په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې

محب الله رسولي
په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې

١- د ساده کارونو په ترسره کولو هوښیار او چالاکه اوسئ

٢- بریالیتوب سفر دی، نه هدف.

٣- په خرڅلاو کې ځان د مشتري پرځای کړئ

۴- په هره سوداګرۍ کې انساني اړیکي له مسلکي جزیاتو څخه غوره دي.

۵- پرته له دې چې وګورئ مشتري له تاسې سره څه ډول چلند (ښه یا بد کوي، تاسې باید خپل انساني کرامت وړاندې کړئ، ډاډه اوسئ چې په دې کار سره به مشتري تاسو جذب کړی وي)

۶- کله چې مشتري ستاسې ادارې یا کارځای ته درشي، نو له هغه سره د هغه د احوال پوښتنه وکړئ.

۷- کوچني پرمختګونو ته په ټیټه سترګه مه ګورئ، ځکه همدا تاسې لویو بریالیتوبونو ته رسوي.

۸- هغه ژمنې چې د خرڅلاو پرمهال مو له مشتري سره کړې وي، پر هغې وفا وکړئ

۹- که چېرې ستاسې لباس د چا په یاد وي او ستاسې خندا يې په یاد نه وي، نو پوه شئ چې د خرڅلاو پرمهال مو نه دي خندلي.

۱۰- په خرڅلاو کې کوښښ وکړئ چې خپل وخت مو په لاندې ډول ووېشي: (۵۹) سلنه غوږ ونیسئ، (۲۶) سلنه خبرې وکړئ، (۹) سلنه ولیکئ او (۶) سلنه ولولئ

۱۱- مشتري هغه څوک دی چې ستاسې د اولادونو د سفر لګښت، د ښوونځي فيس، د واده لګښت او نور برابروي، چې داسې ده، نو باید په ارزښت يې پوه شو.

۱۲- له تاسې څخه خوښ او راضي مشتري تر ټولو ښه تبلیغات دي. دې ته بې لګښته اعلان هم وايي.

۱۳- خرڅلاو د یوې معاملې پای نه، بلکې پیل دی۔

۱۴- هېڅکله هم له مشتري سره بحث مه کوئ.

۱۵- د خوښۍ لپاره دوه لارې دي: له خپلو غوښتنو تېر شئ او یا له هغو وسایلو څخه ګټه واخلئ، چې تاسې خپلو غوښتنو ته رسوي.

۱۶- مخکې تر دې چې د مشتري ذهن بدلون وکړي، باید تاسې خپله تغير وکړئ.

۱۷- مشتري زموږ رئيس دی.

۱۸- خپل فکر ته مو پام کوي، هغوی کلیمې، دوی عمل او هغوی عادتونه او دوی ستاسې شخصیت هم جوړوي.

۱۹- سوداګري هغه ځای ته ځي چې بلل شوې وي او په هغه ځای پاتې کېږي چې له هغې سره ښه چلند شوی وي.

سرچینه: د خرڅلاو ځواکمنې لارې چارې

راټولونه: محب الله رسولي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button