په پتلون مین

ډېر د شرم او د افسوس ځای دی چې زموږ  چارواکو تراوسه خپل لومړیتوبونه ونه پيژندل بس خبرې دې ژمنې دي اوبس، نه ریښتنولي شته نه ژمنتیا شته نه زړه خوږی شته اونه ارداه بس په رڼوسترګوکې خاورې اچول دي اوبس.

د پوهنې  د محترم وزیر اسدالله حنیف بلخي په اړه به مو خبرونه اوریدلي وي، چې خپل مامورین یې د ملي جامې په  جرم په دروازو کې درولي و او وزارت داخل ته یې نه پريښودل  متل دی چې لوګری دکار نه  وي بیا لور په لوټه تیره  کوي، محترم وزیر صاحب ته نیکټایي او  دریشي پریږده د معارف حال دې وګوره ستا د هیواد بچی اوس هم بې کتابه  بې سرپنا سره  لمر ته ناست دي ستا د هیواد په ډيرو برخو  کې همدا اوس ښوونځي تړل شوي دي ته  معلیمن نه لري د اساسي قانو د ۴۳ مادې پراساس هیواد والوته په مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتیاوې نه دي برابرې ته په  اریش بوخت یې ته چاته مامورین اریش کوې؟ ایا کار یوازې په پتلون کې کیږي په ملي جامه کې کار نه کیږي ؟ زموږ د پوهنې دوزارت قسمت خراب دی تل یې داسې کسان ورپه برخه کیږي، چې سړی ورته حیرانیږي چې دا اوس له کوم نړۍ نه راغلی دی، له قانوني نه نیولې تراتمره له اتمرنه نیولې تر غلام فاروقه له دې وزارت سره هغه شان چلند نه دی شوی کوم چې پکار و د پوهنې په برخه کې کوم څه چې پکار و نه دي شوی دا وزارت یو لوی وزارت دی او دستر فکر خاوندان باید دې وزارت ته معرفي شوی وی نه چې د اورلګیت په ډبي کې یې ژوند کړی وی دومره تنګ نظره خلک لکه د پوهنې اوسنی وزیر ښاغلی بلخی چې دومره پرديپال فکر لري چي ان خپل ملي لباس ته په سپکه سترګه ګوري.

بله ډېره نادره هغه دا چې په دې وزارت  کې اوس ښاغلي بلخي ټول هغه مامورین چې ودرګ په دنده ګمارلي دی د لرې کیدو هڅې پیل کړي او ډېر یې لرې کړي،  په دې وزارت کې باید بدلون راشي خو داسې نه چې ته ورپسې جارو راوخله چې پښتون وي لرې کوه یې دا کار ډېر بدې پایلې لري درېغه چې کرزي صاحب د پوهنې وزارت ، کورنیو چارو وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او دفاع وزارت له سیاسي ډلو ټپلو لرې ساتلي وی دپوهنې او د لوړو زده کړو وزارت خو بیخي کفر دی چی سیاسي کیږي ځکه چې دا زموږ د هېواد د بچو برخلیک ټاکي.

اوس به بلخي د وردګ مامورین ټول لري کوي که تجربه لري که یې نه لري بیا چې بل راځي هغه به د بلخي ټول مامورین لري کوي اخر به زموږ د پوهنیز نظام څه کیږی؟ که چیرته مقررۍ هم په انډول کیږي ښه خبره ده ټول وزارتونه باید دخپلو مامورینو لیستونه راوړي چې معلومه شي څوک او څومره دی.

همدا اوس بلخي د یو داسې وزارت وزیر دی چی دی لاندې دی او چوکی ورباندې لپاسه ده د انسان کړنې د انسان ترجماني کوي نوموړي چې کومې کیسې په وزرات کې روانې کړي دی پرته له کرکې بل څه نه شي زیږولی لومړی زیان به یې همدی ګوري، دلته رسنۍ شته مدني ټولنې شته یو نیم نیمګړی نظام شته چور نه دی دا وزارتونه د چا شخصي ملکیت نه دی چې څه مو زړه وغواړي هغه به کوی

د پوهنې وزیر ته باید معلومه شي چې د پوهنې وزارت یولوی وزارت دی  دا په دې نه کیږي چې کالي مه اغوندۍ دریشي وکړئ او نور به د پوهنې وزارت نه لیکئ  معارف به لیکی او مکتوبونه به داسې لیکئ داکیسې دې د اوس لپاره یو خواته کړي ځکه له ده مخکې دلته چې څوک و هغه د پوهنې دوزارت بیخ ویست اوس چې دی د هغه لار نیسې نو معارف به خاورې معارف شي،

ماشومان ښوونځي نه لري سره لرم ته زده کړې کوي هغوی ته سرپنا جوړه کړه ماشومان کتابونه نه لري کتابونه ورته چاپ کړه داساسي قانون ۳۴ مادې پراساس هرماشوم حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي ما شومانوته په مورنۍ ژبې دزده کړو زمینه برابره کړه، په ولایاتو کې مو ښوونځي تړل شوي هغه پرانیزه او داسې نور…. ته په پتلون مین په  اریش د تخت و تاج یې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button