئين کړم

د کوټنو ګټې په ما راچلوينه

خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه

بيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه

خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه

خلک به وايي چې سپېره دی يار يې مرينه

خدای دې په تنګه کوڅه راکړه 

چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه

خدای دې په داسې ځای کې راکړه

چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټينګومه

خدای دې په سر منګی ټوټی کړه

چې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه

خدای دې په واورو کې ايسار کړه 

چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه

خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه

چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه

خدای دې د خولې لاړې دارو کړه

زه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه

خدای دې زما کړه غونډې منډې

په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه

خط مې ليکو قلم مې مات شو 

د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه

خلک به وايي چې وړه ده 

وړې زما په زړه چړې منډلې دينه

خلک تپوس له د رنځور ځي

زه چې رنځور شم د جانان تپوس وړمه

خلک چارګل خونړی بولي

ما د نتکۍ په ډنډر ډېر وژلي دينه

خلک دې وايي تُهمتونه 

زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه

خلک زيارت له پتاسې وړي

زه د جانان لپاره غونډه روپۍ وړمه

خلک شراب وڅښي نشه شي

ما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه

خلک قيامت ته خفه کيږي 

زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه

خلک له غمه امان غواړي 

زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه

خلک مې ټول تپوس له راغله

هغه رانغلو چې يې پروت له غمه يمه

خلکو زړې يارۍ تازه کړې

زما په نوې يارۍ اور ولګېدنه

 خلکه ګودرګوري ګډيږی

 زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه

خمارو سترګو ته دې وايه

چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي 

خندا کوې ياري دې نشته

تشه خندا د لباسې جنکو وينه

خود به يې زه د در ملنګ يم

چې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه

خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم

نامردې تا پکې ګني کرلي دينه

خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم

نامرې ټوله راپشا شه چې دې وړمه

خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شې

شکره نه ده چې په تول به کمه شينه

خوله به په زوره درنه واخلم

وړوکی نه يم چې ځاري درته کومه

خوله به تر شونډو لاندې درکړم

په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه

 خوله به د خدای په رضا درکړم

 منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه

خوله د ډېوې رڼا کې راکړه

په توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه

خوله د ملا د لور خوږه وي

د شکرانې چرګان يې ټول خوړلي وينه

خوله دې د تريو انار دانه ده

د رنځورانو قافلې درپسې ځينه

خوله دې د سپينو زرو جام دی

زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه

خوله مې غوښته ژبه يې راکړه 

خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه

خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی 

زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه

د اباسين څپې دې يوسه

چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه

 د اسری منګولې نری غاړه

 ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه

د اواړه ستا د زړه لپاره

چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه

د اوبو غړپ کولی نشم

په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه

د بې وفا جانان د لاسه

د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه

د بې وفا نامه دې راکړه

تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه

د تور لحد نه مې زړه بد دی 

ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه

د تورو زلفو په ځنګل کې

يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه

د تورو سترگو ديدن راکړه

راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه

د ټپو وار راسره کېده

ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه

د ټپې وار درباندې راغی

شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه

د ټولو بدو به توبه کړم

جانانه ستا دمينې نه توبه کومه

د جانان ژبې ته حيران يم

څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه

د جانان غم زما سايه ده

چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه

د جانان مرگ راته اسان دی

چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه

 د جلا لا ګودره وران شې

 په جنکودې سا لنډی ولګاو نه

د جنازې بازو مي نيسه

چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه

د جنکو کاپرې سترګې

لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه

د جنۍ څانګې وانګې ونه

ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

د چا په شنې سترګې خوښيږي

څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه

د خپل وطنه به دې ورک کړم

ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه

د خولې مې تورې وينې لاړې

زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه

د ډاره غږ کولی نشمه

د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه

د روغيدو تمه مې نه شته

جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

د ريبارانو ځای جنت دی

خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه

د ريبارانو ځای دوزخ دی

خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه

د زړګي سره ناچاري ده

مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه

د زړه دپاسه مې امبار شه

د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه

د زلزلې پشانتې راغلی

زه دې محفل کې د خبرو وويستمه

 د زلفو تار مې اوبو دروړو

 په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه

د سپينې خولې قيمت دې وايه

که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه

د سپينې خولې ياران دې نور دي

شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه

د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه

کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه

د سور سالو مېرمن ته وايه 

نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه

د طالبانو دا عادت دی

د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه

د غرغرې ميدان ته راشه

سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه

د غرور جام به دې نسکور شي

په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه

د فکر ټال دې راته جوړ کړو

ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه

د کبرجن جانان د لاسه

د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه

 د کشمالو منجيله وکړه

 چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه

د کوه قاف غر ته ختل دي

څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه

د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي 

چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه

د ګودر غاړه ورته نيسه 

د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه

د لرې مرم د نږدې سوزم

افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه

د لنډۍ ونې نه دې ځار شم

لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه

 د ماز د يګر ګودره وران شی

 په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

 د مازد يګر ګودر ته راشه

 ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه

 د مازد يګر ګودر له راشه

 زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

 د مازد يګر ګودر له مه ځه

 پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه

د مرګي هسې نوم بدنام دی 

زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه

د مړوند خوب چې چا ليدلی

د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه

د مساپر يار زنکدن دی 

مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه

د مسافرو ډلې راغلې

زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه

د ملکنډ د سر توتي وای

په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه

د ملنګانو سره مل وای 

ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه

د ملنګۍ کچکوله مات شې 

چې در په  در دې ګرځوم تش دې راوړمه

 د منکو ټو کتار يې جوړ کړو

 لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه

د منګوټو کتار يې جوړ کړو 

لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه

د ناز کتو دې اثري کړم 

د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه

د ناستې ځای دې راته ښايه

چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه

د نيمې شپې راتګ دې ورک شه

زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه

د نيمې شپې سندرې خوند کا 

څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

د وطن تيګې مې خوراک وای

نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه

د وفا تمه ترېنه مکړه 

بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه

د يار يوه شوه زما بله

نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه

 د يدن دی سین کړه را لا هو کړه

 زه په غاړه دګودر ولاړه يمه

دا اوسني زلمي د څه دي

د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه

دا به د پاک الله رضا وي

چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه

دا به له ما نه پوره نشي

چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه

دا په ځير ځير چې درته ګورم

ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه

دا خو انصاف نه دی جانانه

چې دې مين کړم اوس مې نه کړې تپوسونه

دا خو د استا د يارۍ ټس دی 

چې په زېړي مازديګر کډې بارومه

دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی

دومره غمونه دريابونه وچوينه

دا دا مې نه درکوي تاله

راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه

دا ستا به هېر وم که په ياد وم 

زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه

دا ستا په سترګو کې پيريان دي

چې په تا راشي غوټې ماله راکوينه

دا ستا په مينه مې سوگند دی

ما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه

دا ستا د دوه ورځو خندا وه

زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه

دا سر تړلې مور دې مړه شه

چې پيشو ميو کړي دا به نېغه ناسته وينه

دا سر تړلې مور دې مړه شه

د ورځې خوب کړې د شپې تا رانه ساتينه

 دا سرې منګولۍ نری غاړه

 ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه

دا لېونی لېونی ګرځه

په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه

دا ما پخپله په ځان کړي

که مې ددې نه حال بدتر شي خوښ پرې يمه

دا مخامخ دېواله پرېوزې

تانه پناه دي تورې سترګې شنه خالونه

دا نازولې لور د چا ده 

چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه

 داده ګودر غاړه راواخله

 لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه

 داسري منګولی نرۍ غاړه

 لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه

دځان عزت كه چېرې غواړې

مدام كوه دنوروخلكوعزتونه

 ددې ګودر غاړې ته ګوره

 نری لوګی دی پېغلې زړونه وريتوينه

ددې نه لا وړوکی ښه وم

د جنکو سره به يو ځای ګرځېدمه

دريغه چې زه دياركفن واى

چې په لحدكې ترې چاپېره وای مینه

 دګودر خواکې وني کيږده

 چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه

 دګودر زر اجازت راکړه

 ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه

 دګودر غاړه به ښا يسته کړی

 ورله روان شول د بلبلو کاروانونه

 دګودر غاړه پری ښايسته ده

 څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه

 دګودر غاړه دي اغزي کړه

 په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه

 دګودر غاړه ورته نيسم

 زما جانان پردی لار تللی رابه شينه

 دګودر غاړه ورته نيسه

 دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه

 دګودر غاړه ورته نيسه

 ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه

 دګودر غاړهيې ناغه کړه

 زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه

 دګودر هر بو ټی دارو دی

 چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه

 دګودر هر بو ټی داروده

 چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه

 دګودر هر بوټی تازه دی

 هرمازد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه

 دګودر هر بوټی دارودی

 جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه

 دګودر هر مازد يګری ښه وې

 چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه

 دمازد يګر اوبوله مه ځه

 په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه

دمينې دغه نښانې دي

ديوۀ زړګي نه بل ته لاره تللي وينه 

دونيا د يار له سره ځار کړه

دونيا به تل وي ياران کله کله وينه

دې پورې کلي کې مين شوم

ملک يې څوک دی ننواتې ورليږمه

ډولۍ يې ودروه غمازه

چې اخيري ديدن يې وکړم بيا دې ځينه

ډيوه رڼا کړه خوله مې واخله

سبا به وايې چې ما خوب ليدلی ونه

ډيوې مې بلې په مزار کړه

چيرته وختونو کې د مينې يار دې ومه

را پسې مه غپيږه سپيه

ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه

راځه چې دواړه ټال کې کېنو

ټال به بهانه کړو سينې مينځ به جنګوونه

راځه چې دواړه سره يو شو

زما ستا څوک دي چې مونږ پخلا کوينه

راځه چې دواړه وطن پرېږدو

وروستۍ خبرې به سپين ږيري جوړوينه

راشه اينه دسمال دې واخله

نه دي ياري كړم نه دې نښې ګرځومه 

راشه په زړه مې ګوتې کېده

چې عاشقي مې درمعلومه شي مينه

راشه په زړه مې ګوتې کېده

ياره په تا دي که په ما دي ډېر غمونه

راشه په سترګو کې مې خوب شه

زه شوگيرو د بېلتانه وهلی يمه 

راشه زما په څنګ کې کېنه

چې درته ووايم د سوي زړه حالونه

راشه زما په څنګ کې کېنه

که تمباکو غواړې خولګۍ به درکومه

راشه زما په څنګ کې کېنه

که ته شرميږې لاس به زه درواچومه

راکړی ګل دې بېرته واخله 

زه د هجران په سفر ځم مړاوی به شينه

رامعلوميږي يار مې بايلود

د بېلتانه په جوارګرو واوښتمه

رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه 

چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه

رب دې زما کړه خپله ياره 

ما ستا په سر باندې اخيستي تُهمتونه

رنگ به مې ولې نه توريږي

ما يې د غېږې لونګين خوړلي دينه

رنگ به مې ولې نه ژيړيږي

په ما يې کړي د زعفرانو تاويزونه

رنګ به مې ولې نه ژړيږي

چې مې اشنا د ماشومانو خوی کوينه

رنګ مې په تاپسې ژيړيږي

کم عقله مور مې د زېړي دارو کوينه

ريبار مې ډېر ګړندی راغی

چې مرور اشنا به څه ويلي وينه

ريباره خدای دې سزا درکړي

لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه

ريباره ښه سوچ پکې وکړه

جانان ښايسته دی که خدای زه لېونۍ کړمه

زړگيه صبر شه مه ژاړه

تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه

زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم 

ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه

زړګيه پام چې مئين نه شې

اوس معشوقې په زړه داغونه لګوينه

زړګيه ځان ورته تکړه کړه 

اشنادسپين مخ نه نقاب پورته کوينه

زړګيه خدای خبرکه روغ شې

د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه

زړګيه دا دې زما حال کړ

د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه

زړګيه صبر دې په خدای شه

په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه

زړګيه صبر دې په خدای شه

جانان په غټو خلکو ځان حسابوينه

زړګيه صبر شوې که نه شوې

که صبر نه يې له ګړنګ دې غور ځومه

زړګيه صبر شه مه ژاړه

څوک چې سرې شونډې ښکلوي رنځور به وينه

زړګيه صبرشه مه ژاړه 

ستاپه ژړااشنادنازخنداکوينه

زړګيه مه يې رانه غواړه

د جانان کلي نه پرون را غلی ېمه

زړګيه مينه پکې نشته 

نن واړه ښکلي د لباس خندا کوينه 

زړګيه هلته پاتې کيږې

چې په سيخونو دې ټومبي په اور دې ږدينه

زړګی زماروغ ليونی شو

اوس رانه غواړي دپردۍ څنګل خوبونه

زړګی مې تاسره بندي دی

د خدای لپاره بندي ښه ساته مينه

زړګی مې ټول پرهرپرهردی 

دياردزلفوپه تاروبه يې ګنډمه

زړګی مې نشته چيرته ورک دی 

زيری به ورکړم که جانان موندلی وينه

زړه په مثال دسوداګردى

چې چېرته خوښ شي هلته واړوي بارونه

زړه خو مې يو و چې تا يوړو

کدو خو نه دی چې به ونيسي ګلونه

زړه مې په توپو نه نړيږي

ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه

زړه مې په تورو غرو مين دی

د تورو غرو مزل کوم ژړا راځينه

زړه مې په شنو سترګو مين شو

د شنو جنډو زيارت ته ځم چې رضا شينه

زړه مې د خولې په وينا نه دی 

که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه

زړه مې د سترګو ګيله من دی

چې ديدن ته کړې زه عبس غم تېرومه

زړه مې دورانې کلا برج دی

د غم چيچڼي پکې خالې جوړوينه

زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي

چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه

زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي

په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه

زړه مې نري درزونه وکړ

لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه

 زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی

 د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه

زما پرې هسې نوم بدنام شو 

د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه

زما په تشه خندا مسته 

که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه

زما په ټول محفل سلام دی

دا مې کلام دی چې اشنا د ټولو يمه

زما په دې وطن کې څوک دي

جانانه ستا سترگو ته شپې سبا کومه

زما په سترگو کې دې گل شي

که زه به يې ستا په مينه بل ته غړومه

زما په سر دې منګی مات کړ

اوس به بخيلې مور ته څه بانه کومه

زما په مخ لاړې راتو کړئ

که مې د ننګ ګولۍ په شا خوړلي وينه

زما جانان د کوچو سپين دی

د پيرنګي سره نوکر دی تور به شينه

زما جانان ګل د پروتې

نرۍ يې ګوتې ميرزايي راته کوينه

زما جانان ګل د خاټول دی

عالم پرې ټول دی ماله ځای نه راکوينه

زما د ځايه نصيب کم دی

چې په کتاب د سکندر ګورم فالونه

زما د حاله خبرداره

پروردګاره زما واوره فريادونه

زما د زړه په سر يې ليکه

هېر به مې نشي که مې خاورې شي هډونه

زما د زړه توتي کم عقله

ته په تنکو څانګو کېنې ماتې به شينه

زما د زړه ناچاره رنځه

نه دې دارو شته نه دې حال ويلی شمه

زما د لرې وطن ياره

رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدونه

زما د مينې کور دې وران کړو

غمازه ما درسره څه بد کړي وونه

زما د وينو رنگ دې ورکړ

د سور سالو دې هر ځای کيږي صفتونه

زما د يار داسې خندا ده

د سلو کالو مرور پخلا کوينه

زما دې ځوانه ځواني اور کړه

په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

زما دې څه وکړل چې لاړې

نری نری زړګی به ستا راپسې چوينه

زما دې زېړی شي ستا دې تبه

په طبيبانو به جوړه گرځو مينه

زما لاليه لېونيه

ته لېونی شوې زه دې هم لېونۍ کړمه

زما نه پاتې شوې وطنه

لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه

زما همزولي ملايان شول

زه د جانان مينې د علمه وويستمه

زماسپېرۀ قسمت ته ګوره

خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه 

زموږ د کلي نجونه مړي دي

يا وخت خراب دی چې ګودر له نه راځينه

زه به شړۍ له ځانه تاو کړم 

دا ستا جوړه به له بخملو جوړومه

زه به نوکره ورله بوځمه

خو شينګو دې تنور نه لمبه کوينه

زه په عاشق سړي پوهېږم 

د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه

زه په عاشق سړي پوهېږم 

يا يې رنګ زېړ وي يا يې شونډې وچې وينه

زه په ګلونو اموخته وم

پردی وطن دی څڼې تشې ګرځومه

زه چې دا سور سالو په سر کړم

د کلي نجونې په سيالۍ راسره ځينه

زه چې سهر د خوبه پاڅم 

د کليمې سره دې سمه يادومه

زه چې سهر له خوبه پاڅم 

اول سلام د کبرجن اشنا کومه

زه چې ماشوم ومه پاچا وم

اوس چې زلمی شوم د غمو ټيکه دار شومه

زه دې قربان تر هغه چا شم

چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه

زه لېونو سره خوشال يم 

زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه

ژوند کې يې غم ليدلی نه و

چې شوه مينه ډېر يې وليدل غمونه

ژوندون خوغټه سرمايه ده

ټول هوښياران يې په غزت كې تيروينه

سبا به لوړ چنار ته خيږم

باد به پوښتم چې يار مې څه ويلی دينه

سبا مې ستا په تهمت وژني

غولی جارو کړه چې په شړ مې وينې ځينه

سپوږميه سر وهه راخېژه

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

سپوږمۍ به ډېره شي حيرانه

چې شين خالۍ زلفې په شا راواړوينه

سپوږمۍ په غره راپورته کېږه 

که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه

سپوږمۍ راوخته رنا شوه

په سپين مړوند باندې مې ونه کړل خوبونه

سپوږمۍ سلام به درته وکړم 

جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه

ستا به ګيله له ما نه کيږي

ماته ګېلې له بېلتانه ولاړې دينه

ستا په بڼو مې زړه زخمي شو

د زړه په وينو به دې شونډې رنګومه

ستا په تُهمت مې جامې رنګ شوې 

اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه

ستا په جفا مې پروا نشته 

ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه

ستا خو به تمه د ديدن شي

په ما پرتې دي تورې خاورې امبارونه

ستا خو په يو تُهمت رنګ زېړ شو 

زه د تُهمت رسۍ په غاړه کې ګرځومه

ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده 

زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه

ستا لوپټه زما کفن شه

چې تور لحد کې دې ونه کړم ارمانونه

ستادښايست دوران به تېرشي

جانانه مه كوه په ماباندې ظلمونه

سترگو مې زړه ته نقصان پېښ کړ

اوس به ی د باز پشان تړلې ګرځومه

سترگې په چل غړوه ياره

دونيا هوښياره ده رسوا نشو مينه

سترگې خو تا ورکړې خدايه

کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه

سترگې دا ستا سترگې زما دي

ما درته کله د يارۍ ويلي دينه

سترگې دې تورې په رنجو کړه

شونډو له رنگ د دنداسې ورکړه مينه

سترگې دې تورې کړه راووځه

سوداگر گرځي غټې سترگې خوښوينه

سترګو دې بيا ناغې پيدا کړې

دناغه دارو سترګو څوک طاقت لرينه

سترګه وهل مې درنه زده کړل

اوس راته ښايه د بڼو اشارتونه

سترګي خو تا  ورکړې خدايه  

کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه

 سترګي دي ډکي تو مانچي دي

 چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه

سترګې به هر چا تورولی

په ټول مهالت کې همدا زه په ګوته شومه

سترګې په چل غړوه ياره

اوړكي بازان دي غټې سترګې خوښوينه 

سترګې ديدن وکړي مړې شي

شونډو د غم نه وچ پتري نيولي وينه

سترګې دې تورې کړه راووځه

د تورو سترگو سوداگر راغلي دينه

سترګې دې ولې واړولې

د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه

سترګې مې اوباسئ لايق يم

چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه

سترګې نرۍ تورې مزه کا

دا ګډې وډې سترګې ډمې توروينه

 سترګی هوسۍ صراحی غاړه

 بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه

سر په تېشه وهل اسان دي 

فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه

سر لاندې غټه تيګه کېده 

پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه

سلام زما په ځان منظور کړه

د مسافرو سلام کله کله وينه

سورت ياسين راباندې وايه

په ما خولې د زنکدن راغلي دينه

سورت ياسين راباندې وايه

چې مي سختۍ د زنکدن اسانې شه

 شال يې په سر اوږی په غاړه

 ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه

 شاه دګودر له لوری راغله

 لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه

 شاه دګودره روانيږه

 زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه

 شاه دګودره روانيږه

 لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه

 شو ماز د يګر ګودر له لاړه

 په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه

 شو ماز د يګر ګودر له لاړه

 لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه

 شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو

 خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه

شونډې به يې ولې پستې نه وې

چې د پېزوان سوری پرې اوړی ژمی وينه

شونډې به يې ولې پستې نه وې

مور يې د زېړې غوا غوړي ورکړې دينه

شونډې شربت کړه ماته يې راکړه

زه د هجران په سفر ځم تږی به شمه

ښه ده چې ته له خيره راغلې

کنه ما کند کچکول تړه درپسې تلمه

ښه ده چې ستا له لورې وشوه

چې ملامته درته زه نه شوم مينه

ښه ده چې سترګې دې وړې دي 

که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه

ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلې

د زړه د سره مې لمبې خولې له راځينه

ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم

د شرم باز به مې په ولو ګرځونه

طالبه خدای که به ملا شې 

په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه

طبيبه لاس مې څله ګورې

زه خو اشنا د زړه په سر ويشلی يمه

عاشق سړی له رنګه تور وي 

سوی په اور وي معشوقې رټلی وينه

عاشق کم عقل دی چې ژاړي

باران په تيګو باندې څه اثر کوينه

عاشقي لال بېلتون ښامار دی

څوک چې د لال تمه کوي ښامار به يې خورينه

عاشقي لويه پاچاهي ده

چې معشوقه يې په طرف ولاړه وينه

عاشقي مه کوئ عالمه 

بس کړه چې زما په ځوانۍ اور ولګېدنه

عاشقي وای جدايي نه وای

خدايه په در کې به دې څه کم شوي وونه

عالمه څنګه ترې توبه کړم

ما پرې اخيستي دي د کلي تهمتونه

عالمه يو تر بل ځاريږئ

ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شونه

عالمه يو له بل ځاريږئ

مرګ راپسې دی نيمه خوا به پاتې شونه

عزرايل هسې ځان بدنام کړ

زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه

عطر مې پورې په کفن کړه

په تار د زلفو دې ليلا ورکړه ټکونه

عمر چې تېر شي اشنا هېر شي 

ستا دې قسم وي چې ما هېر نکړې مينه

عمر دی ډير شه خپله ياره

 زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه

غرور په حسن ناداني ده

حسن د ژمي مازديګر دی تېر به شينه

غل خو په توره شپه کې غلا کړي

تا رانه زړه په رڼا ورځ وتښتوونه

غم دې دا ستا نه وفادار دی

ته کله کله غم دې تل راسره وينه

غم دې راځي زه پرې خوشحال يم

بې غمه خدای دې عاشق تل په غم کې وينه

غم کې پيدا په غم کې لوی شوم

په غم مين په غم به تور لحد ته ځمه

فقيره کبر پکې مکړه 

چې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونه

قبر مې څنګ کې ورته جوړ کړئ 

چې مرور جانان په ګور کې پخلا کړمه

قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره 

په خُمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

قرضدار مې نه يې چې پټ ګرځې

زه خو دې بس د ښکلي مخ ديدن کومه

قسم په خدای باور پرې وکړه

د تش ديدن پسې دې اوښکې تويومه

قسمته خدای لپاره ويښ شه

څوک تر قيامته پورې نه کوي خوبونه

 

کابل ته مه وايه چې وران شې

کابل کې شته دی پښتانه ببر برېتونه

کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ

د ننۍ زمانې يار دی ټګ به وينه

کاغذه داسي وخت کې ورشه

چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه

کاغذه لاړ شه په هوا شه

اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه

کاغذه لاړ شه په هوا شه

په عاشقانو باندې وايه سلامونه

کاغذه والوزه شاهين شه

له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه

کټ د بلۍ سوري ته راوړه

مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه

کفن مې کلک وګنډه مورې 

د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه

کله دې غم راباندې بار شي

کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه

كوڅه كې اودريږه شيرينې

په ماذيګركې به ضرورهلته درځمه

كوڅه كې بياليلاولاړه

دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه

كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه

دچاتصويرته سپينې اوښكې تويه وينه 

كوڅه كې ښكته پورته مه ځه

څوك به خبرشي اورسوابه شومينه 

کور يې په کلي کې معلوم دی 

د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه

که  ته مې روغ لېونی نه کړې

بيا مې د بنګو پيالۍ مه بوله مينه

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه

که تور اوربل مې ميراتيږي

په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه

 که ته ر يښتيا پر ما مين يې

 د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

که ته مې روغ لېونی نه کړې

د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه

كه ځان په سلورنګوجوړكړې

چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه 

که څوک باچا د زمانې شي

د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه

که د ځوانۍ دوران مې تېر شي

دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه

که د دولت ناچاري نه وای

ما به جانان په تول د سرو اخيستی ونه

که د زلمو نه پوره نشوه 

ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه

 که د يدن کړی ګودر ته راشه

 زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه

که ديدن غواړې راته ګوره

زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه

که ديدن کړي تلوار راوکړه

کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه

که دې خندلي راته نه وای 

غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ

 که دی زما ديدن ياد يږی

 د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

که زړه ته سل تسلي ورکړم 

سترګو ليدلی جانان کله هېروينه

که ستا نه سل ځله توبه کړم

په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه

که سږنی اوړی خدای وکړي

ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه

که سلام غواړې خط به درشي 

که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه

که لېونی يې زما خوښ يې

خلک ياري د لېونو سره کوينه

که مرور شې ځان به خوار کړې

جنکۍ کله مرور پخلا کوينه

که مساپر شي بيا به راشې 

د تورو خاورو مساپر کله راځينه

که ملامت يم ما دې مړ کړي 

چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه

که مور او پلار دې خدای رضا کړل

د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه

که مې نصيب د بدو نه وای

په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه

گلاب د اصله شهزاده دی

رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه

گلونه ډير درسره راوړه

زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه

گوتې قلم ته په ژړا شوې

ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه

گودر ته ځم راپسې راشه

ما په منګي کې پراټې راوړي دينه

گودر ته دواړه خويندې راغلې 

مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه

گوره ښېرې به درته وكړم

نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه 

گيلې به ډېرې ورته وکړم

که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه

 ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه

 په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه

 ګودر پاچا منګی وزير دی

 وزیر هميشه د خپل پاچا سلام کو ينه

 ګودر په سر مې قبر جوړ کړه

 چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه

 ګودر په سر مې قبر جوړ کړی

 چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه

 ګودر ته ځم را پسی را شه

 يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه

 ګودر ته ځم راپسی راشه

 زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

 ګودر ته ځم راپسی راشه

 وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه

 ګودر ته ځی په مخه راغلې

 ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه

 ګودر ته دواړه خو يندي راغلی

 يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه

 ګودر د غدونو څه کم نه دی

 پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه

 ګودر دی عمر له اباد وې

 مازد يګري پکې وی اخترونه

 ګودر دی عمر له ودان وې

 په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه

 ګودر شو ګرم مازد يګر دی

 ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه

 ګودر کې سری لمبی شوی پورته

 د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه

 ګودر له ځم چې اوبه راوړم

 په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه

 ګودر له ځم چې مانګی مات کړم

 سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه

 ګودر له ځمه خو شحا ليږم

 چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه

 ګودر له ځمه را پسی را شه

 ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه

 ګودر له ځی او پښو ته ګوري

 پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه

 ګودر له غبرګې خو يندی راغلی

 ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه

 ګودرته ځم راپسی راشه

 زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

 ګودرته څی ناوخته کيږی

 د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه

 ګودرته راغلی برابره

 يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه

 ګودرکې هره ورځ اختر وې

 رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه

 ګودرکې هره ورځ اختر وې

 منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه

 ګودره بخت دی غلبه دی

 د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه

 ګودره ټول درته لو ګی شم

 په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه

 ګور له ځم را پسی راشه

 منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه

لاړم د خپل وطنه لاړم

بې وفا يار راباندې ډېر کبر کوونه

لكه كابل دافغان حق دى

داسې مې حق دي دجانان زلفوسرونه

لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي

نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه

له مانه ولې ګيله من يې

کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه

 

 

 ما په ګودر د جنو ښخ کړی

 ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه

ما خو د ليرې نه صحي کړې

نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه

ما د کوچي د عمره ځار کړې  

د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه

ما د کونړ د سيند نه ځار کړي

زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه

ما د ګودر په غاړه خښ کړئ

چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه

ما د نصيب نه تېښته وکړه

نصيب زما د لارې مل راسره ځينه

 ما دګودر په غاړه ښخ کړی

 چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه

ما دې ټوپۍ په سر ګڼله

د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه

 ما زد يګر تل لری خاونده

 چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه

 ما سره سم ګودر له لاړ شه

 منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه

ما سره سمه سيالي مه کړه

ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه

ما له مې وړی زړگی راکړه

زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه

ما له وړوکي ريبار ځار کړې

چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه

ما ويل يوازې زما يار يې

د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه

ما وې د غمه به دې مړ شم

قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه

ما يارانه کله کوله

سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه

ما يې د ورور د سترګو ځار کړې 

ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه

ما يې د ورور د سترګور ځار کړې 

دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه

ماته دې دومره ديدن بس دی

چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه

ماته رباب په لاس کې راکړئ

چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه

مازديگر چېرته وې چې نه وې

خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه

 مازديګر پيغلی ښی اغلی

 منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه

مازديګر لمونځ دې قبول مشه 

ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه

مازديګر لمونځ رانه قضا شو

نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه

مازديګری دی سوال قبليږي

خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه

مازديګری دی ښېرې مکړه

ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه

مبارکي راکړئ عالمه 

چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه

مبارکي راکړئ عالمه 

د تهمتونو سره يار قبوله کړمه

مبارکي راکړئ عالمه 

نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه

مخ په قبله مې د يار کور دی 

لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه

مخې ته راغله راته ژاړي

د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه

مرګيه دومره صبر وکړه 

يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه

مرګی په تنګه کوڅه راغی

ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه

مړ مې د يار په کوڅه يوسئ 

چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه

مساپري په بې غمي کړه 

زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه

مساپري دې ډېره وکړه 

راځه راځه روزي به خدای رارسوينه

مساپري سخته خواري ده 

باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه

مسافر ته شوې خواره زه شوم

خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه

مسافر مه وژنئ عالمه

چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه

مسافري دې روزي مه شه

زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه

مسافرۍ خوړليه ياره

پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه

مسافرۍ خوړلی راغلی

قربان قربان دې د زړو جامونه شمه

مسافرۍ مې زړه نری کړ

چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه

مسافرۍ نه ستړی مشې

اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه

مسلماني په چاكې نشته

مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه 

ملنګه دوه ګټې دې وکړې 

يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه

منگيه بخت ته دې حيران يم

اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه

 منګي کې موری اوبه نه شتهخ

 زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه

 منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل

 د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه

منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم 

د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه

 منګی به تخرګ ګودر له ځمه

 دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه

مور يې د کلي شومړې غواړي 

لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه

مور يې د کلي شومړې غواړي 

لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه

مور يې ماڼو ورته لوګی کړې

زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه

مورې توپک کمربند راکړه

په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه

مورې د مخه دې شرمېږم

ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه

مورې کوچيانو ته مې ورکړه 

چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه

مورې کوچيانو ته مې ورکړه 

کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه

مورې لنډۍ توپك مې راكړه

په مامينه جينۍ بل ته وركوينه 

مورې لنډۍ توره مې راکړه

په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه

مين زړګي ته مې سلام دی 

چې تمامي عمر په صبر تېرومه

مينه په تګ راتګ زياتيږي

مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه

مينه په تلو راتلو زياتيږي

کله راځه کله به زه درځم مينه

مينه د مينې پيدا کيږي  

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مينه د مينې پيدا کيږي  

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مينه دروغو زړونوكاردى

زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه 

مينه کې هر څه هر څه کيږي

په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه

مينې دې داسې لېونی کړم

په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه

نارې وهم نارې مې نه اورې

هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه

نجلۍ په سر دې منګی مات شه

چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه

نجلۍ د بام په سر کږه شوه 

ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه

نجلۍ کږه شوه ماته نشته

د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه

نجلۍ که ټوکی د بخمل دی 

يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه

نجلۍ وړه د يارۍ نه ده 

کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه

نجلۍ ولاړه په لمانځه ده

پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه

نری نری لوګی ترې خيږي

د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه

نړۍ مريح ته رسيدلې

موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه

نښې دې ډېرې ما سره دي

نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه

نصيب مې خپل دی رارسيږي

مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه

نصيبه وسوزې ايره شي

تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه

نن خو مې ډير ياديږې ياره

خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه

نن د ګودر په لاره مه ځه

ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه

نن مې د قبر خواله راشه

مبارکي د نوي کور راکړه مينه

نه به انځر د ورځې ګل شي

نه به زما زړگی د غمه خالي شينه

نه دې د ځان نه دې د بل کړم 

د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه

وايم چې داسې ځای ته لاړ وای

چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه

 وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو

 يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه

ودرېدی نشمه غورزيږم

تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه

ودې ويشتم پورته دې نه کړم 

خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه

وربل يې پوړې پوړې راغی 

بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه

ورشه د يار خبر دې واخله

چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه

ورکه د کور کلي ياري شه

د زنې سر مې دېوالو وسولاونه

وطن به ستا لپاره پرېږدم

چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه

وطن د مور او پلاره خوږ دی

جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه

وطن مې تن ،تن مې وطن دي

دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه 

وطن مې ستا له غمه پرېښود

خلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه

ولاړه اوسه چې دې وينمه

چا دې صفت راته کوو راغلی يمه

ولې دې سر په زنګنو کړ

ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه

ولې دې مخ زما نه پټ کړ

اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه

 ولی به زه ور پسی نه مر م

 اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه

هر کله راشې د يار غمه

که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه

 هر مازد يګردی لوی اختر دی

 ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه

هغه دې هېر دي که دې ياد دي

چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

 هغه ساعت به کله راشی

 چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه

يا خو زما په زړه تياره ده 

يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه

يا خو زما نصيب خراب دی

يا خو به ټولې يارانې دغسې وينه

يار مې په اوم کې زه اتم کې

يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه

يار مې په شنو سترګو مين دی 

زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه

يار مې هندو زه مسلمان يم 

د يار لپاره درمسال جارو کومه

ياره زموږكلي ته راشه

يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه

ياري په تور او په سپين نه ده

دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه

ياري په تور او په سپين نه ده

زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه

ياري خو تا پرې کړه کمبخته

که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه

ياري خو تا کړه ما خو نکړه

اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه

ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي 

د پلو لاندې سړی غلی تېروينه

ياري د زور خبره نه ده 

که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه

ياري د شنې لښتې ګوزار دی

چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه

ياري دې ټوله د ټګۍ وه

ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه

ياري دې نه کوم ډاريږم

د لرې لرې نندراې به دې کومه

ياري دې نه وه خوب ليدل و

څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه

يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی

خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه

يو اخيري مصره دې داوي

اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه

يو ځلې بيا په دې لار راشه

په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه

يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه

لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه

يو خو دې غونډه منډه خوله ده 

بل دې خبرې په کنډه تللي دينه

يو دې غريب پيدا کړم خدايه

بل دې مين په کبرجنې نجلۍ کړمه

يو زخم نه دی چې به جوړ شي 

هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه

 يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه

 د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه

يو وارې ټينگه غېږه راکړه

بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه

يوازې خدای به پرې خبر وي

د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه

يوازې ژوند مې په کار نه دی

چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button